29/12/2025
#اګزیټ مهم سوالونه
کله چې وینه د رګونو څخه انساجو ته ووځي او هلته جمع شي په څه نوم یاديږي؟
A) Paresthesia
B)Soft tissue injury
C) Hematoma ✅
D) Edema
تشریح: هیماټوما (Hematoma) هغه حالت دی چې پکې د وینې رګ زیانمن شي او وینه د رګ له دننه څخه بهر ووځي او د رګونو څخه بهر په شاوخوا نسجونو کې راټوله شي. هیماټوما اکثره د ټپ، جراحي، یا د ستنې ناسم لګېدو له امله رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول د موضعي انستیزیا د تطبیق پر مهال چې رګ زخمي شي. د وینې د راټولېدو له امله د اغېزمنې ساحې رنګ شین، ارغواني یا تور ته اوړي، او ورسره درد او فشار هم احساسېږي.
#اګزیټ