11/03/2026
د رمضان ۲۳ دغه شپه مه ضائع کوئ..
د عبدالله بن أنیس الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه وویل:
ما عرض وکړ: اې د الله رسوله! زه په دښته کې اوسيږم او هلته د الله په فضل لمونځونه کوم، نو ماته د یوې داسې شپې امر وکړه چې په هغه کې (مدینې منورې ته) ستا جومات ته راکوز سم (اعتکاف او عبادت لپاره).
رسول الله ﷺ وفرمایل: "د (رمضان) په درویشتمه (۲۳) شپه راکوز سه.
راوي وایي چې ما د هغه (عبدالله بن انیس) زوی ته وویل:
«ستا پلار به څه کول؟»
هغه وویل:
هغه به چې کله د مازدیګر لمونځ وکړ، جومات ته به داخل سو، او د هیڅ ضرورت لپاره به تر هغه نه وتلو ترڅو به یې چې د سهار لمونځ نه و کړی.
کله به یې چې د سهار لمونځ وکړ، خپله سوارلي (اوښ یا اس) به یې د جومات په دروازه کې ولاړ وموندی، پر هغه به سپور سو او بېرته به خپلې دښتې (د اوسيدو ځای) ته لاړ..!
رواه ابو داود.