HQ medical information

HQ medical information د غوره طبی معلوماتو لپاره موږ درسره فالو کړۍ

نارینه ماشوم څنګه پیداشي؟ ډیری ټولنو کي د نارینه ماشوم نه لرل یو ارمان او یو خوب وي په تیره بیا زموږ په افغاني ټولنه کی ...
01/01/2026

نارینه ماشوم څنګه پیداشي؟
ډیری ټولنو کي د نارینه ماشوم نه لرل یو ارمان او یو خوب وي په تیره بیا زموږ په افغاني ټولنه کی د نارینه وارث پیداکیدل د هر مور پلار امید وي ترڅو یی د نسل د بقا یو لامل پیداشي .
خو څنګه ؟
ګوری په دی باید سر خلاص کړو چی د نارینه ماشوم (Y)کروموزوم لرل د پلار په سپرمو کی وي او جنسیت د پلار لخوا ټاکل کیږی نو په دی اساس هیڅکله خپله میرمن مه ملامت کوۍ چی ګواګي نارینه اولاد نشي زیږولای او مه هم پری بن راوړی .
د نارینه اولاد د لرلو لپاره یوه سمه لاره شته چی زموږ په ټولنه کی شاید ډیر کم خلک ورته زړه ښه کړي هغه ته (IVF) وایی چی د لابراتوار پواسطه کولی شی د نارینه په سپرمو کی د Y کروموزوم پیدا او بیا یی د ښځینه په ovam کی القاح بیا وروسته یی د ښځينه ډاکتری پواسطه د ښځی په رحم کی غرس کړي .
البته ددی پروسیجر لپاره قوی باور د ډاکتر او ښځینه ډاکتری مهم دی ځکه چی که خیا*نت وکړل شي نو د اسلام له نظر حرام ګڼل کیږی .
دا پروسه ډیری غربی کیږی او نتیجه یی مثبته ده
HQ medical information

په ماشومانو کې Drooling (له خولې لاړې راتلل څه ته وایي؟ هغه حالت ته وایي چې د ماشوم له خولې څخه لاړې په بې‌اختیاره ډول ر...
12/29/2025

په ماشومانو کې Drooling (له خولې لاړې راتلل څه ته وایي؟

هغه حالت ته وایي چې د ماشوم له خولې څخه لاړې په بې‌اختیاره ډول راوځي. دا حالت په ډېرو کوچنیو ماشومانو کې عادي وي.

عام لاملونه
• د غاښونو راوتل (په ځانګړي ډول تر ۲ کلنۍ)
• د خولې او ژبې د عضلاتو کم کنټرول
• د خولې یا ستوني التهاب
• زکام، سړه یا د ټانسل ستونزې
• د خولې زخمونه
• ځینې وخت عصبي ستونزې (که دوامدار او شدید وي

کورنۍ او عامه پاملرنه
• د ماشوم خوله او زنه تل پاکه او وچه وساتئ
• نرم ټوکر د خولې د پاکولو لپاره وکاروئ
• د غاښونو د راوتلو پر وخت د غاښونو ربړ (Teether) ورکړئ
• د پوستکي د ساتنې لپاره سپک کریم یا وازلين وکاروئ
• ماشوم ته وخت ورکړئ، ډېری وخت دا ستونزه پخپله له منځه ځي

کله ډاکټر ته ولاړ شو؟
• که له ۴ کلنۍ وروسته هم drooling دوام ولري
• که ماشوم د تېرولو یا خبرو ستونزه ولري
• که له drooling سره تبه، درد، بد بوی یا پړسوب موجود وي
• که ماشوم عادي وده نه کوي یا نورې عصبي نښې ولري
• که drooling ناڅاپه ډېر شدید شي

د ملاریا ګولۍ : کلورکوین یا ملریا ضد ګولۍ د هغو مخصوصو درملو له ډلی دي چی انتی ډوډ نلری یعنی که د انسان په وجود کی یی ذه...
12/28/2025

د ملاریا ګولۍ :
کلورکوین یا ملریا ضد ګولۍ د هغو مخصوصو درملو له ډلی دي چی انتی ډوډ نلری یعنی که د انسان په وجود کی یی ذهري تاثیر وکړ نو هیڅ داسی ضد درمل یی نشته چی په بدن کی یی تاثیر له منځه یوسي .
نو بنأ ددی درملو په خوړلو او کور کی ساتلو کی پوره احتیاط کوی او هیڅکله یی د ډاکتر د مشوري پرته مه خوری
#موږ درسره فالو کړی
HQ medical information

Cleft lips 👄 :په مور ذادی ډول د شونډي او تالو د نیمګړی حالت رامنځته کیدو ډیر علتونه دی خو اکثریت یی زموږ ستاسی په ټولنه ...
12/27/2025

Cleft lips 👄 :
په مور ذادی ډول د شونډي او تالو د نیمګړی حالت رامنځته کیدو ډیر علتونه دی خو اکثریت یی زموږ ستاسی په ټولنه کی کمزوری اقتصاد د خرابی تغذیی سره مل وی چی له امله یی په حامله ښځو کی د فولیک اسید د کموالي له امله دغه حالت رامنځته کیږی .
حل لاره :
دا چی دغه حالت له لمړۍ میاشتی پیل کیږی نو بهتره ده چی هر هغه جوړه چی غواړي ماشوم وزیږوي باید ښځه مخکی له مخکی د فولیک اسید (folic acid) ګولیو خوړل شروع کړي ، یو قطۍ ګولۍ چی نن سبا په هر دواخانه کی موجود وي سل ګولۍ موجودي وي او یوه ګولۍ د ورځی خوړل کیږي !
ټولټال یو ډبی شاوخوا ۵۰ افغانۍ قیمت لري او څه باندی دری میاشتي کیږی .
#که مو لیکنه پوره لوستي وی نو یو کمنټ راته پریږدی
درنښت


HQ medical information

په ژمی کی د ماشوم تود ساتل :کله چی وجود له یخی هوا سره مخامخ کیږی نو د وجود د حرارت مرکز دبدن له اطرافو (لاسونو او پښو) ...
12/27/2025

په ژمی کی د ماشوم تود ساتل :
کله چی وجود له یخی هوا سره مخامخ کیږی نو د وجود د حرارت مرکز دبدن له اطرافو (لاسونو او پښو) څخه ګرم حرارت را اخلی او حیاتي غړو لکه زړه سږی دماغ ګردي … ته ګرم حرارت ورکوي چی په نتیجه کی یی لاسونه او پښی یخی پاتی کیږی شاید ګله به مو تجربه کړی هم وي !
نو هڅه وکړی ښپی او لاسونه ګرم وساتی ټول بدن به مو ګرم وی !
ماشوم ته د مور څخه یو جوړه اضافه واغوندی یعنی که مور دوه جوړه اغوندي نو ماشوم ته باید دری جوړه واغوستل شی !
او هیڅ کله دا پخوانی دود ورته مه کوی چی سینه ورته کلکه وتړی ځکه چی دا عمل د یو ناڅاپی مړ*ینی باعث ګرځي
#موږ هم درسره فالو کړی ترڅو نور اړوند معلومات درسره شریک کړو
HQ medical information

دا د شپاړسمې پېړۍ (16th Century)د طاعون د ناروغۍ لپارهد ډاکټرانو اصلي ماسک دی،چې هغه وخت به یې د ځان ساتنې لپاره کاراوه....
12/25/2025

دا د شپاړسمې پېړۍ (16th Century)
د طاعون د ناروغۍ لپاره
د ډاکټرانو اصلي ماسک دی،
چې هغه وخت به یې د ځان ساتنې لپاره کاراوه.
یعنی تقریباً ۱۵۰۰ میلادی

که مو وزن په BMI باندی برابر هم وی او خیټه مو لویه وه نو بیا هم د زړه او رګونو ناروغۍ CVD ته مساعد یاست Even if your wei...
12/25/2025

که مو وزن په BMI باندی برابر هم وی او خیټه مو لویه وه نو بیا هم د زړه او رګونو ناروغۍ CVD ته مساعد یاست

Even if your weight is normal according to your BMI and you have a large belly, you are still susceptible to cardiovascular disease (CVD).

ســاینسپوهانو داسي مصنوعي پوست جوړ کړی چي پخپله رغېږي!د فِـنلنډ او جرمني ساینسپوهانو یو نوی مواد جوړ کړی چي د انسان د پو...
12/25/2025

ســاینسپوهانو داسي مصنوعي پوست جوړ کړی چي پخپله رغېږي!

د فِـنلنډ او جرمني ساینسپوهانو یو نوی مواد جوړ کړی چي د انسان د پوست په څېر عمل کوي، دا مواد هم کلک دي او هم انعطاف لري، او که پرې سي او یا زیان وویني، کولای سي پخپله بېرته جوړ سي.
دا مصنوعي پوست له ډېر وړو ذرو او ځانګړو کیمیاوي شبکو جوړ سوی، چي هم د کش کېدو توان لري او هم د ټپ په صورت کې ژر رغېږي، د ازموینو له مخي، که دا مواد پرې سي، نو په څو ساعتونو کي یې ډېره برخه بېرته رغېږي او په یوه شپه ـ ورځ کي لکه د پخوا په شان سالم کېږي.

ددې نوي مادې اهمیت دادی چي په راتلونکي کي به د طب په برخه کې د زخمونو داسي پټۍ او مصنوعي پوستونه ترې جوړ سي چي د انسان د بدن په شان پخپله ترمیمېږي، همدارنګه به په روبوټونو، اغوستونکو وسایلو او هوښیارو ټکنالوژیو کي داسې مواد وکارول سي چي نرم، حس لرونکي او انساني بڼه ولري، حتی د درملو د رسولو سیستمونه هم کولای سي ددې مادې ګټه واخلي، ځکه دا مواد د بدن له حالاتو سره سم غبرګون ښيي.
دا پرمختګ ښيي چي ساینس ورځ تر بلې د ژوندیو انساجو او ټکنالوژۍ ترمنځ واټن راکموي، او د داسي وسایلو پر لور روان دی چي د انسان په شان احساس کوي، رغېږي او کار کوي.

12/23/2025

وزن څنګه اندازه کولی شو ؟ ډیر خلک په دی نه پوهیږی چی ایا زموږ وزن باید چی څومره اوسي ترڅو نورمال واوسو او د خطرناکو نارو...
12/23/2025

وزن څنګه اندازه کولی شو ؟
ډیر خلک په دی نه پوهیږی چی ایا زموږ وزن باید چی څومره اوسي ترڅو نورمال واوسو او د خطرناکو ناروغیو لکه شکر،وینی غوړ ، فشار، فلج ….. څخه وژغورل شو 🤔
اسانه طریقه یی درښایم د خپل مبایل له پلی سټور یا App Store څخه به د BMI calculator راښکته کړی بیا له خلاصولو سره سم دقیق معلومات لکه عمر ، جنس، وزن او قد اندازه ورکړی
اوس به نو ستاسی وزن درمعلوم کړي چی له وزن مو په خطر کی دی کم دی یا برابر .
#زموږ _پاڼه درسره فالو او له نورو ملګرو سره شریکه کړی ترڅو نور مسلمانان تری هم مستفید شي .

د ذکام واکسین:که تاسئ خپلو ماشومانو ته د ژمی د راتګ څخه مخکی یعنی تقریباً عقرب په میاشت کی د انفلونزیا واکسین وکړی نو ست...
12/23/2025

د ذکام واکسین:
که تاسئ خپلو ماشومانو ته د ژمی د راتګ څخه مخکی یعنی تقریباً عقرب په میاشت کی د انفلونزیا واکسین وکړی نو ستاسی ماشومان به د عادی ذکام څخه د پیداکیدونکي سینه بغل څخه وژغورل شي .
په افغانستان کی د یو دوز دغه واکسین قیمت شاوخوا ۶۰۰ افغانۍ دی خو ستاسی ګلالي کوچنیان د ذکام او سینه بغل او حتا (ARDS) یو ناڅاپي مر*ګ څخه ساتلی شي .

تاریخي پرمختګپه تاریخ کي په لومړي ځل، ساینسپوهانو د CRISPR جین اېډېټنګ ټکنالوژي وکاروله او هغه اضافي کروموزوم یې له منځه...
12/14/2025

تاریخي پرمختګ

په تاریخ کي په لومړي ځل، ساینسپوهانو د CRISPR جین اېډېټنګ ټکنالوژي وکاروله او هغه اضافي کروموزوم یې له منځه یووړی چي د ډاون سنډروم سبب کېږي.

دا حالت چي trisomy 21 بلل کېږي، هغه وخت رامنځته کېږي چي د ۲۱م کروموزوم درې نقلونه موجود وي، پر ځای د دې چي یوازي دوه وي.

په لابراتوار کي په یو مهم علمي پرمختګ کي، څېړونکي وتوانېدل چي د ډاون سنډروم لرونکو کسانو څخه اخیستل سوو سټیم حجرو او د پوستکي حجرو څخه د ۲۱م کروموزوم درېیم نقل لېري کړي. د دې بدلون په پایله کي جینونه خپل عادي فعالیت ته راوګرځېدل.

که څه هم دا کار تر اوسه یوازي د لابراتوار په پړاو کي دی، خو دا تاریخي پرمختګ په راتلونکي کي د هغو جیني ناروغیو د درملني لپاره یو هیله‌بخښونکی زېری دی چي پخوا نه‌درملېدونکي بلل کېدې.

Address

8 The Green Suit C
Dover, DE
19901

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when HQ medical information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to HQ medical information:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram