27/02/2022
لابراتوار
دويني ګلوکوز Blood Glucose: د ويني ګلوکوز د انسان په بدن کي اکثراً خارجي منشاء لري يعني د کاربوهايډرېټو د تجزيې څخه په لاس راځي ، د بدن د ضرورت وړ چي انرژي تري لاسته راشي په مصرف رسیږي او پاتي اضافي يي د ګلايکوجن په شکل په ينه يا Liver کي او يوه اندازه يي په عضلاتو کې ذخيره کيږي چي همدا بيا دوهم ځل د ضرورت په وخت کې په ګلوکوز تبديليږي او ماليکولي وزن يي 180.156 ګرام پر مول دي ، همدارنګه ګلوکوز په غوړ يا چربي هم تبديل کيدلي شي او همدا راز د خپل ميتابوليزم د سير په نتيجه کي په ترکيبي امينو اسيدو هم تبديل کيدلي شي. د ګلوکوز ميتابوليزم يو ډير مغلق يا پيچلي پروسه ده چي له څو طريقو صورت نيسي چي ډير مهم يي د Krebs cycle يا Citric acid cycle نوميږي يعني ګلوکوز وروسته له دي چي په Pyrovic Acid تبديل شي نو د کرب سايکل ته داخليږي او کولي شي چي انرژي او کاربن دای اکسايډ باندي تبديل شي ، يوه اندازه هورمونونه چي د عضويت په داخل کي د ګلوکوز په تنظيم کي رول لري عبارت دي له : 1- Insulin ! دا هورمون د بيتا لانګرهانس جزاير چي د پانقرانص د غدي پواسطه جوړيږي د قندي موادو په ميتابوليزم کي مختلف تاثيرات لري يعني ګلايکوجن نه پريږدي چي په ګلوکوز تبديل شي بلکي ګلوکوز په ګلايکوجن اړولو کي ښه رول لوبوي او همدارنګه د انسولين پواسطه ګلوکوز د بدن له مايعاتو څخه اخلي او حجراتو ته يي داخلوي تر څو انرژي تري لاسته راشي ، که چيرته نوموړي هورمون په بدن کي کم شي نو يو سنډرومی پيچلي ناروغئ سبب ګرځي چي Diabetes mellitus په نوم ياديږي. 2- Glucagon ! دا هورمون د الفا لانګرهانس جزايري حجراتو پواسطه د پانقرانص لخوا افرازېږي او د انسولين برعکس عکس العمل ښائي يعني ګلايکوجن په ګلوکوز تبديلوي خو دا هغه وخت کله چي بدن ګلوکوز ته اړتيا پيدا کړي يعني نوموړي هورمون افرازېږي او په ځيګر کي خپله پروسه طئ کوي او بدن له Hypoglycemia څخه ژغوري . 3- Adrenaline ! دا هورمون هم د ګلوکاګان په شان ورته عمل کوي چي د فوق الکليي Adrenal gland چي Suprarenal gland هم ورته وايي پواسطه افرازېږي، همدا راز ځيني نور هورمونونه هم شتون لري چي د ويني ګلوکوز په تنظيمولو کې په کمه اندازه رول لري لکه Epinephrine هورمون او Hydrocortisone هورمونونه . ستاسو د پرمختګ په هيله .