Dr Samiullah Sami

Dr Samiullah Sami patinte

0780880026 اکونټ جوړولو لپاره تماس وکی
24/11/2023

0780880026 اکونټ جوړولو لپاره تماس وکی

WhatsApp Group Invite

13/11/2023

بسم الله الرحمن الرحیم

د ټولو ډاکټر صاحبانو په اجازه

د درس يوديرشتمه برخه

# Anti histamine

دهستامين ضد د حساسيت ضد دالرژي ضد دواګاني

هستامين يو مډيا تور دي کوم چي د انتي جن او انتي باډي د عکسلعمل په نتيجه کي توليد کيږي

بيدون دهستا مين څخه ځيني نور ميډيا هم شته چي الرژي مينځ ته راوړي

سيروټينين. براډي کائن. انټرلوکين.

1. انتي جن يو بيګانه جسم دي کله چې وجود ته داخل شي او وجود ددغه په مقابل کي انتي باډي توليدکړي ديته انتي جن وايي

2. انتي باډي يو ډول پروټين مواد دي کوم چي دانتي جن په مقابل کي فعال کيږي

# انتي باډي له دوه حجراتو څخه افرازېږي همدغه حجرات دي چي د مکروب سره مقابله کوي

1. Mast Cell

2. Basophil

کله چي histamine افراز وشي په بدن کي لاندي حالت پيداکيږي:

# په زړه کي

1. د ويني فشار ښکته کوي

2 د زړه حرکات زياته وي

# په سږو کي

1. په سږوکي د برانشو لونو د تقبض سبب ګرځي

2. مړينه

# عصبي سیستم کي

1. درد احساس پيداکيږي

2. خارښت پيداکيږي


# هغه انتي هستا مين دواګاني کوم چي دطبابت له نظره ارزښت لري
عبارت دي له:

1. Diphen hydramin
25 __50mg / day

2. Dimen Hydranat
50__100mg /day

3. chlorphenramin
4__8mg /day

4. Meclizine
12 ' 5mg / day

5. Hydraxazine
25 __100mg /day

6. promethazine
12' 5 __50 mg /day

7. Cyproheptadine
4 mg /day

8. Cyclizine
50 mg /day

9. Citrizine
5__10 mg/day

10. Levo Citrizine
10 mg /day

11. Lorotadin
10 mg /day

12. Dis lorotadin
5 mg /day

13. Fexo fenadine
60 mg /day

14. Ebastin
10 __20 mg /day

نوټ: Azithromycin ګولي ده Citrizine سره يوزای نه شو ورکولای ځکه چې د سيني مشکل او درد پيداکوي.

ډاکټر صاحبانو دا وه د نن ورځې درس تر بيا ښه وخت

ټولو ډاګټر صاحیبانو ته ! اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎  ستړى مه شٸ! پخير راغلٸ خپل ګروپ مو دی!هره ...
10/09/2023

ټولو ډاګټر صاحیبانو ته !
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ ستړى مه شٸ! پخير راغلٸ خپل ګروپ مو دی!
هره حور او ورور که دفارمکلوژی لېوال وی کولاي شي چې موګ سره په کلاس کی برحه واحلی میاشتنی فېس دوه سوه افغانی دی
ستاسي د دوامداره همکارۍ په هيله🙏
درنښت

دا (۱۵) عادتونه پرېږدئ موږ ټول ځینې ناړه عادتونه لرو، لکه له اوو ساعتونو کم خوب کول، خپل نوکان په خوله ماتول، تمرین نه ک...
25/05/2023

دا (۱۵) عادتونه پرېږدئ



موږ ټول ځینې ناړه عادتونه لرو، لکه له اوو ساعتونو کم خوب کول، خپل نوکان په خوله ماتول، تمرین نه کول او…

ډیر داسي عادتونه شته چې موږ ته زیان لري، لیکن زیات نور یې داسې دي چې موږ یې ترسره کوو، لیکن پر دې نه پوهېږو چې زموږ د بدن لپاره څومره خطرناک دي. دلته مو د شلو هغو عادتونو لیست برابر کړی چې د روعتیا لپاره مو تر نورو عادتونو ډېر ضرر لري.

له اوو ۷ ساعتونو کم خوب کول

زیاتره خلک په دې فکر کې دي چې د ورځې لخوا لږ خوب کول د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کېدل، ښه دي. همدارنګه زده‌کوونکي د ازموینې په شپه تر ناوخته پورې وېښ پاتې کېږي، په دې سره به د دوی خوب پوره نشي او ازموینه کې به بې خوبه ناست وي، چې دا کار هم دوی ته خورا زیات تاوان رسوي. که چېرې تاسو تر ډېرو ورځو پورې له اوو ۷ ساعتو کم خوب وکړئ، زیات امکان لري چې تاسو بدن معافیتي سیستم او د بدن نور اجرائت له لاسه ورکړئ. کله چې ستاسو معافیتي سیستم کمزوری شي، عادي ناروغۍ به شخص په ناروغۍ مصابولی شي. پکار ده چې هر شخص په شپه او ورځ کې له اوو ۷ څخه تر اته ۸ ساعتونو پورې خوب وکړي.

منفي فکر کول

مثبه اوسئ، نو هر څه به سم وي، مثبت‌توب هر څه دي، دغه شان جملې موږ هره ورځ اورو. مثبت‌توب تعصب نه دی، بلکې زموږ د صحتمند بدن لپاره ضروري ګڼل کېږي. هغه شخص به همېشه ذهني ستړیا لري، چې ملګري نه لري، په ژوند کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ وي او همداسې نور… دغه دوامداره ذهني ستړیا هم ستاسو معافیتي سیستم کمزوری کوي.

تر ډیره وخته ګوشي په غوږونږ کې ساتل

زیاتره خلک شته چې تر ډېره وخته د ویډیو لېدلو او اډیو اورېدلو لپاره په غوږونو کې ګوشي لګوي. د ضرورت شی دی، استعمال یې کړئ، خو داسې نه چې په دوامداره توګه مو په غوږونو کې اېښي وي او عادت مو وګرځي. دغه کار به مو د اورېدو حس کمزری کړي، او د وخت په تېرېدو سره به له لویو مشکلاتو سره مخ شئ. کله چې مو د ضرورت پر وخت استعمالولې، نو په یاد ولرئ چې اواز یې کم کړئ.

تر ډېرې مودې په کووچ یا چوکۍ کې کېناستل

تر ډېرې مودې پر چوکۍ کېناستل او یا هم ځینې خلک کله چې په رخصتۍ لاړ شي، نو تر ډېره وخته په کور کې ناست وي چې دا کار مو هم صحت ته زیان رسوي.که تلویزون ته تر ډیرې مودې کېنئ نو زیات امکانات شته، چې تاسو به د زړه او سترګو تکلیف سره مخ شئ. دغه کار به مو تنبل کړي او له زیاترو نورو روغتیایي مشکلاتو سره به مخ شئ.

خپل دروند بیګ له ځانه سره هر ځای ته وړل

موږ ټول دا خوښوو چې هر څه له ځانه سره یو ځای یوسو، په خپل بیګ کې. له دوا څخه تر سر تیلو پورې موږ ضرورت لرو، چې هر ځای یې له ځانه سره یوسو. په یاد ولرئ، هېڅکله هم له ځانه سره اضافي مواد په بیګ کې مه ګرځوئ، ځکه دا ستاسو اوږې او ملا ستړي کوي. کېدای شي په دې سره ستاسو غاړې یا ملا ته اوږدې مودې لپاره زیان ورسوي. نو په دې وجه له زیاتو شیانو ډک بیګ له ځانه سره هر ځای مه وړئ.

له سینګار سره ويده کېدل

زیاتره وخت مېرمنې له خوشحالۍ وروسته کور ته ستړې راشي او له سینګار سره ویدې کېږي. دغه کار مو پوستګي ته زیان رسوي. همدارنګه له سترګو سینګار نه لېرې کول هم سترګو ته زیان پېښولی شي، ځکه سترګې یو له حساسو غړو څخه دي.

زیات خوراک کول، حتی که وږي هم نه یاست

کله چې ستاسو د خوراک وخت معلوم نه وي، ستاسو د بدن وږي کېدو حس له منځه ځي. دا په هغه وخت کې منځته راځي، چې تاسو وږي نه یاست او تاسو خوراک کوئ. دغه کار ستاسو زړه، معدې او نور داسې ډېرې ناروغۍ منځته راوړي.

سګریټ او د نورو نشه‌يي توکي استعمالول

موږ او تاسو ټول پر دې پوهېږو چې نشه‌يي توکي زموږ صحت او ژوند ته لوی زیانونه اړوي، حتا که د ورځې یو سګریټ هم وي. دغه کار مو نه یوازې ژوند بربادوي، بلکې د نورو په نظر کې هم یو کثیف انسان ښکارئ.

درواغ ویل

تاسو ته به بهتره معلومه وي، چې درواغ له لویه ګناه ده او هم دا ستاسو پر صحت ناوړه اغېزې لري. دا ځکه کله چې درواغ وویاست، نو تاسو ته تشویش پیدا کېږي چې داسې نه چې رسوا شئ. د وخت په تېرېدو سره مو سردردي پېدا کېږي، تشویش مو زیاتېږي او هم نور زیات روغتیايي مشکلات منځته راوړي.

سهارنۍ پرېښودل

د ورځې په جریان کې سهارنۍ تر ټولو مهم خوراک ګڼل شوی. که چېرې تاسو په دوامداره توګه سهارنۍ پرېږدئ، نو ستاسو پر میتابولېزم سیستم او انرژي ذخیره کېدونکي حجرواتو ناوړه اغېزه کېږي. سهارنۍ زموږ په بدن کې کاربوهایدریت، پروټین او شحم زیاتوي، چې د بدن لپاره په کافي اندازه خورا مهم دي.

په خوله نوکان ماتوول

زیاتره خلک خپل نوکان په خوله ماتوي، او دا یې عادت ګرځولی. ځینې خلک شته، چې د غوسې پر وخت خپل نوکان په خوله ماتوي. دغه عادت مو نه یوازې دا چې په شخصیت مو ناوړه اغېزه کوي، بلکې ستاسو صحت ته هم خورا زیات زیان رسوي، ځکه کله چې تاسو په خوله نوکان ماتوئ، په نوکانو کې مو مختلفه ګندګي نښتې وي چې ستاسو بدن کې مختلفه قسمه ناروغۍ منځته راوړي، لکه نزله، زکام او نور…

تر ډېرې مودې کوروالی نه کول

تر ډېرې مودې له خپلې مېرمنې سره کوروالی نه کول زیات زیانونه اړوي. تر ډېرې مودې کوروالی نه کول ستاسو ذهن خرابوي او د وخت په تېروېدو سره مو له نورو مختلفو ذهني مشکلانو سره مخ کوي.

په تېزۍ خوراک کول

زیاتره خلک خپل خوراک په پنځه دقیقو کې خلاصوي، پرته له دې چې په خوله کې یې ښه میده کړي له خولې یې تېروي. دغه عادت مو له مختلفو تکلیفونو سره مخ کوي، لکه د بدن ګاز، نس دردي، نس پړڅېدل او نور داسې روغتیايي مشکلات. نو کوښښ وکړئ، چې د هرې ګولې په اچولو سره یې ښه میده کړئ او خوراک مو کم تر کمه په شل ۲۰ دقیقو کې خلاص کړئ.

په ناصحي اړیکو اخته کېدل

کله چې تاسو پوه شوئ، چې اړیکه مو بې مینې ده او بې خوشحالۍ ده، دا ښه خبره ده چې پرېږدئ. کله چې تاسو داسې اړيکه درلوده چې تاسو پکې خوشحاله نه یاست او خپګان درته رسوي، نو دا کار به مو صحت ته لوی زیانونه واړوي. دغه شان اړيکه ستاسو معافیتي سیستم کمزوری کوي او هم مو له فشار ناروغۍ باندې اخته کوي.

د مخ دانو یا داغونو په اړه ډېر تشویش کول

زیاتره نجونې د بدن د پوستکي په اړه ډېر فکر کوي. دوی داسې پوستکی غواړي، چې هېڅ داغ ونه لری. د تشویش په دغه وخت کې دوی د پوستکی په دانو او داغونو لاس وهي، په دې سره به مو دغه دانې او داغونه چې په اړه یې تاسو فکر کوئ زیاتې شي.

پورتنۍ ټول هغه ناوړه عادتونه دي چې موږ او تاسو ورسره مخ یو، خو پر ضرر یې نه پوهېږو. زه هیله لرم چې تاسو به له پورتنۍ لیکنې ډېر څه زده کړي وي.
Cop

22/05/2023

هغه درمل چې په مهبلی انتاناتو کې کارول کیږی
( Used in Infections )
دا درمل په لاندی ډول دی

1 __ Blomozol | بلوموزول
2 __ Clotrimazole |کلوتریمازول
3 __ Miconazole Nitrate | مایکونازول نایټریت
4 __ Isoconazole Nitrate | ایسوکونازول نايټریت
5 __ Clycin _V | کلیسین وی
6 __ Butoconazole Nitrate | بیتوکونازول نایتریت
7 __ Lomexin Vaginal | لومیکیسین واګینل
8 __ Sulphakream _ N | سلفکریم این
9 __ Econazole Nitrate | ایکونازول نیتریت
10 _ Tergynan | ترګینن

1 __

په دی درمل کی Metronidazole شامل دی .
د مهبل د التهاب , درد او فنګس انتاناتو د له منځه وړلو لپاره کارول کیږی .په ورځ کی دی يو ځلی د شپی له خوا وکارول شی .ماشومانو ته دی دا درمل نه توصیه کیږی .
دا درمل د حـــــــمل او شیدو ورکولو په مهال نه کارول کیږی .
جــــــانـــــبـــــی عوارض :
موضعی خارښت یی جانبی عوارض دی .
2 __

اســـــــتـــطــــبـــاب :
د مهبل د فنګسی انتان , خارښت , کاندیدل او ټراکومونال وجاینل انتاناتو لپاره کارول کیږی .
دوز :
یوه 500mg ګولۍ دی په ورځ یو ځلی د شپی لخوا په مهبل کی کیښودل شی . تر شپږو ورځو پوری دی هره شپه یوه ګولي کارول کیږی . له شپږو ورځو وروسته که ضرورت وی بیا دی تکرار شی .
جـــــانــــبـــی عوارض :
موضعی خارښت یا حساسیتی عکس العمل.
لاس رسی tab . Clotrimazole 500mg

3 __ Nitrate
اســــــتـــطـــبـــاب :
د مهبل د التهاب او فنګس انتاناتو لپاره کارول کبږی .
دوز :
د شپی لخوا دی 5gr کریم تر اوو ورځو پوری کارول کیږی .ماشومانو ته دی دا درمل نه کارول کیږی .
جـــــانــــبـــی عوارض :
موضعی عکس العمل یا خارښت یی جانبی عوارض دی .
لاس رسی Cream Candistat 20mg .

4 __ Nitrate

د فنګسی انتان د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .
په ورځ کی یو ځلی د شپی لخوا دی د پبسری اپلیټرز په مرسته وکارول شی .

5 __ _ V

په درمل کی Clindamycin شامل دی.
د مهبل د بکتریایی انتاناتو د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .
مــــــضاد
هغه ناروغان چی دی درمل سره حساسیت ولری ندی کاروی .
دوز :
یو اپلیکيټر په ورځ کی یو ځلی د شپی لخوا تر اوو ورځو پوری کارول کیږی .
جـــــانــــبــی عوارض :
د مهبل خارښت , اسهال , بدهضمی او کولايټس ( د کولمو خارښت ) که ولیدل شی درمل دی قطع کړی .

لاس رسی Cream . Clycine V 20_40mg
6 __ Nitrate

اســـــتـــطـــبــــاب :
د Vaginal Candidiasis په درملنه کی کارول کیږی .
دوز :
په ورځ یو ځلی د شپی لخوا دی یو اپلیکيټر په مرسته د دری ورځو لپاره وکارول شی .
جـــــــانـــــــبـــــی عوارض :
موضعی خارښت یی جانبی عوارض دی .
لاس رسی Cream Butoconazol 20gr .

7 __ Vaginal
په دی درمل کی فینټی کونازول نايټریت شامل دی .
دا درمل د فنګسی انتاناتو د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .
دوز :
ملهم دی په ورځ کی يو ځلی د اپلیکيټر په مرسته د دریو ورځو لپاره وکارول شی .


8 __ _N
په درمل کی سلفانیلاماید شامل دی . د بکتریل انتاناتو د له منځه وړلو لپاره کارول کیږی .
یو اپلیکيټر دی سهار اوبل ماښام وکارول شی .له دی درمل سره حساس ناروغان دی نه کاروی .

9__ Nitrate
اســــــتـــــطـــــبــــاب :
د Condidal Vaginitis په درملنه کی کارول کیږی .
دوز :
په ورځ کی دی اوویل د دوو ورځو لپاره وکارول شی .
جـــــــانــــــبــــی عوارض :
ځایی خارښت یی جانبی عوارض دی .

10 __

په درمل کی Tinidazole , Nisstatine , Neomycine او پريډنیسولون شامل دی.
د هر ډول مهبلی انتاناتو لپاره کارول کیږی .

20/05/2023

(Enderal)
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
دا درمل د بیټا ۱ او بیټا ۲ اخزی بلاک کوي او د وینی فشار ضد ، زړه د بی نظمئ او د سینی درد چی د زړه له وجی وي استعمالیږي . ددی ترڅنګ نورو حالتونو کی هم استعمالیږي. تاسو یی راسره تعقیب کړئ .
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
ⓐ Indication استطباب
•Hypertension د وینی فشار لوړوالی
•Cardiac Arrythmia د زړه بی نظمي
•Migrian prophylaxis نیم سیری مخنیوي لپاره
•Anxaity TachyCardia ویره چی د زړه ضربان ورسره زیات وي ښه درمل دي
•Intra Cranial Pressure ⇓ داخل کرانیل فشار کموالی لپاره
•Thyrotoxicosis تایروټهاکسکوزیس
•Renal Hypertension د پښتورګو فشار زیاتوالی
•Myocardial Infarction د زړه احتشاء
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
ⓗ Contra Indicationمضاد استطباب
Hypersensitivity حساسیت
Branchospasm برنکسونو سپزم
Heart Failure د زړه عدم کفایه
Asthma سابندي
Cardiogenic shock د زړه له وجی شاک
Acidosis اسیډوزیس
Haemorrhage وینه بهدینه
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ

ⓘ Side effects جانبي عوارض
Hypoglycemia په وینه کی د ګلوکوز کموالی
Bradycardia د زړه ضربان کمواای په دقیقه کی
Hypotension دږد فشار ټیټوالی
Sever Bronchospasm شدید دبرانکسونو سپزم
Eosinophilia
Brady arrythmia
Nausea Vomiting
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
ⓓ Coution احتیاط
• هغه کسان چی په شکر ناروغی اخته وي احتیاط ورسره وشي
•هغه کسان چی پښتورګو او ځګر ناروغی لری احتیاط ورسره وشي .
•په حاملګی کی باید استعمال نه شي.
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★د استعمال اندازه
•لـــــویانو ته
۱۰ــــ۴۰ملي ګرام هر ۸ ساعته وروسته ورکولی شو

•ماشومانو ته
۰،۲۵ـــــ۰،۵ ملي ګرام په کیلو د بدن هر ۸ ساعته وروسته ورکولی شو د ډاکټر په مشوره باید استعمال شي.

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★درملو شکلونه

• ۱۰ــــــ۴۰ملي ګرامه ګولی یی شته دی

• ۱ ملي ګرام پر ملي ليټر انجکشن شتون لري
خو زیات یی ګــــــولی استعمالیږي
کاپی

🩺 د ګرانو محصلینو او درنو ډاکټر صاحبانو لپاره د ځینو ناروغیو انګلیسي نومونه او د هغې معناګانې په پښتو ژبه !Cold  زکام ری...
19/05/2023

🩺 د ګرانو محصلینو او درنو ډاکټر صاحبانو لپاره د ځینو ناروغیو انګلیسي نومونه او د هغې معناګانې په پښتو ژبه !

Cold زکام ریزش
Head ache سردرد
Eye ache سترګو درد
Leg ache پښو درد
Body ache ځان درد
Stomach ache معدې درد
Red eye د سترګو سوروالی
Reduced – sight د لید کموالی
Ear ache غوږ درد
Epistaxis دپوزې څخه وینه راتلل
Tonsillitis د ټانسلونو التهاب
Otitis د غوږ التهاب
Wax د غوږ چرک
Deafness کوڼوالی
Bronchitis د برانکسونو التهاب
Pneumonia سینه وبغل
Asthma ساه لنډي
Ulcer ټپ
Gastritis د معدې التهاب
Gostroenteritis د هضمي جحاز التهاب
Hepatitis زیړی یا د ځیګر التهاب
Worms د معدې چینجی
Dysentery وینه لرونکی نس ناستی
Typhoid محرقه
Hemorrhoids بواسیر
Hernia فتق ، چُره
Cholecytitis د تریخي التهاب
Colelithiasis کاڼي په تریخې کې
Cholera کولرا
Urinary infector سوزاک
Orchitis د خصیو التهاب
Circumcision سنتول
Sterility عقامت یا شنډتوب، سستی
Pregnancy حاملگی امیدواري
Delivery ولادت پیدایښت
Hypertension د وینې لوړ فشار
Malnutrition خوار ځواکي یا سؤتغذي
Rickets د هډوکو نرموالی
Scurvy د ویټامین سی کمښت ناروغي
Measles سرخکان
Whooping cough توره ټوخولې
Mumps یا کله چرک
Tetanus تیتانوس
Diphtheria خناق، دفتری د ستوني پړسوپ
Polio فلج اطفال ماشومان ګوزڼ وهل
Abortion سقط، د جنین لرې کول
Dysmenorrhea درد لرونکی حیض
Gynecological diseases ښځینه ناروغۍ
Goiter جاغور
Arthritis د مفاصلو التهاب
Rheumatism روماتیزم
Lumbago ملا درد
Neuritis د عصابو التهاب
Epilepsy مِرگی
Psychosis رواني ناروغۍ
Depression خفګان
Impetigo مرداره دانه
Escabies گرگ، خارښ، جرم
Eczema پت ، گوش باده
Diabetes شکر
Laparatomy دبطن خلاصول
Gall دانه
Allergy حساسیت
Shingles تب خال، تبه
Nerve shock عصبی شاک
Constipation قبضیت
Dizziness ګنګسیت
Elopecia د ویښتو تلل
Borborygmus د نس اوازونه
Asthenia سُستی ، ضعف کمزوري
Anorexia بی اشتهاهی
Exompholos د نامه وتنه
Tonic مقوی
Wen غده
Diarrhea نس ناستی
Leprosy جَزام
Vertigo سرگیچی سر ګنګسی
Fever تبه
Nausea زړه بد والی
Vomition ګانګې
Cancer سرطان
H.I.V ایدس
Gingivitis د ورۍ التهاب
headache سر دردی
backache ملا درد
amnesia د یادښت ناروغي
anemia د وینې کموالی
bloodshed وینه تویول
brain sickness د عقل کمزوری
bladder stone د تریخې تیږه
tooth ache غاښ درد
chicken pox چیچک
Sore Throat ستوني درد
eye sore سترګو درد
flu آنفلو آنزا یا ریزش و زکام
heart ache زړه درد
heat stroke جل وهلی
hysteria عصبی ګډوډي
infection عفونت، انتان میکروب
madness جنون لیونتوب
plague طاعون
cataract
د سترګې د غمي خړوالی یا د lenseخړوالی او د لیدلو وړتیا له لاسه ورکول
vomiting ګانګې
Blind ړوند
Dumb ګونګ
Cripple چلاق
Paralysis فلج بودن ګوزڼ وهلی
Paralytic فلجي
Paralyzed فلج شوی
Flue زکام
Catch a cold یخ نیونه
Strep throat میکروبی شوی ستونی
Hangover سرگیجه نشه
Cholera وبا
Chicken pox د مرغانو دانې
Twist پیچ خوردگی کولمه درد
Bruise کبود
Inflammation تورم
️Swelling پړسوب
Wounded زخمی
Injured زیانمن شوی
Burn سوزیدنه
Cut پری شوۍ
Fracture مات شوۍ
Stutter لکنت,د خبرو کولو ګډوډي نیمې نیمې خبرې کول
️Stammer
Re****ed شاته غورځیدلی
Nose bleed د پوزې څخه وینې راتلل
Tremor لړزه
Amputation د عضوه پریکونه
Faint په غاښ کول
️Collapse غونجیدل
Uunconsciouse بیهوش
Wart زگیل
Blood clot د وینې لخته کیدل
Ear wax blockage د غوږ میکروبي کیدل
Food poisoning د خوړو تسمم
Alzheimer آلزایمر
Osteoporosis د هډکو ورستوالی
Rabies وایرسي نار ناروغي ده چې دځینو حیواناتو پواسطه د داړلو څخه رامنځته کیږي
Gout نقرس
Epilepsy سرع یا میرګي
Tuberculosis سل
Gonorrhea سوزاک
Blister تڼاکی
Dislocate د هډکو وتنه
Sprain رګ په رګ کیدل
Pins and needles سر شدن
️Lockjaw د ژامې حرکت محدودېدل
Viral pneumonia ویروسی نومونیا
Obesity د چاغښت ناروغي
Fungal infection فنګسي عفونت
Gastric ulcer معدې ټپ
Rheumatism روماتیسم
Haemorrhage وینه بهیدنه
Delirume هذیان
Meningitis د دماغو دپردې التهاب
Tumor تومور
Brain death دماغی مړینه
Bunged up nose د پوزې بندښت
Runny nose د پوزې څخه اوبه راتلل
Choke په ستوني کې د خوړو بندښت
Benign سلیم
Malignant خبیث
Diphtheria د ستوني پړسوب
Bloat نفخ
Sexually transmitted diseas دکوروالي ناروغي
Premature زودرس، نارسم،مخکې له مودې څخه
Eczema اگزما
Disinfectant ضد عفونی
Relaps سخت کیدل یا بد تر کیدل
Recover ښه کیدل
Convalescence دوره نقاهت
Infectious انتاني
Convulsion تشنج
Acute سخت،حاد
Heart condition د زړه وضیعت
Jaundice زیړی
Hemophilia هموفیلیا
Rickets راشیتیزم
Case history پخوانۍ ناروغي
Bile صفرا
Spasm د هډوکو درد یا نیونه
Hypothermia د حرارت کموالی

WhatsApp Group Invite

 #سوزاک يا ( ) څه ډول ناروغي ده؟لاملونه اودرملنه یې.سوزاک چې په انګلېسي کې ورته Gonorrhea يا Gonorrhoea وايي ، د تناسلې ...
14/05/2023

#سوزاک يا ( ) څه ډول ناروغي ده؟

لاملونه اودرملنه یې.
سوزاک چې په انګلېسي کې ورته Gonorrhea يا Gonorrhoea وايي ، د تناسلې سېستم د التهاب يا ميکروبي کېدنې ناروغي ده . چې علمي نوم يې
(sexually transmitted infection (STI
دی .
د سوزاک ناورغي د تناسلي سېستم یوه ناروغي ده چي د
Neisseria gonorrhoeae
په نوم د یوی بکتريا له امله منځ ته راځي.
د سوزاک ناروغۍ نښې نښانې :
١۔ نارینه نښې۔۔۔٢ښځینه نښې.

نارينه :
د ادرار ( تشو متيازو ) په وخت کې د تناسلي آلې سوځېدنه .
د تناسلي آلې څخه د سپين ، زيړ او شينې رنګې مايع وتل او بهېدنه .
د مقعد درد، وينې کېدنه او خارښت ؛ په ځانګړې ډول د فضله موادو د اطراح په وخت کې .
د هګو (خصيو) پړسوب .
په سترګو کې درد او د سترګو د نظر حساس کېدل .
د بندونو يا مفصلونو درد .

ښځېنه :
د مياشتني ناروغۍ په منځ کې له تناسلي آلې څخه وينه بهېدنه.
د جنسي اړيکو په وخت کې د درد احساس .
له جنسي اړيکو وروسته د تناسلي الې څخه وينه بهېدنه .
استفراق کول او د نس درد .
د مرۍ درد په ځانګړې ډول د خوراک په وخت کې .
په ښځو او نارينه داوړو کې د خاصري لګن درد .
په ښځو او نارينه داوړو کې د ادرار د اطرح زر - زر احساس .
۲- د سوزاک د ناروغۍ لاملونه :
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل د سوزاک ناروغي د
Neisseria gonorrhoeae
په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي .

د سوزاک د ناروغۍ عمده لامل جنسي اړيکې دي ، که چېرې خاوند او يا ښځه يو هم په
Neisseria gonorrhoeae
باندې ککړ وي نو روغ کس ته د جنسي اړيکو له لارې دغه ناروغي په آسانۍ سره لېږدول کيږي .

په لاندې ډول د سوزاک د ناروغۍ يو څو مهم لاملونه په ګوته کوو :
د څېړنو اړوند د سوزاک د ناروغۍ يو لامل جنسي اړيکې دي.
څېړونو ښودلې ده.
چې که چېرې ښځه د سوزاک ناروغي ولري نو نارينه ته يې د لېږد شونتيا يوازې ۲۰ سلنه ده ، خو که چېرې نارينه د سوزاک ناروغي ولري ، نو ښځو ته يې د لېږد شونتيا له ۷۰ څخه بيا تر ۸۰ سلنې پورې ده .
که چېرې حمل لرونکي مور يا اميدواره ښځه د سوزاک ناروغي ولري.
نو د زېږون په وخت کې ماشوم ته د لېږد احتمال لري .
٣-سوزاک د ناروغۍ مخنېوی :
په يو کس د سوزاک ناروغۍ د شتون په وخت کې د جنسي اړيکو څخه ډډه کول .
دجنسي اړيکو په وخت کې د کندوم څخه کار اخېستل .
مخکې د ماشوم د زېږدنې څخه د مور د سوزاک د ناروغي درملنه.
د خولې له لارې د جنسي اړيکو څخه ډډه کول .

٤-د سوزاک ناروغۍ درملنه :
کومې نښې نښانې مو چې وړاندې وښودلې ، د هغې په ښکارېدو سره بايد د ادرار يا تشو متيازو ټېسټ ترسره شي ، چې په تناسلي سېستم کې د
Neisseria gonorrhoeae
بکتريا پر وړاندې درمل توصيه شي او ياده بکتريا له منځه يوړل شي.
تر هغه چې د ډاکټر له لورې توصيه شوي درمل اغېز کوي نو بايد د جنسي اړيکو له تر سره کولو ډډه وشي .
د سوزاک ناروغي نه يوازې په تکثري او تناسلې سېستم باندې اغېز کوي ، بلکې د وجود په نورو برخو لکه مرۍ ، خوله ، بندونه ، نس او خاصرې لکن باندې هم بد اغېز کوي او درد لامل کيږي .
هر کله چې پورته ياد نښې نښانې تر سترګو شي ، نو په بېړه بايد د ادرار ټېسټونه ترسره شي ، ترڅو د Neisseria gonorrhoeae
بکتريا ډېر وړاندې تګ ونه کړي .
مهمه خبره دا ده.
چې هر کله چې ښځه او يا خاوند د سوزاک ناروغي ولري ، نو تر هغه چې په مکمل ډول د سوزاک درملنه نه وي شوي ، بايد جنسي اړيکي ترسره نه شي .
د سوزاک د ناروغۍ په وخت کې د جنسي اړيکو ترسره کولو دوه ستونزې رامنځ ته کوي .
د ناروغ کس څخه په اسانۍ سره روغ کس ته د ناروغۍ لېږد .
د جنسي اړيکو په وسيله د ناروغ کس ناروغي لا نور هم پېچلي او مغلقه کيږي .
په امريکا د څېړونو په پايله کې تر اوسه د سوزاک د ناروغۍ په زرګونه ډولونه پېژندل شوي دي ، چې لوی لامل يې د
Neisseria gonorrhoeae
بکتريا ښودل شوې ده.
Dr sami

(Surbex-Z) سربیکس زی       ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ ★Indicationاستطباب  •Vitamin B cpmlex Defici...
14/05/2023

(Surbex-Z) سربیکس زی

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Indicationاستطباب
•Vitamin B cpmlex Deficincy ویټامین بي کمپلیکس کموالی
• vitamin E Deficincy• ویټامین ای کموالی
• Vitamin C Deficincy ویټامین سي کموالی
• Zinc Deficincy زینک کموالی
•د زنک کمښت کولی شي د ودې کمزورتیا سبب شي باید استعمال شي
•Sexual Weakness د جنسي کمزورتیا مخه نیسي
• Night Blindnessد شپې ړوندوالی
• liver Cirrhosis •د جگـــر سیروسیس
• Anorexia •بی اشتـــهایی
• Weakness •ضعیـــف
• Diarrhea•اسهـــال
•هغه زخمونه چی قراره جوړیږي لکه په زړو خلکو کی دوی کی باید استعــــمال شي
•د سر ویښتو تویدل alopecia
•کم خوني

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ

★Contra indication:
•Hypersensitivity حساسیت

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Side effect: جانبي عوارض
هاضمي ګډوډئ لکه د معدی سوزش خیټی دردونه
ســـــــــردرد
پوستکي خارښت
ګنګسیت
بی خوبي
#نوټ: په ټولو کسانو کی نه رامنځته کیږي چی پام مو وي

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ

★استعمال اندازه
یو ګولی په په ۲۴ ساعتو کی په مړه خیټه باید وخوړل شي

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
• نوټ :باید په خپل سر یو درمل هم استعمال نشي که هغه مولټي ویټامین هم وي د ډاکټر په مشوره باید استعمال شي

Dr sami

د ممېزو روغتیايي ګټې؛پاڼه درسره پالو کړئ! Copy
14/05/2023

د ممېزو روغتیايي ګټې؛
پاڼه درسره پالو کړئ! Copy

09/05/2023

(Thalassaemia{Blood Canerد وینی سرطان

تلسیمیا (د ویني کمښت) یو ارثي بیماري ده چې د امله یې مریض په ډیر کم عمر او یا هم که ډیر ژوند ولري تر 18-22 کاله وي او بیا ژوند د لاسه ورکوي.
دا بیماري دوه اقسام لري چې یو یې (Thalassemia Minor) او بل یې (Thalassemia Major) دی.

په تلسیمیا ماینر انسان کې کوم مرض یا نقص نه وي خو د دې بیمارۍ مکروب په خپل وجود کې ځان سره لري که چرته دا د یو داسې نجلۍ سره چې هغه هم تلسیمیا ماینر وي واده وکړي نو امکان لري چې د دوۍ په اول څلور اولادونو کې یو د تلسیمیامیجر ښکار شي. په تلسیمیا میجر کې ماشوم د ویني کمښت لري چې اول په هر څلورو میاشتوکې، بیا هره میاشت، بیا هره هفته او آن چې په هفته کې دوه ځل د ویني د کمښت سره مخ کیږي.
که څه هم وینه پیدا کول ګرانه وي خو تر هر څه سخته دا وي چې خپل خوږ اولاد دي وي چې هم ورسره سختې ګالې او هم په دې خبر یې چې پاتې کیږي نه مري به.

مخنیوۍ : دا بیماري زیاتره د کزن میریج (د تره لور، ترور لور، ماما لور سره واده….) له امله وي او یا هم که چرته دواړه هلک او نجلۍ تلسیمیاماینر وي.
د مخنیوي لپاره یې باید چې د واده نه مخکې دواړه هلک او نجلۍ د ویني معاینه (CBC Test) وکړي اوکه چرته دواړه ماینر وي اول خو دا به ښه وي چې واده دې ونکړی شي. او دوهم لاره یې دا ده چې کله نجلۍ حامله شي (د یولسو یا دولس هفتو) د ماشوم لپاره دې Chorionic Villus Sampling Test (CVS)
وکړل شي. چې د ماشوم تشخیص وشي او د ډاکټر سره په مشوره دې د ماشوم په هکله فیصله وشي.

نوټ: داسې قِسمه مریضانو ته د ویني اشد ضرورت وي نو باید چې مونږ او تاسو هر یو په درې میاشتو کې یو ځل خپله وینه عطیه کړو تر څو د نورو ژوند وژغورو.cop

 #آیا (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروب او یا هم د معدی زخم پیژنۍ؟1: آیا معده مو درد کوی او د معدی پړسوب لري؟2: آیا معده مو ...
06/05/2023

#آیا (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروب او یا هم د معدی زخم پیژنۍ؟

1: آیا معده مو درد کوی او د معدی پړسوب لري؟
2: آیا معده مو ایشیږی او تری اوبه مو خولی ته راځی؟
2: آیا زړه بدوالی لری او د خولی خوند مو خراب وی؟
3: آیا قبضیت، دنس بادونه، آوازونه، او اسهالات لری؟
4: آیا اشتها نلری او د معدی هضمیت مو خراب دی؟
5: آیا د پښو تلی مو سوزیږی او د شا ولی مو درد کوی؟
6: آیا وزن مو کم یا ډنکر یاست او وزن نشی اخیستلی؟

د معدې میکروب یا (ایچ پیلوری) د نړی تر نیمایی نفوسه ډیره لری
نوموړی میکروب دککړو خوړو او اوبو په ذریعه د خولی له لاری د بهرني محیط څخه ځان د هاضمي کانال له لاری معدی ته رسوي چی د معدې یا د کوچنیو کوکمو په اوله برخه کې ځان ځای پرځای کوی .

#دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوري) نښې نښانی څه دی؟

1: د معدی دردونه
2: د معدی پړسوب
3: د معدی سوخت یا ایشیدل
4: زړه بدوالی درلودل
5: د خولی خوند خرابیدل
6: د اشتها نشتوالی
7: دوامداره قبضیت درلودل
8: د خيټی پړسوب او بادونه لرل
9: په خیټه کی د اوازونو درلودل
10: کله کله اسهالات درلودل
11: وزن د لاسه ورکول
12: د شپی لخوا د پښو تلو سوخت
13: د شا ولو دردونه
14: د وینې کموالی
15: په ځینی حالاتو کې ترخې اوترشې اوبه تر خولې راتلل
15: ډکو متیازو رنګ توره بڼه او بد بوی ځانته غوره کول
16: له ډوډۍ نه وروسته د خیټې خفیف دردونه

#دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوری) د انتقال لاری کومی دی؟

په صورت عموم د معدی میکروب د خولی له لاری , د لعابو له لاری ، د کاکړو اوبو او خوړو له لاری د یو مریض شخص څخه سالم انسان ته انتقالیږی.

#څنګه کولی شو له (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروبه ځان وساتو ؟

باید کوشش وکړو حفظ الصحه مراعات کړو مثلا لاسونه په صابون پریمنځو سبزی او میوه سمه منځل له هوټلی خوراکونو ځان وساتو منظم ورزش وکړو او د ایچ پیلوری مریضان تداوی کړو.

#پرهیز او هغه لاری چاری چی ستاسو د مشکلاتو په کمولو کی مرسته کوی.

1: هر سهار په نهاره تر دریو ګلاسو شیرګرمی اوبه څکل
2: له اوبو څکلو ورسته نیم ساعت ورزش کول
3: ترخه شیان لکه مرچ مخوری
3: تروش شیان لکه لیمو اچار داسی نور مه خوری
4: پپسی او انرژی مه څکی
5: هر ځل خوړو ورسته له پنځو الی تر لسو دقیقو چابک قدمونه ووهی
6: د ډیرو سختو شیانو خوراک کی ګوزاره وکړی
7: مثاله لرونکی خواړه او دیر په غوړو کی سره کړی خوراکونه په اندازه خوری.

#درملنه:
د معدی میکروب یا ایچ پیلوری درملنی لپاره کولی موږ سره له نږدی وګوری تر څو پوښتنی وشی سمه او دقیقه تاریخچه واخیستل شی معاینات وشی بلاخره تشخیص کیږی چی د هغی په اساس مریض لپاره منځمه دوا انتخابیږی.


< Whats App , وټسپ
0780208945

د داخله ناروغیو لکه د معدی، د وینی فشار ، شکر ، جنسی مشکلاتو او بواسیرو په برخه کی ستاسو درنو هیوادوالو په خدمت دي.

ده ❤
ماست❤

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Samiullah Sami posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category