Azizullah Sahil

Azizullah Sahil Medical Doctor

01/01/2025

د #نرس د #توجه وړ!

هغه #درمل چي مخکي له زرق څخه #تیسټ ته ضروت لري:

ټیسټ ته اړتیا معمولاً په هغو کسانو کې وي چې په لومړي ځل ورته درمل ورکول کیږي، یا که د ولري. د هر درمل لپاره ټیسټ کول اړین نه دي، مګر په ځانګړو حالاتو کې او یا د ډاکټر سپارښتنه وي.

1. #انټي‌بیوټیکونه ( ):

پینسلین ( ) او د دې مشتقات:
اموکسی‌سلین (Amoxicillin)
امپی‌سلین (Ampicillin)

سیفالوسپورینز ( ):
سیفازولین (Cefazolin)
سیفوروکسایم (Cefuroxime)

سلفا درمل ( ):
سلفامیتوکسازول (Sulfamethoxazole)

2. انټي‌سیرا او زهر ضد درمل ( ):

د مار زهر ضد سرم (Antivenom for snake bites)
د ټیټانوس سرم (Tetanus antitoxin)
د ریبیز ضد درمل (Rabies antiserum)

3. انټي‌فنګل درمل ( ):

امفوتریسین (B (Amphotericin

4. انټي‌ویروال درمل ( ):

انسټینافیرونز (Interferons)

5. کیموتراپي درمل ( ):

ټاکسینز (Taxanes):
ډوسټاکسیل (Docetaxel)
پاکلیټاکسیل (Paclitaxel)
پلاټینم‌مشتقات:
کاربواپلاټین (Carboplatin)
سس‌پلاټین (Cisplatin)

6. ریډیوګرافیک کانټراسټ مواد ( ):

د عکس اخیستنې لپاره کارېدونکي کانټراسټ درمل

7. انسولین او هورموني درمل ( ):

د انسولین ځینې ډولونه (په ځانګړي ډول حیواني یا مخلوط انسولین)

8. انټي‌ټیومر مونوکلونل انټي‌باديز ( ):

ریتوکسیمب (Rituximab)
ټراسټوزومب (Trastuzumab)

.

  ، بوتلونه او خوراکي توکيپه لوړ حرارت کې پلاستیکي مواد:•کیمیاوي مواد: په لوړ حرارت کې پلاستیک کولی شي بېسفینول A (BPA)،...
05/08/2024

، بوتلونه او خوراکي توکي

په لوړ حرارت کې پلاستیکي مواد:

•کیمیاوي مواد:
په لوړ حرارت کې پلاستیک کولی شي بېسفینول A (BPA)، فتالیتونه، ډایاکسین او نور زیانمن کیمیاوي مواد خوشې کوي.

•میکانیزم:
د حرارت په زیاتیدو سره د پلاستیکو جوړښت ماتېږي، او کیمیاوي مواد یې په خوراکي توکو او اوبو کې داخلېږي. دا کیمیاوي مواد د بدن په پریمنځلو کی کولی شي د حساسیت، خارښت، او حتی د پوستکي د ناروغیو سبب شي.

•بکتریا او جلبک(چوپړۍ Algae):
د لمر وړانګې کولی شي د ټانکۍ اوبو تودوخه لوړه کړي، چې دا به د بکتریا او جلبک د ودې لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي. جلبکونه او بکتریا کولی شي د اوبو خوند، بوی، او رنګ خراب کړي، او همدارنګه صحي ستونزې رامنځته کړي.

#ټانکۍ #صحت #اوبه #مشروبات

ماشومان شریني او چاکلیټ ولي زیات خوښوي؟د ماشومانو بدن د چټکي ودي په حال کې وي او دوی ته د زیاتي انرژی ضرورت وي. قندونه (...
23/07/2024

ماشومان شریني او چاکلیټ ولي زیات خوښوي؟

د ماشومانو بدن د چټکي ودي په حال کې وي او دوی ته د زیاتي انرژی ضرورت وي. قندونه (کاربوهایډریټونه) یوه مهمه سرچینه ده چې بدن ته انرژی برابروي، نو خواږه خورکونه ځکه زیات خوښوي چي:

1. خوند: ماشومان د خواږه خوراکونو خوند ته حساس وي او دا خوند د دوی لپاره ډیر خوشحاله کوونکی وي.
2. طبیعي تمایل: انسانان په طبیعي ډول د خواږه خوراکونو په لور تمایل لري، ځکه چې دا خوراکونه په طبیعت کې د انرژي مهمې سرچینې وې.
3. جذبه: شریني او چاکلیټ زیات وخت په رنګین پوښو کې وي چې د ماشومانو لپاره ډیر جذاب وي.
4. تقلید: ماشومان له نورو ماشومانو او لویانو نه زده کوي او که دوی وویني چې نور خلک شریني او چاکلیټ خوري، دوی هم دې ته لېوالتیا پیدا کوي.

خو دا هم مهمه ده چې دا انرژی له صحي او متوازنه خوراکونو څخه تر لاسه شي، لکه مېوې، سبزیجات، غلې دانې، او صحي پروټینونه. په ډیر مقدار سره شریني او چاکلیټ خوړل کولی شي چې د نا صحي بدنی ودي، د غاښونو ستونزې او نورې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.

چهره‌ شناسي: علمي حقیقت که لرغونی اعتقاد؟چهره‌ شناسي یا (Face reading )، یو لرغونی علم دی چې په مختلفو کلتورونو کې شتو...
09/07/2024

چهره‌ شناسي: علمي حقیقت که لرغونی اعتقاد؟

چهره‌ شناسي یا (Face reading )، یو لرغونی علم دی چې په مختلفو کلتورونو کې شتون لري. په چینایي او یوناني کلتورونو کې د خلکو د څېرې له مخې د هغوی شخصیت او ځانګړتیاوې تشریح کېدې. خو آیا دا په حقیقت ولاړ علم دی؟

#لرغونې چهره‌ شناسي:
- چینایي چهره‌ شناسي: په دې باور چې د څېرې ځانګړتیاوې د صحت، شخصیت او برخلیک په اړه معلومات ورکوي.
- یوناني چهره‌ شناسي:ارسطو په دې باور و چې څېره د رواني او اخلاقي حالتونو سره تړاو لري.

#عصري څېړنې:
په عصري ساینس کې، چهره‌ شناسي د یو مستند علم په توګه نه ګڼل کیږي. اکثره څېړونکي په دې باور دي چې د څېرې له مخې د شخصیت او ځانګړتیاوو په اړه قضاوت کول علمي بنسټ نه لري او اکثره وخت غلط ثابت شوي دي.
چهره‌ شناسي یو جذابه موضوع ده، خو په علمي توګه معتبره نه ګڼله کیږي. د څېرې له مخې د شخصیت او ځانګړتیاوو په اړه قضاوت کول علمي بنسټ نه لري. شخصیت او رواني حالت د جنتیک، محیط، او تجربو له مخې تعیین کیږي، نه د څېرې ځانګړتیاوو له مخې.

په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

 :  #کولیسټرول او  : حیواني غوړي عموماً د سیر شوي غوړو (saturated fats) لوړه کچه لري، کوم چې کولی شي د کولیسټرول کچه لوړ...
13/06/2024

:

#کولیسټرول او : حیواني غوړي عموماً د سیر شوي غوړو (saturated fats) لوړه کچه لري، کوم چې کولی شي د کولیسټرول کچه لوړه کړي او په دې توګه د زړه ناروغۍ خطر زیات کړي.
#وړاندیز شوي ناروغۍ: د حیواني غوړو زیات مصرف کولی شي د چاغښت، شکر ناروغۍ (diabetes)، او ځینې سرطانونو سره تړاو ولري.
#ارترواسکلروز یا رګونو ناروغۍ: د حیواني غوړو زیات استعمال کولی شي په وینه کې د کلسیم او چربی د زیاتیدو سبب شي، چې دا بیا د رګونو تنګوالی او بندیدل رامنځته کوي.
#التهابي حالتونه: ځینې حیواني غوړي کولی شي په بدن کې د التهابي حالتونو سبب شي، چې دا بیا مختلفې ناروغۍ رامنځته کوي.

د #غوړو ځایي بدیلونه: که ممکن وي، د حیواني غوړو پر ځای د نباتي غوړو کارول غوره کړئ، لکه زیتون غوړي، لمرګلی غوړي، او نورو نباتي غوړو څخه استفاده کول.
د #صحیح برخې انتخاب: د حیواني غوړو کمولو لپاره د حیواني محصولات هغه برخه انتخاب کړئ چې لږ غوړ لري، لکه:
-د چرګ سینه پرته له پوستکي.
-د غوايي او غوا شیدې څخه خالصې برخې، لکه د غوا شلومبی برخو او د چکې برخه.
د غوښو د :
په بخار کې: په بخار کې پخول د غوړو د کارولو اړتیا کمه کوي.
د کم غوړو محصولاتو استعمال: د شیدو محصولات لکه د کم غوړو شیدې، مسکه، او مستې استعمال کول د غوړو کچه کمه کوي.
د پروسس شوي غوړو څخه پرهیز: پروسس شوي غوړي او نمکي مواد چي ولري تاواني دي.
د چربی موادو په کمولو کې مرسته: په غذا کې د فایبر زیاتول، لکه سبزیجات، مېوې، او بشپړه غلې د بدن څخه د اضافي چربی موادو په خارجولو کې مرسته کوي.
د غوړ تحلیل او لرې کول: د خوراکي موادو د پخولو او پخولو وروسته اضافي غوړ لرې کول، لکه د غوښې د پخولو وروسته په کاغذي پاکټ کې د غوښې ایښودل ترڅو اضافي غوړ جذب شي.
د سپورو او سپکو غوښو استعمال: د هغو حیواني محصولاتو کارول چې په طبیعي توګه لږ غوړ لري، لکه ماهیان چې معمولا صحي غوړ لري (omega-3 fatty acids).

د اوبو ضایع کول او زیات مصرف: د اسلام له نظره:قرآني آیت:الله تعالی فرمایي:وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ ...
11/06/2024

د اوبو ضایع کول او زیات مصرف:
د اسلام له نظره:
قرآني آیت:
الله تعالی فرمایي:
وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ
(الاعراف: 31)
“او خورئ او څښئ، خو اسراف مه کوئ، بېشکه الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي.”
نبوي حدیث:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“لَا تُسْرِفُوا فِي الْمَاءِ وَلَوْ كُنْتُمْ عَلَى نَهْرٍ جَارٍ”
“د اوبو په استعمال کې اسراف مه کوئ، حتی که په روان سیند کې یاست.”

خلکو ته زیان رسول:
ډیر خلک په نړۍ کې د پاکو اوبو د نشتوالي سره مخ دي. زموږ بې پروايي کولای شي د هغوی ژوند نور هم سخت کړي، راتلونکی نسل به له دې مهم نعمت څخه بې برخې پاتې شي. موږ مسؤلیت لرو چې اوبه په سم ډول وکاروو ترڅو زموږ اولادونه هم د دې نعمت څخه برخمن شي.

مانیا (Mania) څه ده؟مانیا یوه رواني ناروغي ده چې د (Bipolar Disorder) یوه برخه ګڼل کیږي. دا ناروغي د اوږدمهاله لوړ حالت ...
22/05/2024

مانیا (Mania) څه ده؟

مانیا یوه رواني ناروغي ده چې د (Bipolar Disorder) یوه برخه ګڼل کیږي. دا ناروغي د اوږدمهاله لوړ حالت (euphoria)، غیرعادي فعالیت، او بې پروا چلند په توګه څرګندیږي.

علایم او نښې

- خورا زیات خوشحاله وی(Euphoria) په هر واده کی اتڼ ده ته پریږده
- زیات اضطراب او بې قراره وی
- په هر کار کی بی اجازی مداخله (Grandiosity)
- زیات خبرې کوی (Pressured Speech)
- غیری منطقي کړني بی ځایه پیسې مصرفوی
- کم خوب کوی، خو بیا هم انرژي لری
- زیات او بې ربطې افکار (Flight of Ideas)
- په یوه موضوع باندې تمرکز نشي کولای
- د ځان څخه لوړ فکر کوی او خیالونه لکه: زه به رئس جمهور کیږم او داسی نور..

عوامل

جنیټیک عوامل:که په کورنۍ کې څوک دا ناروغۍ ولری انتقال احتمال زیات دی.
کیمیاوي تغیرات:د دماغ کیمیاوي توازن کې تغیرات.
محیطي عوامل:فشار، ټینګار، او نور محیطي عوامل د دې ناروغۍ په رامنځته کولو کې برخه لري.

درملنه

درمل:Mood Stabilizers-Antipsychotics-
‏ - Antidepressants
سایکوټراپي (Psychotherapy)
- د کورنۍ مشوره (Family Therapy)
- منظم خوب کول
- منظم خوراک او فزیکي فعالیت
- د مخدره موادو (سګریټ، نسوار او داسی نور)څخه پرهیز

مانیا یوه جدي ناروغي ده چې د درملنې او مرسته سره سم کنټرول کیدای شي. د متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.

‏Obsessive Compulsive Disorder (OCD)یو پیچلی رواني ناروغي ده چې د وسواسونو (obsessions) او په جبری (compulsions) په شکل ...
14/05/2024

‏Obsessive Compulsive Disorder (OCD)
یو پیچلی رواني ناروغي ده چې د وسواسونو (obsessions) او په جبری (compulsions) په شکل کې څرګندیږي. ناروغان په ناروغۍ کې د دوی د فکرونو، احساساتو، یا تکراري کړنو د کموالي په موخه کوشش کوي نامل حالت ته راوګرځیږي.

وسواسونه (Obsessions):
دوی پرله پسې فکر کوی او د ناروغ لخوا ناممکنه کوشش دي چې له مینځه یوسي. ناروغ لاندی حالت لري:
- د ناپاکۍ یا جراثیمو په اړه افراطی اندیښنه
- د خطر او زیان رسونکي پیښو په اړه فکر کول
- ځانګړي شیانو ته د یو برابرۍ کولو هڅه
- د مذهبي یا اخلاقي خیالاتو په اړه زیات فکر کول

اجبارات (Compulsions):
دا تکراري کړنې دي چې ناروغان یی په مکرر ډول ترسره کوي ترڅو خپل وسواسونه ختم کړي یا ورسره مبارزه وکړي. کله کله دا کړنی په لاندی ډول وي:
- لاسونه په تکرار سره مینځل
- د شیانو شمیرل او چیک کول
- کرښي، توکي، یا شیان سره یو شانته کول او داسی نور

علتونه:
د OCD علتونه تر اوسه په مکمل نه دی پیژندل شوي، خو ځنی عوامل یی په لاندی ډول دی:
- جینټیکي عوامل: په کورنۍ کې که څوک OCD ناروغ ولري، یعنی له والیدینو څخه اولادو ته پاته کیږی.
- بیولوژیکي عوامل:په مغز کې تغیرات، په ځانګړي توګه په دماغ کې د سیرټونین او دوپامین په اندازه کی تغیر.
- محیطی عوامل: په ژوندانه کې د تجربو او فشارونو او ستونزمنی پیښې لیدل.

درملنه:
دغسی ناروغان باید د روانی متخصص په مشوره انټی ډیفریشن درمل او د همدي ډاکتر مشوره مطابق خپله تداوي مخته یوسي.

 )دا د روانی ناروغیو له ډلي څخه یوه ناروغي ده چي ناروغ د ویري, چورتي او همیش خفګان سره مخ وي. دا ناروغان داسي ویره احساس...
04/05/2024

)
دا د روانی ناروغیو له ډلي څخه یوه ناروغي ده چي ناروغ د ویري, چورتي او همیش خفګان سره مخ وي.
دا ناروغان داسي ویره احساس وي چي په حقیقت کي موجوده نه وي. چي دا کیدای شي په فزیکي ډول په دغه شخص کي ولیدل شي لکه: د زړه ټکان, خولي کول, لړزه, ساه لنډي, په قهر کیدل او داسي نور ...

دا خپله یوه ډله ناروغی چي د (GAD) په ډله کي شامیلی ناروغی دي بعضي یي لکه:

ـ (OCD) دا ناروغان وسواسی افکار لري او کارونه بیا بیا تکرار وي.

ـ Panic Disorders دغه ناروغان تر تاثیر لاندي راځي او یودم شخص ته د تنفس تکرار زیاتوالی, زړه ټکان او ځنی نور علایم پداکیږي.

ـ (PTSD) دا ناروغان له یو حدثی بعد د حدثی پیښ شوی حالت تجربه له ځان سره لري.

دغه ډول ناروغان په بهر هیوادو کي له روانی متخصص سره لیدنه کوي او هغه یي د خبرو په واسطه تداوي کوي, او همداشان ددي ناروغانو لپاره درمل هم توصیه کیږي, خو بهتره ده چي داسي ناروغان د خپل ژوند په ډول کي بدلون راولي لکه: یو ډول سپورت کول, سالم خواړه خوړل, تنفسی تمرین کول او ارام کول دي.

روانی ناروغی څه ډول ناروغی دي او خلک څنګه په اخته کیږي؟روانی ناروغی یوه ډله ناروغی دي د شخص په کردار, احساس او پیژندنه ک...
02/05/2024

روانی ناروغی څه ډول ناروغی دي او خلک څنګه په اخته کیږي؟

روانی ناروغی یوه ډله ناروغی دي د شخص په کردار, احساس او پیژندنه کي تغیر راولي چي علتونه یي
جنتیکي، ټولنیز او فردي کیدلای شي.

ددي ناروغیو مثال: ژور خفګان, ویره, schizophrenia, eating disorder او داسي نور دي.

زه به لیږ څه معلوم په دي برخه کي لیکم تر څو پوه شو, وژغورل شو او یاهم په برخورد کي مو مثبت تغیر راشي.

دا هره ورځ خلک اخلي او خرڅوي، څوک شته د پوښتني؟د همدي په شمول د ماشومانو RUTF & RUSF او سپرسریل په بازار کي ازاد پلورل ک...
29/04/2024

دا هره ورځ خلک اخلي او خرڅوي، څوک شته د پوښتني؟
د همدي په شمول د ماشومانو RUTF & RUSF او سپرسریل په بازار کي ازاد پلورل کیږي.

کوم کسان چي د   موبایل مینوال دي د هغو د معلوماتو لپاره.  #ایفون           Apple Inc. Khapalwak Mobail Highlights Myanma...
14/01/2024

کوم کسان چي د موبایل مینوال دي د هغو د معلوماتو لپاره.
#ایفون



Apple Inc. Khapalwak Mobail Highlights Myanmar 2 Followers3

Address

Moqur, AFG
Ghazni
2353

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93700378438

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Azizullah Sahil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Azizullah Sahil:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram