عثمان الخراســــانې

عثمان الخراســــانې ‏د کلي ترور چې درله غوږ سوری کاوه یاد دې شي؟❤️
تا چــې تـش اه اوکــــړو او ما درسره چیغې کـړلې🙈
ځیرک

راته ویل به یې'
زه ستا یم
زه دي زړه یم
ته مي زړه یې
اوس د نورو په څنګ ګرځې
زه یې هیر کړم😥

مهم ټکي:1. تر دوه ځله زياد تيلفون يو کس ته مه کوه ، داسي فکر وکړه چه هغه په بل مهم کار اخته دی.2. هغه پيسي چه تا پور کړي...
26/08/2022

مهم ټکي:

1. تر دوه ځله زياد تيلفون يو کس ته مه کوه ، داسي فکر وکړه چه هغه په بل مهم کار اخته دی.

2. هغه پيسي چه تا پور کړيدي بيرته يې خاوند ته ورکړه د مخه تر دې چه هغه یې غوښتنه وکړي، دا ستا رښتينوالی او شخصيت ښکاره کوي.

3. کله چه په يو هوټل کې د يوه دوست له خوا د ډوډۍ خوړلو ته دعوت یې نو قيمت ترينه غذا مه راغواړه.

4. بې ځايه پوښتني مه کوه مثلآ تا تر اوسه واده نه دی کړی؟ يا ته ماشومان نلري؟ ولي يو کور نه اخلي؟ يا ولي موټر نه اخلي؟ دا ستا ستونزي نه دي.

5. هميشه دروازه د هغه چا لپاره خلاصه کړه چه ستا تر شا را روان دي، دا مهمه نه ده چه هغه تر تا لوړ يا کښته دی، نر دی که ښځه، ته به په دې کم نه سي.

6. که د يوه ملګري سره په ټکسي کې سپور یې او هغه پيسي ورکړي، بل وخت بيا ته پيسي ورکړه.

7. د نورو نظرياتو ته احترام وکړه.

8. کله چه څوک خبرې کوي د هغه په خبرو کې مه لويږه، پريږده چه هغه خبره پوره کړي.

9. هغه چا څخه مننه وکړه چه ستا سره یې مرسته کړي ده.
10. په عامه د نورو په مخ کې د يو چا ستاينه وکړه اما تنقيد په خصوصي ډول وکړه.
11. هيڅ وخت د يو چا په چاغښت يا قد باندې څه مه وايه.
12.که يو څوک يو تصوير تاته ښيي نو ته پر موبايل ګوته يوي او بلي خواته مه کشوه چه نور څه وويني.

13. که يو ملګری درته ووایي چه ډاکتر ته ځم، پوښتنه مه کوه چه د څه لپاره ځي؟ صرف دعا ورته وکړه، هغه بايد مجبوره نه سي چه د خپلې شخصي ناروغۍ په هکله تاته ووايي.

14. د دفتر صفاکار يا پياده ته په هغه اندازه احترام وکړه کوم چه د دفتر مشر ته یې کوي.

15. که يو څوک تاته خبرې کوي نو مناسبه نه ده چه ته په موبايل باندې مصروفه يي.

16. که يو چا سره مخ سي د تنخوا او عمر په هکله پوښتنه مه کوه.

17. کله چه چا سره خبرې کوي نو توري عينکې له سترګو ليري کړه، او که د چا سره روغبړ کوي نو دستکشي له لاسه ليري کړه.
Khalid Shayda

دزړه ټـــکــان یا رپـیـدل  PALPITATIONSد زړه ټکان یو ډیر عام او ځینې وختونه یو ویروونکی شکایت یا عرض دی چې ناروغ د خپل ز...
25/08/2022

دزړه ټـــکــان یا رپـیـدل PALPITATIONS

د زړه ټکان یو ډیر عام او ځینې وختونه یو ویروونکی شکایت یا عرض دی چې ناروغ د خپل زړه ضربان د یو تېز او کله ورو، قوي, منظم او کله کله غیر منظم ضربان په ډول حس کوي. نوموړی عرض کله دوامدار او کله هم د کم وخت لپاره پیداکیږي او د ناروغ د تشویش سبب کیږي. ددې ترڅنګ د زړه ټکان ځینې وختونه د ساه د تنګیدو او د سینې او چپ لاس له درد سره یوځای وي.

د زړه د ټکان شاوخوا 54% سلنه ناروغان چې د زړه ټکان یې د زړه د ناروغیو له امله وي د رواني ناوغیو په تشخیص تداوي کیږي او اصل علت پکې پټ پاتې کیږي. او دا ترټولو د اندیښنې وړ خبره ده چې باید ناروغ او ډاکتر دواړه ورته پام وکړي.

