
16/09/2025
د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر اخلاق احمد مراد او ډاکټر ضیاءالرحمن لودین کړنې وستایل شوې
د مروارید صافی شل بستریز معالجوي روغتون د مشرتابه، کارکوونکو او ټول اداري ـ طبي ټیم لخوا د قدرمنو متخصص ډاکټرانو، ډاکټر اخلاق احمد مراد او ډاکټر ضیاءالرحمن لودین، له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او څو کلنو صحي خدمتونو څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني وشوه.
ډاکټر اخلاق احمد مراد د انتاني ناروغیو په څانګه کې د درې کلونو لپاره د متخصص ډاکټر په توګه خپلو هېوادوالو ته لوړ مسلکي، صادقانه او ژمن خدمتونه وړاندې کړل. نوموړي د ناروغانو په درملنه کې بې سارې هڅې وکړې او د خپلو همکارانو لپاره یې د مسلکي معیارونو یو روښانه مثال پرېښود.
همدارنګه، نوموړی ډاکټرانو د خپلې دندې پر مهال د اخلاقي چلند، رښتینولي او د ناروغانو د درملنې په برخه کې د یادونې وړ خدمتونه ترسره کړل، چې زموږ د روغتون لپاره یوه مهمه شتمني وه.
د دواړو قدرمنو ډاکټرانو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او د خدمت روحيې په درناوي کې، د مروارید صافی شل بستریز معالجوي روغتون د رئیس، سباوون صافی لخوا هغوی ته د رسمي ستاینلیکونو په ورکولو سره قدرداني وشوه
که څه هم له دواړو درنو ډاکټرانو سره د وخت د جلا کېدو شیبې موږ ته درنې ښکاري، خو باور لرو چې هغوی به په راتلونکي کې هم د خپلې څانګې او ټولنې لپاره لا زیات ارزښتونه رامنځته کړي.
د مروارید صافی شل بستریز معالجوي روغتون مشرتابه او کارکوونکي، دواړو قدرمنو ډاکټرانو ته د دوامدارو بریاوو او روغ ژوند هیله کوي.