Dr. SadaQatullah Hashmi

Dr. SadaQatullah Hashmi 𝗣𝗵𝘆𝘀𝗶𝗰𝗶𝗔𝗻, Uni Lecturer, AuthOr, Autodidact, Adventurer, Bibliophile, 𝗠𝗕𝗕𝗦, 𝗠𝗗, 𝗥𝗠𝗣 I Love Honest, and Be It So People. Send a sweet SMS Parents
2. Teachers
3.
(1)

I am Muslim, simple young, brave Afghan, honest Lecturer, a modest and straightforward Lecturer of Medical Faculty. I want someone honest, someone who's very sweet to my family, and friends, and polite to the other people around me. Positive feelings come from being honest about yourself and accepting your personality, and physical characteristics, warts and all; and, from belonging to a family that accepts you without question.
[Someone Love Me, Someone Hate Me, But I Love Those People Who Love Me & Don't Hate Them Who Hate Me. Because, I Am Always Busy To Loving People.]

+𝐃𝐫. 𝐒𝐚𝐝𝐚𝐐𝐚𝐭𝐮𝐥𝐥𝐀𝐡 𝐇𝐚𝐬𝐡𝐦𝐢+

Vacancy available
post = true friend
Ability = (loving & caring)
Experience= (not required)
Duty = (two sms daily)
Salary= (never ending love) To Apply.. Trust me and you won't ever regret it. It is a honest comment................................................................................................................................................
The Golden advice from Prophet Muhammad (PBUH):

• Respect (3) people:
1. Elderly

• Save yourself from (3) things:
1. Bad Deeds
2. Backbiting
3. Jealousy

• Have (3) things in you:
1. Honesty
2. Faith
3. Good Deeds

• Obtain (3) things:
1. Knowledge
2. Manners
3. Piety

• Free yourself from(3) things:
1. Arrogance (superiority complex & denying the truth)
2. Cheating
3. Debt

• Keep (3) things pure:
1. Body
2. Clothes
3. Thoughts

• Have control over (3) things:
1. Tongue
2. Anger
3. Soul (self desires)

• Remember (3) things:
1. Death
2. Favor (others helping you)
3. Advice

نوې څېړنه (Research):انسانانو کې Y‌ کروموزوم چې د نارینه بچي زېږېدو کې ونډه لري، په کمېدو دي. ⬇️ساینسپوهان (Scientists) ...
29/08/2024

نوې څېړنه (Research):
انسانانو کې Y‌ کروموزوم چې د نارینه بچي زېږېدو کې ونډه لري، په کمېدو دي. ⬇️
ساینسپوهان (Scientists) وايي په تېرو 600 میلیونو کالو کې د Y کرموزوم د جینونو شمېر له 900 نه 50 ته راښکته شوی دی او که په همدې بڼه کمېږي، نو ممکن 11 میلیونه کاله وروسته بېخي ختم شي.
اوس په دې اندېښنې بحثونه روان دي چې ایا 11 میلیونه کاله وروسته به د نارینه زېږون بند شي او نړۍ به یوازې ښځو ته پاتې شي؟! 🫣🥴

ډېره قیدګیري (Over-regulation) که اخلاقي انفجار (Moral Crisis)؟د Malaysia پوهنتون يو استاد وايي: د نوې ټیکنالوژي خاصکر ز...
26/08/2024

ډېره قیدګیري (Over-regulation) که اخلاقي انفجار (Moral Crisis)؟
د Malaysia پوهنتون يو استاد وايي: د نوې ټیکنالوژي خاصکر زيرک موبايل په رامنځته کېدو سره مې ډېرې ځوانې نجونې لیدې چې اخلاقي موقف ته یې د سؤ استفادې اسانه لارې برابرېدلې.
په خپل کور کې مې د دې ستونزې د حل په موخه یواځنۍ لار جديت، محدودیت او لور ته د موبايل نه کارول غوره وګڼل، آن تر دې چې لور مې د پوهنتون محصله شوه؛ خو بیا مې هم خپله پرېکړې جدي ونيوله.
يوه ورځ شکي شوم، د شپې یې خونې ته په داسې وخت کې ورغلم چې هغه ويده وه، د کتابونو اوږې ته اچوونکی بېک مې پرانست؛ هک حیران شوم!!!
څلور نوي ماډل زيرک موبايلونه پکې پراته وو!
مغزو مې ټکان وخوړل؛ دومره قهرجن شوی وم، نېږدې وو په همغه بستره کې یې پر ستوني منګولې خښې او ساه ترې وباسم!
خو عقل خپل قصور او نيمګړتیا ته متوجه کړم:
د دې پر ځای چې موږ د عصر د غوښتنو مطابق له شته اسانتياوو خپل اولادونه محروم کړو، غوره به وي چې د هغو وسايلو د اړتيا په معقولې کارونې او مثبته اخلاقي ګټه اخیستنه يې پوی کړو او دا غوښتنې يې له خپلو امکاناتو پوره کړو؛ ګني هغوی به يې بيا په داسې لارو د ترلاسه کولو هڅه وکړي چې جبران یې زموږ د حيثیت په ايره کېدو تمام شي!!!
هو؛ بهتره به وي چې دا قاعده د ژوند په ټولو برخو کې له جبري انجماد څخه عادلانه نرمښت ته لار پرانيزي!

کله چې مونږ په خپل ژوند کې د نعمتونو کمبود احساس کړو، نو ښه ده چې د هغو خلکو په حالت سوچ وکړو چې له موږ څخه لا زیات مشکل...
26/08/2024

کله چې مونږ په خپل ژوند کې د نعمتونو کمبود احساس کړو، نو ښه ده چې د هغو خلکو په حالت سوچ وکړو چې له موږ څخه لا زیات مشکلات لري. دا مونږ ته یادونه کوي چې زمونږ په ژوند کې څومره ډېر نعمتونه شته دی چې باید شکر يې ادا کړو. 🤲🏻

دا مونږ د صبر (Patience)، شکر (Gratitude یا Thankfulness) او قناعت (Contentment) په اهمیت باندې پوهوي او موږ باید تل خپلو نعمتونو ته په قدر او اوچت ارزښت قایل شو. 🤫

⭕ څو طبي نصیحتونه، لوستل یې ضروري دي! ①  ګازي مشروبات (Carbonated Drinks یا Soda یا Soft Drinks)، لڪه: پیپسي، Coca-Cola،...
24/08/2024

⭕ څو طبي نصیحتونه، لوستل یې ضروري دي!
① ګازي مشروبات (Carbonated Drinks یا Soda یا Soft Drinks)، لڪه: پیپسي، Coca-Cola، ډیو او داسې نور... هډوڪي او غاښونه ڪمزوري ڪوي، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا ڪوي، وزن زیاتوي، د شڪر مرض پیدا ڪوي، له زیات استعمال څخه یې ډډه وڪړئ.
② زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پرېښودل یوه غلطي ده، سمه خبره دا ده چې زخم صفا او بیا پټۍ شي، چې ژر جوړ شي.
③ په پوزه چې ڪله وینه راماته شي؛ نو سر په عادي حالت ڪې پرېښودل پڪار دي، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي.
④ د ماشوم لپاره د طاقت دواګانې ضرر لري؛ ځڪه دغه دواګانې د ماشوم په نبض (Pulse) ڪې سرعت پیدا ڪوي او دغه سرعت ڪله د ماشوم د ناڅاپي مرګ (Sudden Death) سبب شي.
⑤ د درد د ڪنټرول دواګانې (Analgesics)، لڪه، (Pindolol, Ibuprofen) قوت سامعه (د اورېدلو قوت) ڪمزوری ڪوي، په خاص ډول د ښځو.
⑥ په شین چای ڪې داسې مواد موجود دي، چې د سرطان مخنيوی ڪوي.
⑦ ماهی، مڼه، انګور، الوچه او پالڪ داسې خوراڪونه دي چې دماغ او د یادښت قوت زیاتوي.
⑧ په غوږونو ڪې ډڪي وهل اڪثره د انسان د مرګ سبب ګرځي؛ ځڪه دې سره د غوږونو پرده سورۍ ڪېږي او په دماغو ڪې التهابات پیدا ڪېږي.
⑨ دا خبره غلطه ده چې د خوراڪ په منځ ڪې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي؛ بلڪي صحيح خبره دا ده، چې اوبه هېڅ ډول تڪلیف نه پیدا ڪوي.
⑩ هره ورځ دېرش (30) دقیقې پیاده مزل د قلبي ناروغیو او د شڪر ناروغۍ څخه مخنيوی ڪوي او هم د وینې د لوړ فشار (Hypertension) څخه مخنيوی ڪوي او Cholesterol ختموي.
⑪ هوږه او پالڪ قوت مدافع په بدن ڪې زیاتوي او د سرطان مخنیوی ڪوي.
⑫ د ماشومانو لپاره د جاولو (ژاولو) تېرول، زیاتره وخت د ڪولمو د بندیدو سبب ګرځي، چې د Operation څخه بغیر یې بل علاج نه وي. هڅه وڪړئ چې ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ.
⑬ د خوب په وخت ڪې چې فعال (چالان) مبایل سر ته نژدې وي، نو شل سلنه (%20) د مازغو د سرطان سبب جوړېږی.
⑭ د شپې لخوا چی ادرڪ په اوبو ڪې وجوشول شي او بیا وڅښل شي، نو Cholesterol ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي.
⑮ سهار په نهاره یو ګيلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د ڪمي ځای نیسي، چې د خوب په دوران ڪې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا ڪوي.

کله چې موږ له ستونزو یا خنډونو سره مخ شو، باید مثبت او فعال چلند ولرو. د ارام او دمې هنر د دې لپاره دی چې ذهن او بدن تاز...
24/08/2024

کله چې موږ له ستونزو یا خنډونو سره مخ شو، باید مثبت او فعال چلند ولرو. د ارام او دمې هنر د دې لپاره دی چې ذهن او بدن تازه او انرژي واخلي، نه دا چې له مبارزې او هڅې لاس واخلو. بې کاره کېدل باید د کار د لټون لپاره یو فرصت وګڼل شي، نه دا چې بې برخلیکه او ناامېده شو. او خپګان په دې معنا نه دی چې ټول وخت په خواشینۍ کې تېر کړو؛ بلکې باید د خوښۍ او خوشحالۍ لارې وګورو او په ژوند کې یې موندلو ته هڅه وکړو. 😄

ځينې خلک له ژونده په تېښته دي هر ځای چې وګورې د دوی شکایتونه، اندېښنې، ګیلې، غوسې، خبرې، ویر او واویله دا به په هر ځای ک...
21/08/2024

ځينې خلک له ژونده په تېښته دي هر ځای چې وګورې د دوی شکایتونه، اندېښنې، ګیلې، غوسې، خبرې، ویر او واویله دا به په هر ځای کې موجود وي. دوی داسې فکر کوي چې نورو خلکو ته ژوند له پیله ښکلی ؤ. نه، ژوند خلکو په خوارۍ او مشقت سره ځانته ښکلی کړی دی.

په هر چا باندې ستاسو په څېر ستونزې او مشکلات راغلي دي، خو هغې زغملي دي، د حل لارې يې ورته لټولي دي. دا چې په یوه وړه ستونزه باندې ته ژوند ته شا کوې. هېڅوک هم نشته دی چې په تا باندې زړه وخوږوي.

په دې ښه بېغمه شه، نه داسې خواخوږي پيدا کولی شې چې لاس درکړي او پورته دې کړي، دلته به په یوازې ځان له ستونزو سره مبارزه کوې. ژوند سخت دی زما لپاره هم ژوند اسانه نه دی او ډېرو نورو خلکو لپاره هم ژوند اسانه نه دی.

دا څوک چې د شهرت Stage ته رسېدلي دي؛ دوی ته هم ژوند اسانه نه ؤ، دوی ژوند ښکلی کړ، ژوند له پیله ښکلی نه وي. که له پیله ښکلی وای، نو ما او تا به نړۍ ته په راتګ باندې چغې او کړیکې نه وهلی، ژړا به مو نه کولی، دا کوم Gift نه دی چې خدای تعالی ما او تا ته د دې لپاره راکړی دی چې د من او سلوا په شان به راته دسترخوان راځي. ډوډۍ به خورو او ټوکې ټکالې به کوو، د غیبتونو مجلسونه به کوو او نور به پراته یو، نه.

ژوند خواري/ مشقت غواړي له ستونزو سره مقابله غواړي. 💪

د خلکو ناپاکه عملونه او د هغې منفي اغېزې! فریب (Fraud)، منافقت (Hypocrisy) او چاپلوسي (Flattery) د محبت (Love)، دوستۍ (F...
21/08/2024

د خلکو ناپاکه عملونه او د هغې منفي اغېزې!
فریب (Fraud)، منافقت (Hypocrisy) او چاپلوسي (Flattery) د محبت (Love)، دوستۍ (Friendship) او احترام (Respect) په وړاندې د جدي ستونزو لامل ګرځي.
💔🥹🥴

ځینې وړې وړې خبرې د ژوند لوې لوې لارې تړي. 🥴لټان د کار انرژي بایلي، غوسه مو له شته فرصته بې برخې کوي، وېره او بې زړه توب...
07/08/2024

ځینې وړې وړې خبرې د ژوند لوې لوې لارې تړي. 🥴
لټان د کار انرژي بایلي، غوسه مو له شته فرصته بې برخې کوي، وېره او بې زړه توب مو ارمانونه وژني، غرور مو د شخصیتي ودې مخه نیسي، حسادت او کینه مو ناکراره کوي، وارخطایي مو جرأت له منځه وړي. 😊

د بد اخلاقۍ او بې نزاکتۍ یو بېلګه په انسان کې دا هم ده: چې د کور پر خوراکونو او د ښځو پر پخلي اضافه خبرې او انتقادونه کو...
07/08/2024

د بد اخلاقۍ او بې نزاکتۍ یو بېلګه په انسان کې دا هم ده:
چې د کور پر خوراکونو او د ښځو پر پخلي اضافه خبرې او انتقادونه کوي!! 💔

بدترینه نارینه هغه څوک دی، چې د کورنۍ غړي ورسره له وېرې نه مخ کېږي، مشورې ورسره نه کوي او حتی ښه شیان هم ورسره نه شریکوي!! 😔

بهترینه خاوند (زوج):
هغه څوک دی، کله چې له مېرمنې یې غلطی کېږي؛ خو مېرمنه یې بخښنه هم نه غواړي؛ ولې دی خپله ورته ځي او وایي:
ګوره! دا سمه نه ده؛ نو نور یې مه کوه او اوس خو خیر دی را څخه بخښنه وغواړه!! 😁

له هر چا مه خپه کېږئ!
فقط له هغو خلکو خپه او مروره شئ، چې ورته ارزښت لرئ. 🥴

د تېرې تجربې څخه زده کړه او د تېروتنو منل د پرمختګ لاره پرانیزي. 🥴هره تېروتنه چې سمه درک شي او له هغې زده کړه وشي، کولی ...
06/08/2024

د تېرې تجربې څخه زده کړه او د تېروتنو منل د پرمختګ لاره پرانیزي. 🥴
هره تېروتنه چې سمه درک شي او له هغې زده کړه وشي، کولی شي موږ ته د پرمختګ او ښه راتلونکي لپاره لاره هواره کړي. تېر ژوند باندې ښه پوهېدل او د خپلو تېروتنو نه سبق اخیستل د دې معنا لري چې موږ د خپلې فکري او روحاني ودې په لور حرکت کوو. 🫣

ګرانښت یو له هغو احساساتو څخه دی چې زموږ ژوند کې لویه معنا لري. دا موږ ته خوشحالي، ارامښت، او رضایت راوړي. کله چې موږ یو...
02/08/2024

ګرانښت یو له هغو احساساتو څخه دی چې زموږ ژوند کې لویه معنا لري. دا موږ ته خوشحالي، ارامښت، او رضایت راوړي. کله چې موږ یو چا ته ګران یو، موږ د محبت او پاملرنې احساس کوو. دا احساس موږ ته دا احساس راکوي چې موږ یو چا ته مهم یو او زموږ په ژوند کې یوه ځانګړې معنا لرو. 🫣

ګرانښت زموږ په ژوند کې د اړیکو بنسټ دی او دا اړیکې موږ ته د اعتماد، ملاتړ، او امنیت احساس ورکوي.
دا احساسات زموږ روحیه قوي کوي او موږ ته دا ځواک راکوي چې د ژوند د سختیو سره مبارزه وکړو. 🤫

Address

Jalalabad
2657

Website

https://www.facebook.com/DrSadaqatullah.hashmi

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. SadaQatullah Hashmi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category