17/03/2022
توبرکلوز يا Tuberculosis TB !
ددي Bacillus علمي بشپړ نوم Mycobacterium Tuberculosis دي چي په Mycobacterium کي د Tuberculosis او Leprae دواړه شامل دي
خپله Myco د Mushroom Fungus معني لري ، په اصل کي د ګرام له نظره نه منفي او نه مثبت ده خو ځيني علماء يي خفيف ګرام مثبت بولي , يو ميلي ته ورته يا Rod Shaped Bacillus دي چي په Aerobic شکل ژوند لري او O2 ته ډير ضرورت لري تر څو ښه نمو او رشد وکړي .
ديته د کخ باسيل هم وايي يعني په کال 1882 م کي يو جرمني وترنر ډاکتر چي Robert Koch نوميده پواسطه کشف شو او د همدي په خاطر يي په کال 1905 م کي د نوبل جايزه Noble Prize هم ترلاسه کړه .
دا چي نوموړي بکتريا په خپل خارجي ديوال کي يو ډول مواد لري يا په اختصاري بڼه MOM يا Mycobacterial Outer Membrane کي يو ډول مواد چي د ګرام له نظره سم رنګ نه اخلي نو د همدي په خاطر دوه نورو جرمني بکتريالوجيستانو ډاکترانو لخوا هر يو Franz Ziehl او Friedrich Neelsen لخوا څخه د Ziehl-Neelsen ميتود چي ددي دواړو ډاکترانو د نومونو د تخلص څخه اخيستل شوي دي منځته راوړ تر څو ښه رنګ اميزي شي .
نوموړي بکتريا د اسيد او الکولو په مقابل کي مقاومت کوي نو Acid and Alcohol Fast هم ورته وايي يا AFB) Acid Fast Bacillus .
نوموړي بکتريا د تشخيص لپاره Skin Tuberculin Test او مايکروسکوپي معايني لپاره د Ziehl-Neelsen تلوين څخه استفاده کيږي، او په X-ray کي هم معلوميږي ، د ويني دوران له لاري چي هر ځاي ته رحلت وکړي د هماغي ساحي د TB په نوم ياديږي لکه Skin TB, Brain TB, Bone TB, Intestinal TB او داسي نور ، بکتريالوژيک کلچر هم ورته اجرا کولي شو او PCR هم ورته اجرا کيږي ، په Genexpert چي د حاد TB DNA معلوموي او همدارنګه د MDR TBد تشخيص لپاره هم ښه ماشين دي Rapid ICT Method هم اجرا کيږي خو زيات د اهميت وړ ټيسټ نه دي .
مايکوبکتريوم توبرکلوزيس پنځه ډوله ميزبان يا Host لري چي عبارت دي له
1- Human TB
2- Cattle TB
3- Rat TB
4- Bird TB
5- سړه وينه لرونکي يا Poikilotherm لکه Snake and Fish چي ددي ټولو باوجود حيواني توبرکلوز انسان ته هم د رنځ او انتقال سبب ګرځي .
اعراض يا Symptoms يي عبارت دي له ټوخي يا Cough چي د دری هفتو څخه زيات وي، تبه Fever, د وزن کميدل Weight Loss,د شپي له طرفه خوله کيدل Night Sweats,ستړتيا او بي حالي Tiredness and Fatigue,د اشتها د لاسه ورکول Loss of Appetite,د غاړي پړسوب يا Swelling of the Neck او داسي نور .
البته نوموړي ابتدايي افت د سږو دي او Sputum Smear معاينه ورته اړينه ده .
ستاسو د ټولو د بريا په هيله .
SAFI.