Medical Information

Medical Information Medical information for medical students and doctors share your information with us

30/08/2025
30/08/2025
سنجو بهګت د ناگپور هندوستان څخه و چې په ۱۹۶۳ کې زیږېدلی و. تر ۲۰ کلنۍ هغه هيڅ ستونزه نه لرله، له ۲۰ کلنۍ وروسته د هغه خې...
04/08/2025

سنجو بهګت د ناگپور هندوستان څخه و چې په ۱۹۶۳ کې زیږېدلی و. تر ۲۰ کلنۍ هغه هيڅ ستونزه نه لرله، له ۲۰ کلنۍ وروسته د هغه خېټه ورو ورو غټېدله او د حمل لرونکي سړي په بنه معلومېده. په ۱۹۹۹ کال کې یې د نس د ډېر زيات پاړسوب له امله روغتیا ډېره خرابه شوه (نفس يې بندېده ) او د ممبۍ يوه روغتون عاجلې څانګې ته وروړل شو او ډاکټرانو عملیات وکړل.
ډاکټرانو فکر کاوه چې د هغه په خېټه کې لوی تومور (دانه يا سرطان) دی، خو د عملیات پر وخت څرګنده شوه چې دا تومور نه و، بلکې د هغه جوړه ورور و چې د هغه په خېټه کې له زیږون نه تر ۳۵ کلونو پورې پاتې شوی و.
دا نادر حالت ته جنين - په جنين کې وايي، چې په داخل رحمي ژوند کې یو جوړه ماشوم د بل ماشوم په بدن کې وده کوي.
سنجو له عملیات وروسته ښه شو او اوس یو عادي ژوند تېروي.
دا پیښه د نړۍ له نایابه طبی پېښو څخه یوه ده چې په نارينه او ښځينه دواړو کې رامنځته کېدای شي.

ګرانو والدینو او محترمو کورنیو:راځئ په ګډه د شیدو ورکوونکو میندو ملاتړ وکړو!د سالمه خوړو په برابرولو، د کور د کارونو کمو...
04/08/2025

ګرانو والدینو او محترمو کورنیو:
راځئ په ګډه د شیدو ورکوونکو میندو ملاتړ وکړو!
د سالمه خوړو په برابرولو، د کور د کارونو کمولو او عاطفي ملاتړ سره باید میندو ته د دې وخت ورکړو چې په خورا لوړ ارامښت سره خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي، دا ځکه چې د راتلونکي نسل غوره پرمختګ د میندو په ملاتړ پیل مومي.

………….

والدین محترم و خانواده‌های گرامی:
بیایید با هم از مادران شیرده حمایت کنیم!
با فراهم کردن غذای سالم، کاهش کارهای خانه و حمایت عاطفی، به آنان فرصت دهیم تا با آرامش کامل به نوزاد شان شیر بدهند
چون رشد سالم نسل آینده ما، با حمایت امروز ما از مادران آغاز می‌شود.

هغه ناروغانو ته چی زړه رګونو ته یی ستنت یا په عا مه اصطلاح اسپر نګ اچول شوی ویګرانه ناروغه وروره یا خورې!تاسو ته ستنت تط...
04/08/2025

هغه ناروغانو ته چی زړه رګونو ته یی ستنت یا په عا مه اصطلاح اسپر نګ اچول شوی وی

ګرانه ناروغه وروره یا خورې!
تاسو ته ستنت تطبیق شوی، دا یو مهم ګام و چې ستاسو د زړه رګ بندیدو ستونزه یې حل کړه. اوس ستاسو روغتیا د درملو، مناسب ژوند طرز، او سمه پوهاوي پورې اړه لري. لاندې لارښوونې مهرباني وکړئ په پام کې ونیسئ:



✅ دا کارونه منظم وکړئ:
1. درمل:
ستاسو له طرفه ورکړل شوي درمل (لکه اسپرین، پلاویکس/کلوپیدوګرل، یا نورو ضد خون ټینګه کوونکو) باید هر ورځ، په ټاکلي وخت، او منظم ډول وکارول شي. له خپل سره درمل مه پرېږدئ.
2. خوراک:

• عام صحي خواړه وخورئ: میوه، سبزي، مڼه، زیتون غوړي، ماهي، او سالم پروټین.
• مالګه لږه کړئ، خو مکمل مه پرېږدئ.
• غوړ او ډېر غوړ لرونکي خواړه کم کړئ، خو بیخي مه پرېږدئ.
• ترو تازه خواړه له خپل کور نه خوړل تر ټولو ښه دي.

3. فزیکي فعالیت:

• د ډاکټر په مشوره لږ تر لږه نیم ساعت چکر یا نرم قدم وهل هره ورځ وکړئ.
• که درد، ساه لنډي یا ستړیا پیدا شوه، ډاکټر ته ورشئ.



❌ دا غلط کارونه مه کوئ:
1. د خوراک بې ځایه پرهیز مه کوئ:

• ډوډۍ، غوړي، شیدې، وریجې، یا مېوې مکمل بندول ضرور نه دي.
• متوازن خواړه تر ټولو مهم دي، نه سخت پرهیز.

2. د درملو پرېښودل مه کوئ:

• که ځان ښه احساسوئ هم، درمل مه پرېږدئ. د ستنت بندیدو خطر بیا رامنځته کېږي.

3. سیګرټ یا نسوار مه کاروئ:

• دا د رګونو لپاره ډېر خطرناک دي، له دې نه باید مکمل ځان وساتئ

06/07/2025

Address

Jalalabad Afghanistan
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram