نیوروسرجن دوکتور حامد شیر شینواری

نیوروسرجن دوکتور حامد شیر شینواری سردرد، ملا او پښو درد، عرق النسا (سیاتیک) درد، ملاتیر او دماغو تومورونه تشخیص او درملنه

بدبختانه وروستېو طبېعي پېښو (زلزلې،بارانونو او سیلابونو) زموږ د مظلومو وطنوالو مېنې، کروندې او ابادې ویجاړې او ګڼ شمېر ی...
07/04/2026

بدبختانه وروستېو طبېعي پېښو (زلزلې،بارانونو او سیلابونو) زموږ د مظلومو وطنوالو مېنې، کروندې او ابادې ویجاړې او ګڼ شمېر یې ټپیان او شـــ.ـهیدان شول، زموږ د ټولو درد و غم یو دی او لهٔ خپلو زورېدلو هېوادوالو سره ځان پهٔ دغو سختو او حساسو شېبو کې شریک بولو!
پهٔ درنښت

بدبختانه تېره شپه زموږ سلګونه بې ګناه او تر درملنې لاندې هېوادوال په یوه وحشیانه برید کې له منځه ولاړل، زرګونه کورنۍ د و...
17/03/2026

بدبختانه تېره شپه زموږ سلګونه بې ګناه او تر درملنې لاندې هېوادوال په یوه وحشیانه برید کې له منځه ولاړل، زرګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېناستې، په داسې حالاتو کې موږ د خپلو ګرانو وطنوالو لپاره د تسلیت هیڅ الفاظ نه شو راټولولای، خدای ج دې زموږ د بې ګناه وطنوالو وینې زموږ د یووالي، ځواک او د دښمن د ماتې او بربادۍ سبب وګرځوي!

14/03/2026

د ګران وطن لهٔ کندز ولایت څخه د احمد پهٔ نوم ناروغ چې د غاړې ډېسک لهٔ ستونزې کړېدهٔ، راغلی وو. د خدای ج پهٔ مرسته د نوموړي بریالي جراحي عملیات ترسره او اوس د بشپړې روغتیا څښتن دی، پهٔ دې اړه د نوموړي د ورور او خپله احمد خبرې پهٔ دغه ویدیو کې شته!
ـــــــ

از ولایت کندزِ وطن عزیز، بیماری به نام احمد که از مشکل دیسک گردن رنج می‌برد، مراجعه کرده بود. به لطف و کمک خداوند متعال، عملیات جراحی وی به گونهٔ موفقانه انجام شد و اکنون از صحت کامل برخوردار است. در این باره، صحبت‌های خودِ احمد و برادرش در این ویدیو موجود است!

روژه کې د شپې لخوا په دوامداره توګه اوبه وڅښئ، تر څو د بدن اړتیا پوره او د ورځې په جریان کې له تندې سره مخ نشئ.
09/03/2026

روژه کې د شپې لخوا په دوامداره توګه اوبه وڅښئ، تر څو د بدن اړتیا پوره او د ورځې په جریان کې له تندې سره مخ نشئ.

درنو وطنوالو، پهٔ ټول هیواد کې تېرې څو ورځې ټولنیزې رسنۍ د جګړه اییزو خبرونو کوربنې وې چې لهٔ امله یې زموږ د ګرانو هېواد...
08/03/2026

درنو وطنوالو، پهٔ ټول هیواد کې تېرې څو ورځې ټولنیزې رسنۍ د جګړه اییزو خبرونو کوربنې وې چې لهٔ امله یې زموږ د ګرانو هېوادوالو پر ذهني روغتیا بشپړ اغېز کړی و، لهٔ همدې امله زموږ د روژې مبارکې میاشتې روغتیایي لارښوونې لهٔ ځنډ سره مخ شوې وې، موږ د تېرو شویو ورځو د جبران لپاره دغه لارښوونې راجمع او ستاسې د ښې روغتیا پهٔ هیله درته پهٔ یو ځل خپرې کړې، رب ج دې وکړي چې زموږ ګران هېواد او وطنوال تل پهٔ امن او سوکالۍ کې ژوند وکړي!

د روژې پر مهال شدید ورزش د کمزورۍ لامل کېږي!
25/02/2026

د روژې پر مهال شدید ورزش د کمزورۍ لامل کېږي!

لهٔ روژه ماتي وروسته سملاسي مهٔ ویده کېږئ.
24/02/2026

لهٔ روژه ماتي وروسته سملاسي مهٔ ویده کېږئ.

 ملا اندوسکوپیک (چی زمونږ هیوادوال یی لیزری بولی) ‎ #ادرس📍: حاجی ګل پلاز پښتونستان واټ جلال اباد ښار‎ ☎️: 0700601282(وات...
18/08/2025



ملا اندوسکوپیک (چی زمونږ هیوادوال یی لیزری بولی)
‎ #ادرس📍: حاجی ګل پلاز پښتونستان واټ جلال اباد ښار
‎ ☎️: 0700601282(واتساپ)
0781702111
0795699549
0764581371





‎ #ملادرد
‎ #نیوروسرجن


🧠🌍 نن د اعـصابـو نـړۍواله ورځ ده اعصابو سیسټم د انسان بدن تر ټولو دقیق، پیاوړی او مهم سیستم دی.هر فکر، هر احساس، هر حرکت...
22/07/2025

🧠🌍 نن د اعـصابـو نـړۍواله ورځ ده


اعصابو سیسټم د انسان بدن تر ټولو دقیق، پیاوړی او مهم سیستم دی.
هر فکر، هر احساس، هر حرکت — دا ټول د مغز، نخاع او اعصابو له خوا تنظیمېږي.

خو بدبختانه، اعصابو ته پاملرنه زموږ په ټولنه کې تل وروسته پاتې ده.
✅ فالج، ✅ مرګوني ټپونه، ✅ دماغي فشار، ✅ یا مزمن دردونه — دا ټول ژوند بدلولی شي.

📣 دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې:
• د اعصابي ناروغیو پر وړاندې باید چُپ پاتې نه شو،
• عامه پوهاوی، وختي تشخیص او درسته درملنه حیاتي ده،
• او موږ ټول د روغ ذهن د جوړښت برخه یو.

زه، د یوه افغان نیوروسرجن په توګه، ژمن یم چې د اعصابو ناروغانو لپاره د خدمت، درناوي او تخصص لاره تعقیب کړم.
هر ناروغ د سالم ژوند مستحق دی.

📍Shinwari Neurosurgical Clinic – Jalalabad





    کابل د علم، اتحاد او افتخار کوربه شو!د افغانستان زړه کابل، د سرطان میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه، د یوې تاریخي پیښې شاهده و...
16/07/2025






کابل د علم، اتحاد او افتخار کوربه شو!

د افغانستان زړه کابل، د سرطان میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه، د یوې تاریخي پیښې شاهده وه — داسې یوه پیښه چې د مغزو، اعصابو او فقراتو جراحۍ د برخې متخصصینو د علم، تجربې، یووالي او ملي مسوولیت تر ټولو لوړ پیغام ورکړ.

د یو نوي دور پیل و.

په دغه دوه ورځني ستر کانګره کې، له ۵۰۰ څخه زیاتو درنو ګډونوالو — د هیواد له ګوټ ګوټ او بهرنیو هېوادونو څخه استادانو، پروفیسورانو، متخصصینو او ژمن ډاکترانو — برخه واخیسته. دا کانګره د ۳۴ علمي ارزونو، ۲۰ مسلکي کریډیټونو، او د عصبی جراحانو د اتحادیې د مشرتابه د لومړۍ پړاوو ټاکنو له لارې په بریا سره پای ته ورسېد.

خو دا یوازې عددونه نه دي — دا د امید، باور، مسؤلیت او علمي برخلیک یو ژور پیغام وو!

دا کانګره د افغانستان د طب د تاریخ یوه نوې پاڼه پرانېستله، داسې پاڼه چې پکې افغان عصبی جراحان نه یوازې د خپلې خاورې خدمت ته ژمن دي، بلکې نړیوال علمي ډګر ته هم یو پیغام لري.

دا ټول ممکن شول د درنو مېلمنو استادانو او نړیوالو علمي شخصیتونو په حضور سره، چې د دوی نومونه د قدر، درناوي او ویاړ ژبه غواړي:
• 🌍 پروفیسور عزیز علي سلطان – امریکا
• 🇹🇷 پروفیسور زلیلي – ترکیه
• 🇵🇰 پروفیسور طارق هاشم، پروفیسور ممتاز علي، پروفیسور اچکزی، پروفیسور عُمیر رشید، پروفیسور خالد زدران – پاکستان
• 🇮🇳 پروفیسور ګوال – هندوستان
• 🇲🇾 پروفیسور جاوېد خان – مالیزیا
• 🇩🇪 پروفیسور شیوامل – جرمني
• 🇳🇱 پروفیسور برهاني، مهدی علي – هالند

د دوی برخه‌والی، علمي وړاندیزونه، او همدردانه غږ د افغانستان د مغزو او اعصابو جراحۍ څانګې ته نه یوازې پوهه راوړه، بلکې نړیوال حیثیت، درناوی او باور هم ور بښلی.

د دې کانګره تر ټولو ښکلی پیغام دا و:

“افغانستان یوازې د جګړو نه، بلکې د علم، تعهد او پرمختګ ټاټوبی هم دی!”

موږ د خپل ملت په استازیتوب له ټولو درنو میلمنو، همکارو ډاکترانو، علمي بورډ او هر هغه افغان څخه چې د دې ویاړ برخه وه، ژوره اړ زړه له کومی مننه کوو.

دا یوازې پیل دی…

علمي راتلونکی مو روښانه دی، ځکه موږ کولای شو!

Address

Haji Gul Plaza Pokhunestan Wat
Kabul
24000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نیوروسرجن دوکتور حامد شیر شینواری posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category