AADA Nangarhar - ادا ننګرهار

  • Home
  • AADA Nangarhar - ادا ننګرهار

AADA Nangarhar - ادا ننګرهار د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د BPHS تطبیق کوونکې مو?

د صحي ستونزو د حل او چارو د بهبود په موخه په خوګیاڼیو روغتون کې د خوګیاڼیو کلستر مجلس ترسره شو.دغه مجلس د ادا ولایتي دفت...
27/12/2021

د صحي ستونزو د حل او چارو د بهبود په موخه په خوګیاڼیو روغتون کې د خوګیاڼیو کلستر مجلس ترسره شو.

دغه مجلس د ادا ولایتي دفتر د مالي او اداري چارو مرستیال سید وحیدالله سعیدي په مشرۍ ترسره شو پکې د خوګیاڼیو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو صحي مسولینو او روغتیايي مراکزو مشرانو برخه اخیستې وه .

په مجلس کې د اړوندو مراکزو صحي مسولینو له لوري د روغتیايي خدماتو په تړاو معلومات وړاندې شول او دارنګه یې د ادا ادارې څخه مننه وکړه چې د درملو او تجهیزاتو په برخه کې یې د دوی ستونزې حل کړي دي.

روغتیايي مسولینو دا راز د چارو د لا ښه والي په موخه نظریات او ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.

د ادا ولایتي دفتر مالي او اداري مرستیال سید وحید الله سعیدي وایې هره میاشت د څلور کلستر مجلسونه لري چې د اړونده مسولینو له لوري په هر کلستر کې ترسره کیږي ، د میاشتې په اوږدو کې ستونزې حلوي او د راتلونکې میاشتې لپاره په نویو پلانونو کار کوي.

ښاغلی سعیدي زیاتوي د ادا اداره ژمنه ده چې په روغتیايي مراکزو کې ستونزې پر خپل وخت ختمې او صحي چارې لا ښې شي.

چهارشنبه ۰۱/۱۰/۱۴۰۰ننګرهار کې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو او څارونکو ملي ورځ د اډا موسسې ادارې لخوا د يوې پراخې غونډې پ...
22/12/2021

چهارشنبه ۰۱/۱۰/۱۴۰۰
ننګرهار کې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو او څارونکو ملي ورځ د اډا موسسې ادارې لخوا د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

دغه ورځ هر کال د ډسیمبر په میاشت کی په ټول هېواد کې نمانځل کېږي.
د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو د ملي ورځې لمانځغونډه کې د ننګرهار عامې روغتيا رئيس مولوي عطاء الرحمن فاتح د ټولنې روغتيايي کارکوونکو ته د دوي د ورځې د مبارکۍ د ورکړې ترڅنګ له دوی غوښتنه وکړه چې خپلو ولسونو ته روغتيايي خدمات لا ښه کړي.
نوموړي دغه راز له مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه چې د هغو روغتيايي مرکزونو د ودانيو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي چې لا هم ودانۍ نه لري.

په ننګرهار کې د اډا موسسې مسؤل ډاکټر محمد قاسم نوري وايي دوي د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې روغتيايي کار کوونکي لري.
د نوموړي په وينا د دغه کارکوونکو دنده په کليو کې ولسونو ته د روغتيا په برخه کې روغتیایي خدمات او عامه پوهاوی ورکول دي.

د روغتيا د برخې کارکوونکي وايي خوښ دي چې د روغتيا په برخه کې خپلو ولسونو ته خدمات وړاندې کوي.
دوی دغه راز له ولسونو غوښتنه وکړه چې په ساحه کې له دوی سره خپلې همکارۍ لا زياتې کړي.
غونډه د روغتیایې برخې رضا کارانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

د يادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د ننګرهار ولايت مقام استازي، د عامې روغتيا رياست يو شمېر ډاکتران، ننګرهار کې د اډا موسسې کارکوونکو او رضاکارانو برخه اخيستې وه.

پیوې کنډو روغتون ته طبي وسایل په واک کې ورکړل شول.د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د BPHS تطبیق کوونکې موسسې له لوري د ...
10/12/2021

پیوې کنډو روغتون ته طبي وسایل په واک کې ورکړل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د BPHS تطبیق کوونکې موسسې له لوري د پیوې کنډو روغتون ته طبي وسایل په واک کې ورکړل شول.

د ادا موسسې مشر ډاکټر محمد قاسم نوري وایې په یاد روغتون کې د روغتیايي چارو د لا ښه والي په موخه وسایل په واک کې ورکړل شول ترڅو روغتیايي خدمات لا ښه عرضه شي.

نوري زیاتوي : روغتیايي پرسونل به یې پر خپل وخت حاضر او چارې به لا ښې شي.

تورخم روغتیايي مرکز ته درمل ولیږدول شول او له چارو یې نظارت ترسره شو.د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د (BPHS) تطبیق کو...
11/08/2021

تورخم روغتیايي مرکز ته درمل ولیږدول شول او له چارو یې نظارت ترسره شو.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د (BPHS) تطبیق کوونکې موسسې ادا له لوري د ولسوالیو روغتیايي مراکزو ته د درملو د انتقال په لړ کې تورخم روغتیايي مرکز ته درمل انتقال او د یو پلاوي له لوري یې د چارو نظارت ترسره شو.

د ادا ولایتي دفتر مالي او اداري مرستیال سید وحید الله سعیدي وایې : درمل یې انتقال کړي او دا راز یې د یاد مرکز له چارو څارنه او نظارت ترسره کړې چې په ترڅ کې یې ستونزې حل کړي او د چارو لا ښه په موخه یې لازمې سپارښتنې کړي .

د حصارک ولسوالۍ روغتون سره د (  ۲۹۰۳۴۴۰ ) افغانیو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه.د (ICRC) سره صلیب ن...
08/08/2021

د حصارک ولسوالۍ روغتون سره د ( ۲۹۰۳۴۴۰ ) افغانیو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه.

د (ICRC) سره صلیب نړیوالې کمیټې له لوري د حصارک ولسوالۍ روغتون سره د طبي او غیر طبي وسایلو او درملو دغه مرسته ددې ادارې د مشر سلطان ناصري له لوري د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نصیر احمد درانی او د تطبیق کوونکې موسسې ادا مشر ډاکټر محمد قاسم نوري ته وسپارل شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا ریس وایي په دې مرسته کې چې( ۲۹۰۳۴۴۰ ) افغانیو په ارزښت ده په کې د عملیات خانې میز او ورسره مربوط نور وسایل، ۱۴ چپرکټونه، د جراحي سامان الاتو د تعقیم لپاره اوتوکلف، ۶ دانې شلف، د چپرکټو لپاره ۳۰ توشکې، دفتري میزونه، د پیوازانو د ناستې لپاره ۱۰ دانې دراز چوکۍ او ۴۸ قلمه مختلف النوع درمل شامل دي او پر دې سربیره د ارتوپیدي څانګې لپاره د پانسمان بسته، د خولې او د ورید له لارې د درملو بستې شملې دي.

په یادې مرستې سره به د حصارک ولسوالۍ روغتون د جراحی او اورتوپیدی څانګو د عملیات خانې او نورو برخو د کمبوداتو ستونزه حل او خدمات لا ښه شي.

د عامې روغتیا رئیس داکتر نصیراحمد دٌراني د (ICRC) سره صلیب کمیټې له همکاریو د مننې ترڅنګ د حصارک مرکزي روغتون مسؤل ته یې د سپارل شوو تجهیزاتو او درملو څخه د ښې ګټې اخیستنې سپارښتنه وکړه.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند ادا موسسې موظف امبولانسونه په اړونده سیمو کې خدمات کوي.د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړو...
20/07/2021

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند ادا موسسې موظف امبولانسونه په اړونده سیمو کې خدمات کوي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د ادا موسسې موظف امبولانسونه د جلال اباد ښار په بیلابیلو سیمو کې موظف دي چې د اړتیا پرمهال هېوادوالو ته صحي خدمات وړاندې کړي.

د ادا موسسې مسولینو ترې نظارتونه هم ترسره کړل تر څو ښه اماده او پر خپل وخت صحي خدمات عرضه شي.

موږ درنو ننګرهاریانو ته ډاډ ورکوو چې د خپل امکاناتو په چوکاټ کې به تاسې ته ښه او معیاري خدمات وړاندې کړو.

د کامې ولسوالۍ روغتون د اکسیجن او بریښنا ستونزې حل شوې.د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د (BPHS) تطبیق کوونکې موسسې ادا مالي ...
10/07/2021

د کامې ولسوالۍ روغتون د اکسیجن او بریښنا ستونزې حل شوې.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د (BPHS) تطبیق کوونکې موسسې ادا مالي او اداري مرستیال سید وحید الله سعیدي د یو پلاوي په ملتیا کامې ولسوالۍ ته لاړ او د اړونده ستونزو د حل په موخه یې لیدنې وکړې.

د ادا موسسې اداري او مالي مرستیال چې د روغتون مشر ډاکټر محبت عبدالرحیمزي او اړونده مسولینو یې ملتیا کوله د روغتون له بیلابیلو برخو لیدنه وکړه، اړونده ستونزې یې له نږدې ولیدې .

اداري او مالي مرستیال وایې : په روغتون کې جنراتورونه موجود او فعال دي چې د بریښنا ستونزه یې حل شوې ده، دا راز ناروغانو ته اکسجن هم پر خپل وخت رسیدلي دي.
دا راز د کامې ولسوالۍ صحي مراکزو په ګډون به د ننګرهار ټولو صحي مراکزو په راتلونکي اونۍ د معمول مطابق د درملو د لیږد لړۍ پیل شي.

ښاغلي سعیدي د روغتون اداري مدیر ته دنده وسپارله چې ایکسري او ځینو نورو برخو د وسایلو لپاره ژر تر ژره خریداري وکړي او ستونزې یې حل کړي.

د ادا موسسې مسولین وایې ټولو صحي مراکزو د ستونزو حل په موخه بیړني اقدامات کوي ترڅو درنو ننګرهاریانو لپاره لا ښه روغتیايي خدمات وړاندې کړي .

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د (BPHS) تطبیق کوونکې موسسې ادا د فیسبوک رسمي پاڼه درسره خوښه کړئ.ددې پاڼې له لارې ورځ...
09/07/2021

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د (BPHS) تطبیق کوونکې موسسې ادا د فیسبوک رسمي پاڼه درسره خوښه کړئ.
ددې پاڼې له لارې ورځني فعالیتونه له تاسې سره شریکیږي.
مننه

Address

Nangarhar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AADA Nangarhar - ادا ننګرهار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram