اجمل مومند روغتون Ajmal Momand Hospital

اجمل مومند روغتون Ajmal Momand Hospital Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from اجمل مومند روغتون Ajmal Momand Hospital, Hospital, Jalalabad.

د اجمل مومند معالجوی روغتون - بریالی جراحي عملیاتنن په اجمل مومند معالجوی روغتون کې د جراحي ټیم لخوا د یو ناروغ لپاره دو...
19/04/2026

د اجمل مومند معالجوی روغتون - بریالی جراحي عملیات
نن په اجمل مومند معالجوی روغتون کې د جراحي ټیم لخوا د یو ناروغ لپاره دوه مهم او حساس عملیاتونه ترسره شول. دا عملیات د متخصص جراح ډاکټر احمدشاه مهرزی او Assistant Doctor داکترریاض مومند په سرپرستي کې بریالیتوب سرته ورسیدل:
د Testicular Surgery، چې د نارینه د تولیدي غړو اړوند عملیات ترسره شول او د چپ طرف تولیدي غړی لری کړای شو.
د ،Inguinal herniaچې د هرنیا ستونزه حل او ناروغ ته د راحتۍ احساس ورکړل شو.
په اجمل مومند معالجوی روغتون کې موږ خپلو ناروغانو ته د پرمختللو جراحي طریقو، معیاري خدماتو او د باور وړ درملنې په وړاندې کولو کې همیشته کوښښ کوو. زموږ هدف یوازې د ناروغانو صحت نه، بلکې د هغوی ټولنیز او رواني راحت ته هم پاملرنه ده.
اجمل مومند معالجوی روغتون - ستاسو د صحت اوخوشحالۍ لپاره ..

نن په اجمل مومندمعالجوي روغتون کی د یو هېوادوال د پښې څخه یو Foreign Body (اجنبي جسم) په بریالیتوب سره لرې شوزموږ د جراح...
15/04/2026

نن په اجمل مومندمعالجوي روغتون کی د یو هېوادوال د پښې څخه یو Foreign Body (اجنبي جسم) په بریالیتوب سره لرې شو
زموږ د جراحي ټیم د ۲۴ ساعتونو لپاره د هېوادوالو په خدمت کې بوخت دی او تل هڅه کوي چې په لوړ مسلکي معیار سره باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي
تاسو کولی شئ لاندی انځور کې دا پروسه او نتیجه وګورئ
اجمل مومند معالجوي روغتون — ستاسو د باور وړ روغتیايي مرکز

05/04/2026

د اجمل مومند معالجوی روغتون د شپې منظره
📽️ د اجمل مومند معالجوی روغتون د شپې آرامه او روښانه منظره وګورئ. زموږ روغتون په هره لحظه کې د روغتیا خدمت ته ژمن دی. د دې ویډیو له لارې تاسو کولی شئ د روغتون په ټولو برخو کې د ځلېدونکو څراغونو او هوساینو شاهد شئ.
👨‍⚕️ زموږ ټیم 24 ساعته ستاسو خدمت ته آماده دی.

اجمل مومند معالجوي روغتون خپلو ګرانو هېوادوالو ته د کوچني اختر د رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کويالله تعا...
18/03/2026

اجمل مومند معالجوي روغتون خپلو ګرانو هېوادوالو ته د کوچني اختر د رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي
الله تعالی دې ستاسو روژې، تراویح او ټول عبادات قبول کړي، او دا مبارکه ورځ دې ستاسو لپاره د خوښۍ، سولې او برکت سبب وګرځي
د اختر په دې خوشحاله ورځو کې له تاسو څخه هیله لرو چې د خپل صحت ځانګړې پاملرنه وکړئ
• له حده زیات خواږه او غوړ خواړه مه کاروئ
• د لاسونو پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړئ
• د ماشومانو روغتیا ته ځانګړې توجه وکړئ
• که کومه ناروغي لرئ، خپل درمل په وخت واخلئ
• له پاکو او صحي خوړو څخه استفاده وکړئ
روغتیا د الله تعالی لوی نعمت دی، مهرباني وکړئ د خپل او خپلو عزیزانو خیال وساتئ

په درنښت
اجمل مومند معالجوي روغتون

🌙✨ د روژې په مبارکه میاشت کې هم ستاسو په خدمت کې یو! ✨🌙الحمدلله، اجمل مومند معالجوی روغتون پرسونل د روژې په مبارکه میاشت...
27/02/2026

🌙✨ د روژې په مبارکه میاشت کې هم ستاسو په خدمت کې یو! ✨🌙
الحمدلله، اجمل مومند معالجوی روغتون پرسونل د روژې په مبارکه میاشت کې هم د خپلو قدرمنو هېوادوالو خدمت ته په پوره اخلاص او ژمنتیا سره حاضر دی.
روژه د صبر، ایثار او خدمت میاشت ده، او زموږ ډاکټران، نرسان او ټول طبي او غیرطبي کارکوونکي هڅه کوي چې د روژې سره سره ستاسو د روغتیا ساتنه په غوره ډول ترسره کړي.
🏥 ۲۴ ساعته بیړني خدمات
👨‍⚕️ مسلکي او تجربه لرونکی طبي ټیم
💊 باکیفیته درملنه او پاملرنه
🤝 د انساني او اسلامي ارزښتونو درناوی
موږ باور لرو چې د خلکو خدمت یو ستر عبادت دی، او دا عبادت به د روژې په مبارکه میاشت کې هم په هماغه اخلاص او مینې سره دوام ولري.
قدرمنو هېوادوالو! ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دی. هر وخت، هره شېبه، موږ ستاسو ترڅنګ یو.
په درنښت
اجمل مومند معالجوی روغتون اداره

خــــــبرتیا   اجمل مومند معالجوي روغتون کې دندې فرصتاجمل مومند معالجوي روغتون د اداري مدیر او مالي بخش لپاره یو با تجرب...
04/02/2026

خــــــبرتیا
اجمل مومند معالجوي روغتون کې دندې فرصت
اجمل مومند معالجوي روغتون د اداري مدیر او مالي بخش لپاره یو با تجربه او مسلکي کس ته اړتیا لري

شرایط:
د ادارې او مالي چارو اړوند تجربه ولري
دمسؤلیت احساس او ښه مدیریت توان ولري
په روغتون یا ورته ادارو کې کار کړی وي ترجیح ورکول کېږي
د اسنادو سپارلو طریقه:
ټول علاقه‌مندان کولای شي خپل اسناد تر راتلونکې 25/11/1404 پورې د ایمیل له لارې یا د روغتون اداري دفتر ته وسپاري.
پته:
بټي کوټ ولسوالۍ، جلال اباد–طورخم عمومي سړک، حفیظ کوډي ته څېرمه، اجمل مومند روغتون
ایمیل:
Ajmalmomand.phospital@yahoo.com

یوناروغ چی دترافیکي پیښې له امله یی پښه زخمي شوې وه. د پیښې وروسته، ناروغ په نزدې کلینیکونو کې معاینه شو چې هلته ورته مش...
22/01/2026

یوناروغ چی دترافیکي پیښې له امله یی پښه زخمي شوې وه. د پیښې وروسته، ناروغ په نزدې کلینیکونو کې معاینه شو چې هلته ورته مشوره ورکړل شوه چې د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته لاړ شي. مګر، ناروغ د اجمل مومند روغتون ته د مراجعه کولو پریکړه وکړه.
په اجمل مومند روغتون کې ناروغ ته د جراحي عملیه اجراء شوه چې په بریالیتوب سره بشپړه شوه او الحمدلله ناروغ دروغتیا په حالت کې کور ته رخصت شو.

یو ماشوم چې د بادي ټوپک مرمۍ له امله یې پښه ټپي شوې وه روغتون ته راوړل شو جراحي ټیم په مسلکي توګه او په دقیق ډول مرمۍ د ...
21/01/2026

یو ماشوم چې د بادي ټوپک مرمۍ له امله یې پښه ټپي شوې وه روغتون ته راوړل شو جراحي ټیم په مسلکي توګه او په دقیق ډول مرمۍ د ماشوم له پښې څخه وویستله، ترڅو هغه د زیات زیان څخه خوندي شي. دا عمل په بریالیتوب سره سرته ورسېد.

ستاسو روغتیا زمونږ هیله ده

18/01/2026

"د خدمت ټیم د زړه له کومې"
کله چې زموږ هیوادوال د ستونزو سره مخ شي، موږ تل د خدمت لپاره حاضر یو. زموږ پرسونل په اجمل مومند معالجوي روغتون کې شپه او ورځ هڅه کوي چې د هر ناروغ ژوند ته رڼا ورکړي
"د دې خدمت په اړه د یو هیوادوال خبرې په لاندینۍ ویډیو کې واورئ

داجمل مومند معالجوي روغتون پرسونل شپه او ورځ د هیوادوالو خدمت ته ژمن دی. دا روغتون د خپل مسلکي ټیم په مرسته د ناروغانو پ...
18/01/2026

داجمل مومند معالجوي روغتون پرسونل شپه او ورځ د هیوادوالو خدمت ته ژمن دی. دا روغتون د خپل مسلکي ټیم په مرسته د ناروغانو پاملرنې لپاره له هرې لارې هڅه کوي، او همیشه د هغوی په خدمت کې دی

18/01/2026

اجمل مومند معالجوی روغتون د هیوادوالو د ژوند د ساتنې لپاره په همېشه توګه خپل غم او ځارښته کوي. دا روغتون چې د پراخې تجربې او وړتیاوو درلودونکی دی، له هر ډول طبي ستونزو سره مبارزه کوي ترڅو د خپلو ناروغانو ژوند وژغوري.
یوه ناپیژندلې، خو په زړه پورې کیسه هغه مهال پېښه شوه کله چې یو کوچنی ماشوم، چې په ستوني کې یې یو Foreign body(اجنبي شی) بند شوی و، د روغتون له دروازو څخه راوړل شو. ماشوم چې په سختۍ سره تنفس کولای شو، یو څه ډیر وخت یی نه درلود. د اجمل مومند معالجوي روغتون د جراحي ټیم، چې د لوړ مهارت او تجربې څخه برخمن دی، سمدلاسه عمل پیل کړ. په یوه دقیق او چټک عمل کې، د ماشوم له ستوني څخه Foreign body(اجنبي شی) لیرې کړای شو او د هغه ژوند وژغورل شو.
دا یوه بې مثاله بیلګه ده چې څنګه اجمل مومند معالجوی روغتون د خپلو کادرونو له لوړو مهارتونو او تلوسو سره د خلکو ژوند خوندي کوي. دا روغتون نه یوازې د علاج بلکه د زړه پرې کونکي هیلو او غمونو په وخت کې د یو مهربان مرستندوی رول هم لري.
اجمل مومند معالجوي روغتون نه یوازې د لوړ طبابت سره سم، بلکې د انسانیت په لار کې هم تل د ژوند ژغورلو لپاره هڅې کوي.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اجمل مومند روغتون Ajmal Momand Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category