Ikhlas medical hospitalاخلاص معالجوي روغتون

Ikhlas medical hospitalاخلاص معالجوي روغتون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ikhlas medical hospitalاخلاص معالجوي روغتون, Medical and health, Sorkhroad, Baryna Nasro Village, Jalalabad.

روغتیايي پیغام!د پخلنځي وسایل له هر ځل استعمال مخکې پاک ومینځئ، تر څو د خوړو له ککړېدو څخه مخنیوی وشي او ناروغ نه شئ. Ik...
09/04/2026

روغتیايي پیغام!

د پخلنځي وسایل له هر ځل استعمال مخکې پاک ومینځئ، تر څو د خوړو له ککړېدو څخه مخنیوی وشي او ناروغ نه شئ.
Ikhlas medical hospitalاخلاص معالجوي روغتون 👈

د واکسین د حرارت ساتل ډېر مهم دي، ځکه که حرارت سم نه وي، واکسین خپل تاثیر له لاسه ورکوي. دې ته د “Cold Chain” یا یخ زنځی...
03/04/2026

د واکسین د حرارت ساتل ډېر مهم دي، ځکه که حرارت سم نه وي، واکسین خپل تاثیر له لاسه ورکوي. دې ته د “Cold Chain” یا یخ زنځیر ویل کېږي.
د واکسین د حرارت معیاري ساتلو لارې:
۱. مناسب حرارت درجه
اکثر واکسینونه باید د +2°C نه تر +8°C پورې وساتل شي
هېڅکله باید کنګل (freezing) نشي، ځکه ځینې واکسینونه خرابېږي
۲. یخچال (Refrigerator) سمه کارونه
ځانګړی طبي یخچال چي يوازي د واکسينونو لپاره اعمار شوي وي استفادہ کړي
د یخچال دروازه ډېر مه خلاصوئ
واکسینونه د یخچال په منځنۍ برخه کې کېږدئ، نه په دروازه کې
۳. د حرارت څارنه
ترمامیتر (Thermometer) وکاروئ
حرارت لږ تر لږه دوه ځله په ورځ کې ثبت کړئ او مياشتني د ثبت فور می بايد موجود وي
۴. د برېښنا ستونزې لپاره چمتووالی
که برق قطع شي، د یخ ساتلو لپاره ice packs یا جنراتور تیار وساتئ
د واکسین د انتقال لپاره کولر بکس (cold box) وکاروئ
۵. د واکسین انتقال
واکسین باید په ځانګړو کولر بکسونو کې انتقال شي
ice packs باید سم ځای پر ځای شي، تر څو واکسین یخ شي خو کنګل نه شي
۶. د ذخیرې اصول
واکسینونه له خوراکي توکو سره مه ساتئ
د ختمېدو نېټه (expiry date) ته پام وکړئ
واکسین په (FIFO سیستم) استعمال کړي
تکنالوجست ټراينر استاد اغا محمد درويش
Ikhlas medical hospitalاخلاص معالجوي روغتون 👈

دوکتورس حمیده(سادات)د نسایي ولادي ناروغیو معالجهد التراساونډ ماهره د لاندې ذکر شويو ناروغیو د معیاري او پر وخت درملنې لپ...
03/04/2026

دوکتورس حمیده(سادات)
د نسایي ولادي ناروغیو معالجه
د التراساونډ ماهره

د لاندې ذکر شويو ناروغیو د معیاري او پر وخت درملنې لپاره اخلاص روغتیائي کلینیک او زیږنتون ته مراجعه وکړئ.

1️⃣ نسایي ولادي ناروغۍ
2️⃣ ښځینه جنسي او بې اولادي ناروغۍ
3️⃣ ښځینه جراحي نارغۍ
4️⃣ له زېږون مخکې څارنې او خدمتونه
5️⃣ د نورمال او کومک شوي زېږون خدمتونه
6️⃣ له زېږون وروسته څارنې او خدمتونه
7️⃣ د زیږون پر مهال او له زېږون وروسته د اختلاطاتو کنټرول او درملنه
8️⃣ ښځینه تلویزوني معاینات
9️⃣ د کورني تنظیم خدمتونه (Family Planning)

🏥آدرس: ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍبړینه ناصرو کلی
📞 د اړيکو شمېري: 0771209028ـ0788104940
0749426462

16/02/2026
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
31/01/2026

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

---کله چې یو ماشوم نړۍ ته راتلو، نو د حضرت محمد مصطفی ﷺ یو سنت دا و، چې د یوې وریجې خرما یوه ټوټه به یې واخیسته، نرموله ...
11/12/2025

---

کله چې یو ماشوم نړۍ ته راتلو، نو د حضرت محمد مصطفی ﷺ یو سنت دا و، چې د یوې وریجې خرما یوه ټوټه به یې واخیسته، نرموله به یې، او بیا به‌یې د ماشوم پر خوله (کام) مالوله. دې عمل ته په عربي کې *تحنیک* ویل کېږي.

*BBC News* راپور ورکړی چې «متخصصینو ویلي دي، چې د شکرو یو ټوټه چې د ژل بڼه ولري او د ماشوم پر خوله مالول شي، دا یوه اسانه او اغېزمنه طریقه ده چې د نازکو ماشومانو دماغ له زیان څخه وساتي.»

نو ځکه مسلمانان د رسول الله ﷺ له سنتو پرته له شکه پیروي کوي. نن ساینس هغه څه کشفوي چې ۱۴۰۰ کاله مخکې اسلام راوړي و. اسلام تل د پرمختګ په لومړۍ کرښه کې و او دی.

زه ویاړ کوم چې مسلمان یم 🥰
* #اسلام د رحمت او سعادت دین دی*

#اسلامي
#نماز #قرآن
#احسان #صدقه #شعر
#وطن #افغانستان

زیری زیری زیریاخلاص معالجوی روغتون ډیر ژر......  إن شاء اللهستاسو روغتیا زموږ بریا
05/10/2025

زیری زیری زیری

اخلاص معالجوی روغتون ډیر ژر...... إن شاء الله

ستاسو روغتیا زموږ بریا

03/03/2024

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۰۹
په ننګرهار ولایت کې د ډاکټرانو د اتحادیې د پرانستې او د یادې اتحادیې د رئیس معرفت غونډه ترسره شوه.

د یادې غونډې د پرانستې وینا او ښه راغلاست د عقلي عصبي ناروغيو متخصص او د طب پوهنځي استاد پوهنمل داکټر توریالي احساس وکړ، چې بیا هر یو د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون رئیس پوهنوال داکتر همایون چهاردیوال، د ننګرهار ولایت د عدلیي ریاست د انسجام امر مولوي ګل زمان ناصح، د نشتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون مسؤل داکتر ذبیح الله رؤفي، د علمای کرامو په استازیتوب مولوي الله محمد مجیدي پخپل وار د اتحادیې د پرانستې د مبارکي ترڅنګ خپلې خبرې وکړې، چې ورپسې د اتحادیې پرانسته د پټۍ په پرې کولو سره ترسره شوه او د اتحادیې د رئیس په توګه داکتر عبدالواقف نیازي ته د اعزاز لونګۍ د مشرانو ډاکتر صاحبانو او استادانو لخوا په سر شوه.

په غونډه کې د علمای کرامو، ځوانانو، د مختلفو ادارو ريس صاحبانو ، امنيتي مسؤلينو ، په ننګرهار کې د جنايي جرمنو پر وړاندي د مبارزې مسؤل قاري صاحب صفت الله حامد، دقومونو او قبايلو چارو ريس قاري صاحب رحمت الله،اطلاعات او کلتور ريس قاري صاحب ساجد ،ننګرهار دمحبس ريس مولوي مقتدا ،ننګرهار محکمي د وثائقو مسؤل قاضي خوشحال ، دعدلي ريس مولوي فاتح اللّٰه فاتح ،دشينوارو قومي او مخور مشر حاجي ظاهر اللّٰه شينواری ، ځوانانو چارو محترم امر ،خالد‌بن وليد ددريمي پلي ليوا قومندانی سرطبيب حاجي صاحب حميد ، دولسواليو دصحت محترم مسؤلين ، د رسنی استازو ، داکتر صاحبانو ترڅنګ استاد رنځور پوه داکتر فقیر محمد شرفمل، استاد پوهنوال داکتر غلام سخي رحمانزی، د فاطمةالزهرا ولایتي روغتون مسؤل داکتر فضل الله سیرت، دعامي روغتيا رياست د ارتقاع ظرفيت مسؤل ډاکتر حبيب الله ذاخيلوال د طب پوهنځي استاد پوهنوال داکتر سید بها کریمي، په ختیځ کې د درملیزو خدمتونو د اتحادیي مرستیال قاري حمزه، د خوړو او درملو د ریاست مرستیال داکتر اول ګل خادم، په ننګرهار کې د روغتیایې انسټیتونو خصوصي روغتونونو مسؤلین او متنفيذينو ګډون درلود.

یاده غونډه غرمه مهال د اختتامیې په دعا سره پای ته ورسیده.

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》د خصوصي روغتونونو د روغتیايي خدمتونو د بیو او لایحې د نهايي کېدو په موخه ناس...
23/02/2024

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
د خصوصي روغتونونو د روغتیايي خدمتونو د بیو او لایحې د نهايي کېدو په موخه ناسته ترسره شوه!

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال الحاج حبیب الله اخندزاده حامد او د یو شمېر ریاستونو رئیسانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د بیو او لایحې نهایي کېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د اړوندې کمېټې له لوري ترتیب شوی جدول تائید کړ، چې د منظورۍ او نهایي کېدو په موخه به د عال/یقدر ریاست الو/زراء عالي مقام ته واستول شي.

ښاغلي وزیر همداراز وویل، موږ هڅه کوو؛ تر څو د دولتي سکټور ترڅنګ د خصوصي سکټور له لارې هم په ټولو روغتیايي برخو کې هېوادوالو ته په ټیټو بیو غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

د یادونې وړ ده، چې د یادې لایحې له مخې ټول خصوصي روغتونونه اړ او مکلف دي؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو په مقابل کې د یادې لایحې او جدول له مخې فیسونه واخلي.

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》        زیــــــــــری             زیــــــــــری              زیـــــــــــ...
16/02/2024

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
زیــــــــــری زیــــــــــری زیــــــــــــری
دارالشفاء o p d کلینیک
دارالشفاءo p d کلینیک تشخیص درملنې او وقایی په برخه کي ددرنو هیوادوالو رضایت تر لاس کړی دارالشفاء o p d کلینیک ته په راتلوسره کولای شی دهغه ناروغیوبنسټیز تشخیص درملنی او مخنوی نشتوالی څخه مو چی تشویش درلود خلاص شی اوله روغتیا څخه چی ستره شتمنی ده برخمن شی ستاسو دخوښیو خاصلول دیاد کلینیک له لمړیتوبونوڅخه شمیرل کیږی او مونږ هڅه کوو چی ددرنوهیوادوالو دتشخیص درملنی او وقایی لپاره ګټوری لاری چاری پیدا او عملی کړو
په لاندی څانګو کی ګرانو هیوادوالو ته خدمات وړاندی کوی
داخله عمومی څانګه .داخله اطفالو څانګه .نرسنګ خدمات. مجهزدرملتون مجهزلابراتوار
ښه تشخیص غوره درملنه زمونږ اخلاقی مسؤلیت دی
په درنښت
دارلشفاء o p d کلینیک مسؤل
ډاکټرسلیمان ځلاند(اریوبی)

Address

Sorkhroad, Baryna Nasro Village
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ikhlas medical hospitalاخلاص معالجوي روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share