07/02/2026
د وينې کمي؛ يوه غلې ناروغي 🫰🏻
د وينې کمی يا کمخوني چې طب کې يې انيميا بولي يوه عامه خو داسې ناروغي ده چې د بېلابېلو عواملو له کبله په وخت ورته توجه نه کېږي، که څه هم د هر عمر په خلکو کې پيداکېږي.
دا ناروغي هغه وخت پيدا کېږي چې په وينه کې د هېموګلوبين (کوم چې د بدن مختلفو برخو ته اکسيجن رسوي) کچه کمه سي.
د انيميا عامو نښو کې د ستړيا احساس، ساه لنډي يا نفس تنګي، د زړۀ د ټکان تېزوالي، سر ګرځېدل او د پوستکي زېړوالی يا پيکه کېدل راځي.
ښځې، خصوصا امېدوارې، ماشومان او زاړۀ خلک ډېر په دې ناروغي اخته کېږي.
غټ سببونه يې په وينه جوړونکو اجزاوو لکه اوسپنې او ويټامين B12 مشتمل خوراکونو نه کول يا کم کول یا نه جذبېدل، سرطان، د هډوکو د مغز او هورمونونو خرابي، د وينې زيات ضایع کېدل په میاستني عادت، امېدواري، هضمي ناروغيو او زخمونو کې او ځينې مزمنې او مکروبي ناروغۍ او بعضې درمل دي.
که د انيميا نښې درکې وي نو په وخت نيزدې کلينيک يا روغتون ته ولاړ سئ.
په شروع کې په يوه ساده معاينه یانې CBC او بيا نتیجې او حالت ته په کتو درې څلورو نورو مشخصو ټېسټونو ستاسې دا غلی مرض راښکاره کېږي يا تشخيصيږي.
درملنه يې د لامل له مخې کېږي چې د اوسپنې او فوليک اېسېډ سُپليمېنټونه، درمل يا د اړتيا په صورت کې د ټولې وينې يا د وينې د جامدې يا يوازې مايع برخې تېرول شامل دي.
لنډه دا چې مه پرېږدئ د کمخوني اعراض مو زور واخلي او ورو په ورو مو ښه سم کمزوري کړي.
چې بيا د مختلفو نورو ناروغيو د رامنځته کېدلو باعث ګرځي او علاج مو پېچلي کېږي.
باقي انيميا په کم مصرف او اسانه د درملنې وړ ناروغي ده البته چې پر وخت يې نښو نښانو ته پام وکړئ نو بیا به يې علاج هم په هماغه شروع کې وسي او بې غمه به صحتمنه او پُر توانه زندګي کوئ. 🤞
#کمخوني #نښې #تشخيص #تداوي