13/07/2024
که يو څوک درې مېاشتي پرله پسي ترکاري او يا تازه مېوه و نه خوري د دې امکان شته چې د وېټامين سي له کمبود سره مخ شي او د سکروي (scurvy) په ناروغۍ اخته شي.
علامې
- ناروغ ستړی او ستومانه وي
- خفه وي او ژر غوصه کيږي
- بندونه او لېنګي يې درد کوي
- د غاښونو ورۍ يې پړسيږي او ژر ويني کيږي (کېدی شي غاښونه يې ووزي)
- په لېنګو يې سره او شنه خاپونه پيدا کيږي
- د ناروغ پوست په اسانۍ ټوکل کيږي او ويني کيږي
درملنه:
د تازه مېوو او ترکاريو له خوړلو سره په ۴۸ ساعته کې په ناروغ کې فرق راځي او په دوه اونيو کې جوړيږي.
لیکنه : ډاکټر امان شمس