Sina Medical Lab

Sina Medical Lab Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sina Medical Lab, Medical and health, mukhabirato chawk, Jalalabad.

14/12/2025
‏(PCT) پروکلسیټونین څه شی دی؟پروکالسیټونین (PCT) یو پروټین دی چې د سیسټمیک باکتریایي انتاناتو او سیپسس لپاره د بایو مارک...
11/12/2025

‏(PCT) پروکلسیټونین څه شی دی؟

پروکالسیټونین (PCT) یو پروټین دی چې د سیسټمیک باکتریایي انتاناتو او سیپسس لپاره د بایو مارکر په توګه کار کوي. په نورمال ډول په صحي اشخاصو کې ټیټ وي، د باکتریا انتان په جریان کې یې کچه په وینه کې د پام وړ لوړیږي، چې دا د انتان د شدت تشخیص او څارنې لپاره ګټور کوي.

دا کولی شي ډاکټرانو سره هم مرسته وکړي چې پریکړه وکړي چې ایا انټي بیوټیکونو ته اړتیا ده او دا تعقیب کړي چې درملنه څومره ښه کار کوي.

03/12/2025

د حامله ښځې لپاره مهم لابراتواري ټېسټونه او وختونه

لاندې هغه ټېسټونه دي چې د ډاکټرانو په سپارښتنه د حمل په بیلابیلو پړاوونو کې ترسره کېږي:

1 په لومړني درې میاشتنۍ (۱–۱۲ اونۍ) کې

⇢ د حمل د پیل ټېسټونه

CBC – د وینې عمومي معاینه (انیمیا، انتانات)
TORCH
Blood group & Rh factor – د وینې ګروپ او Rh

Urine analysis – د ادرار ټېسټ (انتان، پروټین)

Blood sugar (Fasting) – د شکر معلومول

Hepatitis B, Hepatitis C

HIV test

VDRL / Syphilis test

Rubella IgG (که امکان وي)

Thyroid test (TSH) – د اړتیا په حالت کې

Ultrasound (Dating scan) – د حمل د دقیق عمر لپاره

2-په دوهمه درې میاشتنۍ (۱۳–۲۸ اونۍ) کې

⇢ منځني مهم ټېسټونه
TORCH
Anomaly ultrasound (۱۸–۲۲ اونۍ) – د ماشوم د بدن بشپړ معاینه

Urine test (هر ملاقات کې یا هر ۴–۶ اونۍ)

CBC (۲۴–۲۸ اونۍ کې بیا تکرار)

Glucose Tolerance Test (26–28 اونۍ) – د امیندوارۍ شکر معلومول

که مور Rh– وي:

Indirect Coombs test

4- په درېیمه درې میاشتنۍ (۲۸–۴۰ اونۍ) کې

⇢ د وروستیو میاشتو ټېسټونه
TORCH
CBC (۳۲–۳۶ اونۍ کې بیا)

Urine test هر ۲–۴ اونۍ

Ultrasound د 32–36 اونیو ترمنځ د ماشوم وزن او موقعیت لپاره

Group B Streptococcus (GBS) test – 35–37 اونیو کې (که موجود وي)

5-نور اختیاري ټېسټونه (د اړتیا مطابق)

Vitamin D

Iron studies

HbA1c (که د شکر سابقه وي)

TORCH panel (یوازې که ډاکټر اړتیا وګڼي)

نوټ :څو مهمې سپارښتنې

دا ټېسټونه باید د ډاکټر د مشورې سره سم ترسره شي.

ځینې ټېسټونه د مور د روغتیا، عمر، یا پخوانیو ستونزو مطابق زیاتېږي یا کمېږي.

هره حامله ښځه باید لږ تر لږه هر ۴ اونۍ د ډاکټر معاینه ولري، او په وروستیو میاشتو کې هره ۲ اونۍ یا هره اونۍ.

03/12/2025

روټين مېډيکل چېک اپ او مهم ټېسټونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پۀ ظاهره روغو خلکو له هم پۀ کال کښې يو ځل خپل مېډيکل چېک اپ پکار دے او دا يو څو ټېسټونه ډېر مهم دي -

CBC - Complete Blood Count
د وینې د کمۍ ، هيموګلوبن او انفکشن د پاره

Fasting and Random Blood Sugar
پۀ وينه کښې پۀ نهره او مړه د شوګر مقدار معلومولو د پاره

Lipid Profile
د کولېسټرول او ټرائي ګليسرائډ پۀ حواله معلوماتو د پاره

HbA1C
د تېرو درې مياشتو د شوګر د معلوماتو د پاره

Serum Creatinine, Urea, Electrolytes
د ګردو د کارکردګۍ د پاره

Liver Function Tests - LFTs
د ځيګر انفکشن ، سوزش او د چربي د پاره

TSH ± T3 , T4
د وزن ، توانائي ، خفګان او د فشار د ګډوډۍ د پاره

Urine & Stool Routine
د تشو متيازو او کولمو د زخم او د هاضمې د ځينو مسئلو د پاره

HBsAg او Anti-HCV
د هېپاټايتس بي او سي معلومولو د پاره

Chest X-Ray او ECG
د سينې او زړۀ د صحت د پاره

Vitamin D, B12, Calcium
د‌کمزورۍ ، لاسو پښو اودۀ کېدو او بې خوابۍ د پاره

د زنانوۀ د پاره مخصوص
ـــــــــــــــــــــــــــــ

Pap Smear
د بچي دانې د خلې د کېنسر معلوماتو د پاره

Ultrasound Pelvis / Breasts/ Mammogram
د بچي دانې د بيمارۍ او سينې د کېنسر د پاره

د نارينوۀ د پاره مخصوص
ـــــــــــــــــــــــــــ

PSA
د څلوېښتو کالو نه پس دپراسټېټ د صحت د پاره

#ډاکټرديداريوسفزے

Address

Mukhabirato Chawk
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sina Medical Lab posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share