Sports World

Sports World Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sports World, Medical and health, Shinwari district Ghanikhel, Jalalabad.

08/11/2024
30/10/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! MT Izhar Ullah Hassanzai, Kashmir Khan Shinwari, Sadullah Sadat, Siraj Samsor, M Naseem Naqibi, Abdul Wahab Momand, Javid Azizi, حيات نور زاخىل, Aba Arab

23/10/2024

Pen woram

14/10/2023

(اســــپیــــرین) ناسم استعمال زيانونه!

زمونږ تاسو وطن کې اسپرين تابليت هم لکه د نورو درملو زيات استعماليږي ، ډيرۍ خلک يې د جوشي ګولی او ډيسپرين (تجارتي نوم راځي ) يادوي.

👈اسپيرين درمل نظر تاثير ميکانيزم ته تبه راټيټوي او همدارنګه دردونو او التهاب ضد تاثير لري. او داخلي متخصصين يې په زړه ناروغيو کې استعمالوي.

👈خو لکه د هر درمل اسپيرين ناسمه کارونه هم د ځانه سره زیانونه لري. اسپیرين زيات وخت لپاره استعمال د معدې زخم او د هضمي سیستم څخه وينې بهېدنۍ سبب ګرځي. او هغه خلک چې وړاندې نه د معدې زخم لري په دوې کې لږ مقدار ( دوز) اخیستل هم د هضمي سیستم څخه وينې بهېدنۍ سبب ګرځيدای شي. او که د نورو دردونو ګوليو سره يو ځای استعمال شي دغه خطر نور هم زياتوي.

👈 اسپيرين بايد ساه بندۍ ناروغانو کې په احتياط سره ورکړل شي او هغه خلک چې پښتورګو مشکل او نقرص ناروغۍ لري بايد اسپرين ورنکړل شي. او همدارنګه حاملګۍ کې استعمال منع دی.

👈اسپيرين ماشومانو کې ورکړه د "Rye syndrome" سبب ګرځيدای شي، کوم کې چې دماغ او ځيګر ته تـــــاوان رسوي. او مړينې احتمال سلنه پکې تر ۳۰ سلنه پورې اټکل شوی. ډيرۍ ميندې په خپل سر او درملتونو کې ناست دوا فروشان آن تر نوې زيږيدلو کوچنيانو ته تبې، زکام منظور چې ( سپرين اطفال يا اطفالو ګولۍ په نوم مشهور دي) کاروي.
اوس هم په امريکا او ځينو نورو ممالکو کې د ۱۶ کالو ښکته عمر کوچنيانو کې اسپيرين تابليت ورکړه ممنوع ده، غير له دې چې يو ډاکټر اجازه ورکړي.

قرع یا percussion څه ته وایی؟قرع دناروغ د فزیکی معاینې دڅلورو مانورو له جملې څخه یو مانور ده چی په لاندې ډول تعریف کیږي:...
02/05/2022

قرع یا percussion څه ته وایی؟

قرع دناروغ د فزیکی معاینې دڅلورو مانورو له جملې څخه یو مانور ده چی په لاندې ډول تعریف کیږي:

قرعه د وجود دسطحې د tapping یا په کراره کراره وهلو د یو میتود څخه عبارت ده چی د قرعه کیدونکی ساحی څخه د لاندی سیستمیکو جوړښتونو د حالت د څرګندونی لپاره ترسره کیږی:

قرع یا precussion په کلینیکی معایناتو کی د صدر او بطن د حالت یا condition دارزیابۍ په منظور ترسره کیږی.

قرعه دوه ډولونه لری:

1) مستقیمه قرع (Direct percussion): هغه قرع ده په کوم کی چی یوازی د لاس یوه یا دوه ګوتې د قرع په خاطر استعمالیږی.
2) غیر مستقیمه قرع (Indirect percussion): هغه قرع ده په کوم کی چی یوازی د لاس د منځنیو ګوتو څخه استفاده کیږی.

یادونه: په قرعه کی چی د کوم لاس منځنی ګوته د وجود دسطحی له پاسه ایښودل کیږی دغه ګوته د pleximeter یا Non-striking finger پنوم یادیږی او دارنګه دکوم لاس منځنی ګوته چی د قرعه کیدو یا Tapping په خاطر کارول کیږی دی ته flexor یا Striking finger وایی

د قرع اوازونه یا Percussion note:

د قرع اوازونه په لاندی ډول دی:

1) Normal resonant:
دغه غږ په نورمال صدر باندی اوریدل کیږی
2) Hyper resonant:
دغه غږ په نیموتوراکس حالت کی اوریدل کیږی
3) Tympanic or drum like:
دغه اوازونه دبطن د معاینی په وخت دهوا څخه د ډکو غړو دپاسه اوریدل کیږی لکه د خالی معدی دپاسه
4) Impaired resonance:
دغه غږ په هغه حالت کی اوریدل کیږی چی دقرع کیدونکی ساحی لاندی کتله (Mass) اویا Consolidation شتون ولری
5) Dull Note:
دغه غږ د قرع کیدونکی ساحی لاندی هغه مهال اوریدل کیږی کله چی د قرع کیدونکی ساحی لاندی Consolidation, کتله یا Mass او یا هم جامد بطنی غړی لکه ځیګر شتون ولری.
6) Stony Dull Note:
دغه غږ هغه مهال په قرع کیدونکی ساحه باندی اوریدل کیږی کله چی د قرع لاندی ساحه کی مایع په پتالوژیک ډول تجمع کړی وی لکه دپلیورا او پریتوان اجوافو کی د پتالوژیک مایع تجمع ( Pleural effusion and ascitis ) حالتونه.

د پزي څخه د ویني راتلل (Epistaxis)پزه چي د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یي د تنفس په وخت کي د ...
02/05/2022

د پزي څخه د ویني راتلل (Epistaxis)
پزه چي د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یي د تنفس په وخت کي د هوا مرطوب او معتدل ساتل دي،نو ځکه په زیاته اندازه د ویني څخه برخمنه ده
پزه دوي حصي لري: بهرنۍ حصه او داخلي یا ننۍ حصه
د پزي بهرنۍ حصه که په درو تقسیم کړو نو لوړه یوه حصه یي د هډوکي (Bone) او لاندي دوې حصې یي د نیمه هډوکي (Cartilage ) څخه جوړه شوي ده.
د پزی داخلي حصه د پزي د دیوال (Nasal septum) ،د پزي د خالیګاه (Nasal Cavity) او دداخلي سټرکچړو څخه جوړه شوي ده.
د پزي څخه د ویني راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کي زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کي وینه په خپله بندیږي خو داچي دپزي د ويني رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزي وینه په ډیر لنډ وخت کي خطرناک واقع کیداي سي
د پزي څخه د ویني راتلوعلتونه:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چي په پزه پوري مربوط دي او بل عمومي علتونه
په پزه پوري مربوط علتونه:
۱- د پزي التهاب (Infection)
۲- د پزي ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل سوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پزي حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کي د خارجي شي موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیري عادی رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزی سرطان (Neoplastic)
عمومی علتونه:
۱- د ویني لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کم چي د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (Fever or Influenza)
علاج او بیړني مرسته:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه مختلف دي،نو ژر تر ژره باید و نږدي هسپتال ته ځان ورسول سي، ترڅو علت یی معلوم او دقیق علاج یی وکړل سي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل سي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزي لاندي حصه کم چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټنګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي د لسو دقیقو لپاره ،یا تر هسپتال پوري تر رسیدو تر وخته په عکسو کي دا ساحه ښودل سوي ده.
۲- سر په ځمکه مه ایږدي، ځکه پدی سره د سر و طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه د مخ و طرف ته ګوږ کئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخي اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کئ، ترڅو د مخ په حصه کی د ویني رګونه تنګ او د ویني جریان کم سي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولي د لاري کوئ،کمه وینه چي د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لاري توف کئ.
۵- کله چي وینه ودریږي نو د پزي د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدي سره د ویني د بهیدو جانس زیاتیږي.
۶- نږدي هسپتال ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یي معلوم اودقیق علاج یي وکړل سي.

وينی ته عاجل اړتيا ده🩸🩸🩸خيبر ميډيکل کمپلیکس کې يو ناروغ ته(-A) وينه پکار ده، هيله ده د يو انسان  ژوند وژغورئ.  د اړيکشمې...
23/03/2022

وينی ته عاجل اړتيا ده🩸🩸🩸
خيبر ميډيکل کمپلیکس کې يو ناروغ ته(-A) وينه پکار ده، هيله ده د يو انسان ژوند وژغورئ.
د اړيکشمېري
0790976797/0784473801/0797575794
هيله ده پوسټ شير کړی
آدرس: ننګرهار ولايت شينوارو لويه ولسوالۍ شيرګړ بازار څخه پاس د اچین په لور غزيدلې سړک پاچا تيلو پمپ ترڅنګ
خيبر ميډيکل کمپلیکس

Address

Shinwari District Ghanikhel
Jalalabad

Telephone

+93784473801

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sports World posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram