Dr.SabirShah Safi

Dr.SabirShah Safi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.SabirShah Safi, Doctor, behsod, Jalalabad.

د چاغوالي یا Obesity لپاره حل لارې :چاغوالې د دوه عمده علتونو له وجې پیدا کیږي 1_ زیاته کالوري انرژي اخیستل 2_ د انرژۍ ک...
18/09/2022

د چاغوالي یا Obesity لپاره حل لارې :
چاغوالې د دوه عمده علتونو له وجې پیدا کیږي
1_ زیاته کالوري انرژي اخیستل
2_ د انرژۍ کم مصرفول
ددې لپاره چې د چاغوالي څخه او د چاغوالي سره د تړلو ناروغیو څخه مخنیوې وکړو او یا هم وزن کم کړو نو خپل د ژوند شکل (Life Style) ته باید تغیر ورکړو
*ـ دانرژۍ کم اخیستل : په ورځ کې باید د
800_1000kcal
پورې انرژي څخه استفاده وکړو
*- پدې ترتیب چې 100g باید د مغلقو قندونو څخه ، 40g د شحمو څخه ، او 50g باید د پروټین څخه استفاده وکړو
قندونه باید د سبزیجاتو او تازه میوه جاتو په شکل وي او د خوږو شیانو استعمال باید کم کړو
*- د غذا د خوړلو پر وخت باید موبایل او تلویزون ته ونه ګورو
*- هغه اعلانات چې اشتها راوړونکې غذاګانې پکې ښودل کیږي باید ونه ګورو
*- دسترخوان ته باید یواځې کیښنو اود شریک خوراک څخه ځان وساتو
*-خپله به ځان ته غذا نه راخلو او د بل چا په واسطه باید غذا راته په کاسه او د خوراک په لوښې کې واچول شي ترڅو ځان ته خپله ډیر خواړه په لوښې کې وانه چوو
*- وړوکې پليټ او یا د خوراک لوښی باید انتخاب کړو
*- په خوړو باید ښه شخوند ووهو ترڅو ښه میده شي
*- د دسترخوان او یا د خوراک د میز څخه باید زر پاڅیږو
*- د خوړو د خوړلو وروسته باید زر استراحت ونه کړو بلکې یو اندازه وګرځو
*- د خوړو سره او یا هم بیدون له خوړو څخه د مشروباتو لکه کوکاکولا ، پیپسي او نورې انرژۍ استعمال نکړو او پرځای یی ساده اوبه استعمال کړو
*- په ورځ کې تر 2.5 لیتره اوبه باید وڅښو ترڅو د قبضیت او د بدن د اوبو د کموالي څخه مخنیوې وشي
*- د الکول د استعمال څخه ځان وساتو
*- د تازه میوه جاتو او سبزیجاتو څخه باید زیاته استفاده وکړو
2- د انرژۍ مصرف زیاتول :

*- حد اقل په ورځ کې 30 دقیقې منظم ورزش باید وکړو لکه منډه وهل ، لامبو وهل ، بایسیکل ځغلول او داسې نور
*- د فزیکي فعالیت زیاتوالی د کم وزن په ثابت ساتلو کې مهم رول لري
* - که فزیکې فعالیت مو وزن کم نکړي نو د ناروغیو په مخنیوي کې خو مفید تمامیږي
*- د یادونې وړ ده چې د غذایی انرژۍ کم اخیستل د تمرین کولو څخه زیات د وزن په کمولو کې مفید تمامیږي
*- په شروع کې په هفته کې د نیم څخه تر یو کیلو پورې وزن باید کم کړو

د وزن کمولو ګټې :
1_ که یو څوک 5-10 % وزن کم کړي د چاغوالي سره د تړلو ناروغیو څخه تریوې اندازې پورې مخنیوې کیږي
2- که یو څوک 5kg وزن کم کړي اود شکر ناروغۍ ته په خطر کې وي په 60% پیښو کې د شکر ناروغۍ خواته پرمختګ کمیږي
3- د ژوند د شکل یا Life Style تغیرول د درملو او جراحي عملیات په واسطه د چاغوالې د درملنې ضرورت کموي

پورته لیکنه درسره شریکه کړﺉ
مننه

Address

Behsod
Jalalabad
0096599812903

Telephone

+93786160564

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.SabirShah Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.SabirShah Safi:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category