Azaan Medical Complex اذان ميډيکل کمپلکس

Azaan Medical Complex اذان ميډيکل کمپلکس اذان روغتون درنو هیوادوالو ته په صحی برخه کې خدمات وړاندي کوی

د خراسان پوهنتون او اذان روغتون ترمنځ د علمي او روغتیایي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.صحي پاملرنې ته د یو مهم اصل په توګه...
21/11/2025

د خراسان پوهنتون او اذان روغتون ترمنځ د علمي او روغتیایي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

صحي پاملرنې ته د یو مهم اصل په توګه کتلو په اساس، د خراسان پوهنتون او اذان روغتون ترمنځ د علمي، ټولنیزو او روغتیایي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو علمي او انساني خدمتونو د پیاوړتیا، د روغتیایي پوهاوي او همکاریو د زیاتوالي او د ټولنې د روغ ژوند د ودې په موخه ترسره شو.

• د هوکړې له مخې، دواړه خواوې به په لاندې برخو ته شامل ګډ فعالیتونه ترسره کوي:
• د روغتیايي پوهاوي پروګرامونه، سمینارونه او ورکشاپونه د محصلینو لپاره؛
• د لومړنۍ مرستې عملي روزنه او د بیړنیو حالاتو ملاتړ؛
• د روغتیايي معایناتو، د وینې ورکولو او وقایوي کمپاینونو ترسره کول؛
• په عامه او ټولنیزو پروګرامونو کې ګډ ګډون؛
• د مسلکي او ژبنیو مهارتونو د روزنې او تبادلې فرصتونه.

د هوکړه لیک پر بنسټ، دواړه ادارې به د فعالیتونو د همغږۍ لپاره ځانګړي استازي وټاکي او هر شپږ میاشتې وروسته به د ګډو لاسته راوړنو د ارزونې غونډه ترسره کوي.
یاد مهم تفاهم لیک د خراسان پوهنتون په استازولۍ د خراسان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال اورنګ صمیم او د اذان روغتون ښاغلي رييس ډاکټر نور افضل نور تر منځ لاسلیک شو.
خراسان پوهنتون د دې هوکړه لیک هرکلی کوي او باور لري چې دا ګام به زموږ د محصلینو، کارکوونکو او ټولنې د روغتیا او سوکالۍ په برخه کې د پام وړ اغېز ولري.

د مېندو او میرمنو لپاره زیری! د نسایې ولادې او تلویزوني معاینې پیاوړي متخصصه ډاکتر ډیوه خالقي اوس د سهار نه تر ماښان پور...
05/11/2025

د مېندو او میرمنو لپاره زیری!
د نسایې ولادې او تلویزوني معاینې پیاوړي متخصصه ډاکتر ډیوه خالقي اوس د سهار نه تر ماښان پوری د مریضانو په خدمت کې ده.
او هم تاسې کولی شئ خپل د زړه معاینات په آذان میډیکل کمپلکس کې ترسره کړئ!

ډاکتر ګلداد سیفي – د عمومي داخله او زړه ناروغیو متخصص او ایكوکارډیولوجيست
او د داخلي او اندوسکوپي/کولونوسکوپي متخصص ډاکتر نعیم حلیم
⏰ د سهار څخه تر ماښام پورې په آذان میډیکل
کمپلکس کې ستاسو په خدمت کې دی.
👈24 ساعته داخلې څانګه فعاله شوه ډاکتر حبیب الرحمن صابر چې د داخله ناروغیو متخصص او ایکوکارډیولوجیست دی اوس د شپې لخوا په اذان میډیکل کمپلکس کې ستاسې د مریضانو په خدمت کې دی.
د زړه او داخلي ناروغیو د معاینې لپاره، خپل ملاقات همدا اوس وکړئ.

د نمبر اخیستلو شمیره: 0786436624
ادرس: كابل جلال اباد عمومي سرک، د صحت عامي چهاراهي او قمنداني ترمنځ، د سلطان هوتل ترڅنګ.

آذان میډیکل کمپلکس کې د شپې لخوا د الټراساونډ خدمتونه فعال شول.اوس کولای شئ چې په آذان میډیکل کمپلکس کې ۲۴ ساعته د الټرا...
29/10/2025

آذان میډیکل کمپلکس کې د شپې لخوا د الټراساونډ خدمتونه فعال شول.
اوس کولای شئ چې په آذان میډیکل کمپلکس کې ۲۴ ساعته د الټراساونډ له خدمتونو څخه ګټه واخلئ.
آذان میډیکل کمپلکس — ستاسو د روغتیا کور.

🌐✨ خبرتیا ✨🌐اذان میډیکل کمپلکس د انسانیت او خدمت په روحیه سره اعلان کوي چې:🩺 د ایمرجنسي او جراحي ټولو واردونو پرسونل مو ...
01/09/2025

🌐✨ خبرتیا ✨🌐

اذان میډیکل کمپلکس د انسانیت او خدمت په روحیه سره اعلان کوي چې:

🩺 د ایمرجنسي او جراحي ټولو واردونو پرسونل مو د زلزله ځپلو هېوادوالو په خدمت کې دي.
🤝 د عامې روغتیا ریاست په تفاهم، د نن ورځې د زلزلې له امله ټپیانو ته ټولې طبي خدمات په وړیا توګه وړاندې کېږي.

🙏 زموږ دعا ده چې الله تعالی ټولو ټپیانو ته عاجله شفا او ټول ملت ته امن او سلامتي نصیب کړي.

اذان میډیکل کمپلکس – ستاسو د روغتیا کور

د افغانستان د عصبي جراحۍ لمړۍ علمي کنګره – زموږ ویاړمن ګډوند ویاړ وړ خبره ده چې د افغانستان د عصبي جراحۍ (Neurosurgery) ...
11/07/2025

د افغانستان د عصبي جراحۍ لمړۍ علمي کنګره – زموږ ویاړمن ګډون

د ویاړ وړ خبره ده چې د افغانستان د عصبي جراحۍ (Neurosurgery) لمړۍ علمي کنګری لمړ ۍ ورځ په بریالیتوب سره د اذان روغتون د علمي کادر په شتون کې ترسره شوه. دا تاریخي پیښه د هیواد د طب د پرمختګ لپاره یو مهم ګام و، چیرته چې د عصبي جراحۍ متخصصین، استادان، او محصلین راټول شوي وو تر څو خپلې تجربې، نوې څیړنې، او پرمختللي طبي نظریات سره شریک کړي.

ډاکتر رفیع الله ځلاند شينواری هم په دې کنګره کې د یو فعال ګډونوال په توګه برخه واخیسته، چې دا نومړي کادر لپاره نه یوازې یو افتخار و، بلکې یو فرصت هم و چې له نورو تجربو زده کړه وکړي او د عصبي جراحۍ په برخو کې له نړیوالو معیارونو ځان خبر کړو.

زموږ موخه دا ده چې:
• د ناروغانو لپاره تر ټولو عصري، دقیق او خوندي جراحي خدمات وړاندې کړو.
• د نړیوالو طبي تجربو په رڼا کې، د افغانستان د عصبي جراحۍ برخه لا نوره هم پیاوړې کړو.
• له نورو متخصصینو سره دوامدار علمي او مسلکي اړیکې وساتو.

د دې کنګرې د ترسره کېدو لپاره ټولو تنظیموونکو، برخه‌والو او استادانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو.

موږ ژمن یو چې د افغانستان د روغتیا په ډګر کې له لا زیاتو پرمختګونو سره خپل خدمت ته دوام ورکړو.

د اذان روغتون اداره وياړ لري  چي متخصص او مسلکی ټیم د خلکو د خدمت لپاره په خپله غیږه کي لرېمتخصص عبدالوهاب همت او متخصص ...
09/05/2025

د اذان روغتون اداره وياړ لري چي متخصص او مسلکی ټیم د خلکو د خدمت لپاره په خپله غیږه کي لرې
متخصص عبدالوهاب همت
او متخصص حیات الرحمان شینواري په ننګرهار حوزوي تخصصي روغتون کي د اطفالو د داخله ناروغیو د تخصص دوره بشپړه کړه، اذان ميډيکل کمپلکس په خپلو مسلکي کدرونو فخر کوي چي د علمی او مسلکي ټیم په وسیله ګرانو هیوادوالو ته معیاری طبي خدمات وړاندي کوي .
د اذان روغتون اداره او طبي پرسونل فارغو شوو متخصصیینو او د دوی محترم فامیل ته د زړه له کومي مبارکي وايي.
نوټ،؛ د مشرقی له قدرمنو ولسونو هم نړۍ مننه چې د صحی خدماتو د ترلاسه کولو لپاره په اذان روغتون باور کوې

*تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنكُم صَالِحَ الأعمَال*  د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د اذان روغتون اداره ټولو مسلمانانو،...
30/03/2025

*تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنكُم صَالِحَ الأعمَال*
د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د اذان روغتون اداره ټولو مسلمانانو،ګرانو وطنوالو خصوصآ ټولو د مشرقی ولسونو ته د کوچني اختر مبارکي وایي.
لمونځونه ،روژي او عبادتونه مو د الله ج په دربار کې قبول او منظور شه!
هیله ده د خپل صحت ډير خیال وساتئ.

د ختیځ زون لپاره ستر ویاړ؛ اذان میډیکل کمپلیکس یو ځل بیا ویاړي چی د جراحې ناروغیو  پیاوړې متخصص  داکتر روح الله ( محمدخې...
11/01/2025

د ختیځ زون لپاره ستر ویاړ؛
اذان میډیکل کمپلیکس یو ځل بیا ویاړي چی د جراحې ناروغیو پیاوړې متخصص داکتر روح الله ( محمدخېل) ته د انګلېنډ د جراحانو د شاهی کالج په دوهم پړاو ازموینه (MRCS part B OSCE ) کی د بریالیتوب مبارکی وایی.

یو ناروغ چی د غاړی د پړسوب(جاغور) ساه بندیدو,  د شکایاتو  له امله یی أذان روغتون ته د تداوۍ په موخه مراجعه کړې وه ، وروس...
09/01/2025

یو ناروغ چی د غاړی د پړسوب(جاغور) ساه بندیدو, د شکایاتو له امله یی أذان روغتون ته د تداوۍ په موخه مراجعه کړې وه ، وروسته د فزېکې معاینې او لازم معایناتو څخه تشخیص شو چی نوموړی ناروغ جاغور (Goiter) لری. ENT سروس مسوولينو هر ېو ډاکټر نور افضل نور او ډاکټر حسیب میرزاده، د جراحی سرویس مسوول ډاکټر روح الله محمد خېل ، د داخلي ديپارټمنت مسوول ډاکټر نعيم حلیم له خوا تصمیم ونیول شو او د نوموړی ناروغ د جاغور عملیات په بریالی توګه ترسره شو چې فعلأ ناروغ جوړ او هیڅ ډول ستونزه نلری .
Dr Noor Afzal Ent Specialist
Dr Naeem Haleem
Dr Roohullah Mohammadkhil
Dr Mir Hasib
نوټ.
د ناروغ څخه د عکس د نشرولو اجازه اخېستل شوې ده
ادرس: صحت عامې چهاراهي او قومندانې تر منځ احمد شاه دوراني مکتب تر څنګ کابل جلال اباد عمومي سرک
شماره تماس:
0786436624

یو 12 کلن ماشوم چه ورته د ۲۴ ساعتونو  راپدېخوا تنفسی مشکل او ساه لنډی پیدا شوی وه.اذآن میډیکل کمپلکس ته راوړل شو وروسته ...
07/01/2025

یو 12 کلن ماشوم چه ورته د ۲۴ ساعتونو راپدېخوا تنفسی مشکل او ساه لنډی پیدا شوی وه.اذآن میډیکل کمپلکس ته راوړل شو وروسته د ارزونی او معایناتو څخه معلوم شوه چه د ناروغ په هوایئ لاره کئ اجنبی جسم شتون درلود.
د ENT ديپارټمنت مسوول متخصص داکټر نورافضل او ورسره ټیم لخوا د ناروغ هوایئ لاری څخه نوموړی اجنبی جسم(میخ nail ) د برانکوسکوپی الی پواسطه وویستل شوه او ژوند یئ وژغورل شوه اوس د ناروغ وضیعت د ډاډ وړ دی..
Dr Noor Afzal Ent Specialist
Dr Mir Hasib.

د ګرانو وطنوالو د پام وړ!ډاکتر نور افضل نور (ENT specialist) د لس ورځنې علمې سفر وروسته د ګرانو وطنوالو په خدمت کې دې.شم...
12/12/2024

د ګرانو وطنوالو د پام وړ!
ډاکتر نور افضل نور (ENT specialist) د لس ورځنې علمې سفر وروسته د ګرانو وطنوالو په خدمت کې دې.
شماره تماس:
0786436624
ادرس: صحت عامې چهاراهي او قومندانې تر منځ احمد شاه دوراني مکتب تر څنګ کابل جلال اباد عمومي سړک، اذان ميډکل کمپلکس

10/09/2024

الحمدالله
یوتن ناروغ چی د لغمان ولایت څخه یی اذان روغتون ته په داسی حال کی مراجعه کړی وه چی د درد له امله په ملا قات شوی وو او همداراز دیو طرف پښی شدید درد او سوزش څخه ډیر زیات شاکی وو ناروغ ته لازمه معاینات اجرا او معلومه شوه چی ملا ښکتنی برخه کی یی عصبی ریښه تر فشار لاندی وه
ناروغ دجراحې اصولو مطابق عملیات ته اماده او عملیات یی ېې د سیمې په کچه د ېو پیاوړې نېوروسرجن ډاکټر رفیع الله شینواري او ورسره مل ټیم له لورې اجرا چې الحمد لله په کامیاب ډول تر سره شو چی د عملیات څخه 12 ساعت وروسته ناروغ بی درده او په سالم ډول وګرځیده.
د غوره تشخيص او درملنې لپاره اذان ميډیکل کمپلکس انتخاب کړئ
ادرس: صحت عامې چهاراهي او قومندانې تر منځ احمد شاه دوراني مکتب تر څنګ کابل جلال اباد عمومي سرک
شماره تماس:
0786436624

Address

د کابل جلال اباد عمومي سړک د قومنداني او صحت عامی چهارراهی تر مینځ
Jalalabad
026

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Azaan Medical Complex اذان ميډيکل کمپلکس posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram