Dr.khushal shaheer medical clinic

Dr.khushal shaheer medical clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.khushal shaheer medical clinic, Medical and health, طورخم جلال آباد لویه لار باریکاب د شهید میرزمان خان کور ترڅنګ, Jalalabad.

غاښونه ولې خرابېږي؟روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرن...
23/09/2020

غاښونه ولې خرابېږي؟

روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه و نه‌شي، د غاښونو توروالی ياCaries په لومړي وخت کې درملنه نه‌شي، سربېره پر دې چې غاښونه له منځه ځي، خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.
د غاښونو د خرابي ګڼ عوامل شته، خو یو شمېر کسان ورته فکر نه کوي او یا دغه عوامل په نظر نه ورځي. هغه عوامل چې د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي، ځينې يې دا دي؛

نشه‌یي توکي
نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه‌یي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشه‌یي توکيو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کېږي چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.

د نوکانو زبېښل
ډېری ماشومان او لویان عادت لري چې نوکان په غاښونو پرې کوي، یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او همدا ډول په نوکانو کې راټول شوي میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.

د انرژي څښل
ډېری ځوانان فکر کوي، بازارونو ته د تازه بېلابېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ شي، وجود به یې ورسره ښه شي او همدا ډول قوي به شي، خو نه یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د خلکي وهل
ځينې کسان عادت وي چې څنګه ډوډۍ وخوري، د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. ډاکټران وایي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

د سختو شیانو ماتول
په غاښونو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکيو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ عوامل همدغه شيان دي.

په ناسم ډول بُرس وهل
د سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، پداسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل شي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه ځله استعمال شي.
Dr.khushal shaheer
متخصص :ډاکټر خوشحال شهیر
اریانا روغتون

دمعدی ناروغي او زخمونه دي ناروغي ته په انګليسي پيپتيک اولسر peptic ulcer disease اوپه اولسي ژبه دخلګو په اصطلاح دمعدي او...
31/08/2020

دمعدی ناروغي او زخمونه

دي ناروغي ته په انګليسي پيپتيک اولسر peptic ulcer disease او
په اولسي ژبه دخلګو په اصطلاح دمعدي او اثنا عشرکلمي زخمونه ورته وايي .ددي ناروغي څخه په نړي کي ډير انسانان ځوريږي داناروغي تقريبآ دسن سال په ټولو عمرونو کي پيداکيږي .

دازخمونه په عمومي ډول دمعدي په اخيري برخه کي او کلمو دشروع په برخه کي پيداکيږي.

دا ناروغي ډير سببونه لري چي مهم يي په لاندي ډول دي.

* هليکوباکتر پلوري (ميکروب) HP Helicobacter pylori
* د NSAIDs ګروپ د درد دواګانو استعمالول لکه اسپرين, بروفين ,ډاي کلوفينک اوداسي نور.,
* ارثي
* دسګريټو څکول: سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي په اساني سره تيزاب يا اسيد تآثير پر کوي او د زخم سبب يي ګرځي.
* ځني ناروغي هم دمعدي دزخم سبب ګرځي لکه دتشويش ناروغي ,دسږو ناروغي, پښتورګو ناروغي ...
* دالکولو خوړل , دزيات تيزابي مواد استعمالول هم د معدي دزخم سبب ګرځي.

د پورته سببو څخه تر ټولو مهم خطر ناکه او ډير ليدونکي سبب ()Helicobacter pylori ميکروب دی چي دمعدي دزخم سبب ګرځي او دوخت په تيريدوسره کلونه کلونه ورسته دا زخم په کنسر يا سرطا ن باندی دتبدیلو احتمال سته.

دمعدي ناروغي نښي نښاني:

* درد : د ناروغي مهمه نښه ده چه دځيګر په لاندي برخه کي دپښتيو په منځ کي يي حس کوي او اکثره وخت ځني ناروغان داسي هم وايي چه زړه مي درد کوي يا زړه مي ايشي

دمعدي د زخم درد تر ډوډي خوړلو شل 20 دقيقي وروسته شروع کيږي او کلمو د زخم يا دنس درد تر ډوډي خوړلو دوه نيم يا دري ساعته وروسته شروع کيږي او د دوا په خوړلوسره يي درد کميږي.

* دزړه بدوالي : اکثره وخت دغوړين موادو دخوړولو وروسته دزړه بدوالي زيا تيږي.
* بي اشتها يي ورسره ملګري وي.
* دلږ ډوډي خوړلو څخه وروسته دموړتيا حس کوي.
* سرچرخي او خوگرځي ورسره وي.
* دمعدي تخريش ورسره وي.
* دغا يطه يا بولو رنګ يي په تور رنګ بدليږي.
* دنس پړسوب , غوسه او داسي نوري نښي هم ورسره ملګروي.

د ناروغي په تشخيص کي پر دغه نښو نښا نو سربيره داندوسکوپي(کوچني کيمره ) پواسطه هم بايد دمعدي اوکلمو په داخل کي څيړنه وشي .

اندوسکوپي داسي يواله ده چي په سرکي يي يو کوچني او پر مختللي کيمره ده چي ددي کيمري په واسطه دمعدي او کلمو داخلي ديوالونه په ډيري اساني سره د تلويژن پر پرده په واضح ډول ښودلاي سي چه هلته زخم يا غيري نورمال حالت شتون لري که يا.
همدارنګه داندوسکوپي پواسطه د داخلي برخو څخه کوچني ټوټه غوښه اخيستل او څيړل هم مهم دي.

دلاندي شيانو څخه بايد پرهيز وشي.

* هغه دواګاني چه پرمعدي ښه نه لګيږي لکه د درد دواګاني اسپرين بروفپن ...بايد زياته تري استفاده ونه سي.
* دسګريټو دڅکولو څخه با يد ځان وساتي.
* دتشويش او ذهني فشارو څخه بايد ځا ن ليري وساتي.
* د زيات غوړ او تيزابي شيانو څخه بايد ځان وساتي.
* دمرچکو , اچارو, چکنيو داستعمال څخه بايد ځان ليري وساتي.
* په منا سب مقدار با يد هر وخت خواړه وخوري نه لږ نه ډير متوسط مقدار باندي بايد خواړه وخوري.
* رومي,مالټي ,نارنج, او زياته مالګه بايد استعمال نه کړي.
که غواړي دمعدي ميکروب په هکله (هليکوباکتر پلوري) ميکروب يا ايچ پي (HP) معلومات واخلي په پاڼه کي مي مکمل ددي ميکروب څخه بحث کړي پاڼي ته لاړسي

خداي دي وکړي چي معلومات مو دخوښي او دفايد وړ ګرځيدلي وي. مننه
Dr.Khushal Shaheer

27/08/2020
د سترګی په اړه معلومات.......👀د انسان په سترګه کی ددی لپاره تروی اوبه دی چی سترګه پاکوی او د د وچوالی څخه یی ساتی .....ا...
26/08/2020

د سترګی په اړه معلومات.......👀
د انسان په سترګه کی ددی لپاره تروی
اوبه دی چی سترګه پاکوی او د
د وچوالی څخه یی ساتی .....
الله(ج)❤❤❤❤
هڅ هم به ارزښت نه دی پیداکړی..
DR.KHushal SHaheer ❤

☝☝
25/08/2020

☝☝

 #متخصص صيب دوکتور خوشحال (شهير) د اريانا ننګرهار معالجوي روغتون دنوي سرطبيب په حيث وګمارل شو. دوکتور صيب واقعآ د داخله ...
06/08/2020

#متخصص صيب دوکتور خوشحال (شهير) د اريانا ننګرهار معالجوي روغتون دنوي سرطبيب په حيث وګمارل شو.
دوکتور صيب واقعآ د داخله ناروغيو په برخه کې پوره وړتياوي لري درب له درباره ورته په نوى دنده کې برياليتوب غواړم.
Dr. Khushal (Shahir) has been appointed as the new Chief Physician of Aryana Nangarhar Medical Hospital.
Dr. Saib is really good at internal medicine.
I wish him success in his new job.

لـــمــونـــــځ..د یــــو مـــات زړه,د یـــو پـــریــشــانه ذهــــن او...د یــو ستـــومــانــه روح لــپــاره...تــر ټـــ...
07/07/2020

لـــمــونـــــځ..
د یــــو مـــات زړه,

د یـــو پـــریــشــانه ذهــــن او...
د یــو ستـــومــانــه روح لــپــاره...
تــر ټـــولـــو غـــوره درمـــل دی...
Dr.Khushal Shaheer medical clinic

01/06/2020

د ستر رب ستر احسان!
د انسان په بدن کی خورا ډیر لوی او کوچنی رګونه شته چی ان ځینی په سترګو هم نه لیدل کیږی همدا علت دی چی که د بدن هر ځای ته ستن یا اغزی دننه شی نو وینی به وګوری یعنی یو یا څو رګونه به زخمی شی چی وینه تری راوځی که دا ټول رګونه سره وصل کړو نو مجموعی اوږدوالی به یی( ٧٢٠٠٠٠) کیلو متره به شی ۔ ښه نن په نړی قوی ترین واټرپمپ تر (٧٠٠٠) فټه اضافه اوبه نشی راپورته کولی خو الله تعاله یو کوچنی زړه ته دومره قوت ورکړی دی چی د انسان بدن په رګونو کی د دوه اویازره کیلومترو په واټن څلیرویشت ساعته وینه جاری ساتی او د بدن زری زری ته یی رسوی۔۔۔ سبحان الله سبحان الله

07/05/2020

زموږ د ژوند لومړی هدف د نورو سره مرسته کول دی!
Dr.Khushal shaheer.

په روژه کې دا د ځان ویاړ مه ګڼه چې څو ساعته خوب دې کړی بلکې دا ویاړ وګڼه چې څو سیپارې تلاوت دې کړی دی.
24/04/2020

په روژه کې دا د ځان ویاړ مه ګڼه چې څو ساعته خوب دې کړی بلکې دا ویاړ وګڼه چې څو سیپارې تلاوت دې کړی دی.

داسې ورځ راتلونکې ده چې د ژبې پـر ځای به مو اندامونه خبرې کوی رب ﷻ دې بښنه راته وکـــړي.
12/04/2020

داسې ورځ راتلونکې ده چې د ژبې پـر ځای به مو اندامونه خبرې کوی رب ﷻ دې بښنه راته وکـــړي.

بیشکه!!!!!
08/04/2020

بیشکه!!!!!

قران کريم د خپل لوستونکي لپاره د قيامت په ورځ د خپل رب  ﷻ په وړاندې سپارښت  کوي  . . . . ! رسول الله ﷺ   فرمايي ٠قران عظ...
07/04/2020

قران کريم د خپل لوستونکي لپاره د قيامت په ورځ د خپل رب ﷻ په وړاندې سپارښت کوي . . . . !

رسول الله ﷺ فرمايي ٠
قران عظيم الشان ولولئ ، ځکه دی به د قيامت په ورځ راځي او د خپل تلاوت کونکي لپاره به شفاعت کوي .

( امام مسلم / ۲۵۲ نمبر حديث شريف )

Address

طورخم جلال آباد لویه لار باریکاب د شهید میرزمان خان کور ترڅنګ
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.khushal shaheer medical clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share