Nang Medical Complex

Nang Medical Complex زمونږ ژمنتيا د غوره او باکیفیته صحي خدماتو وړاندې کول دي !

📢 خبرتیا!د ننګ معالجوي روغتون د سترګو ځانګړې څانګهد سترګو متخصص ډاکتر محمد بلال اتمانزی هره پنجشنبه او جمعه ناروغان معای...
01/04/2026

📢 خبرتیا!
د ننګ معالجوي روغتون د سترګو ځانګړې څانګه
د سترګو متخصص ډاکتر محمد بلال اتمانزی هره پنجشنبه او جمعه ناروغان معاینه او درملنه کوي.
👁‍🗨 خدمات:
• • د سترګو عمومي معاینه
• د نظر یا دید اندازه کول
• د عینکو نمبر ټاکل
• د سترګو د سوزش او انتان درملنه
• د سترګو د حساسیت (الرژۍ) درملنه
• د سترګو د فشار (ګلوکوما) معاینه او درملنه
• د پردې (کټارکت / Cataract) عملیات
• د سترګو د اوبو بهېدلو ستونزو درملنه
• د سترګو د ټپونو درملنه
• د سترګو د مختلفو ناروغیو درملنه او مشوره
ستاسو روښانه نظر زموږ مسؤلیت دی
آدرس: جلال آباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ
📞 اړیکې: 0775000959 / 0780099810

30/03/2026

لعلپوري ولسوالۍ ته د ننګ معالجوي روغتون د طبي ټیم سفر او د وړیا روغتیايي کمپ د ترسره کېدو ویډیو.



#لعلپوري








د ننګ معالجوي روغتون له لوري د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو د لړۍ په دوام، یو بل مهم او اغېزناک وړیا طبي کمپ د ننګرهار ولایت د لع...
29/03/2026

د ننګ معالجوي روغتون له لوري د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو د لړۍ په دوام، یو بل مهم او اغېزناک وړیا طبي کمپ د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په مرکزي لعلپوره، د اهنګرانو په قریه کې په بریالیتوب سره ترسره شو. یاد کمپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شو، چې د غونډې فضا یې لا روحاني او معنوي کړه.
د پروګرام په پیل کې د ننګ معالجوي روغتون اداري مرستیال انجینر امید حامد د فري کمپ د موخو او د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتو د پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د دې ستر بشري نوښت اساسي هدف د بې وزلو، اړمنو او لرې پرتو سیمو ناروغانو لاسنیوی او هغوی ته د معیاري روغتیايي خدماتو رسول دي، څو هغه خلک چې د درملنې توان نه لري هم د ښه ژوند له حقه برخمن شي.
ورپسې د لعلپورې د ولسونو په استازیتوب د یادې قریې ملک خبرې وکړې او د ټولې سیمې د اوسېدونکو په نمایندګۍ یې د ننګ معالجوي روغتون د متخصصو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو څخه ژوره مننه او قدرداني وکړه. نوموړي وویل چې د دې ډول طبي کمپونو ترسره کېدل د سیمې د خلکو لپاره ډېر مهم او ارزښتناک دي.
یاد فري کمپ ته په سلګونو ناروغانو ګډون کړی و، چې پکې ښځې، ماشومان او سپین ږیري شامل وو. ناروغانو ته د روغتون د متخصصینو له لوري معاینات، مشورې او د راتلونکو وړیا عملیاتونو لپاره لازمې طبي ارزونې ترسره شوې.
دغه فري کمپ یو ځل بیا دا وښوده چې د ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتو پروګرام یوازې یو اعلان نه، بلکې یو عملي، دوامداره او اغېزناک بشري اقدام دی. د دې پروګرام موخه د بې وسه ولس د درد درملنه، د هغوی لاسنیوی او د روغ او هیله بښونکي راتلونکي لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

د جنازې خبرتیاپه ډېرې خواشينۍ سره خبر درکوو چې د قاري صيب نظيم ګل صديقي ميرمن او د ننګ معالجوي روغتون د عصبي جراحي څانګي...
29/03/2026

د جنازې خبرتیا
په ډېرې خواشينۍ سره خبر درکوو چې د
قاري صيب نظيم ګل صديقي ميرمن او د ننګ معالجوي روغتون د عصبي جراحي څانګي متخصص دوکتور مصباح الدین زید مور بي بي، او د استاد نجیب الله خور
په حق رسيدلي، د مرحومي جنازه نن د یکشنبې په ورځ درې 3 بجې به يې د روداتو ولسوالۍ اړوند د کان د مومندو په غاړه کې د نواخېلو په کلي کې جنازه ادا کېږي.
د ننګ معالجوي روغتون مشرتابه او ټول کارکوونکي د ډاکټر مصباح الدین زید له درنې کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځان شریک ګڼي، مرحومې ته د الله تعالی له درباره جنت الفردوس او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړو.
إنا لله وإنا إليه راجعون

ننګ معالجوي روغتون د تجربه لرونکو او مسلکي ډاکترانو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکو په لرلو سره هڅه کوي چې خپلو ناروغانو ت...
28/03/2026

ننګ معالجوي روغتون د تجربه لرونکو او مسلکي ډاکترانو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکو په لرلو سره هڅه کوي چې خپلو ناروغانو ته معیاري او باوري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
زموږ مسلکي پرسونل د عصري طبي وسایلو او پرمختللو طریقو په کارولو سره د ناروغانو د تشخیص، درملنې او پاملرنې په برخه کې هره ورځ خدمت کوي.
باوري درملنه
مسلکي او تجربه لرونکی ټیم
د ناروغانو لپاره بشپړه پاملرنه
آدرس: جلال آباد ښار، څلورمه ناحيه، روښان مېنې ته مخامخ ننګ معالجوي روغتون
د اړيکو شمېري: 0775000959/0780099810
ننګ معالجوي روغتون – ستاسو د روغتیا باوري مرکز

خبرتیاد لعلپوري ولسوالۍ ولسونو ته خبر ورکول کيږي چې!سبا د ننګ معالجوي روغتون متخصص ټیم ستاسو ولسوالۍ ته د وړیا عملیاتو ل...
28/03/2026

خبرتیا

د لعلپوري ولسوالۍ ولسونو ته خبر ورکول کيږي چې!
سبا د ننګ معالجوي روغتون متخصص ټیم ستاسو ولسوالۍ ته د وړیا عملیاتو لپاره راځي.

وخت: د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه تر ماسپښين ۲:۰۰ بجو پورې
آدرس: مرکزي لعلپوره، د اهنګرانو قريه، د حاجي اسير ولد حاجي ظاهر حجره.
ټولو ناروغانو او درنو ولسونو څخه هيله کو چې په ټاکلي وخت کې د خپلو تذکرو سره حاضر شي، تر څو د وړیا عملیاتو له دې ځانګړې موقع څخه ګټه واخلي.

📞 اړیکې: 0775000959 / 0780099810
ننګ معالجوي روغتون – ستاسو د روغتیا ملګری
د نشراتو مديريت

بیړنی اعلان – د وینې اړتیاد جلال اباد ښار په پیداري شفاخانه کې یو ناروغ ته د AB منفي (AB-) وینې اړتیا ده.هغه کسان چې د A...
26/03/2026

بیړنی اعلان – د وینې اړتیا

د جلال اباد ښار په پیداري شفاخانه کې یو ناروغ ته د AB منفي (AB-) وینې اړتیا ده.

هغه کسان چې د AB منفي وینې ګروپ لري او د مرستې توان لري، مهرباني وکړي ژر تر ژره دې پیداري شفاخانې ته مراجعه وکړي. ستاسو یو څاڅکی وینه کولی شي د یو انسان ژوند وژغوري.
د اړيکې شمېره: 0700624160
هیله ده دا اعلان له نورو سره هم شریک کړئ تر څو اړوند وینه ژر تر ژره پیدا شي.

د انسانیت لپاره ستاسو مرسته د یو ژوند د ژغورلو سبب کېدای شي.

۱۴۰۵/۱۰٦ نن د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور د ریاست په تالار کې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.ور...
26/03/2026

۱۴۰۵/۱۰٦
نن د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور د ریاست په تالار کې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
ورپسې د ننګ معالجوي روغتون د سرطبیب ډاکتر منصور احمد خيوه وال د پیلـیزې وینا په کولو سره دوام وموند. نوموړي په خپلو خبرو کې د روغتون له ټولو متخصصو ډاکترانو، طبي او اداري کارکوونکو څخه د هغوی د هڅو او خدمتونو له امله مننه وکړه او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ډاکتر منصور احمد خيوه وال وويل د روغتون د پرمختګ تر ټولو ستر ځواک د ټیم یووالی او مسلکي همکاري ده،
د ډاکټرانو، نرسانو او اداري کارکوونکو همکاري د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې اساسي رول لري،
منظم سیستم او همغږي د دې سبب شوې چې ناروغان پر وخت او اغېزمن خدمات تر لاسه کړي.
ورپسې د ننګ معالجوي روغتون اداري مرستیال اميد احمد حامد وینا وکړه او د ادارې اړوند فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه یې د ګډونوالو سره شریک کړل.

د ټولو ډاکټرانو په استازیتوب د د هډکو ارتوپيدي څانګي متخصص دوکتور نويد هاشمي وینا وکړه. نوموړي د ادارې د ملاتړ قدرداني وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې طبي پرسونل به د مسلکي اصولو، اخلاقي معیارونو او ناروغانو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

غونډه د ګډې ژمنتیا، راتلونکو پرمختیایي پلانونو او د لا معیاري روغتیايي خدمتونو د دوام ژمنې سره پای ته ورسېده.
ننګ معالجوي روغتون
جلال‌اباد ښار، څلورمه ناحیه – د روښان مېنې ته مخامخ

ننګ معالجوي روغتوند پښتورګو ناروغیو (Nephrology) څانګهد پښتورګو د ناروغیو تشخیص او درملنه په عصري او معیاري طریقه د متخص...
26/03/2026

ننګ معالجوي روغتون
د پښتورګو ناروغیو (Nephrology) څانګه
د پښتورګو د ناروغیو تشخیص او درملنه په عصري او معیاري طریقه د متخصص ډاکټر تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
ډاکټر رئیس خان شینواری
د پښتورګو ناروغیو متخصص
زموږ خدمات:
✔️ د پښتورګو د حادو او مزمنو ناروغیو تشخیص او درملنه
✔️ د Nephrology په برخه کې تخصصي ارزونه او مشوره
✔️ د شکر (Diabetes) له امله د پښتورګو ستونزو تشخیص او مدیریت
✔️ د لوړ فشار له امله رامنځته شوې پښتورګو ستونزې
✔️ د ادرار د ستونزو او پروټین ضایع کېدو ارزونه
✔️ اړوند لابراتواري او تشخیصي معاینات
موږ هڅه کوو چې د هر ناروغ درملنه د نړیوالو طبي معیارونو سره سم، په دقت او مسؤلیت ترسره کړو.
آدرس:
جلال اباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ ننګ معالجوي روغتون
د لا زیاتو معلوماتو او وخت اخیستلو لپاره زموږ سره په لاندې شمارو اړیکه ونیسئ.
0775000959/0780099810
ننګ معالجوي روغتون – ستاسو د باور وړ روغتیايي مرکز

26/03/2026

که د هاضمي جهاز ستونزي لري نو سبا ډاکتر صيب رنځوريار محمد آصف سروري په ننګ معالجوي روغتون کې حضور لري کولی شي راشئ

خبرتيا!د ننګ معالجوي روغتون د سترګي څانګه پنجشنبه او جمعهستاسو روښانه نظر زموږ مسؤلیت دی!سترګې د انسان د بدن له تر ټولو ...
25/03/2026

خبرتيا!
د ننګ معالجوي روغتون د سترګي څانګه پنجشنبه او جمعه

ستاسو روښانه نظر زموږ مسؤلیت دی!
سترګې د انسان د بدن له تر ټولو مهمو نعمتونو څخه دي. د همدې سترګو په وسیله موږ دا ښکلی جهان وینو، زده کړه کوو او د ژوند ښکلاوې احساسوو. که د سترګو ساتنه ونه شي، نو د لید کمزوري، درد، سوزش، او نورې جدي ناروغۍ رامنځته کېدای شي.
له همدې امله د سترګو منظم معاینه، درملنه او پاملرنه ډېره مهمه ده.
د ننګ معالجوي روغتون د سترګو څانګي ډاکتر محمد بلال اتمانزي هره پنجشنبه او جمعه د عصري وسایلو په وسیله تاسو ته لاندې خدمات وړاندې کوي:

• د سترګو عمومي معاینه
• د نظر یا دید اندازه کول
• د عینکو نمبر ټاکل
• د سترګو د سوزش او انتان درملنه
• د سترګو د حساسیت (الرژۍ) درملنه
• د سترګو د فشار (ګلوکوما) معاینه او درملنه
• د پردې (کټارکت / Cataract) عملیات
• د سترګو د اوبو بهېدلو ستونزو درملنه
• د سترګو د ټپونو درملنه
• د ماشومانو د سترګو معاینه او درملنه
• د سترګو د مختلفو ناروغیو درملنه او مشوره
ولې ننګ معالجوي روغتون؟
✔ مسلکي او تجربه لرونکي د سترګو متخصص ډاکټران
✔ عصري طبي وسایل او پاک چاپېریال
✔ د ناروغانو لپاره ښه خدمت او مناسب قیمتونه
خپلې سترګې مه هېرئ!
راشئ او د خپلو سترګو مسلکي معاینه او درملنه وکړئ.
آدرس: جلال اباد ښار، څلورمه ناحيه، روښان مېنې ته مخامخ ننګ معالجوي روغتون
د سترګو ځانګړې څانګه
د اړيکو شمېري: 0775000959/0780099810














د لعلپوري ولسوالۍ درنو ولسونو ته مهمه خبرتیا!ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتو لړۍ ته دوام ورکويد ننګرهار ولایت د ۲...
25/03/2026

د لعلپوري ولسوالۍ درنو ولسونو ته مهمه خبرتیا!

ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتو لړۍ ته دوام ورکوي

د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو له ډلې، د لعلپوري ولسوالۍ د قرعه‌کشي له لارې د ننګ معالجوي روغتون د وړیا عملیاتي پروګرام لپاره وټاکل شوه.

ننګ معالجوي روغتون د لعل پوري ولسوالۍ ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکوي هغه ناروغان چې د عملیاتو اړتیا لري او د مالي امکاناتو نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي، کولی شي د ننګ معالجوي د ۱۰۰ وړیا عملیاتو له ځانګړي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

وړیا عملیاتونه په لاندې ۶ تخصصي جراحي برخو کې ترسره کېږي:

1️⃣ عمومي جراحي ناروغیو څانګه
2️⃣ عصبي جراحي ناروغیو څانګه
3️⃣ غوږ، پوزې او ستوني ناروغیو څانګه
4️⃣ سترګو ناروغیو څانګه
5️⃣ هډوکو ناروغیو څانګه
6️⃣ او د نسایي ـ ولادي ناروغیو څانګه

نېټه: ۱۴۰۵ هـ ش، د حمل میاشتې ۹مه – يکشنبې ورځ

آدرس: مرکزي لعلپوره, د اهنګرانو قريه، د حاجي اسیر ولد حاجی ظاهر
حجره
0775000959
0780099810

د نشراتو مدیریت – ننګ معالجوي روغتون

Address

Toorkham Jalalabad Road, Rokhan Meena
Jalalabad
2601

Telephone

+93787872953

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nang Medical Complex posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Nang Medical Complex:

Share

Category