سالم صحت Intact Health

سالم صحت Intact Health You can get here any kind of information about healthy life.

23/04/2025
20/04/2025
22/03/2025

له روژه ماتې وروسته خوب کول😳😳

18/03/2025

پهٔ روژه کې بې خوبي😳

17/03/2025

ایا پهٔ روژه کې د سوزاک لهٔ ناروغۍ سرهٔ مخ شوي یاست؟😳

16/03/2025

په روژه کې ډېرو خلکو ته دا مشکل پیدا
کیږي.😳

Foryou #

که غواړئ د ورځې په جريان کې تږي نشئ نو غذايي رژيم مو منظم کړئ.!د ماښام اذان پر وخت که د څښلو ګرمې اوبه وڅکئ ، دې سره باو...
03/03/2025

که غواړئ د ورځې په جريان کې تږي نشئ نو غذايي رژيم مو منظم کړئ.!
د ماښام اذان پر وخت که د څښلو ګرمې اوبه وڅکئ ، دې سره باوجود ددې چې د اوبو د کمښت مخنيوی کيږي، د وجود څخه ټول مکروبونه او زهرجن مواد هم پاکيږي.
د مغزو فعاليت خه کيږي ،د بدن پوستکی مو تازه کيږي او قبضيت مو د منځه وړي.
هغې نه وروسته کولی شئ يو يا دوه دقيقې ارام کښېنئ او بيا يو دوه خرما وخورئ!
په نهاره يا وږي نس د خرما خوړل وجود ته سمدستي انرژي ورکوي، د وينې فشار مو کنټرولوي د وينې د کمښت يا ايمينيا ضد مرسته کوي.
حافظه مو قوي کوي او ذهني تمرکز لوړوي، هډوکي قوي کوي، د بدن او په ځانګړي ډول د کولمو څخه مکروبونه د منځه وړي.
د وينې شکر کنټرولوي ، پوستکي او په خاصه توګه مخ ته چمک او ښکلا ورکوي.
دا هغه سنت دي چې يو نيم زر کاله مخکې زمونږ خوږ او ښکلي محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم کول خو ګټې يې لابراتوارونو اوس مالومې کړي.
د خرما خوړلو نه پس پاڅېږئ او خه په ارام مو د ماښام لمونځ ادا کړئ، ترڅو لمونځ ختموئ وجود او خاصتأ معده به مو دې ته اماده وي چې خه په خوند ورته خواړه واچوئ!
ډوډئ خوراک کې چالاکئ مکوئ ، خدای مکړه بوج نشي ، خه په ارام ډوډئ وخورئ کولی شئ د ډوډئ په نيمايي کې هم ګيلاس نيم اوبه وڅکئ.!
د ډوډئ نه پس لس پنځلس منټه ارام کښېنئ او بيا پاڅېږئ لږ قدم ووهئ، که چای څکئ کوشش وکړئ څلوېښت منټو نه تر يو ساعت بعد چای وڅکئ ترڅو مو معده د ماښامني خوراکونو نه يو څه سپکه شوي وي.
دې وخت کې کولی شئ ميوې هم وخورئ ، که ميوې اوبه داره وي دا به لا ګټورې شي چې د اوبو د کمښت مخنيوي کې درسره مرسته وکړي.
مسالې دار، مالګينو خوراکونو ، چای/کافي نه کوشش وکړئ ځانونه وساتئ دا شيان تنده زياتوي.
اوبه داره مېوې ، مستې ، تازه جوسونه او سلادونه استعمال کړئ.
د ورځې په جريان کې د مستقيم لمر څخه ځانونه وساتئ !
که کولی شئ د يو څخه تر دوو ساعتونو خوب وکړئ.!
زه باور لرم که داسې وکړئ هم به فريش واوسئ او هم صحتمند.
او هيله کووم چې د ماښام پر وخت مې پخپلو دعاګانو کې هېر نکړئ!🙌

 #عزیزانو  د ګندنې ګټې ولولئ!! 😋په عادي سترګه ورته مه ګورئ!دګندنې ګټې: په ګندنه کې 90٪ اوبه ، يو ګرام پروتين ، 5 ګرامه ش...
19/02/2025

#عزیزانو د ګندنې ګټې ولولئ!! 😋

په عادي سترګه ورته مه ګورئ!
دګندنې ګټې: په ګندنه کې 90٪ اوبه ، يو ګرام پروتين ، 5 ګرامه شکر دي ، په ګندنه کې ويټامين ای ، ويټامين بي ، ويټامين سي ، کلسيم ، فوسفور ، پوتاشيم ، منګنېزم ، اوسپنه ، ګوګړ او کلورين شتون لری ، د ګندنې ځيني ګټې:

۱:- ګندنه غږ صافوي.
۲:- ګندنه بلغم خارجوي.
۳:- ګندنه کولمی پاکوي.
۴:- ګندنه شيدې زياتوي.
۵:- ګندنه شريانونه نرموي.
۶:- ګندنه د مکروب ضد ده.
۷:- ګندنه اعصاب قوي کوي.
۸:- ګندنه جنسی طاقت زياتوي.
۹:- ګندنه د غټوالي مخنيوی کوي.
۱۰:- ګندنه جسم ته ښه طاقت ورکوي.
۱۱:- ګندنه هاضمې سيستم قوي کوي.
۱۲:- ګندنه د قولنج ناروغ ته ګټه رسوي.
۱۳:- ګندنه د ګيډی څخه چنجي خارجوي.
۱۴:- ګندنه د سل(ناري رنځ) ناروغ ته زياته ګټه رسوي.
۱۵:- ګندنه دوينې لوړ فشار منظم ډول ټيټوي.
۱۶:- ګندنه د مثانی او پښتورګی التهاب سموي.
۱۷:- ګندنه دټولو چراثيميو او مرداردانو د مخنيوي لپاره مهه بلل شوي.
۱۸:- ګندنه د هغه کسانو چې وينه يې کمه وي ، هغوی ته زياته ګټه لري.

۱۹:- د ډېر سخت ټو خي لپاره تازه ګندنه د لږ څه شاتو سره ګډه کړی او سهار په نهاره یې وخوری ټوخی به مو ارام شي.

۲۰:- ګندنه د هغو کسانو لپاره چې د بندونو دردونه لري يا روماتيزمې دردونه لري ، هغوی ته ډېره ګټه رسوي.

سالم صحت Intact.

د شپې په اوږدو کې بدن اوبه له لاسه ورکوي.نو سهار د اوبو څښل بدن ته تازه انرژي ورکوي ترڅو بیرته هایدریشن (رطوبت) بېرته ام...
18/02/2025

د شپې په اوږدو کې بدن اوبه له لاسه ورکوي.
نو سهار د اوبو څښل بدن ته تازه انرژي ورکوي ترڅو بیرته هایدریشن (رطوبت) بېرته اماده کړﺉ.
اوبه د میتابولیزم سرعت زیاتوي، معدې ته مرسته ورکوي، او قبضیت له منځه وړي. سهار له ناشته مخکې اوبه څښل کولای شي د هاضمې ستونزې کمې کړي.
د بدن فاضله مواد او زهرجن توکي د شپې له مخې راټولیږي، اوبه د دې موادو په دفع کولو کې مرسته کوي، چې پوستکی روښانه کوي او بدن پاک ساتي.
اوبه د پوستکي حجرې تازه ساتي، د ځوانۍ دانې کموي، او د پوستکي وچوالی له منځه وړي، چې نتیجه یې روښانه او تازه مخ دی.
سهار تشه معده اوبه څښل د اشتها کنټرولوي، میتابولیزم چټکوي او بدن ته د اضافي غوړ د سوځولو زمینه برابروي.
مغز داوبو له کمښت سره سستيږي سهار اوبه څښل حافظه، تمرکز، او فکري وړتیا زیاتوي.
اوبه د وینې د فشار تنظیمولو کې مرسته کوي، زړه ته ارام ورکوي، او د زړه د حملې یا سټروک خطر کموي.
اوبه د پښتورګو فعالیت ښه کوي، تیږې (سټرون اوبو) له منځه وړي، او د بدن د فاضله موادو د فلټر کولو بهیر ګړندی کوي.
د سهار له پاڅېدو سره سم ۱-۲ ګیلاسه اوبه وڅښئ.
که ګرمې اوبه وڅښل شي، د هاضمې سیستم ته لا ډېره ګټه لري.
د ډېرې ګټې لپاره، د لیمو، شات، یا زنګانه (ادرک) سره هم اوبه څښلای شئ.

سالم صحت Intact Health

د شپې لخوا يو لیمو نیمایي کړه د خوب په کوټه کې یې يوځای کېږده، په دې کار سره به باکتریاوې له منځه ځي، هوا خوشبویه کوي، د...
12/01/2025

د شپې لخوا يو لیمو نیمایي کړه د خوب په کوټه کې یې يوځای کېږده، په دې کار سره به باکتریاوې له منځه ځي، هوا خوشبویه کوي، د سږو فعالیت ښه کوي، تنفس کې ښه والی رامنځته کوي، د خپګان، زکام او الرجي درملنه کوي.

Address

Jalalabad

Telephone

+93786464548

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سالم صحت Intact Health posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share