Doctor karimi ډاکټر کریمي

Doctor karimi ډاکټر کریمي دلابراتور عملی زده کړو مرکز

✨ زیبایی موی‌تان را دوباره به دست آورید! ✨آیا ریزش زیاد مو شما را نگران ساخته؟ 😟ما برای‌تان یک راه‌حل صد در صد طبیعی دار...
12/09/2025

✨ زیبایی موی‌تان را دوباره به دست آورید! ✨
آیا ریزش زیاد مو شما را نگران ساخته؟ 😟
ما برای‌تان یک راه‌حل صد در صد طبیعی داریم برای تقویت و رشد دوباره مو. 🌿

✅ جلوگیری از ریزش و شکستگی مو
✅ تحریک رشد جدید مو
✅ تغذیه پوست سر

📞 همین حالا پیام بفرستید برای مشوره رایگان!
👉 تخفیف ویژه برای مدت محدود!

• «موهای‌تان را دوباره زنده بسازید!»
• «به ریزش مو خداحافظ بگویید!»
• «راه‌حل طبیعی برای موهای زیبا»
نتیجه دو ماه در عکس است الحمدالله

11/05/2024

د بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله د خپلو سیلاب ځپلو ورونو سره خپله خواخوږي څرګندوم. غم کې مو شریک یو!
الله تعالی دې شهداؤ ته جنةالفردوس،ذخمیانو ته شفاء عاجله او کامله ور په نصیب کړي،او د شهداؤ کورنۍ ته دې الله تعالی صبر جمیل ورکړي.🤲

13/04/2024
د ايګزيټ ازموينې وروستي معلومات!لومړي: ايګزيټ ازموينه به ټولې 160 پوښتنې ولري.دوهم: هر پوښتنه دوه نمرې لري چي ټولې 320 ک...
05/02/2023

د ايګزيټ ازموينې وروستي معلومات!
لومړي: ايګزيټ ازموينه به ټولې 160 پوښتنې ولري.
دوهم: هر پوښتنه دوه نمرې لري چي ټولې 320 کيږي.
دريم: ازموينه به د همدي دلوې مياشتې په 28مه نيټه (جمعي ورځ) واخيستل شي.
څلورم: هر ګډونوال چې شپيته سلنه نومرې پوره کړي٫ بريالي ګڼل کيږي. (180/320)
پنځم: ټول ډاکټرصاحبان (انجونې/هلکان) کولاي شي چې په ازموينه کې برخه واخلي.
شپږم: پوښتنې به ټولې څلور ځوابه وي.
اوم: طبي شورا د ازموينې يوازې پنځه سوه افغانۍ اخلي.
اتم: هر شخص چې په دغه ازموينه کي نه بريالي کيږي٫ بله ازموينه به د راتلونکي کال په حمل مياشت کي اخيستل کيږى.

د ثواب لپاره یې شریکوم او د دې لیکنې لیکوال راته نه دی معلوم، خو ډېر پر ځای لیکنه یې کړي. که تاسو ته معلوم وي، کمنټ کړئ....
02/02/2023

د ثواب لپاره یې شریکوم او د دې لیکنې لیکوال راته نه دی معلوم، خو ډېر پر ځای لیکنه یې کړي. که تاسو ته معلوم وي، کمنټ کړئ.
د ګرمو اوبو څکل په خالی معده باندې
مهمه موضوع ده لږ فکر ورته وکړﺉ
ای کاش ما کولای شوای چی دا نسخه می ټولو مسلمانانو ته رسولای وای
د زړونو یو متخصص وایې که تاسو کې یو څوک دغه نسخه یو مریض ته ورسوی نو د هغه د نجات او ژغورنې سبب کیدای شي
د ګرمو اوبو پواسطه د مرضونو علاج . ستاسو به باور نه راځي چی سنګه د ګرمو اوبو پواسطه د مرضونو علاج کیدای شي ، نو که الله ج وغواړی هغه تاسو ته په اوبو هم شفا درکوی ،
د ګرمو اوبو پواسطه تاسو د لاندې مرضونو علاج کولای شي ، شدید سر دردی ، د وینې فشار ، کم خونې ، د هډوکو او بندونو دردونو لپاره ، د زړه د شدید ضربانونو لپاره ، د وازدې د اوبو کولو لپاره ، د ستونې د التهاباتو لپاره ، د شریانونو د التهاب لپاره ، او د هغو مرضونو لپاره چی د ادرارو په مجرا پورې مربوط وی ، د معدې د تیزابو او د معدې د التهاب لپاره ، د کم اشتهایی لپاره ، او د هغو مرضونو لپاره چې له سترګو ، غوږونو ، او حنجرې پورې مربوط وی هم کار کوی
طریقه :: هره ورځ سهار وختی چی کله له خوبه راپاسیدﺉ نو څلور ګیلاسه اوبه به تاسو جوش کړﺉ ، کله چې جوش شوی نو د لږ وخت لپاره یی پریدﺉ چی لږ یخی شي ، ډیرې یی مه یخوﺉ یعنی دومره بایده ګرمی وی چی ستاسو ژبه او شونډی ونه سوزوی یعنی برابری ګرمی وی ، نو همدا څلور ګیلاسه اوبه به په نهاره وڅکۍ او تر 45 د قیقو پورې باید تاسو هیڅ خوراک ونکړﺉ . بعد له 45 دقیقو تاسو کولای شي چې خوراک وکړﺉ ، خو په یاد ولرﺉ هر کله مو چی خوراک کاوه نو تر دوه ساعتو پورې به اوبه ورپسې نه څکۍ . بعضی کسان وی چی سهار په نهاره له اوبو څکلو سره عادت نه وی او که وی هم نو څلور ګیلاسه ورته لوی مشکل ښکاری خو دوﺉ دې کوشش وکړﺉ چی په اوایلو کی لږ لږ او ورپسې همداسې تر څلورو ګیلاسو اوبو پورې باید ځان ورسوی

د دې مرضونو نتیجه د ګرمو اوبو پواسطه په لاندې ورځو کی ترلاسه کولای شي
د شکر مرض والا 30 ورځو کې
فشار مرض والا 30ورځو کې
د معدې مرض والا 10 ورځو کې
د سرطان مرض والا 9 میاشتو کې
د شریانونو التهاب والا 6 میاشتو کې
بی اشتهایی مرض والا 10 ورځو کې
د ادرارو مجرا پورې مربوط مرض والا 10 ورځو کې
د غوږ پوزې او ستونې مرضونو والا 20 ورځو
د زنانه وو میاشتنۍ مریضی پورې مربوط مرض والا 15 ورځو کې
د زړه مرض والا 30 ورځو کې
د کم خونۍ مرض والا 30 ورځو کې
د زیات وزن لرونکو اشخاصو او وازده لرونکو کسانو د وازدی یا چربی اوبه کول 4 میاشتو کې
فلج مرض والا 9 میاشتو کې
د شدید سردردی مرض والا 3 ورځو کې
او د تنفسی مرضونو والا 4 میاشتو کې
هر څه می واضح واضح لیکلی دي هیله ده چی ښه ورباندې پوه شۍ ستاسو د روغ صحت په هیله ستا خندا
درسره شیر یی کړﺉ چې نور خلک هم ورڅخه استفاده وکړی او الله ج به تاسو ته هم ثواب درنصیب کړی ، او الله ج د زمونږ ټولو مریضانو ته شفا کامله نصیب کړي او ما هم په خپلو دعاګانو کی درسره یاد ساتۍ ، الله ج مو خوشحاله ، اباد او سوکاله لره ، د مینې او تشویق څخه مو نړۍ نړۍ مننه ،

په خالي معده د ګرمو اوبو څښل !د زړه یو متخصص ډاکتر وايي !چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره ...
16/10/2022

په خالي معده د ګرمو اوبو څښل !

د زړه یو متخصص ډاکتر وايي !

چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره چي ناسته ولاړه ورسره لرئ ور سره شریک یې کړئ په حقیقت کي به نوموړي شخص دیوه انسان ژوند ژغورلئ وي.

په ګرمو اوبو سره درملنه.!
هیڅ باور د چا نه کیږي ډيري داسې ناروغۍ سته چي خدای تعالی هغه په څلور ګیلاسه اوبو سره له منځه وړي.

د جاپان د روغیتایي څيړنو مرکز د وروستۍ تجربې پر اساس چي د ګرمو اوبو په ذریعه يې تر سره کړې دي نتیجه یې سل په سلو کي د لاندي ذکر سوو ناروغیو لپاره مثبته اعلان کړېده.

* شدیده سردردي.
* د ویني فشار.
* کم خوني.
* د زنګنو درد.
* فلج.
* د زړه شدید ضربان.
* د ویني غوړ.
* ذکام.
* د ستوني پاړسوب.
* سل.
* د شریانونو پاړسوب.

* بلاخره هره ناروغي چي په ادرار پوري ارتباط ولري.
* دمعدې پاړسوب.
* کم اشتهایي.
* او هر هغه ناروغۍ چي په سترګو غوږ او حنجره پوري مربوط وي.

د استعمالولو کړنلاره یې.!
* کم وخت چي اوبه پر جوش راغلې ، هره ورځ سهار وختي چي له خوبه را پورته سئ څلور ګیلاس اوبه په خالي معده وڅښئ اوبه باید ګرمي وي داسې ګرمي چي دڅښلوو وړ وي نه چي ډیري ګرمي وي او نه ډیري یخي.

* د اوبو څښلو وروسته باید تر ۴۵ دقیقو پوري غذا ونه خورئ.
* ځیني وخت یو شمیر ناروغان د څلور ګیلاس اوبو په څښلو سره په مشکل کي کیږي کیداسي چي لږ لږ وڅښي ترڅو ځان څلور ګیلاس اوبو څښلو ته ورسوي.

* پورته ذکر سوي ناروغیو به په لاندي لیکل سوي وختونو کي انشاالله له منځه ولاړي سي.

* شکره په ۳۰ ورځو کي.
* دویني فشار په ۳۰ ورځو کي.
* د معدې مشکلات په ۱۰ ورځو کي.
* د سرطان ناروغي په ۹ میاشتو کي.
* سل او د شریانونو پاړسوب په ۶ میاشتو کي.
* میاشتانه عادت په ۱۵ ورځو کي.
* د زړه مشکلات په ۳۰ ورځو کي.
* شدید دسر درد په ۳ ورځو کي.
* کم خوني په ۳۰ ورځو کي.
* د ویني غوړ په ۴ میاشتو کي.
* فلج په ۹ میاشتو کي.
* او تنفسي مشکلات په ۴ میاشتو کي. ...

د نورو طبی معلومات لپاره، زما صفحه لایک او شیر کی..

#ډاکتر

30/11/2021
Egg Nutrition❤
17/11/2021

Egg Nutrition❤

Vitamin ans it's function...For more information please follow our page🙏🏻🙏🏻🙏🏻
17/11/2021

Vitamin ans it's function...

For more information please follow our page🙏🏻🙏🏻🙏🏻

واجیناپه عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (v***a) او واجینا (va**na) تر منځ...
14/04/2021

واجینا
په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (v***a) او واجینا (va**na) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له خولې د ځېلانځ تر خولې پورې وي.
په ولوا کې (l***a) شامله ده کومه چې د ولوا د چین یا تاو شوو برخو داخل او بهر دی، د واجینا خوله (va**na opening) شامله ده، ولوا پاسه برخه کې (cl****is) وي کوم چې ولاړ یا نېغ شکل لري، یورېترا او یا د ادرارو بهر ته غورزونکي کانال (urethra) خوله شامله ده.
واجینیا عضلاتي کانال دی کوم چې په عصبي رګونو او مخاطي غشا استر شوی. ځېلانځ او د رحم خوله سره وصل کوي او د میاشتینۍ ناروغۍ، نر سره جنسي اړیکې نیونې او اولاد زېږونې کې مرسته کوي. د واجینا خولې ته (va**na opening) نوم اخلي د (va**nal vestibule or introitus) په نامه هم یادیږي. د مقعد او (urethra) ترمنځ وي او یا هم هغه خوله ده له کومې چې د میاشتینۍ ناروغۍ وینه بهر ته بهیږي، د جنسي اړیکې او اولاد زېږونې لار هم ده.
د واجینیا دیوال (Vaginal wall) په مخاطي پردې پوښل شوی وي. مخاطي پرده یې لکه خوله کې د سخواختي استر په څېر وي. دیوال کې یې زیات اېلاستیکي یا د کش کېدو وړ فایبرونه موجود وي، د دېوال په جوړښت کې یې چین هم موجود دی کوم چې د اولاد زېږونې او یا هم جنسي اړیکې پر وخت له واجینا سره په خلاصېدو کې مرسته کوي.
په واجینا کې د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت د هورمونو سره تړاو لرونکی بدلون رامنځته کیږي. په خپل بهرني استر کې ګلیکوجېن ذخیره کوي. په دې برخه کې ګلیکوجېن تجزیه کیږي او د (pH) د برابرې کچې په ساتنه کې مرسته کوي تر څو واجینیا له باکتریا او مرخېړیو وساتي.
د واجینا ناروغۍ او حالتونه
په رحم کې زیات حالتونه رامنځته کېدای شي تر ټولو عام یې لاندې یاد شوي
Vaginitis
د رحم پړسېدنه ده او لامل یې د رحم عفوني کېدنه وي علایم یې د مایع بهر بهېدنه، بخار او سوزېدنه ده. دا حالت مختلف ډولونه لري او هر ډول یې د مختلفو عواملو له امله رامنځته کیږي.
د (Bacterial vaginosis) ډول یو باکتریایي عفوني کېدنه ده. په واجینا کې خپل طبیعي بې زیانه باکتریا موجودې وي کله چې دا باکتریا بې کچې زیاتې تولید شي نو واجینیا کې زیان رسونکې باکتریا ګانې پیدا کیږي. دا ناروغي نر ته نه انتقالیږي او نه یې نر له یوې ښځې بلې ته انتقالولای شي. د دې حالت پر وخت ممکن له ښځې زېړ رنګه یا سپین رنګه مایع وبهیږي.
د (Yeast infection) حالت هغه وخت رامنځته کیږي چې کله په واجینا کې (Candida albicans) زیات تولید شي. په ښځو کې دا حالت ډېر عام دی. علایم یې بخار، پړسېدنه او ټینګه سپین رنګه مایع بهېدنه ده. د دې حالت درملنه د مرخېړیو ضد درملو باندې کیږي – د ډاکټر له مشورې پرته په خپل سر درمل مه کاروئ.
د (Trichomoniasis) حالت ته د (trichomoniasis) نوم هم اخلي او د جنسي اړیکې له لارې بل ته هم انتقالېدای شي. د پیدا کېدو لامل یې د (Trichomonas va**nalis) په نامه د پرازیت شتون وي. علایم یې کب ته ورته بوی لرونکې شنه یا زېړ رنګه خړ رنګه مایع وي، په واجینیا کې سوزېدنه او سوروالی هم پیدا کوي. درملنه یې په انتیبیوتیک کیږي او نر او ښځې دواړو ته درمل نسخه کیږي ځکه چې دا حالت نر ته هم انتقالیږي.
د (Vaginismus) حالت د واجینا په عضلاتو کې بې اختیاره انقباض پیدا کوي یا تنګوالی پیدا کوي. د دې حالت لرونکې ښځې له نر سره د جنسي اړیکې نیونې پر وخت درد احساس کوي. لسګونه لاملونه لري خو ډېری وخت د تېر وخت د جنسي اړیکې له احساساتو سره تړاو لرونکی لامل وي.
د جنسي اړیکې له لارې انتقالیدونکې ناروغۍ
په انګرېزۍ کې ورته (Sexually transmitted infections) وایي، لنډیز یې (stis) دی. د ښځې په واجینا کې ذخې پیدا کولای شي او د درد لامل کېدای شي. د جنسي اړیکې له لارې ځینې انتقالیدونکې ناروغۍ کوم علایم نلري او یوازې د ازموینې پر وخت مالومیدای شي. د جنسي اړیکې له لارې تر ټولو عامې انتقالیدونکې ناروغۍ (chlamydia ge***al herpes gonorrhea ge***al warts) دي.
په واجینا کې نور عام حالتونه
د واجینا ډنګرېدل یا کوچني کېدل (Vaginal atrophy)
په واجینا کې د کش کېدو ځانګړنه له منځه وړي او د واجینا کانال تنګوي. دېری وخت په هغو ښځو کې عام وي چې عمر یې زیات او د میاشتینۍ ناروغۍ پای تجربه کوي ځکه چې دې وخت کې په ښځو کې د ایسټروجن هورمون تولید کمیږي او د واجینا مایع هم ورسره کمیږي. له دې پرته په ځوانو انجونو او ښځو کې هم د ایسټروجېن د کموالي له امله پیدا کیدای شي. نور لاملونه یې کوچنیانو ته شیدې ورکول، دهګیو کیسه لرې کول او یا هم د ځینو درملو د کارولو له امله وي. دا حالت د ښځې په واجینا کې وچوالی، د جنسي اړیکې پر وخت درد او نا ارامي پیدا کولای شي.
د واجینا لاندې زوړندېدل (Vaginal prolapse)
دا حالت د ښځې په واجینا کې پراخوالی پیدا کوي، بهر یې د نورو غړو لور ته باسي. دا حالت ښځو کې کم وخت پیدا کیږي. دا حالت د زېږون له امله، د قبضیت له امله په غټه کلمه کې د جمع شوو ادرارو پر واجینا د فشار له امله او یا هم په چاغو ښځو کې د ګېډې د وزن پر واجینا د فشار له امله پیدا کیږي. دا حالت مختلف ډولونه لري لاندې یې ډولونه وګورئ :
د (cystocele) ډول د واجینا پر مخکینې برخې او مثانې اغیز کوي
د (rectocele) ډول یې د واجینا په وروستۍ برخه او د غټې کلې په پای اغیز کوي
د (enterocele) ډول د واجینا د دیوال پر مخکینۍ برخې او وړې کلمې اغیز کوي
هر وخت له ځان سره علایم نلري خو ځینو ښځو کې یې علایم د لګن خاصره د ډکوالي احساس وي، ځینې ښځې د ستونزې په برخه کې کش کېدونکی احساس کوي. علایم د درېدو پر وخت سخت وي خو د ملاستې پر وخت یې علایم ورکیږي. د خندا، پرنجېدو او ټوخېدو پر وخت یې خالي ادرار بې اختیاره تویږي.
څرنګه پوه شو چې په واجینا کې ستونزه لرو ؟ د واجینا د رنګ بې کچې بدلون، په واجینا کې بوی پیدا کېدل، په واجینا کې نا ارامي، سوروالی یا بخار، له جنسي اړیکې وروسته یا د جنسي اړیکې پر وخت د وینې بهېدنه، د دوه میاشتینیو ناروغیو ترمنځ د وینې بهېدنه، په زړو ښځو کې د میاشتینۍ ناروغۍ له درېدو وروسته د وینې بهیدنه او یا هم د جنسي اړیکې پر وخت درد د واجینا ستونزه ښي.
څرنګه انجونې او ښځې کولای شي د واجینا له ناروغیو ساتنه وکړي ؟ واجینا خپله په طبیعي توګه ځان پاکوي د دې تونل له مینځلو ډډه وکړئ. له واجینا سره د بوي لرونکي صابون، شامپو او داسې نورو تولیداتو له اړیکې ډډه وکړئ ځکه چې د واجینا د (pH) په کچه کې توپیر راولي. که له خپل نر سره جنسي اړیکه نیسی نو د روغتیا په اړه یې ځان ډاډه کړئ. سپورت وکړئ په ځانګړې توګه د ګېډې کمولو سپورت. د ځینو ناروغیو لکه تور زیړی او داسې نور واکسین وکړئ که چېرې مو د ژوند ملګری دا ډول ناروغئ ولري تاسې ته یې انتقال نکړي. د رحم د سرطان لپاره هر کال یا دوه کاله وروسته ازموینه وکړئ.
د واجینا سرطان
د واجینا سرطان مختلف ډولونه لري خو یو ډول یې ډېر عام دی او د (squamous cell carcinoma) په نامه یادیږي، د واجینا په استر کې وده کوي، په پیل کې کوم علایم نلري خو که چېرې نورو برخو باندې برید وکړي له واجینا د وینې بهیدنه، له واجینا غیرې نورمال مایع بهیدنه او یا په واجینا کې غوټه پیدا کیدنه یې لمړۍ نښه وي. د واجینا د سرطان له درېو دوه برخې یې د جنسي اړیکه له لارې د انتقال شویو ناروغیو له امله پیدا کیږي که چېرې لمړي پړاو کې تشخیص شي درملنه یې ممکنه وي

03/11/2020

خپسکه:
د انسان ماغزه د خوب ليدلو په وخت کې لاسونه او پښي په موقتي ډول فلج کوي تر څو سړی په فېزيکي ډول هغه کار تر سره نکړي چې پهخوب يې ويني. دغه لنډ محاله د لاسونو او پښو فلج له راوېښيدلو سره يو ځای له منځه ځي. که څه هم د خوب په اړه د انسانانو معلومات لاتر اوسه ډير محدود ده، خو ځنې ساينسپوهان پدې باور دي چې د خپسکې نيول هغه وخت منځ ته راځي چې د انسان ماغزه وېښ شيخو فلج د يو څو سانيو لپاره نور هم دوام وکړي. خپسکه تقريباً له نيم څخه زيات انسانان نېسي.
په ډيری خلګو کې بې خوبي، اندېښنه، رواني فشار او ډير تشويش د خپسکې حمله منځ ته راوړي. د خوب د حفظ الصحه د مراعتولو ترڅنګ که د شپې له ډيري ډوډۍ خوړلو او ستوني ستاخ څملاستلو څخه ډه ډه وشي د خپسکې نېولو پېښي راکموي.
خو که د خپسکې نېول هره ورځ، اونۍ يا مياشت وي نو له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ ځکه يو څو د علاج وړ ناروغۍ شته چې د خپسکېباعث کېدی شي.

د بشریت د ستر ناجي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ميلاد د مبارک او نېکمرغه وي.🍃اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آل...
29/10/2020

د بشریت د ستر ناجي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ميلاد د مبارک او نېکمرغه وي.

🍃اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آل مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد.🍃

Address

Jalalabad. Afg
Jalalabad
65

Telephone

0766061442

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor karimi ډاکټر کریمي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category