زما یې واده همدومره یاد و چې د واده وریجو کې یې مالګه زیاته وه او تر ډیره په کلي کې دا متل و چې مالګې سره ګذاره کوئ د شمسیې او پرهیز واده ترې جوړ نکړئ.
د شمسیې پلار د شمسیې له تولد مخته له خپل یوه دوست سره وعده کړې وه که یې لور وشوه ستا زوی ته یې درکوم او که یې زوی وشو لور به راته راکوې.
څه وخت بعد بدبخته شمسیه وزیږیده، او د تولد پر ورځ د پرهیز په نامه شوه، پرهیز هم هغه وخت څلور یا پنځه کلن و...
وخت تیریدو چې پرهیز له دغې اړیکې خوښ نه بریښیدو خو په دې راز یوازې پرهیز او د پرهیز پلار پوه دي.
پرهیز یې پلار ته وویل چې دا اړیکه به له منځه یوسو خو د پرهیز او شمسیې پلار نه منله ځکه ورته شرم و.
بالاخره واده وشو خو پرهیز په زړه کې د غچ اخیستو لویه برنامه یوازې له شمسیې لري.
له واده یې میاشت نه وه تیره چې میرمنه یې دلته پریښوده او خاوند یې لاړ خارج ته!
یو کال، دوه کاله، پنځه کاله یې تیر شول خو درک یې نشو رامعلوم..
د کلي خپل خپلوانو له انجلۍ وغوښتل چې محکمه کې ترینه طلاق واخلي او کوم بل خاوند وکړي، انجلۍ و نه منله ...
انجلۍ د خپل خاوند په هغه مینه چې لا یې میاشت نه وه پوره ډاډه وه چې هغه حتما راځي.
انجلۍ د جدایئ او تنهایي سختې ورځې زغمي ځکه باور لري چې پرهیز بیرته راځي، خو احمق پرهیز د خپل او د شمسیې د پلار حماقت زور له شمسیې باسي.
پرهیز شمسیې ته په لیکونو کې ډاډ ورکوو چې زه راځم د خلکو خبرو پسې مه ګرځه..
لس کاله نور هم ووتل د انجلۍ ځواني هم مخ پر ځوړ وه چې د پرهیز لیک داځل ډیر په ځنډ راغی!
شمسیه خورا خوښه او په جامو کې نه ځاییده، هغه خپله په لیک لوست نه پوهیده، او لیک یې لمړی خپلو همزولانو ته پټ وروښود چې وګوري څه یې لیکلي؟
لیک کې یې همدومره لیکلي و:
میرمنې!
نه غواړم بیرته هېواد ته درستون شم، کاش کې مخکې مې درته ویلي وای چې ما دلته ښځه کړې ده، اولادونه لرم، ژوند لرم، او د ژوند په چارو کې سخت بوخت یم.
وخت مې پیدا نکړ چې ته مې له وړاندې خبره کړي وای په همدې خاطر درته لیک استوم چې ته له ماڅخه ازاده یې!!
شمسیې وویل څه څه؟
همزولې یې ورته وویل صبر لیک لا پاتې دی.....
لیک کې نور لیکل شوي و:
زه بخښنه غواړم چې لیک مې په ځنډ درواستوو په دې هیله چې د ژوند ښه ملګری درته پیدا شي....
شمسیې له ډیره درده او شرمه خپلو همزولانو ته هم ونه کتل لیک یې د هغې له لاسه کش کړ او ولاړه...
شمسیه په ځغاسته کور ته ننوته او خپلې خونې ته ولاړه، په تخت کې نسکوره پریوته او په چغو چغو یې وژړل.
د پرهیز مور و پلار د شمسیې خوا ته راغلل او پوښتنه یې وکړه:
شمسیې څه پېښه ده؟
شمسیه ورته د لیک کیسه کوي او په ژړا ژړا کې وایي:
کاکا ستا پرهیز په اوولس کالو کې دومره وخت نکړ پیدا چې ماته یې ویلي وای له ما ازاده یې؟
ولې ما څه ګناه کړې وه؟
کوم داسې بد مې در رسولي دي چې زه یې دومره لویه سزا ګورم؟
بس بس نوره ځمه، ستا زوی ځواب راکړ،ځان ساتلی شم پلار کور ته هم نه ځم خو ستاسو له کوره ځم...
د پرهیز پلار وایي ته صبر زه یو ځل پرهیز سره اړیکه ونیسم چې ځان پوه کړم..
پر سبا یې د پرهیز پلار د بازار له PCO زنګ وروهو..
پرهیز ورته وایي هو!
هغه شمسیه مې ځواب کړه ځکه زه دلته ښځه او بچیان لرم او نشم کولای هغه دلته راولم ځکه دلته د یوې ښځې اجازه شته..
زویه دا څه وایې؟
دلته کور کلی دی، شرم دی، پیغور دی،داسې څوک نکوي،خلک څلور هم کوي خو په پښتنو کې د ښځې پریښودل ډیر بد کار دی..
پرهیز ورته وایي پلاره:
دا فکر به دې هغه وخت کړی و چې شمسیه دې زما له ټاکنې او خوښې بغیر زما په نامه کوله هغه وخت دې دغه شرم، پیغور او بد کار ولې نه محاسبه کوو؟
زه بیرته افغانستان ته نه درځم او ته او د شمسیې پلار بازار ته لاړ شئ شمسیه یوسئ او په شریکه یې خرڅه کړئ ترڅو مو انډیوالي قایمه پاتې شي ځکه ستاسو په انډیوالۍ کې زما ژوند برباد شو.
ځکه ما نه غوښتل چې بېسواده انجلۍ سره واده وکړم، زما بله انجلۍ خوښه وه خو تاسو زه له کوچنیوالي زنداني کړی وم، ما سره هیڅ بله لار نه وه.
دا چې پلار مې یې نور څه درته نشم ویلی پر ما حق لرې خو دا زما د ژوند مسله وه او حق یې زما و چې ټاکنه مې یې کړي وای نور نه غواړم دې موضوع کې وغږیږم بیا ځلې ددغې موضوع اړوند زنګ راونکړې، ته پوهیږې، شمسیه او د شمسیې پلار درته مبارک دې وي خدای پامان!!!
د پرهیز پلار ناهیلی کور ته راغی او په دروازه لا نه و ننوتلی چې شمسیې او د پرهیز مور ترینه غبرګ وپوښتل:
له پرهیز سره دې خبرې وشوې؟
هو وشوې!
څه یې وویل؟
د پرهیز پلار خاموش شو او خپلې خونې ته ولاړ...
شمسیه پوه شوه نوره یې خپل بار و بستره وتړله او ماښام ته نزدې د پرهیز دوی له کوره ووتله...
هغوی یې هم دا ځل د راګرځیدو هیڅ هڅه ونکړه..
ماسخوتن ناوخته د پرهیز مور د پرهیز پلار ته وویل سړیه:
راځه د شمسیې دوی کور ته به ورشو هغه انجلۍ هم حیران ماښام له کوره ووته دلاسه به یې کړو بله ورځ ما بازار ته بوځه زه به خپله له پرهیز سره وغږیږم که زړه کې یې څه رحم پیدا شو؟
د پرهیز پلار او مور روان شو او ناوخته هلته ورسیدل..
د شمسیې مور پلار حیران شو او پوښتنه یې ترې وکړه چې ناوخته مو راپیښه وکړه خدای دې خیر کړي؟
د پرهیز مور پلار سمدلاسه پوه شول چې شمسیه ریښتیا هم د پلار کور ته نده راغلې..
د شمسیې مور چای تیاروو چې د پرهیز پلار د شمسیې پلار ته ټوله خبره واوروله..
دوی ډیر جیګرخونه شو او پریکړه یې وکړه چې د شمسیې مور به نه خبروي ځکه د شمسیې مور د فشار تکلیف لري..
خو ددوی ټولو خفګان او جیګرخونۍ د شمسیې مور شکمنه کړه او بار بار یې لدوی وپوښتل چې کیسه څه ده؟
د شمسیې مور ډیر تلاش وکړ خو دوی ورته خبره ونکړه یو ځل یې د پرهیز مور ته وویل ته صبر زه شمسیې ته زنګ وکړم هغه به خبره وي ترڅو مې پوهه کړي تاسو خو هسې هم حال نه راته وایئ.
د شمسیې مور تلفون راواخیست د شمسیې نمبر یې دایر کړ خو زنګ نه ورځي..
شکمنه شوه او ویې ویل چې هرڅه دي خو په شمسیې لور دي ځکه د هغې تلفون کله هم بند نه راځي..
دوی ټولو ډاډ ورکوو چې نه نه هغه کور وه او هیڅ مسله ورته نشته..
د شمسیې مور چادري راواخیسته او ویې ویل:
سمه خبره راته وکړئ ګنې اوس په دا توره شپه د شمسیې خوا ته درومم..
د پرهیز مور ورته خبره وکړه..
د شمسیې مور په چغو چغو وژړل او حتی ګاونډیانو یې چغې واوریدې..
اوس خلک خبر شول او باید شمسیه پیدا کړي چې چیرې ولاړه؟
د شمسیې او پرهیز پلرونه ډیر ستومان، خجالت او خورا غمجن دي..
شپه یوه بجه شوه چې په دې حال کې د شمسیې مور بې صده شوه او لمړیتوب دا شو چې هغه روغتون ته یوړل شي.
سبا سهار اته بجې وې د شمسیې او پرهیز پلار په روغتون کې و او د شمسیې مور هم په هوش راغلې وه، ښه وه چې روغتون ته یو امبولانس موټر راننوت او ورپسې ډیر خلک هم راننوتل چې کوم څوک مړ دی.
د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه او ګنګوسی شو چې په سیند کې د کومې انجلۍ مړ جسد پیدا شوی دی.
د پرهیز پلار ټکان وخوړ او په بیړه ورپاڅید، چې ګوري شمسیه ده..
د شمسیې پلار خبر شو په چغو چغو یې وژړل او ویې ویل کاش ستا پر ځای زه مړ وای..
دوی نه غوښتل د شمسیې مور خبره کړي خو د شمسیې مور له نرسې پوښتنه کړې وه چې بیرون دا بیربار د څه دی؟
نرسې ورته موضوع تشریح کړې وه او هغه لیک یې هم ورښکاره کړی و کوم چې پرهیز شمسیې ته راستولی و هغه لیک یې شمسیې له چسپ سینه بند څخه راخیستی و دا چې د شمسیې لیک لوست نه و ذده نو دا معلومه نشوه چې هماغه لیک پر شا یې پر چا لیکلي و چې:
ګرانه پرهیز جانه!
مننه ستا لیک راورسید او زما ځواب به هم حتما درورسیږي.
خوښ ژوند ولرې!
نرسې د لیک په پای کې د شمسیې مور باندې درې ځل غږ وکړ خو هغه او شمسیه دواړه د یوې لارې ملګرې وې.
پای!
خیر دی که نه کېږي، پـه شګو دې اوبـه نــه تـــړي،
سړی دی ژر مړ شي خو چا پسې دی زړه نـه تـړی،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال نصیراحمدلاشاری
معروف به مسافر گمنام
26/09/2024
ددی دواړو حرامیانو ټول اکونټونه پښتانه بايد بلاک کړي دوي رزيلانو د افغانيت او د پښتو خراب تصوير ټولې نړي ته داسي وروښود چي د پښتو حيا او عزت يي تار،تار کړ پښتانه خو دومره سپک او حرامیان نه وو چي تاسو له کوم بوټي پیداشوي یاست که تاسو لږ زره افغانیت ولرۍ نو ختماً ددي دواړو پر ضد کمپاين پیل کړۍ چي د پښتو پاتي وقار او عزت پاتي شي که نه دا دواړه د پيسو لپاره هر کار کولې شي.
له لوستلو مو مننه🙏
په شير کولو کي همکاري وکړۍ
Muhammad Malik A***n
فضل کريم حسن
Sharafat Shida
Batin Shah Abdulraheemzai
Sami Ullah Amin
Afsar Afghan
Naqib Ahmad Quraishi
Noor Ahmad Lakanwal
Gulbadin Naib
Be the first to know and let us send you an email when رنګونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.