STEAM Services

STEAM Services STEAM�
Innovative Generation + Goals

Alhamdulllah finally I got my diploma from the American board of Aesthetic medicine((Diplomate academy of Aesthetic and ...
30/07/2024

Alhamdulllah finally I got my diploma from the American board of Aesthetic medicine
((Diplomate academy of Aesthetic and Regenerative medicine ))
د رب لويه پېرزوينه بولم چي خپله ډيپلومه مي د ډیرو لاسته راوړنو سره تر لاسه کړله
Special thanks
@ Dr.Ashfaq Ahmed Manager of AARMFahad Usman presedend AARM Andaleb KhanNatasha
Dr.NADA
DR.MARYA
DR.AKEEL KHAN

نن ښه پوره خفه يم خو د وياړ احساس کوم اتلان مو وي ،يي ، او وي به
27/06/2024

نن ښه پوره خفه يم
خو د وياړ احساس کوم
اتلان مو وي ،يي ، او وي به

(((سکبيس ،پوستکي خارښت ،خوندور خارښت ،شپني خارښت))) د اوسني وخت تر ټولو عام کليمات!!!سکبس زمونږ د ټولني د ۴۰-۶۰% خلک اخت...
02/04/2024

(((سکبيس ،پوستکي خارښت ،خوندور خارښت ،شپني خارښت)))

د اوسني وخت تر ټولو عام کليمات!!!
سکبس زمونږ د ټولني د ۴۰-۶۰% خلک اخته کړي

سکبيس څه شي دي ؟
څنګه د يو شخص نه بل ته انتقاليږي ؟
نښي علامي يي څه دي ؟
تداوي يي څنګه کولاي شوو؟
مخنيوي تري څنګه کيږي ؟
په افغانستان کي يي ولي واقعات زيات شول ؟
د پورته پوښتنو ځوابونه غواړم په ساده او عاميانه شکل وليکم تر څو په ټولنه کي ددي مرض تداوي وشي او د شر څخه يي زمونږ ټولنه په امن کي شي
۱-سکبيس څه شي ؟
دا د پوستکي پرازيتي ناروغي ده کوم چي د يو انسان څخه بل انسان ته په مستقيم يا غيري مستقیم شکل انتقاليږي
کله چي زمونږ پوستکي ته دا پرازيټ ورسيږي په سترګو نه ليدونکي هول يا سروي جوړوئ چي ددي له لاري داخل د پوستکي ته انتقاليږي هلته هګي اچوي هګي په لاروا بدليږي او لاروا په فعال پرازيت بدليږي دغه مرحله چي هګي په لاروا او لاروا په فعال پرازيت بدليږي د ۴-۶ هفتي په بر کي نيسي
نو کله چي دا په فعال پرازيت بدلي شي ددي سره زمونږ بدن چي کله هم ګرم راځي دا پرازيټ په حرکت شروغ کوي چي دا حرکت زمونږ په بدن کي د بازي موادو د افراز باعث کيږي چي مونږ ته خارښت حسيت پيدا کوي
خارښت د شپي ولي پيدا کيږي او ګرمي سره ولي زياتيږي ؟
ځکه د شپي زمونږ بدن په کمپله او بستره کی ګرم راځي او دا پرازيټ د ګرمي په مقابل کي تيخته کوونکي دي نو چي بدن ګرميږي پارزيټ د تيختي کوشش کوي چي ددي سره مونږ ته خارښت پيدا کيږي
۲ انتقال يي
ديو انسان څخه بل انسان ته د مستقيم او غيري مستقیم ارتباط پواسطه انتقاليږي
مستقيم ارتباط (پوستکي په پوستکي ارتباط) لکه د ښځي څخه خاوند ته د واليدينو څخه اولادونو ته
غيړي مستقم لکه د جامي بستري څخه

۳- تشخيصه نښي علامي يي څه دي ؟
د پوستکي خارښت چي لاندي اوصاف لرونکي وي
۱-خارښت به شپني وي
۲-خوندور وصف به لري خارښت چي وروسته سوزيدونکي حالت غوره کوئ
۳-د ګرمي سره به خارښت زياتيږي
۴-په لويانو کي خارښت د زني څخه ښکته او زيات په پټو ساحو کي وي مګر په کوچنيانو کي بيا ښکاره ساحي اخته کوي لکه لاسونه پښي او مخ چي زيات ځله د پوستکي حساسيت يا ايګزيما سره غلتيږي
۵-د کورني نوري غړي يا په ساحه کي به يي نور غړي هم اخته کړي وي
۶-په اول کي په جلد کوم خاص بخار ټناکي نه وي خو وروسته د ډيرو ګرولو څخه د دوهمي انتان د مداخلي په صورت کي شايد دانوکي يا غټی داني پيدا شي

۴-تداوی يي څه ده ؟
تداوي يي ډيره اسانه ده
د پوستکي د ډاکټر سره بايد مشوره وشي تر څو دوا په صحي شکل درته توصیه کړي او د مخنيوي په لارو درته رهنما وکړي
لاندي دواګاني پکي کاريږي
Permithren
Benzyl peroxide
Landone
Malathion
Sulphur
Ivermectin
د پورته دوا سره په څنګ کي ناروغ ته انټي هيستامين د خارښت لپاره انتي بايوټيک د مکروب مخنيوي پخاطر ورکوو

د دوا سره لازمي لارښووني
۱-ناروغ بايد د څو ورځو لپاره جامي بدلي کړي
۲-جامي بايد په چپه مخ اوتو شي
۳-بستره.(توشک کمپله بالخت) بايد هره ورځ لمر ته واچول
شي
زيات ډاکټر صاحبان ناروغانو ته ډير قوي سټيرايډ ورکوي
د ستنو پشکل چي په موقط ډول د خارښت د اراموالي باعث کيږي خو وروسته ډير مشکلات ناروغ ته پيدا کيږي چي داد د ناروغ په مقابل کي جفا ده
دا مشکل هيځ نوغه ستنو ته اړتيا نلري !!!

۵-مخنيوي يي
د ناروغ شخص جامه بستره جان پاک او لوحی بايد استفاده نشي او د ناروغ شخص څخه د مستقم ارتباط نه جلوګیری وشي

۶-په افغانستان کي يي واقيعات ولي زيات شول ؟
دا مرض زمونږ هيواد ته د ګاونډي هیواد ایران څخه د مسافرو پواسطه انتقال شوي

۷-د ليکني هدف مي ؟
1-زما د معاينه خاني تقريبا ۶۰-۷۰% ناروغان ددي مشکل څخه راځي
2-په محيط کي د ډیرو ملګرو ګاونډيانو او هم مسلکو پوښتني د خارښت علط تداوي وه
3-چون د يو انسان نه بل ته انتقاليږي بايد خلکو ته عامه پوهاوي وشي
ستاسي کشر ورور ډاکټر نصرت الله ځلاند DrNasratullh Zaland
نوټ :
که په ليکنه کي کومه تيروتنه شوي وي راته په نښه يي کړي چي اصلاح يي کړم
او نورو ملګرو سره يي شريکه کړي تر څو ددي مرض په باره عامه پوهاوي حاصل شي
درنښت مينه 😍

«د مرض مربوط ډاکټر اسانه پيدا کول »که د‌خپل مرض لپاره د ښه ډاکټر په لټه کي يي نو د صحت عامي اپليکيشن تاسي سره د مناسب ډا...
08/08/2023

«د مرض مربوط ډاکټر اسانه پيدا کول »

که د‌خپل مرض لپاره د ښه ډاکټر په لټه کي يي نو د صحت عامي اپليکيشن تاسي سره د مناسب ډاکټر په پيدا کيدلو کي کومک کوي

طريقه يي ساده ده play store ته لاړ شي صحت عامه (public health)سرچ بيا يي ډاونلوډ کړی
کوم مشکل چي لري په هغي کليک وکړي تاسي ته به د هغي مشکل مربوطه ډاکټرانو ادرس مبايل نمبر او د کاري وخت په باره معلومات حاصل شي

هدف د پوسټ مي:-
په اسانه طريقه د خپل مشکل مربوط ډاکټر پيدا کيدل دي
ډاکټر نصرت الله ځلاند
د جلدي جنسي او داخله ناروغيو معالج

The most creative students of mine!Thanks for those great moments.
21/01/2021

The most creative students of mine!
Thanks for those great moments.

Success in medicine requires hard work while studying and when in practice. However, Medicine brings great personal rewa...
01/01/2021

Success in medicine requires hard work while studying and when in practice. However, Medicine brings great personal rewards, offering a breadth and variety of career opportunities and excellent job satisfaction. No day in the life of a doctor is the same!
Our provide shortcuts to get prepared in medicine.
Young

 #اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي !* د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده ، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د هم...
25/12/2020

#اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي !

* د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده ، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي .

* لاندې ځینې مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي .

1. د سهار چای نه څښل :

هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کې یې د شکرې اندازه راښکته کېږي ، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي .

2. زیاته ډوډۍ خوړل :

هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي .

3. د سګرټ څکول :

د سګرټ او نورو نشه يې موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي .

4. د بورې څخه زیاته استفاده :

د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي .

5. ککړه هوا :

د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي .

6. د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی :

خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول ، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې شي .

7. د خوب پرمهال د سرپټول :

کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي ، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راښکته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات غورځوي .

8. د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل :

د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوستل ، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي .

9. د هڅوونکو فکرونو نشتوالی :

انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري ، ترڅو ذهن تربیه کړي ، د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي .

10. لږ خبري کول :

ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي ، نو له بیځایه خبرو ډډه وکړئ او له ښو او علمي شخصیتونو سره ناسته وکړئ .

Dr.Zaland

"Peptic ulcer" د معدی زخمتعریف:-د معدی وړو کولمو لومړی برخی او مری خلاص زخم چی براخوالی یی د 5mm څخه زیات وی لاملونه:- H...
20/12/2020

"Peptic ulcer" د معدی زخم

تعریف:-
د معدی وړو کولمو لومړی برخی او مری خلاص زخم چی براخوالی یی د 5mm څخه زیات وی
لاملونه:-
H-pylori , سګرت څکول، روحی فشارونه،الکول او
کافین،مساله جات، د درد دواګاني،ارثیت

څنګه کولای شو د معدی د زحم یا خرابیدو څخه مخنیوی وکړو؟

۱:-د ډیرو یخو او ګرمو خوړو څخه ځان ساتنه
۲:-د مسالی او سرکه لرونکو غذاګانو څخه جیلوګیری
۳:-شین چاي او کاکو لرونکی خوړو څخه ځان ساتل
۴:-د روحی فشارونو څخه ځان ساتل
۵:-ډوډی پخپل وخت او په اندازه خوړل
۶:-د ډوډي په منځ کی د اوبو نڅښل
۷:-د خوب څخه دوه ساعته مخکی ډوډی خوړل
۸:-د ډوډی پسی ژر چای څښل د غذا جذب خرابوی
۹:-سګرټ او الکولو څخه ځان ساتل
۱۰:-د درد دوا باید عادتی ونخوړل شی
۱۲:-نوشابی په مکمل ډول معده خرابوی
۱۳:-بغیر د ډاکټر د مشوری دوا مه خوری
۱۴:-په مکرر ډول د لاسونو وینځل
۱۵:-د خامو او ډیرو سره کړو غذاګانو څخه ځان وساتی
۱۶:-د ډوډی پسی د غاښونو پریمنځل
۱۷:-د شیدو څښل مو د معدی درد ارامولی شي
۱۸:-ویلنۍ یا نعنا مو معده صحت منده ساتي
۱۹:-منظم تمرینات ترسره کول
۲۰:-د ورځی په جریان کی زیاتی اوبه وڅښي
۲۱:-د شپی لخوا کم خوراک وکړي
۲۲:-نسوار مو د معدی خرابیدو غټ علت دي
۲۳:-د حده زیات vit-c خوړل هم معده التهابي کوی
۲۴:-د معدی یوه برخه خوراک بله اوبو او بله هوا ته پریږدي
۲۵:-که معده مو خرابه وی لاندی خوراکونه مه خوری
خام پیاز. خام رومیان. چاي. قهوه. خامی غذاګاني. چاکلیټ. لیمو. سرکه. مساله لرونکی غذاګاني

ستاسو روغ صحت زمونږ ویاړ دی
DrZaland Zaland

اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهډاکټرصېب محترم راتلونکې یکشنبې ورځ مو دافغانستان طبي شورا د eHealth(...
18/12/2020

اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه

ډاکټرصېب محترم راتلونکې یکشنبې ورځ مو دافغانستان طبي شورا د eHealth
(ټیلي میډیسن)پروګرام ته رابولم.

1️⃣ 🎤 *SPEAKER*
*Dr.Erfan* *Nur* , *MD* , *PhD*
Internist-clinical hematologist
Bone marrow transplant program director-Amsterdam University medical centers Netherlands

📋 *Topic* : 👇
Dynamics of antibody response after SARS-CoV-2 infections; Chances of reinfection

*Followed* *by* : Q & A Session

📝 *Date* : 20th Dec, 2020
⏰ *Time* : Sunday at 01:00 pm
*Afghanistan* *Time* *ASD*

هیله ده چې پخپله به هم ګډون وکړی
او نور ډاکټران به هم خامخا خبر کړی.

افغانستان طبي شورا دټولو ډاکټرانو ګډکور

*په* *درنښت*

ډاکټر شفق شينواری
______________________________________
Follow services for further more .

ډاکترانو په ډاګه کړې ده که چېرې تاسو د خوب په وخت کې تر بړستنې لاندې برېښنايي لوستونکي کاروی دا ستاسو پر روغتيا او خوب ب...
18/12/2020

ډاکترانو په ډاګه کړې ده که چېرې تاسو د خوب په وخت کې تر بړستنې لاندې برېښنايي لوستونکي کاروی دا ستاسو پر روغتيا او خوب بد اغېز کوي.

ځکه په اعصابو کی د فینایل "pineal" پنوم عده ده چی په تیاره کی میلاتونین افرازوی کوم چی د خوب باعث کیږی او دا رڼا د میلاتونین افراز خرابوی او د خوب مخنیوی کوي.

د هارورډ روغتيايي برخې، د برېښنايي او کاغذ له مخې لوستل څېړلي دي. د دوی څېړنو دا ښودلې ده هغه کسان چې برېښنايي لوستونکي الې کاروي نشي کولای په اسانۍ سره ويده شي او سبا سهار د ستړيا احساس کوي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، خلک بايد د شپې له خوا له تېزې رڼا څخه ځان وساتي، ځکه له خوب مخکې تېزه رڼا د صحت لپاره يوه د تشويش وړ خبره ده.

د څېړنو لپاره دوولس کسان د دوو اونيو لپاره د خوب په لابراتوار خونه کې بند کړل شوي وو. دغو کسانو پنځه ورځې د کاغذ له مخې او پنځه ورځې له له ای پډ (IPad) څخه لوستل کول.

د دوی د وينو نمونې ښودلې چې له برېښنايي الو لوستل د دوی د خوب هارمونونه کم کړي وو او ويده کېدلو يې هم ډېر وخت اخيستی و.

د څېړونکو مشر پروفيسور چارلس سيزر، بي بي سي ته وويل له برېښنايي لوستونکو الو خپرېدونکې رڼا سيخ په سترګو پرېوځي، خو له کاغذي هغه منعکسه رڼا ده چې د سترګو او صحت لپاره زيان نشي لرلی.

کم خوب کېدای شي چې د زړه او مېټابوليکو نارغيو لکه د وزن زياتوالي، شکرې او د سرطان په اخته کېدو خطره نوره هم زياته کړي

ډاکترې ويکټوريا ريول د برتانيې د سرې (Surrey) پوهنتنون د برېښنا د د تاثيرونو د څانګې مشرې وويل دا څېړنې ډېرې مهمې دي او مونږ بايد ټول خلک او په خاصه توګه ماشومان دې ته وهڅو چې له برېښنايي لوستونکو الو د تېزې خپرېدونکې رڼا ځان وژغوري.

ستاسي ځلاند
DrZaland Zaland

حافظه "memory"اعصاب د انسان د بدن یوه تنظیمونکي عضوه ده په کوم کی چی د حافظی مرکز قرار لری ډولونه: -۱:- لنډ مهالی حافظه ...
18/12/2020

حافظه "memory"

اعصاب د انسان د بدن یوه تنظیمونکي عضوه ده په کوم کی چی د حافظی مرکز قرار لری
ډولونه: -
۱:- لنډ مهالی حافظه ( کاری حافظه)
۲:- اوږد مهالی حافظه

څنګه کولای شو خپله حافظه پخپله تقویه کړو ؟؟

۱:- سهار چاي مو باید مکمل معذي وی.
۲:-تر حده زیات خوراک نه باید ځان وساتو.
۳:-سکرټ او نور نشۍ موادو نه باید په کلکه ځان وساتو
۴:-زیاته بوره او خواږه مو هم حافظه کمزوری کوی.
۵:-د زیات وخت لپاره بی خوبی مو دماعی حجری مړی کوی او په حافظه بده اغیزه لری.
۶:-د خوب پر مهال سر پټول مو دماغ ته د اکسجن مقدار کم او د کاربن ډای اکساید مقدار زیات چی دا هم دماغي زیان رامنځته کوی.
۷:-د ناروغی پر مهال باید په دماع بوج او فشار رانه وړل شی.
۸:-هڅونکي فکرونه باید ولرو
۹:-تر حده زیاتي او تر حده کمو خبرو نه باید ځان وساتو سالم بحثونه باید وکړو
۱۰:-د مبایل کمپیوټر او نور سکرین لرونکو وسایلو د زیات استعمال نه باید جلوګیري وکړو.
۱۲:-په تیزه او لېزري رڼا کی باید مطالعه ونکړو.
۱۳:-که د یوی موضوع دایمی زده کول غواړﺉ تکرار پرې ډیر وکړﺉ.
۱۴:-یادونکو موضوعګانو ته ځانګړی وخت ورکړﺉ.
۱۵:-موضوع دلچسپه اوبولي نه اجباري.
۱۶:-د زده کړې پر وخت لیکل ډیر رول لري.
۱۷:-مطالعه د سهار وختی کوﺉ.
۱۸:-د شپی درس پر ځای خوب کول بهتر دی.
۱۹:-د درس په منځ کی د ۱۰-۲۰ دقیقو لپار تفریح وکړﺉ.
۲۰:-زده کړه اجباري نه بلکی اختیاري وکړﺉ.
۲۱:-په لوږه او ذهني ناارامۍ کی درس مه وایی.
۲۲:-ځان ذهن او محیط د زده کړی لپاره چمتو کړﺉ.
۲۳:-تر ټولو مهمه خبره د قران کریم تلاوت کول .
۲۴:-روژه نیول تر ټولو بهتره طریقه د ذهنی انکیشاف ده.
۲۵:-ځيني خواړه لکه ـ خرما ؛انځر ؛ شیدی؛ بادام وخورﺉ.
۲۶:- وخت بیځایه مه تیروی او د اوزګارۍ وخت کی هر اړخیزه مطالعه وکړی.

الله مو له ما سره ذهن او حافظه قوي کړه!!!

د توجع مو نړی مننه.
که لوستي مو وی امین ولیکي
Drzaland zaland

جګ فشار چا ته مرګوني دی؟ په لاندی اشخاصو کی د وینی جګ فشار بد انزار لری ۱-ځوانانو کــــــــی جګ فشار۲-که چیرته دیاستولیک...
16/12/2020

جګ فشار چا ته مرګوني دی؟

په لاندی اشخاصو کی د وینی جګ فشار بد انزار لری

۱-ځوانانو کــــــــی جګ فشار
۲-که چیرته دیاستولیک فشار د ۱۰۰ نه پورته وی
۳-چاغو خـــــــــلکو کـــــــی
۴-شکر لرونکی ناروغانو کی
۵-تور پوستکــــــــــو کــــــی
۶-د زړه افات لــــرونکی خلک
۷-د پښتورګو مشکل لرونکو خلکو کی
۸ـد ریټینا نه وینه بهیدنه کــــــی

15/12/2020

!
#سټيم

Diploma in Human Anatomy and Physiology Get a clear understanding of the basic anatomy and physiology of the human body ...
08/12/2020

Diploma in Human Anatomy and Physiology

Get a clear understanding of the basic anatomy and physiology of the human body with this course of STEAM.

This course on human anatomy and physiology will teach you the anatomy and physiology of the cardiovascular system, respiratory system, reproductive system, skeletal system, and the nervous system, among others. By taking the course you will gain a strong understanding of the amazing ways that your body works.The human body is a complex system that carries out important functions enabling you to move, think, feel, and live.

So, stay with us!

Fundamentals of VirologyLearn more about viruses and their structure, how they replicate, and their effect on human heal...
05/12/2020

Fundamentals of Virology

Learn more about viruses and their structure, how they replicate, and their effect on human health, with this course.

The Virology course will introduce you to the fundamentals of virology, and show you how viruses attach to and replicate within cells. Viruses are infectious particles which can only replicate inside the cells of a living organism. Most viruses are completely harmless to humans, however, others are highly infectious and even deadly. Start this course with STEAM today to learn about the operation and dissemination of viruses.

Address

Jalalabad

Telephone

+93774695837

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when STEAM Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share