طبی معلومات Medical Information

  • Home
  • طبی معلومات Medical Information

طبی معلومات Medical  Information Afghanistan

18/10/2025
02/05/2025
دغه (۶) شیان، عادتونه او تیروتنې مو ګوردې ختموي!پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري...
18/02/2025

دغه (۶) شیان، عادتونه او تیروتنې مو ګوردې ختموي!

پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.

۱. په مثانه کې د ډير وخت لپاره د ادرار (تشو متیازو) ساتل د پښتورګو د ناروغۍ عمده لامل ګڼل کیږي. نو هڅه وکړئ چې تشناب ته په تللو کې ځنډ ونه کړئ، تر څو د پښتورګو د میکروبي کیدو مخه ونیسئ. همدارنګه په مثانه کې د ادرار ساتل د پښتورګو له میکروبي کیدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زیات فشار لامل هم کیږي، چې له امله یې یو شمیر ناروغۍ منځ ته راځي.

۲. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره باید زیاته مالګه ونه خوړل شي. د روغتیایي څیړنو له مخې په یوه ورځ کې له (۶) ګرامه زیاته مالګه خوړل په پښتورګو د فشار او ناروغۍ لامل ګرځي.

۳. د پښتورګو د سالم ساتلو لپاره باید له ډيرې غوښې خوړلو څخه ډډه وشي. ځکه ډیره غوښه خوړل په پښتورګو کې تیږه رامنځ ته کوي. په غوښه کې د پروټینونو ډيره کچه په پښتورګو فشار راوړي او د پښتورګو جوړښت لومړی ضعیف کوي او وروسته یې له کاره غورځوي.

۴. پیپسي، فانټا، انرژي او نور ټول ګاز لرونکي څښاک په پښتورګو کې د تیږې د پیدا کیدو لامل کیږي. که غواړئ د پښتورګو په تیږه او نورو ناروغیو باندې اخته نه شئ، نو له دې ډول څښاکو څخه لاس واخلئ، او یا هم به کم اندازه یې استعمال کړئ.

۵. د پښتورګو د ناروغۍ یو بل مهم لامل کمې اوبه څښل دي. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره مهمه ده، چې هره ورځ په زیاته اندازه سره اوبه وڅښل شي، چې تر ټولو ښه اندازه یې په ورځ کې (۱۰) ګیلاسه اوبه څښل دي.

۶. په یو ځای باندې د زیات وخت لپاره کیناستل نه یوازې د پښتورګو لپاره مضر دي، بلکې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شي.

نو هڅه وکړئ، هره ورځ قدم ووهئ او ځینې فزیکي تمرینات ترسره کړئ.

کله چې ډيرې اوبه وڅښئ، نو د ادرار (تشو متیازو) رنګ به روڼ او سپین وي، چې دا نښه د سالمو او روغو پښتورګو نښه ده.

یادونه: که چیرې د پښتورګو له کومې جدې ستونزې زوریږئ، نو غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره وګورئ.

شربت هایډریلین (Hydryllin Syrup)ترکیبي اجزاوې:په هر ۵ ملي لیتر کې شامل دي:Aminophylline Ph. Eur: 32 mgDiphenhydramine HC...
03/01/2025

شربت هایډریلین (Hydryllin Syrup)

ترکیبي اجزاوې:
په هر ۵ ملي لیتر کې شامل دي:

Aminophylline Ph. Eur: 32 mg

Diphenhydramine HCI BP: 8 mg

Ammonium Chloride Ph. Eur: 30 mg

Menthol BP: 0.98 mg

تاریخچه او کشف:
هایډریلین د هغو درملو له ډلې څخه دی چې د تنفسي سیستم د ناروغیو د درملنې لپاره جوړ شوی. دا درمل په ځانګړي ډول د ساه بندۍ، ټوخي او د مخاطي موادو د نرمولو لپاره د اوږدې مودې څېړنو وروسته تولید شوی.

هغه ناروغۍ چې یاد درمل پرې اغېزمن دي:

د تنفسي لارې ناروغۍ

ټوخی او ساه بندي

برانکایټس (Bronchitis)

د استما یا د نفس تنګي ناروغي

د مخاطي موادو نرمول او کمول

د هایډریلین شربت د ترکیبي اجزاوو ځانګړي فورمول د تنفسي ناروغیو د ښه‌والي لپاره جوړ شوی، چې په کې امینوفیلین د تنفسي عضلاتو د ارامولو لپاره، ډیفین هایدرامین د الرجۍ کمولو لپاره، امونیم کلورایډ د مخاط لرې کولو لپاره، او مینټول د نرمونکي اثر لپاره شامل دي.

جانبي عوارض:

د خوب زیاتوالی یا غنودګي

د معدې یا خېټې خفیف ناراحتي

حساسیت (د پوستکي خارښت یا سوروالی)

په نادره حالت کې د زړه ضربان کې لږ بدلون

د کارونې محدودیتونه:

هغه کسان چې د اجزاوو پر وړاندې حساسیت لري باید له دې درملو ډډه وکړي.

حامله ښځې او شیدې ورکونکې میندې دې د ډاکټر په مشوره وکاروي.

د ماشومانو لپاره د ډاکټر د لارښوونې پرته مه کاروئ.

له دې درملو څخه د اوږدې مودې لپاره پرته د ډاکټر د لارښوونې مه استفاده کوئ.

که زموږ معلومات ګټور وو، نو شیر یې کړئ!

هارډیلیوم(Hordeolum)هارډیلیوم یو حاد انتان دی چی معمولا د ګرام مثبت (+Gram) باکتریا (Staphylococcus aureus) په واسطه د س...
19/11/2024

هارډیلیوم(Hordeolum)

هارډیلیوم یو حاد انتان دی چی معمولا د ګرام مثبت (+Gram) باکتریا (Staphylococcus aureus) په واسطه د سترګو دپاسنیو یا لاندینیو بڼو په برخه کی منځته راتلای شی.

نښی او نښانی: Signs and Symptoms
√ سور والی.
√ پړسوب.
√ درد.
√ نرم او نازک پوستکی.

درملنه: Treatment
توود او ګرم ټکور مرسته کولای شی.
که له 48 ساعتونو وروسته یی ښه والی و نه موند نو لاندی ملهم کارولای شۍ.

Oin- Bacitracin.
or
Oin- Erethromycin.
مننه.

like and pag
19/11/2024

like and pag

انتی_بیوتیک_های_معمول که در بخش دندان فوق العاد‌ه استفاده دارد1- Cap-Amoxicilin 500 mgاز ۱۴ ساله به بالا سه وقت در روز  ...
04/10/2024

انتی_بیوتیک_های_معمول که در بخش دندان فوق العاد‌ه استفاده دارد

1- Cap-Amoxicilin 500 mg
از ۱۴ ساله به بالا سه وقت در روز حتی تا ۳۰۰۰ ملی گرام‌ هم روزانه گرفته میتواند
2- Tab- Augmentin 625 mg- 1000 mg
از ۱۴ ساله به بالا روزانه دو وقت
3- Tab- Metronidazole 400 mg
از ۱۴ ساله به بالا روزانه دو وقت
4- Cap- Ampiclox ( amocilin + cloxacilin )
از ۱۴ ساله بالا روزانه سه وقت
5- Tab- ciprofloxacin 500 mg
از ۱۴ ساله بالا روزانه سه وقت
بخش اطفال
1- Susp- Amoxicilin 125 mg
اطفال ۶ ماه الی ۲ نیم ساله سه وقت در روز
2- Susp- Amoxicilin 250 mg
اطفال ۲نیم ساله الی۱۲ ساله سه وقت در روز
3- Susp- Augmentin 125 mg
اطفال ۱ ساله الی ۲نیم ساله دو وقت در روز
4- Susp- Augmentin 250 mg
اطفال ۲نیم ساله الی ۸ ساله دو وقت در روز
5- Susp- Augmentin 312 mg
اطفال ۸ الی ۱۲ ساله دو وقت در روز
این انتی بیوتیک برای انتانات دندان از جمله آبسه ، التهاب بیره ، بعد از کشیدن دندان به منظور وقایه از انتانات استفاده میشود
در آبسه های شدید میتوانیم از دو انتی بیوتیک نیز استفاده نماییم
انلجزیک های که در بخش دندان استفاده فوق العاده دارد
1- Tab- Ibuprofen 400- 600 mg
از ۱۴ به بالا سه وقت در روز البته به مریضان که تکلیف معده دارند مضاد استطباب است
2- Tab- paracetamol 500 mg
از ۱۴ به بالا ۳ الی ۴ وقت در روز
3- Tab- Ponestan fort( mefinamic acid)
از ۱۴ به بالا سه وقت در روز برای درد های شدید دندان
4- Tab- Ansid (flourbibrofen)100 mg
از ۱۴ به بالا روزانه ۳ وقت برای مریضانیکه تکلیف معده دارد مضاد استطباب
بخش اطفال
1- Syrup- paracetamol 125 mg
اطفال ۶ ماه الی دونیم ساله ۳ الی ۴ مرتبه در روز
2- Syrup- Paracetamol 250 mg
اطفال ۲ نیم الی ۱۰ ساله سه الی چهار مرتبه در روز
3- Syrup- Ibuprofen 200 mg
اطفال ۶ ساله الی ۱۲ ساله ۳ مرتبه در روز
تمام‌‌ این انلجزیک ها برای درد های دندان استفاده میشود و‌اطفال که از هشت ساله بالا هستن و‌قدرت بلع کپسول یا تابلیت را دارند میتوانید به همان دوز تابلیت یا کپسول اش را بگیرید چون جذب کپسول و تابلیت تظر به شربت خوبتر است!

Address


Opening Hours

Monday 07:00 - 21:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when طبی معلومات Medical Information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share