Surgeon Sartaj Niazi سرجن سرتاج نيازي

Surgeon Sartaj Niazi سرجن سرتاج نيازي دعمومي جراحي او يورولوژي ناروغيو متخصص
Phone : 0781534417
:0779904874

20/09/2025

تشخیص د معالجې اساس دی!
یو ۳۰ کالن ځوان چې د ګيڼ اړخ خصيو د رګونو پړسوب او درد څخه په عذاب و، په تکالیفو او شدیدو دردونو کې ایله زمونږ تر روغتون ځان را ورساوه.
ناروغ ته مو د فزیکي او راډیولوژي معایناتو څخه وروسته تشخیص کړه، چې د وریکوسیل په نوم د خصیو د رګونو پړسوب لري.
تر هغې وروسته مو د خپلو همکارانو په مرسته په ښه او موثر ډول عملیات کړ او په روغتیايي وضعیت کې مو په خوښۍ سره کور ته رخصت کړ.
قدرمنو هېوادوالو!
وريکوسيل (د خصيو د رګونو پړسوب) د هغو ناروغيو څخه دی، چې د عقامت سبب ګرځي، که چېرته تاسي له دې ډول ناروغيو څخه رنځ وړئ، نو مونږ د تېر په څېر هر وخت ستاسي په چوپړ کې یو.
اړیکې شمېره: ۰۷۸۱۵۳۴۴۱۷

ليمو د ګردو د تيږو (ډبرو) په مخنيوي او درملنه کې ستر رول لري! د ګردو تیږو (ډبرو) لپاره د لیمو ګټې په لاندې ډول دي:1. د ا...
20/09/2025

ليمو د ګردو د تيږو (ډبرو) په مخنيوي او درملنه کې ستر رول لري!
د ګردو تیږو (ډبرو) لپاره د لیمو ګټې په لاندې ډول دي:
1. د اکسالیټ کمول:
لیمو کې سیتریک اسید موجود دی چې د ګردو تیږو جوړېدو مخه نیسي او د اکسالیټ کچه کموي، کوم چې د تیږو جوړېدو یو مهم عنصر دی.
2. د تيږو ماتول او ويلي کول:
سیتریک اسید د موجودو تیږو ماتولو کې مرسته کوي او د دې مخه نیسي چې نوې تیږي جوړې نشي.
3. د ادرار زیاتوالی:
د لیمو اوبو څښل ادرار زیاتوي، چې له ګردو څخه اضافي مالګې او کثافات وباسي، او دا د تیږو جوړېدو مخه نیسي.
4. د بدن pH توازن ساتل:
لیمو د بدن اسیدیت توازن ساتي او د ګردو روغتیا ښه کوي.

د لیمو د استعمال طریقه:

هره ورځ د یو لیمو اوبه په یو ګېلاس اوبو کې ګډې کړئ او وڅښئ.
که شات اضافه کړئ، دا به نور هم ګټور وي.
نوټ:
د ګردو د ستونزو لپاره باید لومړی له ډاکټر سره مشوره وکړئ، ځکه چې هره درملنه د شخص حالت پورې تړلې ده.

14/09/2025

بې له تشخیص څخه، د ناروغۍ درملنه ناکامه ده!
یو ۲۷ کالن ځوان د څو ورځو دردونو تېرولو او ناکامې درملنې څخه وروسته زمونږ کتنځی ته تشریف راوړ.
ناروغ د ګېډې د ښۍ برخې لاندې شدید درد کړاوه، چې مونږ سملاسي په کار شو او د فزیکي معایناتو تر نتیجې مو ناروغ ته لومړني طبي خدمات ترسره کړل او د معایناتو له نتیجې وروسته تشخیص شوه، چې ناروغ جدي اپنډیکس لري، ناروغ سره تر مشورې وروسته مو په احتیاط سره بریالی عملیات وکړ، چې اوس الحمدلله د ناورغ روغتیايي وضعیت ښه او عادي دی.
نوټ: که چېرې د اپنډیکس ناروغي په وخت سره تشخیص نه شي، نو تر ټولو جدي خطر د اپنډیکس چاودېدل، د نس عفونت خپرېدل او که په وخت سره جراحي ونشي نو د مرګ سبب کېدلی شي.

11/09/2025

# # # Splenectomy $$$$

د_سپي_چیچلو واکسین 💉🐶که یو څوک د سپې، پیشو، یا کوم بل حیوان په ذریعه وداړل شي نو د Rabies په نوم په یوه خطرناک وایروس اخ...
11/09/2025

د_سپي_چیچلو واکسین 💉🐶
که یو څوک د سپې، پیشو، یا کوم بل حیوان په ذریعه وداړل شي نو د Rabies په نوم په یوه خطرناک وایروس اخته کیدای شي، چې درملیز علاج نلري بلکه د واکسین په ذریعه یې مخه ډپ کیدای شي.

که یو څوک د سپي له خوا وچیچل شي، نو باید Rabies واکسین واخلي. دا واکسین په پنځو ډوزونو ورکول کېږي، په لاندې ترتیب:

1 -ورځ 0 - هماغه ورځ چې حیوان چیچلی دی
2 -ورځ 3- درېیمه ورځ
3 -ورځ 7 - اوومه ورځ
4 -ورځ 14 - څوارلسمه ورځ
5 -ورځ 28 - اته ویشتمه ورځ
د Rabies (سپي داړلو ) ناروغۍ په اړه مهمه خبره دا ده چې:

🔹 که یو کس ته د Rabies نښې ښکاره شي (لکه تیزه تبه، ستوني درد، د اوبو یا هوا وېره، عصبي حملې)، په دې مرحله کې مؤثره درملنه نه لري او ناروغۍ تقریباً تل مرګوني وي.

🔹 خو که د حیوان د چیچلو نه وروسته سمدستي اقدام وشي، ناروغی په 100٪ مخنیوی کېدلی شي:

1. ژر تر ژره زخم پاکول – د چیچلو ځای په صابون او اوبو سره لږ تر لږه 15 دقیقې پریمنځئ
2. واکسین تطبیق کړئ

نوټ: د Rabies ناروغي د نښو په ښکاره کېدو سره علاج نلري، خومخنیوی یې په وخت واکسین او عاجلې پاملرنې سره ممکن دی.

یوه ناروغه چې نږدې ۳۰ کاله عمر درلوده، د ګېډې د ښکتنۍ برخې د دردونو او بې اولادۍ له کبله یې زمونږ روغتون ته مراجعه کړې و...
09/09/2025

یوه ناروغه چې نږدې ۳۰ کاله عمر درلوده، د ګېډې د ښکتنۍ برخې د دردونو او بې اولادۍ له کبله یې زمونږ روغتون ته مراجعه کړې وه.
د لازمو فزیکي او لابراتواري معایناتو څخه وروسته مو په ناروغ کې د غوښې د رسولۍ تشخیص وکړ.
(Multiple uterine fibroids)
د ناروغ د پایوازانو سره تر مشورې وروسته مو، سملاسي د یاد ناروغ عملیات په احتیاط او مهارت سره درسره کړل، چې اوس الحمدلله روغتیا ښه او په خیر کور ته رخصت کړل.
د یادونې وړ یې بولم، چې په ښځینه‌و کې د رسولۍ د ناورغي ناسم تشخیص او علاج د ښځینه‌و د بې اولادۍ سبب ګرځېږي.

06/09/2025
الحمدللهد الله ج په فضل، د مور او پلار په دعا، د استاذانو د زحمت او د درنو ملګرو د تشویق په برکت مې، د تخصص په دولتي ازم...
25/08/2025

الحمدلله
د الله ج په فضل، د مور او پلار په دعا، د استاذانو د زحمت او د درنو ملګرو د تشویق په برکت مې، د تخصص په دولتي ازموینه (Comprehensive Exam) کې بریا ترلاسه کړله.
د تخصص په دوره کې حتماً ستونزې شتون لري، دغه دوره د هر اړخ څخه له ځان سره تکالیف او نوي فکتورنه لري.
ددې هر څه د زغم او حوصلې لپاره، زما د ژوند د ملګرې د هاندو او هڅو قدرداني کوم.
هغې له کورني او وظیفوي مسؤلیتونو سره سره، ماته اوږه راکړه او په شریکه دې مقام ته را ورسولم.
زه به د تېر په څېر هڅه کوم، چې د ګران وطن او قدرمنو هېوادوالو خدمت هغسې د زړه له تله وکړم او د طبابت برخه کې نوي څه زده او وطنوالو ته وړاندې کړم.
ان شاءالله

23/08/2025

کوچنیانو ته د بېکاره او مضرو خوړو اخیستلو لپاره پیسې مه ورکوئ، بلکه پخپله ورته میوه جات او نور گټور توکي واخلئ.
وضاحت په ویډیو کې!

یوه ناروغه چې نږدې ۴۵ کاله عمر درلوده، د دګيډي دښي طرف پورتني برخي درد  له کبله یې زمونږ کلینک ته مراجعه کړې وه.ناروغ ته...
21/08/2025

یوه ناروغه چې نږدې ۴۵ کاله عمر درلوده، د دګيډي دښي طرف پورتني برخي درد له کبله یې زمونږ کلینک ته مراجعه کړې وه.
ناروغ ته مو فزیکي، لابراتواري او راډیالوژي معاینات وکړل.
د معایناتو له نتیجې وروسته تشخیص شوه، چې ناروغ دتريخي تيږي (Gall bladder stones) درلوده.
تر هغې وروسته مو سمدستي د ناروغ له پایوازانو سره تر مشورې وروسته، cholecystectomy(تريخي لرې کولو) عملیات په ښه او بریالي توګه ترسره کړل.
الحمدلله د ناورغ وضعیت اوس عادي دی.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Surgeon Sartaj Niazi سرجن سرتاج نيازي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category