Dr.Rizwan Alikhil

Dr.Rizwan Alikhil Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.Rizwan Alikhil, Doctor, Jalalabad.

09/03/2022
هر سهار ديو کلاس شيدو څکلو شل 20کټي 1 ـــ دانسان دوجود د ودې او نمو سبب کرځي2 ـــ دوجود هډوكي قوې کوي3 ـــ دميکروبونو په...
18/10/2020

هر سهار ديو کلاس شيدو څکلو شل 20کټي

1 ـــ دانسان دوجود د ودې او نمو سبب کرځي
2 ـــ دوجود هډوكي قوې کوي
3 ـــ دميکروبونو په مقابل كي مقاومت کوي او دمريضيومخنيوي کوي
4 ـــ داسهال مخنيوي کوي
5 ـــ دانسان عصبي سيستم قوې کوى
6 ـــ اعصابو ته قوې انرژي وركوي
7 ـــ دزخم مخنيوي کوى
8 ـــ دعاښونو خرابېدلو مخه نيسي
9 ـــ دسږو مريضي مخنيوي کوى
10 ـــ دويني فشار کښته کوى
11 ـــ بي غوړه شيدي کلسټرول کښته کوى
12 ـــ دسرطان په مخنيوي کى مرسته کوى
13 ـــ دويښتانو او نوکانو په غټوالى کى مهم رول لوبوي
14 ـــ د ژر زړوالى مخنيوي کوى
15 ـــ دوجود پر پوستکى مثبت تاثير لري پوستکى نرم او تازه ساتي
16 ـــ دچاغوالى مخه نيسي
17 ـــ حافظه قوې کوى
18 ـــ خوب منظم کوى
19 ـــ عضلات قوې کوى
20 ـــ تر ډېره حده دمعدي مشکل دمنځه وړى
نوټ
بايد وشي چي حيواني شيدي بايد خامي ونه خوړل شي ځكه زيات حيواني ميکروبونه اومريضي شته چي ددې حاموشيدوله لاري دانسان وجود ته داخليدلي شي۔
Dr.Rizwan Alikhil

Medical words                            طبي اصطلاحاتAnxiety                                               زهني نارامي T...
07/10/2020

Medical words طبي اصطلاحات

Anxiety زهني نارامي
Tremor لړزه
Amnesia بې حافظې کېدنه
Insomnia بې خوبي
Kernactares د سر غټوالی
De Hydreation د مایعاتو کمېدل
Renal problems د پښتورګو مشکلات
Endocarditis د زړه التهاب
Dry Mouth د خولې وچوالی
Goiter جاغور
Malaise ستړیا
Gingivitis د وریو التهاب
Angiodema د شونډو پړسوب
Potot sensitivity د لمر سره حساسیت
Gonarrhea سوزاک
Hematuria د ادرار سره وینه راتلل
Abdominal infection د ګیډي ناروغي
Typhoid fever محرقې تبه
Sever pneumonia شدید نمونیا
Drowsiness نیم ویده والی
Muscle weekness د عضلاتو کمزوري
Brady cardia د زړه ضربان کمېدل
Tachy cardia د زړه ضربان زیاتېدل
Asthma ساه بندي
Feeling of tension خفګان احساسول
Hyper calcemia په وینه کي د کلسیم د کچي لوړوالی
Hyper kalemia په وینه کي د پوتاشیم د کچي لوړوالی
Hyper glycemia د شکر زیاتوالی
Hypo glycemia د شکر کموالی
Hyper tension د فشار زیاتوالی
Hypo tension د فشار کموالی
Hypo magnesamia د مګنیزیم کموالی
Haematological problem د ویني مشکلات
Hyper lipidemia د شحمو زیاتوالی
Heart block د زړه ودرېدل
Hepatitis د ځیګر التهاب
Hyper sensitivity حساسیت
Dermatology د پوستکي مشکلات
Meningitis د عصبي پردې التهاب
Dental abscess د غاښونو د وریو التهاب
Jaundice زیړی
Myalgia د عضلاتو درد
Dizziness سر ګنګسي
Anmia د ویني کموالی
Sedative خوب راوړونکي اراموونکي
Eiplipsy میرګی
Rest less ness نارامي
Dipression ذهني نارامي
Abduminal pain د خیټي درد
Sweating خوله کېدل
Nausea زړه بد والی
Vomiting استفراق
Cardiac arrest د زړه بندش
Arrithmia زړه بې نظمي
Vertigo سرچکر
Sinusitis پوزي التهاب
Intestinal bleeding د کولمو څخه وینه راتلل
Git upset د معدې مشکلات
Nephroxiciy د پښتورګو زهریت
Polio د ماشومانو فلج
Arthritis التهاب مفاصل
Rheumatic روماتیزم
Lumbago ملا دردي
Neuritis اعصابو التهاب
Dysmerrhea حیض
Dyspepsia بد هضمي
Anorexia بې اشتهایی
Mumps ټنډ غومبوری مرض یا کله چرک
Measles سرخکان
Rickets استخوان شکن
والی
Delivery ولادت
Pregnancy حاملګي
Sterility عضلاتو سستي

Urinary tract infection تناسلي لاري التهاب
Cholera کولرا
Hemorrhoids بواسیر
.Rizwan Alikhil

د امیندوارو میرمنو لپاره  20 سپارښتنی1: د ورزی لس ساعته باید استراحت وکړی 2: له جارو وهلو څخه ډډه وکړی3: هغه شی چی زیات ...
06/10/2020

د امیندوارو میرمنو لپاره 20 سپارښتنی
1: د ورزی لس ساعته باید استراحت وکړی
2: له جارو وهلو څخه ډډه وکړی
3: هغه شی چی زیات وزن لری د جگولو څخه ډډه وکړی
4: درانده خواړه ډیر ټینگ خواړه لکه لوبیا هگی پالک کم وخوری
5: هر سهار یو گیلاس شیدی دوه دانی خرما وخوری ځکه چی شیدی کلسیم لری او خرما مو تغذیه کوی
6: سهارنی هیڅکله مه پریږدی ځکه چی ستاسو بدن زیاتی انرژی ته اړتیا لری
7: د ورزی په اوږدو کی پنځه وخته خوراک کوی خو کمه کمه خوری تر څو ستاسو صحت ورسره ښه یی
8: اوبه ډیری څکی چی گردی مو چرک یا ډبری پیدا نکړی د ورزی له پنځه ویشتو تر دیرش گیلاسو اوبه وڅکی
9: هره ورز لږ ورزش کوی گرځی راگرځی ځکه ورزش ستاسو صحت ته گټه لری
10: د سخت درد خوب پخپل سر درملو له خوراک څخه ډډه وکړی د اړتیا په وخت کی نیږدی صحی کلینیک ته لاړ شی
11: د خپل ځان پاک ساتلو خیال وساتی هفته کی غیر له میاشتنی ناروغی نه دری ځله حمام وکړی ډیری گرمی اوبه یاهم له ډیرو یخو اوبو سخه ډډه وکړی همیشه په تړمو اوبو لامبی
12: هره شپه پنځه دانی بادام وخوری تر څو ستاسو مغز نورماله وی
13: په هفته کی دوه ځله ینه ځیگر وخوری تر څو ستاسو د وینی کمبود پوره شی دوینی له کمښت سره مخامخ نشی
14: دشپی لخوا همیشه له وریجو څخه استفاده کوی وریجی ښی نرمی پخوی او بیا یی وروسته خوری
15: د تازه میوو څخه زیاته استفاده کوی
16: زیاته غوسه مه کوی نرماله اوسی چی راتلونکی ماشوم مو سالمه وی
17: د اړتیا په وخت کی ښځینه ډاکټر ته مراجعه وکړی هیڅکله پخپل سر دارو مه استعمالوی
18: د میوو جوسو له څکلو زیاته استفاده کوی تر څو بدن مو مقاومت ولری
19: د خاوری له خوړلو ډډه وکړی زیاتره میندی په دغه حالت کی خاوره خوری چی صحت ته مو زیان رسوی هغه خویندی چی دا خاوره خوری د هغوی په بدن کی کلسیم کم وی چی دا کمښت مونږ د شیدو پنیرو په خوړلو سره پوره کولی شوه
20: د ماشوم له پیدا کیدلو څخه دری ساعته مخکی روغتون ته مراجعه وکړٸ تر څو تاسو ته کوم زیان ونه رسیږی.Dr.Rizwan Alikhil

د ژاولو ژوولو ګټی او تاوانونه:ژاولې، په بېلابېلو رنګونو او خوندونو کې نن ورځ د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر پلورل کېدونکی توکی...
06/10/2020

د ژاولو ژوولو ګټی او تاوانونه:

ژاولې، په بېلابېلو رنګونو او خوندونو کې نن ورځ د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر پلورل کېدونکی توکی دی.

د ژاولو ترکيبات څه دي؟ د ژاولو روغتیایي ګټې د ژاولو اساسي ترکيب طبیعي کنډونه، جامد پارامین او یا هم د شاتو موم دي چې د ژوولو پر وخت ژر نه حلېږي. دویم ترکيبي توکی یې شات او رکسټروز دي چې ژاولو ته خوږوالی او حجم ورکوي. دوه سلنه ګلیسیرین، لسیتین، اوبلن سوریټول او د مالیټول شیره د ژاولو د نرموالي لامل کېږي. لس سلنه ترکيب يې بيا طبیعي عصارې دي چې ژاولې لمدې او تازه ساتي. څلور سلنه يې خوند ورکوونکي مواد لکه نعناع، دارچین او نورې مېوې دي. په معیاري ژاولو کې بیا پاتې پنځه سلنه هغه مواد دي چې د غاښونو له سپینوالي او د خولې له خوشبویۍ سره مرسته کوي.

د ژاولو ژوول اشتها کموي، د خولې بدبویي له منځه وړي، د غاښونو او وریو د پاکوالي لامل کېږي. دا سمه ده چې ژاولې د غاښونو او خولې له پاک ساتلو سره مرسته کوي، خو هېڅکله هم د غاښونو د برس، کريمونو او مسواک ځای نه شي نیولی. له ډوډۍ خوړلو وروسته د لسو دقیقو لپاره د ژاولو ژوول په معده کې د خوراکي موادو له هضم سره مرسته کوي. او یو دول ژاولې چې د ګلوګوز پرځای پکې د مصنوعي او بې ضرره قندونو څخه استفاده شوې او د ډوډۍ نه وروسته يې خلک ددې لپاره استعمالوي چې د غاښونو د پاکوالي لامل ګرځي.



د ژاولې زیانونه

د ژاولو ژولو پر مهال تر ډېره خوله وازه او بسته کېږي، معدې ته اضافي هوا داخلېږي او د معدې د پړسوب لامل کېږي.
د ډېر وخت لپاره د ژاولو ژول د غاښونو او خولې د درد لامل کېږي. د ډیر وخت لپاره د ژاولو ژول د غاښونو او خولې د درد لامل ګرځي.

د ژاولو ژول په هغو کسانو کې د وینې فشار د لوړېدو لامل کېږي چې د زړه ناروغي لري.هغه کسان چې د زړه ناروغي لري باید ژاولې ونه ژوي، ځکه چې د ژاولو ژول د ویني فشار د لوړیدو لامل هم ګرځي.

Smoking is the main Cause of ?a) Tuberculosisb) Emphysema c) Lungs Cancerd) Pneumonia .Rizwan Alikhil
24/07/2020

Smoking is the main Cause of ?
a) Tuberculosis
b) Emphysema
c) Lungs Cancer
d) Pneumonia
.Rizwan Alikhil

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Rizwan Alikhil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category