MD W Nazari هلته چې داکتر نشته

MD W Nazari  هلته چې داکتر نشته Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from MD W Nazari هلته چې داکتر نشته, ۲, Jalalabad.

17/04/2024

‏Mania یو روانې حالت دي چی ناروغ پکی لوړ احساسات لري او فکر کوي چی یو ډیر غټ او مهم شخصیت دي دا ناروغان ډیره کاذبه مفکوره لري او هره خبره یې بې اساسه وي دوۍ د ځان سره داسې فکر لري چی خاص او با استعداده خلک دي او یا د ډیرو مهمو اشخاصو سره تړاو لري د مثال په ډول د منطقی د مشر یا والی سره
ناروغ احساس کوي چی ډیر با انرژی دې زیات غږیږي د خبرو په وخت کی ډیر لوړ الوزي د یوی idea څخه بلی idea ته ( fight of idea) حرکی (موتور ) فعالیتونه یی زیاتیږي او د خوب موده یی کمیږي همیشه زیاتی پیسي په جیب کی ګرځوی زیات جنسی خواهشاتو ته تمایل ښایی او یا جنسی چلند کوي.

#طب

16/04/2024

وسواس (OCD)یو نوع رواني اختلال دی.
وسواس د یو فکر، ذهني تصوېر، یو ناوړه تکرار کېدونکی او بدرنګ میل یا علاقې څخه عبارت دی، چې انسان ناراحته او خپه کوي، او فرد پر دغه حالت باندې حاکمیت او کنټرول نشي ترلاسه کولای، چې په نتیجه کې انسان کې د ناوړه او افراطي اعمالو او سلوک د را څرګندېدو سبب ګرځي.

د وسواس اختلال ځینې نښې:
تل د تکراري افکارو لرل، مثلآ تاسو به یو کار په صحیح او درست ډول ترسره کړی وي، خو تاسو به دا په فکر کوۍ چې نه دا کار مې صحیح نه دې ترسره کړی.
د هر کار او یا فعالیت ترسره کولو کې به له حده زیات وخت مصرفول.
د لاسونو بار بار مینځل، او له معمولي حد څخه زیات د لوازمو نه ګټه اخېستل.
په افراطي ډول سره د اعمالو او عباداتو ترسره کول، په دې فکر چې ما سهوه په کې کړې ده.
که چیرته پورتنې اعراض او علایم لرۍ یو عقلی عصبی متخصص سره مشوره وکړئ

11/04/2024

کوچنی اختر مو‌ بختور شه!
Eid Mubarak!
زمونږ له طرفه

15/02/2024

که دې ورځو کې بې علته خپه او ستړي ياست تشويش مه کوئ!
يو حالت چې Seasonal effective disorder يا seasonal depression بلل کيږي. دې ورځو کې عام وي. خبره داسې ده چې کله موسم بدليږي په خاص ډول چې دوبی ځي او ژمی راځي دغه وخت انسان ډېر خپه، ستړی، ناارامه او ګنګس وي. کله کله بې خوبي او بې اشتهايي هم پيدا کيږي. ډېر شاز و نادر وزن هم ډېرېږي.
اوس چې ژمی تقريباً د ختمېدو حالت کې دی نو دا وخت هم دغه موسمي ژور خپګان پيدا کيږي.
مطلب دا چې بې ځايه تشويش به ورته نه کوئ! هسې نه چې دغه موقتي سټریس په دايمي سټریس بدل شي.

روغ صحت هر وخت د مینی ورځ ده
14/02/2024

روغ صحت هر وخت د مینی ورځ ده

12/02/2024

د شکري ناروغان که د سترګو مشکل لري او که يې نه لري بايد په يوه يا دوه کاله کې يو ځل خپلې سترګي د ستروګو په ډاګتر معاينه کړي. د شکري ناروغي د وخت له تېريدلو سره سترګو ته زيان رسوي او که دغه حالت وختي تشخيص او تداوي شي خلګ د ړنديدلو له خطر څخه ژغورل کيږي.

08/02/2024

په ژمنې موسم کې د زکام د مخنېوې په خاطر نرم خواړه استفاده کړئ مثال ښوروا ،چای ، لوبیا پاتی اوبه ،سوف او همداسي نور نرم خواړه
MD W Nazai هلته چې داکتر نشته

07/02/2024

په خپل ژوند کې تر ټولو مهیم کار د خپل صحت خیال ساتل دی نو راځئ چې د خپل ځان پاک ساتلو کې سره سیالی وکړو
MD W Nazari هلته چې داکتر نشته

Address

۲
Jalalabad
00

Telephone

+93775184238

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when MD W Nazari هلته چې داکتر نشته posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram