15/01/2023
کــوک وهـــل یا Suture
روغتيايي زده کړيالانو د پام وړ ! سوچر د یو تعقیم شوي تار په واسطه د زخم یا د جرحی یا د جراحي ګنډلو ته سوچر ، کوک یا ګنډل وایي .
د سوچر suture ډولونه : سوچر په دوه ډوله دی .
① داخلي ګنډل Internal Suture
② خارجي ګنډل External Suture .
د سوچر Suture اهداف : د یو زخم د ژر التیام یا د زخم د ژر جوړیدو په خاطر . د انتاناتو د مخنیوي په خاطر . دوینی د بندیدو په خاطر .
د سوچر suture د تار ډولونه :
① کرومیک Chromic . ② یکرېل Yicrill .
③ کاټن Coton . ④ ناېلون Nylone .
⑤ ډکرون Ducrone . ⑥ سټيپل Staple .
⑦ سیلک Sillc . ⑧ پرولین Prollin .
⑨ لینین Linine .
دسوچر suture د تار اندازه یا ګیچ Gage :
د سوچر اندازه عبارت دی له : له صفر اعشاریه صفر نه تر صفر اعشاریه لسو پوری د ګیچ اندازه دی . په عمومي ډول د تار ډولونه په دوه ډوله دي :
① جذبونکي یا ابزرویبل Absorvable تار .
②نه جذبونکي / نن ابزرویبل Non Absorvable.
نوټ : ابزرویبل Absorvable هغه تار دی چې هغه جذبیږي ، او نن ابزرویبل Non Absorvable هغه تارونه دي چه هغه نه جذبیږي .
ابزرویبل Absorvable تار په دوه ② ډوله دی :
① کرومیک Chromic تار دی چې دا لانګ ابزرویبل Long Absorvable دي چې ژر نه جذبیږي .
② ویکریل vicril تار دی چې دا ژر نه جذبیږي .
نه جذبیدونکي تار یا نن ابزرویبل Non Absorvable تار هم په دوه ② ډوله دي :
① سیلک Silk تار چې دا فیکس ټایم Fix Time دي ، چې دا زخمونه وخت ته اړتیا لري . دا زخمونه په اوو یا زياتو ورځو کی جوړیږي .
② پرولین Prollin تار دی چې دا لانګ اکټينګ Long Acting یا اوږد وخت ته اړتیا لري .
👈 کوک یا ټک وهل په پنځه ⑤ ډوله دی :
① سیمپل Simple یا ساده سوچر .
② کانټينیوز Continous یا جاری چې دی ته سرکولیټ هم وایي .
③ سیمپل کانټينیوز Simple Continous .
④ سب کوټانیوز Sub Cotanous چې په دی باندی د جلد داخلي برخه ګنډل کیږي .
⑤ ټينشن Tension دا اوټ ټو این او این ټو اوټ سوچر وهل کیږي .
یادونه : هغه زخمونه چې یو سانتي متر غوڅ شوی وي باید وګنډل شي ، او هغه زخمونه چه شپږ ساعته پری تیر شوی نه وي.