د زړه د ټکــان عوامل یا اسباب (Etiology):
``````````````````````````````````````````````````````` دزړه او رګونو ناروغۍ (۴۳%)

ـ رواني ناروغۍ (۳۱%)

ـ نور علتونه (۱۰%)، لکه دتایراید غدې ناروغۍ، دواګانې او ایتانول الکول، فیوکرومو سایټوما او د وینې کمښت

ـ نامعلوم علت (۱۶%)

د تشخیص او علت معلومولو په منظور د تاریخچې آخیستلو او فزیکي معاینې برسیره یو لړ نور معاینات هم ترسره کیږي. لکه دزړه برقي ګراف، ایکوکارډیوګرافي، TFTs، RFTs, CBC، د وینې ګلوکوز، د وینې غوړ او یو شمیر نور معاینات.

او د تشخیص څخه وروسته د هماغه پیداشوي علت درملنه صورت نیسي.

دیادولو وړ ده چې د زړه د ټکان درلودل باید ډیر مهم وګڼل شي او زرترزره ډاکتر ته مراجعه وشي.

دټکان پروخت له لاندې مانورو کار آخیستل د ټکان په له منځه وړلو کې ډیره مرسته کوي:

ـ اوله مانوره د غوږ لاندې د غاړې د ښي او بیا د چپې خوا مښل یا مساج:
پدې مانورې کارولو سره د غاړې په برخه کې د کاروټید شریان په امتداد پراته د لسم عصب یا واګوس الیاف تنبه کیږي او د زړه ټکان له منځه ځي. په دې مانوره کې باید دواړه خواوې په یو وار ونه موښل شي ځکه چې دماغو ته دوینې جریان بندیږي او نورې ستونزې رامنځته کوي. لومړی ښۍ خوا د لسو یا شلو ثانیو لپاره موښل کیږي که ټکان ورک نه شو نو بیا چپه خوا په همدې ترتیب موښل کیږي.

دوهمه مانوره مخ ته د یخو شیندل او په عین وخت کې د تنفس بندول دي چې پدې سره هم د زړه ټکان له منځه ځي.

ـ دریمه مانوره سرته د دواړو زنګنونو ترمنځ موقعیت ورکول او 10 سي سي syringe سیرینج ته د 15 ثانیو لپاره پوکی کول دي او ددې په تعقیب ناروغ ته سمدستي د ملاستي وضعیت ورکول کیږي او پښې یې د 15 ثانیو لپاره پورته نیول کیږي.

25/08/2022

کانګو وایروس:
(CCHF) Crimean Congo Hemorrhagic Fever
تعريف:
یوه وایروسي، ساري، تبه لرونکې، وینه بهیدونکې او وژونکې ناروغي ده.
د ويروس منبع:
دا وایروس د کنې په شکل له حیواناتو څخه انسانانو او نورو خلکو ته انتقالیږي.
انتقال:
کانګو په غواګانو،پسونو، اوزو او نورو حیواناتو کې د خفیفی تبې په شکل موجود وي. د متاثر شوي حیوان په وجود چې کومه کنه ticks وي - د هغې د چيچلو نه يا د حلالې په وخت د وينې سره د تماس نه هم دا وايروس وجود ته داخلېدلی شي.
خطر ته نيژدې خلک: قصابان، روغتیایي کارکوونکي
اعراض او علایم:
لوړه درجه تبه، عضلاتي دردونه، سر ګرځیدل، سردردي، د ګیډې دردونه، اسهالات، عصبانیت، بې خوبي نارامي د کوچنیو رګونو نه وينه راتلل او په وجود کې شنه داغونه جوړېدل شامل دي، په وروستۍ مرحلو کې په ډکو متیازو او استفراق کې د وینې موجودیت.
د متاثره کنې د چيچلو نه د 1 نه د 9 ورځو په منځ کې او د حلالې په وخت د وينې لګېدو د وجې د 5 نه د 14 ورځو په مينځ کښې اعراض ښکاره کېدلی شي.

واکسین:
د دې وايرس له پاره د ځناورو کوم خاص واکسين نشته.
خو حفاطتي اقدامات ضروري دي - کله چې مېلې ته څاروي اخستو لپاره ځئ، نو پکار ده چې ټول وجود مو پټ وي .ګرمي ده خو که بند پېزار او جرابې ورسره په پښو کولی شئ نو هم ښۀ ده. د ستنیدو وروسته مو جامې بدلې او ولامبئ.
چې کله څاروی راولۍ نو پکار ده چې د کنې سپرې پرې ولګوئ، دا احتياط په دې وجه هم ضروري دی چې متاثر شوی څاروی بلکل روغ ښکاري.
د مخنيوي لارې چارې:

د حلالې پۀ وخت د ځانګړي لباس، چپن ، ځانګړي بوټان، دستکشو، ماسک او عینکو څخه استفاده وکړئ.
هغه چاړه او لوښی چې د حیوان په وینه ککړ وي باید احتیاط ورسره وشي د ذبحې څخه وروسته سمدستي حمام وکړئ لاس او مخ مو په صابون پريمینځئ.
غوښه باید ښه پخه شي، نیمه خامه غوښه هم د انتقال سبب کیدلی شي.
د اعراضو د شروع سره سم باید ډاکټر ته مراجعه وشي تر څو پروخت یې درملنه صورت ونیسي، او دا ناروغی په بشپړ د رغیدو وړ ده.

24/08/2022

#نزاکتونه

۱_ په لوند لاس يا غوړ لاس د خلکو سره ستړي مشي مکوئ!

۲_ په مجلس کې په پوزه کې ګوتې مۀ وهئ!

۳_ بې له سخت ضرورته په مجلس کې ملګري ته په غوږ کې پټي خبري مۀ کوئ!

۴_ په عام المنفعه ځايونو کې يا په لويو لارو کې چې ښځي او ماشومان تګ راتګ پکښي کوي اودس مۀ وچوئ!

۵_ په مجلس کې پښي مۀ غزوئ!

۶_ په مجلس کې نوکان، بريتونه، ږيره، مۀ پري کوئ!

۷_ چې د ملګرو يا کورنۍ سره ګډ خوراک کوئ، په شخوند وهلو ډير چړپ، شړوپ، مۀ کوئ، او خوراک خپل د مخ څخه کوئ!

۸_ په جومات کې د اودس کولو پر مهال په زوره پوزه مۀ سوڼ کوئ، او اوبه کرار کرار په پر مخ او لاسونو اچوئ، چې څاڅکي يې پر نورو خلکو ونه لګيږي!

۹_ د سهار په وخت کې يا په تشه خالي معده چې د ملګرو سره مخامخ خبرې کوئ ډير مۀ ور نيژدي کيږي!

۱۰_ که چېرې ستاسو په ملګرو کې داسې عيبونه موجود وي، په مجلس کې يا د ملګرو په مخ کې نصيحت مه ورته کوئ بل وخت چيرته يوازي يې پوهه کړي، ښه په انسانيت او اخلاقو ورته توصیه وکړئ!

24/08/2022

fetal circulation
جنیني دروان
مخکی یی درسره شیر کړئ❤

22/08/2022

ستا د فراق له درده یاره نن مې ډیر وژړل
زبردست نظم
شیر کول یی پرتاسئ ☺😍😘

بيخي جالب!نرس د ناروغ کوټې ته د هغه تر عملياتو يؤ ساعت مخکې ورغلو: ټول لوازم يې منظم کړل، پۀ دې جريان کې يې يؤ دم لۀ نار...
21/08/2022

بيخي جالب!
نرس د ناروغ کوټې ته د هغه تر عملياتو يؤ ساعت مخکې ورغلو: ټول لوازم يې منظم کړل،
پۀ دې جريان کې يې يؤ دم لۀ ناروغ څخه وپوښتل،
ښاغلیه!
کوم ډاکټر دې عمليات درته کوي؟
ناروغ جواب ورکړ،
ډاکټر روښان!
د ډاکټر د نام پۀ اورېدلو سره نرس پۀ داسې حال کې چې د حیرانتیا نښې يې پر څېره ښکاریدې، کار يې پرېښود او د ناروغ طرف ته يې را منډه کړه.
لۀ ناروغ څخه يې وپوښتل،
رښتيا ښاغلیه!؟
آيا ډاکټر روښان رښتيا هم ستا عمليات منلي دي؟
ناروغ وويل،
هؤ، ډاکټر روښان مې عمليات راته کوي!
نرس وويل،
څومره جالبه! هېڅ باور مې نۀ کېږي.

ناروغ پۀ شکمن انداز ورڅخه وپوښتل،
ولې پۀ دې کې د حیرانتيا څۀ خبره ده؟
نرس وويل،
دغې ډاکټر تر اوسه څۀ باندې زر عملياتونه ترسره کړي دي او د ټولو عملياتو د کاميابۍ چانس يې هم ۱۰۰ سلنه ؤ.

لۀ دې کبله ددۀ مهالوېش تل ډک وي او ډېره سخته ده چې د کوم بل څۀ لپاره دې وخت ترې واخيستل شي.

زۀ هم لۀ دې امله حیران شوم چې دۀ څنګه ستا د عملياتو د تر سره کولو لپاره وخت پیدا کړی دی.
ناروغ وويل،
ممکن دا زما د‌ ښۀ بخت لۀ کبله وي چې ډاکټر روښان مې عمليات راته ترسره کوي!
نرس د‌ يوې لويې موسکا پۀ کؤلو سره وويل،
باور وکه زۀ تر اوسه هم حیران پاتې يم چې تر ټولو غوره ډاکټر ستا عمليات کوي!
تر دې مکالمې وروسته نؤ وخت را ورسیده چې ناروغ عمليات خونې ته يؤوړل شي. عمليات خونې ته پر لاره ناروغ ډېر د راحتۍ احساس کاوه.
عمليات پۀ برياليتوب سره پای ته ورسیدل.
ناروغ لۀ ډېرې خوښۍ خاندي او خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
هغه نرس اصلاً کوم معمولي نرس نۀ ؤ؛ بلکې د هماغه روغتون د عقلي او عصبي ناروغيو متخصص ډاکټر ؤ.
د هغې وظيفه دا وه چې ناروغ پۀ ذهني او روحي ډول د عملياتو لپاره اماده کړي او ټول هغه تشویشونه يې ور رفع کړي چې لۀ عملياتو څخه مخکې يې لري.
دې حالت ته Placebo effect وايي.
پۀ کوم کې چې يؤ ناروغ فکر کوي چې د دۀ پۀ يؤه نوي او مؤثره طريقه درملنه کيږي. ځکه يې نؤ د روغیدو امکان یې د هغه چا پۀ پرتله ډېر زيات دی چې فکر کوي درملنه يې پۀ کومه نوي او خاصه طريقه نۀ ترسره کېږي.

مثبته رويه ممکن د کوم چا د ناروغۍ درملنه ونۀ کړي؛ لکن د فشار پۀ راکمولو او پرځان د باور پۀ پیدا کولو کې يې حتمي مرسته کوي.

خپل ځان اوناروغی وپیژنی1. د وینې فشار: 120/80 2. نبض: 70 - 100 3. د تودوخې درجه: 36.8 - 37 4. تنفس: 12-16 5. هیموګلوبین:...
21/08/2022

خپل ځان اوناروغی وپیژنی

1. د وینې فشار: 120/80
2. نبض: 70 - 100
3. د تودوخې درجه: 36.8 - 37
4. تنفس: 12-16
5. هیموګلوبین: نارینه (13.50-18)
ښځې (11.50 - 16)
6. کولیسټرول: 130 - 200
7. پوتاشیم: 3.50 - 5
8. سوډیم: 135 - 145
9. ټرای ګلیسریډونه: 220
10. په بدن کې د وینې اندازه:
PCV 30-40٪
11. شکر: د ماشومانو لپاره (70-130)
لویان: ۷۰ – ۱۱۵
12. اوسپنه: 8-15 mg
13. د وینې سپینې حجرې: 4000 - 11000
14. پلیټلیټ: 150,000 - 400,000
15. د وینې سره حجرې: 4.50-6 ملیونه.
16. کلسیم: 8.6 - 10.3 mg/dL
17. ویټامین D3: 20 - 50 ng / ml (نانوگرام فی ml)
18. ویټامین B12: 200-900 pg/ml

* د هغو کسانو لپاره لارښوونې چې پای ته رسیدلي دي: *
*۴۰ کاله*
*50*
*۶۰*

*لومړی مشوره:*
تل اوبه وڅښئ که تاسو د تندې احساس کوئ یا نه ... ترټولو لوی روغتیایی ستونزې او ډیری یې د ډیهایډریشن له امله دي. په ورځ کې لږترلږه 2 لیټره (24 ساعته)

*دوهمه مشوره:*
سپورت وکړئ حتی کله چې تاسو د خپل مصروفیت په اوج کې یاست ... بدن باید حرکت وکړي، که یوازې پیدل وي ... یا لامبو وهل ... یا هر ډول سپورت. * د تګ پیل کول ښه دي ... *

*دریمه مشوره:*
خواړه کم کړئ ...

د ډیر خوراک کولو لیوالتیا پریږدئ ... ځکه چې دا هیڅکله ښه نه راوړي. خپل ځان مه محروموئ، مګر مقدار کم کړئ. ډیر پروټین، کاربوهایډریټ لرونکي خواړه وخورئ.

*څلورم نصیحت*
هرکله چې امکان ولري، موټر مه کاروئ پرته لدې چې بالکل اړین وي ... هڅه وکړئ په خپلو پښو ودریږئ هغه څه چې تاسو یې غواړئ (د خوراکي توکو، یو چا سره لیدنه وکړئ ...) یا د کوم هدف لپاره. د لفټونو، ایسکلیټرونو کارولو پرځای د زینو ادعا وکړئ.

*پنځم نصیحت*
غوسه مه کوه...
غوسه مه کوه...
غوسه مه کوه...
اندیښنه مه کوئ ... هڅه وکړئ شیان له پامه غورځوئ ...

خپل ځان په فشار لرونکي حالتونو کې مه ښکیلوئ ... دا ټول روغتیا خرابوي او د هغه روحیه غلا کوي. یو نانی غوره کړئ چې تاسو ورسره آرام احساس کوئ. د هغو خلکو سره خبرې وکړئ چې مثبت وي او غوږ ونیسي

*شپږم نصیحت*
لکه څنګه چې ویل کیږي .. خپلې پیسې په لمر کې پریږدئ.. او په سیوري کې کښینئ.. خپل ځان او ستاسو شاوخوا مه محدودوئ.. پیسې د ژوند کولو لپاره رامینځته شوي نه دی هغې لپاره ژوند کولو لپاره.

*اوومه لار*
د چا لپاره ځان مه ځوروئ، یا د هغه څه لپاره چې تاسو یې نشي ترلاسه کولی،
او نه هم هغه څه چې تاسو یې نشئ کولی.
هېر یې کړئ، هېر یې کړئ

*اتم نصیحت*
عاجزي .. بیا عاجزي .. د پیسو ، وقار ، واک او نفوذ لپاره ... دا ټول هغه شیان دي چې او غرور له امله خرابیږي ..
عاجزي هغه څه دي چې خلک تاسو ته د مینې سره نږدې
Khalid Shayda

 #اسپيرين ناسم استعمال زيانونه! زمونږ تاسو وطن کې اسپرين تابليت هم لکه د نورو درملو زيات استعماليږي ، ډيرۍ خلک يې د جوشي...
21/08/2022

#اسپيرين ناسم استعمال زيانونه!
زمونږ تاسو وطن کې اسپرين تابليت هم لکه د نورو درملو زيات استعماليږي ، ډيرۍ خلک يې د جوشي ګولی او ډيسپرين (تجارتي نوم راځي ) يادوي.

اسپرين درمل نظر تاثير ميکانيزم ته تبه راټيټوي او همدارنګه دردونو او التهاب ضد تاثير لري. او داخلي متخصصين يې په زره ناروغيو کې استعمالوي.

خو لکه د هر درمل اسپرين ناسمه کارونه هم د ځانه سره زیانونه لري. اسپرين زيات وخت لپاره استعمال د معدې زخم او د هضمي سیستم څخه وينې بهېدنۍ سبب ګرځي. او هغه خلک چې وړاندې نه د معدې زخم لري په دوې کې لږ مقدار ( دوز) اخستل هم د هضمي سیستم څخه وينې بهېدنۍ سبب ګرځيدای شي. او که د نورو دردونو ګوليو سره يو ځای استعمال شي دغه خطر نور هم زياتوي.

اسپرين بايد ساه بندۍ ناروغانو کې په احتياط سره ورکړل شي او هغه خلک چې پښتورګو مشکل او نقرص ناروغۍ لري بايد اسپرين ورنکړل شي. او همدارنګه حاملګۍ کې استعمال منع دی.

اسپرين ماشومانو کې ورکړه د "Rye syndrome" سبب ګرځيدای شي، کوم کې چې دماغ او ځيګر ماوف کيږي او مړينې احتمال سلنه پکې تر ۳۰ سلنه پورې اټکل شوی. ډيرۍ ميندې په خپل سر او درملتونو کې ناست دوا فروشان آن تر نوې زيږيدلو کوچنيانو ته تبې، زکام منظور چې ( سپرين اطفال يا اطفالو ګولۍ په نوم مشهور دي) کاروي.
اوس هم په امريکا او ځينو نورو ممالکو کې د ۱۶ کالو ښکته کوچنيانو کې اسپرين تابليت ورکړه ممنوع ده، غير له دې چې يو پوه ډاکټر اجازه ورکړې اوسي.

Khalid Shayda

پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او ا...
20/08/2022

پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.
۱. په مثانه کې د ډير وخت لپاره د ادرار (تشو متیازو) ساتل د پښتورګو د ناروغۍ عمده لامل ګڼل کیږي. نو هڅه وکړئ چې تشناب ته په تللو کې ځنډ ونه کړئ، تر څو د پښتورګو د میکروبي کیدو مخه ونیسئ. همدارنګه په مثانه کې د ادرار ساتل د پښتورګو له میکروبي کیدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زیات فشار لامل هم کیږي، چې له امله یې یو شمیر ناروغۍ منځ ته راځي.
۲. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره باید زیاته مالګه ونه خوړل شي. د روغتیایي څیړنو له مخې په یوه ورځ کې له (۶) ګرامه زیاته مالګه خوړل په پښتورګو د فشار او ناروغۍ لامل ګرځي.
۳. د پښتورګو د سالم ساتلو لپاره باید له ډيرې غوښې خوړلو څخه ډډه وشي. ځکه ډیره غوښه خوړل په پښتورګو کې تیږه رامنځ ته کوي. په غوښه کې د پروټینونو ډيره کچه په پښتورګو فشار راوړي او د پښتورګو جوړښت لومړی ضعیف کوي او وروسته یې له کاره غورځوي.
۴. پیپسي، فانټا، انرژي او نور ټول ګاز لرونکي څښاک په پښتورګو کې د تیږې د پیدا کیدو لامل کیږي. که غواړئ د پښتورګو په تیږه او نورو ناروغیو باندې اخته نه شئ، نو له دې ډول څښاکو څخه لاس واخلئ، او یا هم به کم اندازه یې استعمال کړئ.
۵. د پښتورګو د ناروغۍ یو بل مهم لامل کمې اوبه څښل دي. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره مهمه ده، چې هره ورځ په زیاته اندازه سره اوبه وڅښل شي، چې تر ټولو ښه اندازه یې په ورځ کې (۱۰) ګیلاسه اوبه څښل دي.
۶. په یو ځای باندې د زیات وخت لپاره کیناستل نه یوازې د پښتورګو لپاره مضر دي، بلکې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شي.
نو هڅه وکړئ، هره ورځ قدم ووهئ او ځینې فزیکي تمرینات ترسره کړئ.
کله چې ډيرې اوبه وڅښئ، نو د ادرار (تشو متیازو) رنګ به روڼ او سپین وي، چې دا نښه د سالمو او روغو پښتورګو نښه ده.
یادونه: که چیرې د پښتورګو له کومې جدې ستونزې زوریږئ، نو غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره وګورئ.
Khalid Shayda

د ناروغ عمومي فزیکي معاینه(د طب محصلینو ته لنډ لارښود) (لومړۍ برخه)د طب محصل باید د ناروغ له معاینې څخه مخکې لاندې وسایل...
19/08/2022

د ناروغ عمومي فزیکي معاینه
(د طب محصلینو ته لنډ لارښود)
(لومړۍ برخه)

د طب محصل باید د ناروغ له معاینې څخه مخکې لاندې وسایل له ځان سره ولري:
· سټېټوسکوپ
· وتري سوټک
· لاسي څراغ
· د اندازه‌کولو فیته
· که امکان ولري، یوه د فشار آله

د ناروغ معاینه دوه برخې لري:
· عمومي فزیکي معاینه
· سیسټمیکه فزیکي معاینه

عمومي فزیکي معاینه
یادونه: معاینه‌کوونکی باید د ناروغ په ښۍ خوا کې ودرېږي.

عمومي فزیکي معاینه د ناروغ په لومړنۍ لیدنې سره پيلېږي. ډاکټر باید یو ښه مشاهد وي، پرته له دې ممکن یو شمېر کلینیکي نښې چې تشخیص ته د رسېدو لپاره مهمې دي له پامه لېرې پاتې شي. د تاریخچې له اخیستلو څخه وروسته، د ډاکټر په ذهن کې د تشخیص په هکله یوه مفکوره منځته راځي. وروسته د توقع وړ فزیکي نښې باید ولټول شي، ځکه ویل کېږي: "لټوونکی موندونکی دی."

لاس ورکول: ناروغ ته لاس ورکول نه یواځې دا چې د ناروغ ډاډ جلبوي، بلکې د یو شمېر ناروغیو په تشخیص کې هم مرسته کوي، چې عبارت دي له:
· غټ او خوله‌جن لاسونه - Acromegaly
· ګرم او خوله‌جن لاسونه - Thyrotoxicosis
· ساړه او خوله‌جن لاسونه - اضطراب
· وچ او زیږ لاسونه - Hypothyroidism
· د لاسونو په ځنډ استرخا - Dystrophia myotonica
· د اطرافو فلج - CVA

د تګ څرنګوالی (Gait): کله چې ناروغ د معاینې کوټې ته ننوځي د هغه د تګ څرنګوالی باید اطاق ته د ننوتلو پر مهال د پام لاندې ونیول شي (نور توضیحات د مرکزي عصبي سیسټم د معاینې په څپرکي کې وګورئ).
د ناروغ وضعیت په بستر کې: په بستر کې د ناروغ د وضعیت څرنګوالی د یو شمېر ناورغیو په تشخیص کې مرسته کوي:
· که ناروغ په بستر کې آرامه شا په تخته ملاست وي او سطحي تنفس ولري ممکن peritonitis ولري.
· د زړه په عدم‌کفایه او ریوي احتقان اخته ناروغان په افقي ډول پر بستر باندې نشي ویده کېدلای، بلکې د بالښتونو په مرسته نیم‌ناستی وضعیت غوره کوي.
· په COPD اخته ناروغ معمولاً پر بستر باندې په ناستې یا قدام خوا ته خم شوی وضعیت غوره کوي.
· په کلیوي کولیک اخته ناروغ، په بستر کې ناآرامه وي، خپل وضعیت له یوه حالت څخه بل حالت ته تغییروي، او د یو داسې وضعیت په لټه کې وي چې بې‌درده شي.
· په meningitis اخته ناروغ، ځانګړی وضعیت لري. غاړه یې شا خوا ته کږه وي او سر یې داسې ښکاري لکه په بالښت کې چې ننوتلی وي.

اوس لاندې ټکي باید ملاحظه شي:
· عمومي بڼه
· عمر
· جنس
· د مخ بڼه
· د تغذي حالت
· خسافت(pallor)
· سیانوز (cyanosis)
· ژېړی(jaundice)
· اذیما edema
· ډیهایدریشن dehydration
· کلبنگclubbing
· کویلونشیا koilonychia
· سپلینټر هیموریج splinter haemorrhage
· لمفاوي عقدې
· د غاړې معاینه (د ټایرایډ غده)
· نبض، د وینې فشار، تنفس
· د تودوخې درجه، تبه
· د جلد معاینه
· د لاسونو معاینه
· د پښو معاینه
· د تیونو معاینه

عمومي بڼه (General appearance)
· ناروغ ته وګورئ او څېره یې مطالعه کړئ. ناروغ ښکاري که ناراحته یا هم روغ. د ناروغ څېره، وضعیت، غیرارادي خوځښتونه (که شتون ولري) او د تګ څرنګوالی وګورئ (نور توضیحات د مرکزي عصبي سیسټم د معاینې په څپرکي کې).
· هر ډول سؤشکل ملاحظه کړئ: kyphosis (کله چې د فقراتو ستون خلفي محدبیت ولري)، scoliosis (کله چې د فقراتو ستون جنبي سؤشکل شکل ولري)، lordosis (کله چې د فقراتو ستون قدامي محدبیت ولري)، cubitus valgus، cubitus varus، genu valgus، genu varus، coxa vara ، coxa valga، talipes equinovarus ، hallux valgus

عمر
د ناروغ عمر مهم دی، ځکه malignancyګانې او وعایي اختلالات atherosclerosis)، (thrombosis په زړو اشخاصو کې لیدل کېږي، په دې حال کې چې Wilm’s tumor په ماشومانو کې معمول وي.

جنس
· ښځینه جنس هېڅکله په hemophilia نه اخته کېږي.
· د Raynaud ناروغي عمدتاً په ښځو کې منځته راځي.
· انکایلوزنگ سپاندایلایتس ankylosing spondylitis په نرانو کې ډېر معمول وي (۱۰:۱).
· قصبي کرسینوما په نرانو کې معمول وي (۸:۱).
· نقرس (gout) په ۹۵٪ واقعاتو کې په نرانو کې منځته راځي.

⭕️هغه درمل چې د نزلې او زکام په درملنه کې کارول کيږي:پدې درملو کې انتی هيستامينيک او سيمپاتیميميتيک درمل شامل دي چې په ک...
18/08/2022

⭕️هغه درمل چې د نزلې او زکام په درملنه کې کارول کيږي:

پدې درملو کې انتی هيستامينيک او سيمپاتیميميتيک درمل شامل دي چې په کارونې سره يې نزله او زکام کنټروليږي.
دا درمل په خپل ترکيب کې د تبې او درد د کنټرول لپاره هم اجزا لري، ددې درملو په استعمال سره د خولې وچيدل،د ديد کمزوري کيدل،د خوب راتلل،د ادرار جمع کيدل، د زړه د ضربان زياتيدل،د وينې د فشار لوړيدل اود زړه د حرکاتو بې نظمې ليدل کيږي.
د وينی د لوړ فشار،ګلاکوما اود پروستات ناروغان دي دا درمل په خورا احتياط سره وکاروی .

ددي ګروپ ځينې درمل په لاندي ډول دي 👇

‏1 Actifed P
‏2 Arinac
‏3 Cofcol
‏4 Triaminic
دي ګروپ کې ډیر زیات درمل شامل دي چې دمختلفو کمپنیو لخوا جوړ شويدي.

‏1 Actifed P

ددي درمل ګولۍ او شربت د زکام او نزلې د درملنی لپاره کارول کيږي.
په ترکيب کېParacetamol، Pseudoepidrine HCL ، Triprolidine HCL شامل دي .
دوز :
دا درمل دي 1-2 ګولۍ په ورځ کی دري ځلې. ماشومانو ته يو څخه تر دوه قاشوغې په ورځ کې 2 - 3 ځلې ورکول کيږي .

‏2 Arinac

ددی درمل په ترکيب کې Pseudoephedrine , Ibuprofen شامل دي.
استطباب :
دا درمل دنزلې،زکام،تبې،د بدن او سر درد لپاره کارول کيږي .
دوز :
لويان : 1_2 ګولۍ په ورځ کې دري ځلې. ماشومان يوه قاشوغه په ورځ کې دری ځلې ورکول کيږي.

‏3 Cofcol
ترکيب :
په درمل کي Paraceramol , فينال پروپانول امين , ډيکسټروميتورفين , هايدرو برومايد , Chorphemriamine maleate او Vitamin C شامل دی .
استطباب :
دا درمل د نزلې،زکام،ټوخي،د زکام له امله اوښکې بهيدل،د ستونی تخريش،تبې او نارامۍ لپاره کارول کيږي .
دوز :
لويان : يوه ګولۍ ورځ کی 4_3 ځلې
مضاد استطباب :
دوينې د لوړ فشار،هايپرتايرايديزم اود زړه ناروغان دي دا درمل نه کاروي .

‏4 Triaminic

په دې درمل کې Pseudoephedrine HCL , Chlorpheniramine maleate شامل دي کوم چې د حساسيت ضد تاثير لري.
دوز :
يوه يا دوه قاشوغې هر څلور ساعته وروسته ورکول کيږي.
په درنښت
شیر یی کړی مننه

په بدن کي د کلسيم د کمښت نښې څه دي؟؟د کلسيم د کمښت علتونه څه دي؟؟د کلسيم د کمښت درملنه څه ډول ده؟؟په بدن کي له 1.2 څخه ت...
02/08/2022

په بدن کي د کلسيم د کمښت نښې څه دي؟؟
د کلسيم د کمښت علتونه څه دي؟؟
د کلسيم د کمښت درملنه څه ډول ده؟؟

په بدن کي له 1.2 څخه تر 2.5 پاونډه پوري کلسيم موجود ده چي 99 فيصده د هډوکو په جوړښت کي برخه اخلي او پاتي يو فيصد يي په ټول بدن کي ويشل شوي چي مهمي دندي پر غاړه لري په دي بايد خبر يو چي کلسيم يوازي د هډوکو او غاښونو په جوړښت کي د برخي اخيستو پرته نوري مهمي دندي هم لري لکه د ويني جريان منظم ساتي د عضلو په فعاليت کي برخه اخلي او د عصبي حجرو تر منځ په ارتباط کي برخه لري چي د کموالی له امله يي د هډوکو د مشکلاتو پرته نور مشکلات هم رامنځته کوي

#په بدن کي د کلسيم د کموالي نښې #

1) د بدن دردونه

2)په بدن کي د سستي رامنځته کيدل

3) اشتها خرابوالۍ

4) د نوکانو ماتيدل

5) د خوراک په تيرولو کي مشکل

6) بې هوشه کېدل

7)د ذهن ګډوډي

8)په خپګان او اضطراب اخته کيدل

9) د غاښونو رژيدل

10) دهډوکو کمزورتيا او په اساني سره د هډوکو ماتيدل

11) په ماشومانو کې د ودې او انکشاف ځنډيدل

12) د زړه مشکلات لکه د وینې فشار او د زړه د نظم خرابوالی

13)د حس کولو د وړتيا خرابوالی

# د کلسيم د کمښت علتونه #

* د کلسيم لږ مصرف خصوصا په ماشومانو کي

* ځيني درمل چي خوړل يي د کولمو څخه د کلسيم د جذب مخه نيسي

* د هغه خوړو نه تحمل چي په لوړه کچه کلسيم لري

* په ښځو کي هورموني تغيرات

* ارثي فکتورونه

* سوتغذيه

* د خوړو په جذب کيدو کي مشکل

* د ويټامين ډي کموالی

* ځينې ناروغۍ

# د کلسيم د کمښت درملنه #

د کلسیم د کمښت درملنه اسانه ده. چي په غذايي رژیم کې د کلسیم په اضافه کولو سره هم د کلسيم کمښت په بدن کي پوره کيږي
په خپل سر د کلسيم درمل مخ خورئ ځکه چي له اندازي زيات کلسيم خوړل د پښتورګو د تيږو د رامنځته کيدو خطر لوړوي

په عام ډول کلسيم په لاندي نومونو په درملتونو کي د ګولۍاو شربت په شکل پيدا کيږي

+ کلسیم کاربونیټ، جي قيمت يي ارزانه ده

+ کلسیم سیټریټ، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي

+ کلسیم فاسفیت، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي او هم د قبضیت لامل نه کیږي.

د پروستات غدې پراخیدل یو عام حالت دی کله چې نارینه ډیریږي.  د benign prostatic hyperplasia (BPH) په نوم هم یادیږي، د پرو...
02/08/2022

د پروستات غدې پراخیدل یو عام حالت دی کله چې نارینه ډیریږي.
د benign prostatic hyperplasia (BPH) په نوم هم یادیږي، د پروستات غدې پراخیدل کولی شي د ادرار د دردناک نښو لامل شي. د پروستات غدې پراخیدل د مثانې څخه د ادرار جریان بندوي او د مثانې ، ادرار یا پښتورګو ستونزې رامینځته کوي.

د پروستات غدې د پراخیدو لپاره ډیری اغیزمنې درملنې شتون لري، پشمول د درملو، لږترلږه برید کونکي درملنې او جراحي. د غوره انتخاب غوره کولو لپاره، تاسو او ستاسو ډاکټر به ستاسو نښې، ستاسو د پروسټات اندازه، نور روغتیایي شرایط چې تاسو یې لرئ او ستاسو غوره توبونه په پام کې ونیسئ.

نښې
په هغو خلکو کې چې د پروستات غدې پراخوالی لري د نښو شدت توپیر لري، مګر نښې یې په تدریجي ډول د وخت په تیریدو سره خرابیږي. د BPH عامې نښې او نښانې عبارت دي له:

پرله پسې یا عاجل ادرار ته اړتیا
په شپه کې د ادرار زیاتوالي (نکتوریا)
د ادرار په پیل کې مشکل
د ادرار ضعیف جریان یا جریان چې ودریږي او پیل شي
د ادرار په پای کې ډریبل کول
د ادرار پر مهال فشار
د مثانې په بشپړه توګه خالي کولو توان نلري
لږ عام نښې او نښې نښانې عبارت دي له:

د ادرار د لارې انتان
د ادرار کولو توان نلري
په ادرار کې وینه
ستاسو د پروستات اندازه اړینه نده چې ستاسو نښې به بدتر وي. ځینې نارینه چې یوازې یو څه لوی پروستات لري کولی شي د پام وړ نښې ولري ، پداسې حال کې چې نور نارینه چې خورا لوی پروسټات لري یوازې د ادرار کوچنۍ نښې لري.

په ځینو نارینه وو کې، نښې نښانې په پای کې ثبات لري او ممکن حتی د وخت په تیریدو سره وده ومومي.

د ادرار نښې نښانې نور احتمالي لاملونه
هغه شرایط چې کولی شي ورته نښې رامینځته کړي لکه د پروسټات لوی کیدو له امله رامینځته شوي پدې کې شامل دي:

د ادرار د لارې انتان
د پروستات التهاب (پروستاتیت)
د urethra تنګوالی (د urethral stricture)
د مخکینۍ جراحي په پایله کې د مثانې په غاړه کې داغونه
د مثانې او پښتورګو تیږې
د اعصابو ستونزې چې مثانه کنټرولوي
د پروستات او مثانې سرطان
لاملونه
د پروستات غده ستاسو د مثانې لاندې موقعیت لري. هغه ټیوب چې د مثانې څخه ستاسو د تناسل (urethra) څخه ادرار لیږدوي د پروسټاټ مرکز څخه تیریږي. کله چې پروستات لوی شي، دا د ادرار جریان بندول پیل کوي.

ډیری نارینه د ژوند په اوږدو کې د پروسټات وده ته دوام ورکوي. په ډیری نارینه وو کې، دا دوامداره وده پروستات دومره پراخوي چې د ادرار نښې نښانې رامینځته کړي یا د پام وړ د ادرار جریان بند کړي.

دا په بشپړه توګه روښانه نده چې څه شی د پروسټات د پراخیدو لامل کیږي. په هرصورت، دا ممکن د جنسي هورمونونو په توازن کې د بدلونونو له امله وي لکه څنګه چې نارینه وده کوي.

د خطر عوامل
د پروستات غدې د پراختیا لپاره د خطر عوامل په لاندې ډول دي:

زړښت. د پروستات غدې پراخیدل په ندرت سره په نارینه وو کې د 40 کلنۍ څخه کم عمر کې نښې او نښې رامینځته کوي. شاوخوا یو پر دریمه برخه نارینه په 60 کلنۍ کې معتدل څخه سختې نښې تجربه کوي ، او نږدې نیمایي یې په 80 کلنۍ کې کوي.
د کورنۍ تاریخ. د وینې خپلوان درلودل، لکه پلار یا ورور، د پروسټات ستونزې سره پدې معنی چې تاسو د ستونزې احتمال ډیر لرئ.
قومي پس منظر. د پروستات زیاتوالی په آسیایی نارینه وو کې د سپینو او تور نارینه وو په پرتله لږ عام دی. تور نارینه ممکن د سپینو نارینه وو په پرتله په ځوان عمر کې نښې تجربه کړي.
د شکرې ناروغي او د زړه ناروغي. مطالعې ښیې چې د شکر ناروغۍ، د زړه ناروغۍ او د بیټا بلاکرونو کارول ممکن د BPH خطر زیات کړي.
د ژوند طرز. چاقۍ د BPH خطر زیاتوي، پداسې حال کې چې تمرین کولی شي ستاسو خطر کم کړي.
اختلاطات
د لوی پروسټات اختلاطات پدې کې شامل دي:

د ادرار ناڅاپه ناتواني (د ادرار ساتل). تاسو ممکن اړتیا ولرئ یو تیوب (کیتیټر) ستاسو په مثانې کې دننه کړئ ترڅو ادرار وباسي. ځینې سړي چې د پروسټات لوی شوی وي د ادرار ساتلو لپاره جراحي ته اړتیا لري.
د ادرار د لارې انتانات (UTIs). د مثانې په بشپړ ډول خالي کولو کې پاتې راتلل کولی شي ستاسو په ادرار کې د انفیکشن خطر زیات کړي. که چیرې UTIs په مکرر ډول پیښ شي ، تاسو ممکن د پروسټاټ برخه لرې کولو لپاره جراحي ته اړتیا ولرئ.
د مثانې ډبرې. دا عموما د مثانې په بشپړ ډول خالي کولو کې د نشتوالي له امله رامینځته کیږي. د مثانې ډبرې کولی شي د انفیکشن، د مثانې خارښت، په ادرار کې د وینې او د ادرار د جریان د خنډ لامل شي.
د مثانې زیان. یو مثانه چې په بشپړه توګه خالي نه وي کولی شي د وخت په تیریدو سره اوږد او ضعیف شي. د پایلې په توګه، د مثانې عضلاتي دیوال نور په سمه توګه قرارداد نه کوي، دا ستونزمن کوي چې ستاسو مثانه په بشپړه توګه خالي کړي.
د پښتورګو زیان. په مثانې کې د ادرار د ساتلو فشار کولی شي په مستقیم ډول پښتورګو ته زیان ورسوي یا د مثانې انتاناتو ته اجازه ورکړي چې پښتورګو ته ورسیږي.
ډیری نارینه چې د پروسټات لوی شوی وي دا پیچلتیاوې نه رامینځته کوي. په هرصورت، د ادرار شدید ساتل او د پښتورګو زیان کولی شي جدي روغتیا تهدیدونه وي.

د پروستات پراخیدل ستاسو د پروستات سرطان د پراختیا خطر اغیزه نه کوي.
ټیسټونه او تشخیص
ستاسو ډاکټر به ستاسو د نښو په اړه تفصيلي پوښتنې او فزیکي معاینه کولو سره پیل کړي. په دې ابتدايي ازموینه کې احتمال شتون لري:

د ډیجیټل مقعد معاینه. ډاکټر د مقعد ته یوه ګوته داخلوي ترڅو ستاسو پروستات د پراخیدو لپاره وګوري.
د ادرار معاینه. ستاسو د ادرار نمونې تحلیل کولی شي د انفیکشن یا نورو شرایطو په مخنیوي کې مرسته وکړي چې ورته نښې رامینځته کولی شي.
د وینې معاینه. پایلې کولی شي د پښتورګو ستونزې په ګوته کړي.
د پروستات ځانګړي انټيجن (PSA) د وینې معاینه. PSA هغه ماده ده چې ستاسو په پروسټات کې تولیدیږي. د PSA کچه لوړیږي کله چې تاسو لوی پروستات لرئ. په هرصورت، د PSA کچه لوړه کیدی شي د وروستي پروسیجرونو، انفیکشن، جراحي یا پروسټات سرطان له امله وي.
عصبي معاینه. ستاسو د دماغي فعالیت او عصبي سیسټم دا لنډه ارزونه کولی شي د پروسټات لوی کیدو پرته د ادرار ستونزو لاملونو پیژندلو کې مرسته وکړي.
له هغې وروسته، ستاسو ډاکټر ممکن اضافي ازموینې وړاندیز وکړي ترڅو د لوی پروسټات تصدیق کولو کې مرسته وکړي او د نورو شرایطو مخه ونیسي. دا اضافي ازموینې کېدای شي پدې کې شامل وي:

د ادرار جریان معاینه. تاسو ادرار په ماشین پورې تړلي یو استخراج کې کوئ چې ستاسو د ادرار جریان ځواک او مقدار اندازه کوي. د ازموینې پایلې د وخت په تیریدو سره په ټاکلو کې مرسته کوي که ستاسو حالت ښه کیږي یا بدتر کیږي.
Postvoid پاتې حجم ازموینه. دا ازموینه اندازه کوي چې ایا تاسو کولی شئ خپل مثانه په بشپړ ډول خالي کړئ. ازموینه د الټراساؤنډ په کارولو سره ترسره کیدی شي یا ستاسو په مثانې کې د کیتیټر داخلولو سره وروسته له دې چې تاسو ادرار وکړئ دا اندازه کړئ چې ستاسو په مثانه کې څومره ادرار پاتې دی.
24-ساعت د خالي کولو لارښود. د ادرار د فریکونسۍ او مقدار ثبت کول ممکن په ځانګړي ډول ګټور وي که ستاسو د ورځني ادرار له دریمې برخې څخه ډیر د شپې واقع کیږي.
که ستاسو حالت ډیر پیچلی وي، ستاسو ډاکټر ممکن سپارښتنه وکړي:

د انتقال الټراساؤنډ. د الټراساؤنډ پروب ستاسو په مقعد کې داخلیږي ترڅو ستاسو پروسټات اندازه او ارزونه وکړي.
د پروستات بایپسي. د ټرانسریکټل الټراساؤنډ لارښود ستنې د پروسټات د نسجونو نمونو (بایوپسي) اخیستلو لپاره کارول کیږي. د نسج معاینه کولی شي ستاسو ډاکټر سره د پروستات سرطان تشخیص یا ردولو کې مرسته وکړي.
د یوروډینامیک او فشار جریان مطالعات. یو کیتیټر ستاسو د ادرار له لارې ستاسو مثانه ته داخلیږي. اوبه - یا لږ عام هوا - ورو ورو ستاسو مثانه ته داخلیږي. بیا ستاسو ډاکټر کولی شي د مثانې فشار اندازه کړي او معلومه کړي چې ستاسو د مثانې عضلات څومره ښه کار کوي.
سیستوسکوپي یو روښانه، انعطاف وړ سیستوسکوپ ستاسو په یوریترا کې داخلیږي، ستاسو ډاکټر ته اجازه ورکوي چې ستاسو د ادرار او مثانې دننه وګوري. تاسو ته به د دې ازموینې دمخه محلي انستیکیا درکړل شي.
د رګونو پیلوګرام یا CT یوروګرام. ټرسر په رګ کې داخلیږي. د ایکس رے یا CT سکین بیا ستاسو د پښتورګو، مثانې او هغه نلونو څخه اخیستل کیږي چې ستاسو پښتورګي ستاسو مثانې (ureters) سره نښلوي. دا ازموینې کولی شي د مثانې څخه پورته د ادرار ډبرې، تومورونو یا بندونو په موندلو کې مرسته وکړي.
درمل او درمل
د پروستات د پراخیدو لپاره د درملنې پراخه ډولونه شتون لري، پشمول د درملو، لږترلږه برید کونکي درملنې او جراحي. ستاسو لپاره د درملنې غوره انتخاب په ډیری فکتورونو پورې اړه لري، په شمول:

ستاسو د پروستات اندازه
ستاسو عمر
ستاسو عمومي روغتیا
د ناراحتۍ اندازه یا ستړیا چې تاسو یې تجربه کوئ
که ستاسو نښې د زغم وړ وي ، تاسو ممکن پریکړه وکړئ چې درملنه وځنډوئ او په ساده ډول ستاسو نښې وڅارئ. د ځینو نارینه وو لپاره، نښې نښانې پرته له درملنې اسانه کیدی شي.

درمل
درمل د پروستات د پراخیدو د معتدل او اعتدال نښو نښانو لپاره ترټولو عام درملنه ده. په اختیارونو کې شامل دي:

الفا بلاکرز. دا درمل په پروستات کې د مثانې غاړې عضلات او د عضلاتو ریشې آراموي، ادرار اسانه کوي. الفا بلاکرونه - چې الفوزوزین (Uroxatral)، doxazosin (Cardura)، tamsulosin (Flomax)، او silodosin (Rapaflo) پکې شامل دي - معمولا په نسبتا کوچني پروستات لرونکي نارینه وو کې چټک کار کوي. په جانبي عوارضو کې کیدای شي د سر درد او یو بې ضرر حالت شامل وي په کوم کې چې منی د تناسلي برخې څخه د وتلو پر ځای بیرته مثانې ته ځي (د انزال بیرته راګرځیدل).
5-alpha reductase inhibitors. دا درمل د هورمونل بدلونونو مخنیوي سره ستاسو پروسټات کموي چې د پروسټیټ وده لامل کیږي. دا درمل - چې پکې فینسټرایډ (پروسکار) او دوټاسټرایډ (ایوډارټ) شامل دي - ممکن تر شپږو میاشتو پورې وخت ونیسي ترڅو اغیزمن وي. جانبي عوارض شامل دي د انزال retrograde.
د درملو ترکیب درملنه. ستاسو ډاکټر ممکن په ورته وخت کې د الفا بلاکر او د 5-الفا ریډکټیس مخنیوی کونکي وړاندیز وکړي که چیرې یوازې درمل اغیزمن نه وي.
Tadalafil (Cialis). مطالعې وړاندیز کوي چې دا درمل، چې ډیری وختونه د عضوي اختلال درملنې لپاره کارول کیږي، کولی شي د پروسټات پراخیدو درملنه وکړي. په هرصورت، دا درمل په منظمه توګه د BPH لپاره نه کارول کیږي او په عمومي توګه یوازې هغه نارینه وو ته وړاندیز کیږي چې د عضوي اختلال تجربه کوي.
لږترلږه برید کونکي یا جراحي درملنه
لږترلږه برید کونکي یا جراحي درملنه ممکن وړاندیز شي که چیرې:

ستاسو نښې نښانې منځنۍ او شدیدې دي
درمل ستاسو نښې نښانې نه دي کم کړي
تاسو د ادرار د لارې خنډ، د مثانې ډبرې، ستاسو په ادرار کې وینه یا د پښتورګو ستونزې لرئ
تاسو حتمي درملنه غوره کوئ
لږترلږه برید کونکي یا جراحي درملنه ممکن یو اختیار نه وي که تاسو لرئ:

د ادرار د لارې یو بې درملنې انفیکشن
د urethral stricture ناروغي
د پروسټاټ وړانګو درملنې یا د ادرار د لارې جراحي تاریخ
عصبي اختلال لکه د پارکینسن ناروغي یا څو سکلیروسیس
د پروستات هر ډول پروسیجر کولی شي د اړخیزو اغیزو لامل شي. د هغه طرزالعمل پورې اړه لري چې تاسو یې غوره کوئ، پیچلتیاوې کېدای شي پدې کې شامل وي:

منی د انزال په وخت کې د تناسل له لارې د وتلو پرځای مثانه ته شاته ځي
په ادرار کې لنډمهاله مشکل
د ادرار د لارې انتان
خونریزي
د عضوي اختلال
په ندرت سره ، د مثانې کنټرول له لاسه ورکول (بې ثباتي)
د لږترلږه برید کونکي یا جراحي درملنې ډیری ډولونه شتون لري.
د پروستات ټرانسوریترل ریسیکشن (TURP)
یو روښانه سکوپ ستاسو په یوریترا کې داخلیږي، او جراح د پروسټات بهرنۍ برخه پرته ټول لرې کوي. TURP عموما په چټکۍ سره نښې لرې کوي، او ډیری نارینه د پروسیجر څخه وروسته ډیر ژر د پیشاب جریان لري. د TURP وروسته تاسو ممکن د مثانې د وچولو لپاره په موقتي توګه کیتیټر ته اړتیا ولرئ، او تاسو به وکوالی شئ یوازې د رڼا فعالیت ترسره کړئ تر هغه چې تاسو روغ شوي نه وي.

د پروستات ټرانسوریترل چیرا (TUIP)
یو روښنايي سکوپ ستاسو په ادرار کې داخلیږي، او جراح د پروسټیټ غدې کې یو یا دوه کوچني ټوټې کوي - د ادرار له لارې د ادرار تیریدل اسانه کوي. دا جراحي ممکن یو اختیار وي که تاسو د پروستات غدې کوچنی یا اعتدال پراخه شوی وي ، په ځانګړي توګه که تاسو روغتیایی ستونزې ولرئ چې نور جراحي خورا خطرناک کوي.

Transurethral مایکروویو ترموتراپي (TUMT)
ستاسو ډاکټر ستاسو د یوریترا له لارې ستاسو د پروستات سیمې ته یو ځانګړی الکترود داخلوي. د الکترود څخه د مایکرو ویو انرژي د لوی شوي پروسټیټ غدې داخلي برخه ویجاړوي، دا کموي او د ادرار جریان اسانه کوي. دا جراحي عموما یوازې په کوچنیو پروسټاتونو کې په ځانګړو شرایطو کې کارول کیږي ځکه چې بیا درملنې ته اړتیا وي.

Transurethral د ستنې خلاصون (TUNA)
په دې بهر بستر پروسیجر کې، ستاسو یوریترا ته یوه ساحه لیږدول کیږي، ستاسو ډاکټر ته اجازه ورکوي چې ستنې ستاسو د پروستات غدې ته ځای په ځای کړي. د راډیو څپې د ستنو له لارې تیریږي ، د پروسټاټ اضافي نسج تودوي او ویجاړوي چې د ادرار جریان بندوي.

دا کړنلاره ممکن یو ښه انتخاب وي که تاسو په اسانۍ سره وینه توی کړئ یا ځینې نورې روغتیایی ستونزې ولرئ. په هرصورت، د TUMT په څیر، TUNA ممکن ستاسو نښې نښانې یو څه کم کړي او دا ممکن یو څه وخت ونیسي مخکې له دې چې تاسو خبر کړئ

Address

Jalalabad

Telephone

+93728768920

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when عثمان الخراســــانې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to عثمان الخراســــانې:

Videos

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category