Dr-Atiq ullah Shinwari دوکتور عتیق الله شینواری

Dr-Atiq ullah Shinwari           دوکتور عتیق الله شینواری يواځی طبی معلومات دلته کتلی شی

19/07/2025
🔴Deep vein Thrombosis (DVT)📌📚⤵️🔹
12/07/2025

🔴Deep vein Thrombosis (DVT)📌📚⤵️🔹

د بدن مکمل چیک اپ کول د صحت د ساتنې او ناروغیو د مخنیوي لپاره خورا مهم دي. معمولا په دې چیک اپ کې لاندې معاینات شامل وي:...
25/10/2024

د بدن مکمل چیک اپ کول د صحت د ساتنې او ناروغیو د مخنیوي لپاره خورا مهم دي. معمولا په دې چیک اپ کې لاندې معاینات شامل وي:

1. د وینې عمومي معاینه (CBC): دا معاینه د وینې حجرو (سپین او سور حجرات، پلیټلیټس) شمېر چک کوي، چې د کمخونۍ، انتاناتو، او د بدن دفاعي سیسټم د وضعیت معلومولو کې مرسته کوي.

2. د وینې شکر (Fasting Blood Sugar یا HbA1c): دا ازموینې د شکر ناروغۍ د تشخیص او کنټرول لپاره ترسره کیږي.

3. د کولیسټرول اندازه: د وینې د ګټور او زیانمن کولیسټرول او ټرای ګلیسریډ کچه معلومول د زړه روغتیا په ساتلو کې مرسته کوي.

4. د جگر او پښتورګو د فعالیت معاینه (LFT او RFT): دا ازموینې د جگر او پښتورګو فعالیت چک کوي او د دې اعضاؤ روغتیا معلوموي.

5. د وینې فشار اندازه: لوړ یا ټیټ فشار د زړه روغتیا اغیزمنولی شي، نو په منظمه توګه د فشار معلومول اړین دي.

6. د وینې د تيرويد هورمونونه (TSH، T3، او T4): دا ازموینه د تایروئید روغتیا معلومولو لپاره ترسره کیږي، ځکه چې تایروئید هورمونونه د میټابولیزم او انرژۍ په کنټرول کې مهم رول لري.

7. د وینې کلسیم او ویټامین کچه: د بدن د اړتیا وړ کلسیم، ویټامین D او ویټامین B12 کچه معلومول اړین دي، ځکه چې دا د هډوکو، اعصابو، او انرژۍ لپاره مهم دي.
8. یوریک اسید او CRP معاینه: یوریک اسید د بدن د پروټینو له ماتیدو څخه جوړیږي، او لوړ مقدار یې د دردونو لامل کیدی شي. CRP بیا د التهاب کچه معلوموي.

9. الټراساؤنډ او X-Ray: دا ازموینې د داخلي اعضاؤ وضعیت معلومولو لپاره ترسره کیږي، لکه جګر، پښتورګي، او د سینې حالت.

10. ای سي جي (ECG) او ای کوکارډیوګرافي (Echocardiography): د زړه د ضربان او جوړښت معلومولو لپاره کارول کیږي، چې دا د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.

11. تشو ادرارو او غایطه موادو ټسټ: دا ټسټونه د پښتورګو او د هاضمې سیسټم روغتیا معلومولو لپاره ترسره کیږي.

دا معاینات د بدن عمومی روغتیا معلومولو او د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم دي.

څنګه کولای شو د زړه ناروغیو مخنيوی وکړو؟د زړه ناروغیو مخنیوی کولای شو د روغتیا ساتنې پر یو لړ تدابیرو او عادتونو په عملي...
25/10/2024

څنګه کولای شو د زړه ناروغیو مخنيوی وکړو؟

د زړه ناروغیو مخنیوی کولای شو د روغتیا ساتنې پر یو لړ تدابیرو او عادتونو په عملي کولو سره وکړو. دلته ځینې مهمې لارې چارې دي چې د زړه روغتیا ښه کولو کې مرسته کوي:

1. صحتمند غذایي رژیم: د سبزیجاتو، میوو، حبوباتو، مغزاتو او صحتمندو غوړو لکه د زیتون او ماهی غوړو کارول د زړه روغتیا ته ګټور دي. د مالګې، بوره، او پروسس شوي خوړو اندازه کمه کړئ.

2. فزیکي فعالیت: په منظمه توګه ورزش کول، لکه چټک قدم وهل، سائکل چلول، یا تیراکی، د زړه پمپ کولو ځواک پیاوړی کوي او د وینې فشار کموي. هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې ورزش کول اړین دي.

3. سګریټ پرېښودل: سګریټ څکول د زړه د رګونو سختیدل او تنګیدل ګړندي کوي، چې دا د زړه د ناروغیو سبب ګرځي. سمدلاسه سګریټ پرېښودل ستاسو د زړه روغتیا ښه کولی شي.

4. د وینې فشار کنټرول: لوړ فشار د زړه روغتیا لپاره زیانمن دی. په منظمه توګه وینه چک کول او د ډاکټر سره مشوره کول د وینې فشار په کنټرول کې مرسته کوي.

5. سټرېس کمول: ډېر فشار او سټرېس په زړه منفي اغېزه کوي. د ارامښت او ذهنی سکون ساتلو لپاره د تنفس تمرینونه او د مراقبې میتودونه ګټور دي.

6. وزن کنټرول: مناسب وزن ساتل د زړه روغتیا لپاره ګټور دی. د وزن زیاتوالی د وینې فشار او کولیسټرول زیاتوي، چې دا د زړه ناروغۍ زیاتوي.

7. کولیسټرول او شوګر کنټرول: د وینې کولیسټرول او شوګر کچه په منظمه توګه چک کړئ او د ډاکټر سپارښتنې په پام کې ونیسئ.
که په دې تدابیرو عمل وشي، د زړه ناروغیو خطر کمېدلی شي.

20/11/2023

د زړه ناروغیو د تشخیص
په نوی او عصری وسایلو سره !

الله ج فرمايیوَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚد شپی ناوخته   1:05Am بجه یو مریض چی نوم یی جلات ...
26/07/2022

الله ج فرمايی
وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ
د شپی ناوخته 1:05Am بجه یو مریض چی نوم یی جلات خان او د 65 کالو عمر یی لرل Acute inferior wall MI او د سینی شدید درد یی درلوده چی نوموړی مریض افغان ميډیکل کمپلیکس ته مراجعه کړی وه چی دزړه ناروغیو متخصص استاد دوکتور زیارمل شیرزی پواسطه انجیوګرافی شو.
په نوموړی معاینه کی معلومه شوه چی مریض د زړه دوه رګونه بند و، چی وروسته ورته انجیوپلاستی ترسره او نوموړی رګونه خلاص او د مریض وضعیت الحمدالله د ډاډ وړ دی.

01/06/2022

شاک:Shock
د طب او نرسینګ زده کړیالان او د عاجل وارډ کارکوونکی باید د شاک(Shock) اړوند نښی وپیژنی او د دی بیړنی حالت درملنه په وخت تر سره کړی.

تعریف:Diffination
شاک قوی ژوند ګواښونکی حالت دی. شاک هغه وخت رامنځته کیږی چی کله بدن ته د دورانی وینی بهیر کم یا له ستونزی سره مخ شی.

شاک پنځه⑤ اصلی ډولونه لری چی په لاندی توګه یی یادونه کیږی.

① — اناپیلاکتیک شاک:Anaphylactic Shock
دا ډول شاک د حساسیت په وړاندی دبدن د عکس العمل په پایله کی منځته راځی. عوامل یی.

درمل لکه پنسیلین،سیفالوسپورین او وریدی آیرن.
د خزندو نیش یا چیچلو له لاری.
دځینو نباتاتو شیره...

نښی: Sign/Symptoms
← د فشار ټیټ والی یا سقوط.
←د تنفس یا ساه اخیستلو ستونزی
← د ژبی او شونډانو پړسیدل.
← د پوستکی رنګ الوتل.

درملنه: Treatment
ایپنفرین (epinephrine)وریدی لګول ورپسی هایدروکورتیزون(hydrocortisone) او انتی هستامینیک د تنفس د اخستلو لپاره اکسجن او یا هم برانکودایلوټورز لکه البوتیرول(albuterol) تطبیقول.

②— کاردیو جینیک شاک:Cardiogenic shock
دغه شاک معمولا د زړه عضلی ته د وینی له نه رسیدلو یا (MI) او د زړه د حملی (heart attack) په پایله کی واقع کیږی.

نښی:S/S
←د زړه د حرکاتو ډیریدل(increased heart rate)
←سخت او زر زر تنفس.
← د رنګ بدلیدل یا الوتل.
← د تشو متیازو نشتون یا کمیدل.
Treatment : درملنه:
د ترومبولایتیک درمل تر څو وینه نرۍ کړی او د جراحۍ عملیات انجیوپلاستی تر سره کول.

③— هیمورجیک شاک hemorrhagic Shock
دا شاک هغه مهال رامنځته کیږی چی بدن ۲۰% سلنه یا تر دی زیاته وینه له لاسه ورکړی. چی ډیری وخت د ټپی کیدلو او ترافیکی پیښو وروسته منځته راځی.
نښی:S/S
← د وینی بهیدل.
←خولی کیدل.
←ګنګسیت.
←ګچ او ګول کیدل(Confusion)
←په بیړه تنفس کول.
←د ننۍ وینی بهیدنی په صورت کی د ګیډی درد ،ګانکی او د تور رنګه غایطه موادو خارجول.

درملنه: Treatment
داسی مرسته وشی چی د وینی بهیدل و دروی او دلاسه تللو مایعاتو د بیا پوره کولو لپاره وریدی کرستلویید او د وینی ور کونه پیل شی.
داسی درمل لکه ډوپامین (dopamine) او ایپنیفرین(epinpherine) د زړه د حرکاتو د زیاتید او دوینی د پمپ کولو د قدرت په خاطر تطبیق شی.

④— نیوروجینیک شاک:Nueroginic Shock
دا رقم شاک هغه وخت راځی چی د عصبی مرکزی سیستم خرابتیا رامنځته شی او یا (spinal cord) ته صدمه ورسیږی.

نښی:S/S
←دفشار یو ناڅاپه ټیټدل.
← ګرم او رنګ الوتی پوستکی.
← د زړه د حرکاتو کموالی.

درملنه: Treatment
د لاندی درملو کارونه
لکه ، atropine، Dopamine ،vasoprosin تطبیقول تر څو د زړه حرکات او د زړه ضربان نارمل حالت ته راوګرځی.

⑤— سیپټیک شاک:Septic Shock
دا ډول شاک د باکتریاوو، ویروسونو او فنګل د حملی په پایله کی چی سيپسیس(Sepsis) رامنځته کوی او بیا سيپټیک شاک را منځته کیږی.

نښی:S/S
د تشو متیازو کموالی.(low urine out)
تبه.
ګنګسیت.
سرګرځیدل.
د زړه ضربان زیاتوالی.
زر زر تنفس کول.

درملنه: Treatment
د موجود انتان لپاره د هغه اړوند وریدی انتی بیوتیک ورکول د حیاتی اورګانونو له خرابیدلو مخنیوی د انسولین او کورتیکواستروییدونو تطبیقول.

مونږ او تاسی په ورځنی ژوند له دی ډول پیښو سره مخ کیږو نو لازمی بریښی ترڅو د خپلی پوهی په اساس د هیوادوالو او خپلو کورنیو د مرګ کچه را کمه کړو.
مننه

31/05/2022

لوړ فشار (Hypertension)
راټولونه او ژباړه: صدیق الله ځلاند
د طب پوهنځي محصل
ــــ
پېژندنه : هغه حالت دئ چي د زیات وخت له پاره د رګونو پر جدار باندي د ويني په واسطه قوه واردوي. پر دوو برخو وېشل سوي دي:
۱:(Primary hypertension) هغه لوړ فشار دئ چي په ( %95) پېښو کي ئې علت معلوم نه وي، نوموړی فشار د (50-20) کلنۍ په عمر لرونکو اشخاصو کي رامنځ ته کېږي.
۲: (Secondary hypertension) هغه لوړ فشار دئ چي (%5) پېښو کي ئې علت معلوم وي، نوموړی فشار د اساسي طبي حالاتو له سببه منځ ته راځي لکه د پښتورګو ناروغي، د زړه ناروغي او داسي نور...
دلوړ فشار تقسیم بندي د اندازې د واحدو له نظره:
Category Systolic BP_Diastolic Bp
Optimal

14/05/2022

هر هغه وخت چې د تريخي تېږي د تريخي د پاړسوب باعث شي نو که مريض ډير زوړ او ضعيفه نه وي تريخی يې بايد د جراحي له لا ي لېري کړل شي. د تريخي نه درلودل په راتلونکې کې د ناروغ روغتيا ته کوم خاص زيان نه رسوي.

10/04/2022

نېږدې ۱۵۰۰ افغانۍ په افغانستان کې، ۲۴۰۰ کلداري په پاکستان کې، ۲۴۰ ډالره په امريکا کې، ۲۵۰ يورو په اروپا کې او ۲۰۰ پونډه په بريتانيا کې خلګ د مېاشتي مصرفوي چې د ځان لپاره د سږو سرطان په پېسو واخلي.

⬅️ روژه مبارکه تر بل هر وخت د سګريټو پرېښودلو لپاره ښه موقع ده. سږ کال دغه فرصت له لاسه مه ورکوئ!

Address

Jalalabad
Jalalabad

Telephone

+93730283839

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr-Atiq ullah Shinwari دوکتور عتیق الله شینواری posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr-Atiq ullah Shinwari دوکتور عتیق الله شینواری:

Share