کلینیک یشفین-Yashfeen Clinic

کلینیک یشفین-Yashfeen Clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from کلینیک یشفین-Yashfeen Clinic, Health/Medical/ Pharmaceuticals, چهاراهی جماعت خانه تایمنی، عقب صالون عروسی ارزوی شهر، مقابل مرکز خدمات مشتریان دافغانستان برشنا شرکت, کابل.

03/12/2024
03/12/2024

طبى معلوماتو لپاره بلنى راولىږى👈👈
Al- Qadar Hospital القادر روغتون
په خالي معده د ګرمو اوبو څښل !

د زړه یو متخصص ډاکتر وايي !

چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره چي ناسته ولاړه ورسره لرئ ور سره شریک یې کړئ په حقیقت کي به نوموړي شخص دیوه انسان ژوند ژغورلئ وي.

په ګرمو اوبو سره درملنه.!
هیڅ باور د چا نه کیږي ډيري داسې ناروغۍ سته چي خدای تعالی هغه په څلور ګیلاسه اوبو سره له منځه وړي.

د جاپان د روغیتایي څيړنو مرکز د وروستۍ تجربې پر اساس چي د ګرمو اوبو په ذریعه يې تر سره کړې دي نتیجه یې سل په سلو کي د لاندي ذکر سوو ناروغیو لپاره مثبته اعلان کړېده.

* شدیده سردردي.
* د ویني فشار.
* کم خوني.
* د زنګنو درد.
* فلج.
* د زړه شدید ضربان.
* د ویني غوړ.
* ذکام.
* د ستوني پاړسوب.
* سل.
* د شریانونو پاړسوب.

* بلاخره هره ناروغي چي په ادرار پوري ارتباط ولري.
* دمعدې پاړسوب.
* کم اشتهایي.
* او هر هغه ناروغۍ چي په سترګو غوږ او حنجره پوري مربوط وي.

د استعمالولو کړنلاره یې.!
* کم وخت چي اوبه پر جوش راغلې ، هره ورځ سهار وختي چي له خوبه را پورته سئ څلور ګیلاس اوبه په خالي معده وڅښئ اوبه باید ګرمي وي داسې ګرمي چي دڅښلوو وړ وي نه چي ډیري ګرمي وي او نه ډیري یخي.

* د اوبو څښلو وروسته باید تر ۴۵ دقیقو پوري غذا ونه خورئ.
* ځیني وخت یو شمیر ناروغان د څلور ګیلاس اوبو په څښلو سره په مشکل کي کیږي کیداسي چي لږ لږ وڅښي ترڅو ځان څلور ګیلاس اوبو څښلو ته ورسوي.

* پورته ذکر سوي ناروغیو به په لاندي لیکل سوي وختونو کي انشاالله له منځه ولاړي سي.

* شکره په ۳۰ ورځو کي.
* دویني فشار په ۳۰ ورځو کي.
* د معدې مشکلات په ۱۰ ورځو کي.
* د سرطان ناروغي په ۹ میاشتو کي.
* سل او د شریانونو پاړسوب په ۶ میاشتو کي.
* میاشتانه عادت په ۱۵ ورځو کي.
* د زړه مشکلات په ۳۰ ورځو کي.
* شدید دسر درد په ۳ ورځو کي.
* کم خوني په ۳۰ ورځو کي.
* د ویني غوړ په ۴ میاشتو کي.
* فلج په ۹ میاشتو کي.
* او تنفسي مشکلات په ۴ میاشتو کي. ...
سره لاس پرلاس یې کړئ.

نورو ملګرو سره شریک کړئ !
Al- Qadar Hospital القادر روغتون
شيرزادو ولسوالي دطوطو بازار پاس سرای

08/11/2024

H pylori(Helicobacter pylori)

د يوې باکتريايي ناروغۍ څخه عبارت ده چې د معدې د زخم او التهاب سبب ګرځي. په 20 فيصده ناروغانو کې اعراض او علايم رامنځته کوي چې عمده اعراض او علايم يې عبارت ده له:
۱ـ د معدي درد.
۲ـ د معدې سوخت.
۳ـ د وزن له لاسه ورکول.
۴ـ زړه بدوالی او استفراق.
۵ـ د اشتها کموالی.
واقعات د نړي په نفوس کې د ( 50-75) فيصده موجود دي .

انتقال او سرايت!
۱ـ نوموړي ناروغی يو انسان څخه بل انسان ته د لاړو، ښکلولو او د منتن انسان له لاسونو څخه انتقالېږي.
تشخيص!
۱ـ په وينه کې د H pylori د انتي باډي کتل.
۲ـ په stool (مواد غايته) کې د انتيجن کتل.
۳ـ A Breathtest معاينه ترسره کول‌.
۴ـ Upper endoscopy معاينه ترسره کول‌.

درملنه!
که ناروغ اعراض او علايم ونه لري هيڅ درملنې ته ضرورت نه لري او که ناروغ اعراض او علايم ولري نو ناروغ ته بايد درمل شروع شې د ښې درملنې لپاره مونږ سره رابطه کې شي.

نه درملنه!
که د نوموړي ناروغی درملنه په وخت ونه وشي نو د معدې سرطان او نورو مختلفو ناروغیو سبب ګرځي.

وقايه!
پاکو اوبو څښل، د پاکو اوبو په واسطه د غذايي موادو مينځل ، د لاس مينځل د 20 ثانيو لپاره د ډوډۍ خوراک څخه مخکې او د تشناب څخه وروسته.

Dr.Obaidy
Al- Qadar Hospital القادر روغتون

08/11/2024

✍️ Typhiod Fever ✍️
✍️محرقه تبه یا (Typhiod fever
محرقه چی په کلی او بانډو کی د وچکی ناروغی په نوم هم یادیژې یوه باکتریایی ناروغی ده چی لامل یی د سلمنولیا تایفی په نوم باکتریا ده چی له نس سخه د تشو یا ډکو ادرارو سره خارجیژی او ناروغ تر تشناب روسته د حفظ الصحه په نه مراعاتولو په دا باکتریا اخته کیژی

#عامل♦: د حفظ الصحه نه مراعات کول
ناپاکه خواړه استعمالول
د سبزیجاتو ناپاکه خوړل
د هغه شیانو خوڔل چی ماشی یا مچان پری ناست وی
په بازار کی د سرکونو په سر خواڔه خوړل
ناپاکی اوبه استعمالول .

#معاینات🎮: معمولا ناروغ د اته ورزو روسته د محرقه احساس کول پیلوی او د تشخیص لپاره یی
د محرقی igg .igm د هدوکو کلچر ،او د ادرارو معاینه ترسره کیژی

#علایم 🎮:- تبه ، بی اشتهایی ، د هډوکو دردونه ،د بدن گرموالی ،د پخو سوزﻱ، سر درد، قبضیت ،اسهالات

#تداوی 💉💉💉: - تداوی معمولا د 7 تر 14 پوری ده چی د flouroquinalone drugs د ضرورت په وخت کی cephalosprine )ceftriaxne)
Doragisec analgisec drug
او multi vitamins

#پرهیز : غوړ، ناپاکه خواڔه ،ناپاکه اوبه ،او ناپاکه سبزیجات.
Al- Qadar Hospital القادر روغتون
شيرزادو ولسوالي دطوطو بازار پاس سراي.
.

08/11/2024

د کم خوبی یا بې خوبی بېلابېل لاملونه لري، چې په طبیعي او ذهني برخو کې وېشل کېږي. ځینې مهم لاملونه یې دا دي:

1. ذهني فشار او اضطراب: د امتحاناتو، د کار د ستونزو یا نورو ذهني ستونزو له کبله خوب ګډوډېږي.

2. ډیپریشن یا خپګان:په خپګان اخته کسان معمولا د شپې لخوا ارام خوب نشي کولی.

3. د درملو جانبي اغېزې: ځینې درمل، لکه د زړه درمل د خوب پر وخت اغېز کوي.

4. روغتیایي ستونزې: د پښو بېقراري او نورې ستونزې هم د کم خوبۍ لامل ګرځي.

5. د ژوند طریقه: د ډېرو بې ارزښته او بې اهمیته مشروباتو کارول، بې وخته خواړه خوړل او د خوب ناسم نظم هم کم خوبی ته لاره هواروي.

6. د الکولو او نشه یي توکو استعمال: دا توکي هم د خوب کیفیت خرابوي..
Al- Qadar Hospital القادر روغتون

08/11/2024

سپینا بیفیدا څه شی دی What is the spina bifida

سپینا بیفیدا Spina bifida یا د ملا د تیر د کړیو یو غټه ستونزه ده چې په ولادي ډول د ملا د تیر په کړیو کې منځ ته راځي
اناټومې: د ملا د تیر هر کړۍ له دوه برخو څخه جوړه شوی چې یو یې قدامې او بل یې خلفی مخکنۍ برخه یې استوانیی او شاتنۍ برخه یې دوه برامدګی درلودونکې دی چې یو په یو ډول د یو بل سره وصل شوی ددی کړیو په منځ کې نخاع قرار لری چې په spina bifida کې همدغه حلقوی برخه ستونزه لری او د هغی تر شا یو سوری موجود وي
د جنین د بشپړیدو په لومړیو ورځو کې یو پایپ ماننده ساختمان منځ ته راځي په ۲۸مه ورځ کې دواړه خواوي سره یوځای کیږي او یو عصبی کانال جوړوي مغز نخاع او د ملا تیر کړۍ له همدې ځایه څخه جوړیږی
د ځینو علتونو له امله چې تر اوسه معلوم ندي دغه کانال سم نه جوړیږي چې په نتیجه کې کله چې دغه جنین وده کوي او بیا تولیدیږي په ځینو ددغه کړیو کې چې معمولاً د ملا د تیر لاندنې کړۍ دي خلاص پاتی کیږی چې دغه تغیرات ممکن په یو یا څو کړیو کې منځ ته راشی
د Spina bifida علتونه
که څه هم علتونه یې معلوم ندي خو ځینې احتمالات شته لکه
ـ د فولیک اسید vit B9 کموالی د مور په بدن کې مخکی له حمل یا د حمل په جریان کې
ـ د ځینو درملو استعمال کوم چې د فولیک اسید میتابولیزم خرابوي
ـ دغه ناروغې اکثر په سپین پوستو کې لیدل کیږی
ـ که پو کور کې یو ماشوم په دی ناروغۍ اخته وی ممکن نور هم یادی ناروغۍ سره پیدا شی
ـ که مور یا د فامیل کوم بل غړی دغه ستونزه ولرې ممکن اولاد ته هم ولیږدول شې
ـ هغه ښځي چې ناکنټرول شوی دیابت ولری او یا هم چاغي وي

ـ تبه یا Fever د حمل په لومړیو ورځو کې
Spina Bifida دری ډوله دی
Spina bifida Occulta
Meningoceles
Mylomeningocele
۱ Spina bifida occulta یو مخفی حالت دی هغه تغیرات چی معلوم شوي صرف په کړیو کې پیدا کیږي او نخاع سالمه وي په دی حالت کې ناروغ کومه ستونزه نلري او اکثر د عمر تر آخره پری نه پوهیږي خو تصادفی ډول که د کومی بلی ناروغی په وجه د ملا x-ray وباسی ممکن متوجیح شی
۲ Meningoceles په مننګوسیل کې نه یواځی دا چې کړۍ د شا لخوا خلاصه ده بلکی هغه پرده چې نخاع پرده هم د همدی لارې څخه بار راوتی وي چې برجسته کڅوړې په څیر ښکارې ځینې وخت دغه ځای د پوستکې په ذریعه پوښل شوی خو په ځینو حالاتو کې نه وي
۳ Mylomeningoceles دا ډول یې د ناوړه او خرابو نوعو څخه ګڼل کیږی د هر ۸۰۰ زیږیدلو ماشومانو کې یو په دغه ستونزه اخته وي
۹۰ سلنه هغه ماشومان کې چې میلومننګوسیل ولری هایډروسفیلیک لرې سربیره پر دی په Mylomeningoceles کې ماشومان په ځینو بابیړیو اخته کیږی لکه فلج د حس نشتوالی او د ادرارو د کنټرول نشتوالی
تشخیص
د حمل په دوران کې د مور د Alpha-fetoprotein معلومول د وینی له لارې د حمل په ۱۶م او ۱۸ مه اوونۍ کې
که ددغه مادی اندازه لوړه وښودل شې ممکن سپینابیفیډا موجود وي باید په دي آزموینه پوره ډاډه نشو د څو اوونۍ له تیریدو روسته باید بیا هم تکرار شی
او همدارنګه د تولد څخه روسته د ساده X-ray ، CTscan ، MRI له طریقه هم تشخیص کولی شو
TREATMENT
د اسپینا بیفیدا علاج
د نوعی له مخې Treatment هم متفاوت دی
اسپینا بیفیډا مخفی Spina bifida occulta دغه نوعه کوم Treatment ته اړتیا نلرې ځکه چې اخته کس کومه ستونزه نلرې ممکن د کومې بلې ستونزې په وجه د راډیو ګرافی په وخت کې ولیدل شي
پخوا به د دغه علت له معلومیدو روسته د ملا د درد لامل همدا ګڼل کیده خو اوس محققان وایی چې دا د ملا د درد علت نشی کیدی باید د نورو عواملو پلټنه وشی
د Meningoceles درملنه:
په دغه حالات کې د نیورسرجن یا جراح ډاکتر د مننج پرده چې د ملا له تیر څخه بار راوتې داخل ته وړي او خلاص ځای بیرته بندوې دغه ناروغان ممکن روسته کومه ستونزه پیدا نکړی
د Mylomeningoceles درملنه:
باید د ولادت څخه یو یا دوه ورځي روسته د جراحی عملیی په واسطه نخاع او پرده بیرته د کانال داخل ته یوړل شي او خلاص ځای بند کړل شې.

08/11/2024

د زړه د حملې درېمه برخه ناروغان د حملې په وخت درد نلري چې د مرګ خطر هم پکې ډېر دی نو که لاندې ذکر شويو ناروغانو ته نفس تنګي، زړه بدوالی، خوله او ضعفتيا پيدا شي; د زړه ګراف يې حتماً وکړئ:
د ويني لوړ فشار، شکر، ويني زيات غوړ، چاغ، زاړه، عمل کوونکي او تمرين نه کوونکي ناروغان.
د القادر روغتون باتجربه ډاکټران ستاسو په خدمت کي 24 ساعته.
Al- Qadar Hospital القادر روغتون
شيرزادو ولسوالي دطوطو بازار پاس سرای.

08/11/2024

Brucellosis
یا حیوانی محرقه

بروسیلوزس یوه انتانی بکتریایی ناروغی ده چی د حیواناتو څخه انسانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول انتقالیږي.
د انتقال لاری یی د منتن حیواناتو د ککړو شیدو پنیر مستو او نیمه پخی شوو غوښو خوړلو څخه او همدارنګه هغه شپانه او زنانه چی د حیواناتو د ساتلو ځایونو او غوجلو په پاکی او صفایی کی کار کوي د ککړ ګرد د تنفس کولو له لاری هم اخته کیږی.
بروسیلوزس یوه تبه لرونکی ناروغی ده چی په فزیکی معاینی او لابراتواری معایناتو سره تشخیص کیږی.
د بروسیلوزس ناروغی په نورو نومونو هم یادیږی لکه Malta fever, undulant fever , Mediterranean fever او داسی په نورو نومونو هم یادیږی.

د ناروغی نښی او نښانی:
تبه لړزه بی اشتهایی خوله کیدل کمزوری ستړتیا د بندونو او ملا دردونه او سردردي ده.

تشخیص:
په لابراتوار کی د مختلفو میتودونو پواسطه د ناروغی دقیق تشخیص کیږی چی د ناروغ په وینه Brucellosis titer او CSF کی سیرالوژیک کلچر PCR او ELISA معاینات اجرا کیږی.

#روغتیا
#صحت
#تداوی
Dr.Obaidy
Al- Qadar Hospital القادر روغتون
شيرزادو ولسوالي دطوطو بازار پاس سرای.

Address

چهاراهی جماعت خانه تایمنی، عقب صالون عروسی ارزوی شهر، مقابل مرکز خدمات مشتریان دافغانستان برشنا شرکت
کابل

Telephone

+93786888868

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کلینیک یشفین-Yashfeen Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram