City Medical Laboratory

City Medical Laboratory Laboratory services - Medical Information
Direct By : Dr faridullah Momand

31/07/2021

کاپی.دحاملګی ددوران مکروب . TORCH infectio
ټارچ اینفکشن یاTORCH infection:-----------
دحاملګی ددوران اکثره او مهم انتانی ناروغی ده چه نن سبا اکثره حامله میندی دهمدی انتانی ناروغی څخه رنج وړی چه عامیانه اصطلاح کی ورته دحاملګی ددوران دوینی مکروب وایی.
داناروغی خپله یو سندروم دی چه لاندی انتاناتو څخه مینځ ته راغلی دی:
1-Toxoplasmosis
2-Other infection like:(Chlamydia,HIV,Syphillis,Coxasacki virus,Hepatotis B, Chicken pox)
3-Rubella
4-Cytomegalo virus
5-Herpes simplex virus 2
پورتنی ټولی ناروغی دحمل په محتوی باندی بدی اغیزی مینځ ته راوړلی شی. چه دحمل په دوران کی نوموړی انتانات دپلاسنتا څخه تیریږی اود Fetus په وده او نمو باندی بده اغیزه کوی.
دتارچ اینفکشن تاثیرات
-۱که چیری یوه حامله مور په (11-20)هفته کی پدی مکروب اخته شی نو% 90 د لاندی سندروم احتمال شته دی؛
Congenital Rubella Syndrome.
2-په% 25واقعاتو کی هغه ماشومان چه مور یی دحاملګی په لمړی دری میاشتو کی په روبیلا انتان اخته شوی وی نو ماشوم کی لاندی مشکلات مینځ ته راځی:
1-Cataract
2-Hrart defect (PDA)
3-Poor eye sight
4-Hearing loss
5-Movement disorder
6-Mental retardation.
3-همدارنګه دلاندی ناروغیو دپیداکیدو باعث هم ګرځی:
1-Meningitis
2-Pneumonia
3-Anemia.
ددی مکروبی نارغی کلینیکی نښی ---
کله چه یوه حامله مور پدی ناروغی اخته شی نو لاندی کلینیکی څرګندونی پکی مینځ ته راځی:
1-Flue
2-Petechial Rash on the skin
3-Fever
4-Poor feeding
5-Enlarged Liver and Spleen
6-Jaundice
7-Muscle pain
8-Fatigue.
9-Some time cough and tonsilitis.
دتارچ اینفکشن تشخیص --
1- Clinical finding
2-Comlete physical exame
3- Blood exame for TORCH infection.
-دتارچ اینفکشن درملنه--
داچه داناروغی دڅو انتاناتو څخه مینځ ته راغلی نو لازمه ده چه دهریو انتان په نظر کی نیولو سره تداوی شروع کړو:
1---Toxolpasmosis:
- Sulfadiazine + Pyramethamin
2---Rubella:
- Mild analgesic+Bed rest.
3---Cytomegallo virus:
- Treated for individual symptom like;
-Fatigue
- fever and hepato megally
4---Herpes simplex virus:
- C/ section if active lesion
- Anti vira

#کاپی

27/06/2021

په نړۍ کې بېلابېلې ناروغۍ شته، چې انسانان ځوروي. هره ناروغي ځانته خپل علایم او درمل لري. یو له هغو ناروغيو، چې په اوس وخت کې ډېر تر سترګو کېږي، د وینې کمښت (کم خوني) ده. ....

21/04/2020
20/05/2018

بواسیر څه ډول ناروغي ده ؟
بواسیرد مقعد یا د لوېې کلمې د وروستۍ برخې اړوندد وینې د وریدونو پړسوب ،لویدل او کله کله سوري کیدل دي چې د وینې د بهیدو لامل ګرځي .
یعنې دا چې د مقعد په وروستۍ برخه کې چې کوم د وینې وریدونه دي د یو شمیر عواملو او فشار له امله په کې وینه غوڼډيږي او کڅوړه کیږي چې د تغوت یا تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته ستونځې پيښوي حتې زخمي کیږي او د وینې د بهیدو لامل ګرځي .
بواسیر کیدای شي د مقعد په وروستۍ برخه یا هم دننه وي چې لومړۍ ته ېې خارجي او دوهم ته ېې هم داخلي بواسیر ویل کیږي .
دا ناروغي هم په ښځو او هم په نرانو کې شته خو ډير خلک له ۴۵ او ۵۰ کلونو تر منځ پرې اخته کیږي .
د ناروغۍ نښې :
تشناب ته له تلو وروسته د مقعد په وروستۍ برخه کې درد او سوزیدنه .
تشناب ته د تلو پر مهال د وینې بهیدنه یا موجودیت
په مقعد کې د یوې کتلې یا دانې را منځته کیدل .
د مقعد تورم پړسیدنه او التهاب
د ناروغۍ عوامل :
د مقعد د وینې په وریدونو یا شنو رګونو د دوامداره فشار موجودیت چې دا کیدای شي د مریض د اناتومي سیستم له امله وي یعنې په یو شمیر ناروغانو کې په تیره چې چاغ هم وي خیټه په مقعد فشارواردوي او هلته د وینې حرکت له ستوڼځو سره مخامخوي .
همداراز قبضیت په تیره دوامداره قبضیت هم په همدې رګونو فشار واردوي چې د قبضیت لاملونه بیا بیل دي د مثال په ډول د وچو او قبض راوړونکو خوراکونو خوړل د میوو او سبو یا هغو غذايي موادو کم خوړل چې فیبر لري .
د حرکت کموالئ .
او د اوبو او اوبلنو یا نرمو موادو کم خوړل .
د بواسیرو یو بل لامل هم د ډير وخت لپاره په ولاړه دریدل یا هم د پښو په سر کیناستل دي ځکه په داسې ډول هم د وینو په لاندیو رګونو ډير فشار واردیږي .
په خپله د وزن ډيریدل ، په ښځو کې امیدواري ،د وینو د غوړو زیاتوالئ سیروز ، او وریکوزیس په زړو خلکو کې د عضلاتو شل والئ او د رګونو د مقاومت کمزوري .
د کبد یا ځيګر ناروغۍ او د صفراء ناروغۍ ځکه دا دواړه د خوراکي موادو په هضم کې رول لري .
د وینې لوړ فشار د کلمو سرطان او یو شمیر نورې عوامل هم شته چې د بواسیرو له زیاتولي سره په مستقیم ډول اړیکه لري .
وقایه :
لومړۍ دا چې د تغوط یا تشناب ته د تلو پر مهال آرمه کینۍ او هڅه مه کوئ چې زور ووهئ او زر له تشاب نه ووزئ .
دوهم دا چې په تشناب کې د ډير وخت لپاره د پښو په سر هم مه کینۍ کولای شئ زر زر تشناب ته لاړ شئ خو په یوه وار په تشناب کې د ډير وخت له تیرولو ډه ده وکړئ .
که مو وزن ډير وي د وزن د کمولو لپاره اقدام وکړئ چې کولای شئ د غذايي رژیم په سمولو او سپورت سره دا چاره تر سره کړئ .
په خپل غذايي رژیم کې د فیبرو کچه لوړه کړئ . یعنې د میوو او سبو د خوراک کچه زیاته کړئ .
یو شمیر خلک فکر کوي چې د مناسب غذايی رژیم رعایتول ډيرو پيسو ته اړتیا لري خو داسې نه ده ځکه یو خو په کلیوالو سیمو کې سابه او میوې له ځایه ډيرې وې او بل ارزانه هم وي ، د مثال په ډول ګازرې ګل پي مولۍ کچالو کدو شلغم او نور چې په افغانستان کې د بوسو په بیه خرڅيږي تر ټولو ښه سابه او میوې دي چې د غذايي رژیم له سمولو سره په څنګ کې ډير مهم ویټامینونه هم لري مثال په ډول ګازرې د اې ویټامین لري او د سترګو د ناروغیو لپاره ډير ګټور دي .
همداراز په کلیوالو سیمو کې مڼې زردالو ناک هندوانې ، خربوزې، انګور انار او دول ډول نورې میوې هم موندل کیږي چې هم ارزانه وي او هم ګټورې .
همداراز په کلیوالو سیمو کې ډول ډول سابه موندل کیږي چې کولای شئ هغه د ژمي لپاره هم وچ کړئ .
حتې د کور ښځې کولای شي د کور په انګړ کې سابه او ترکارۍ وکري چې له یوې خوا به مو له چاره له اقتصاد سره مرسته وکړي او له بلې خوا به مو غذايي رژیم هم مناسب شوئ وي ،
البته باید ووایو چې د افغانستان ټولنې ته په پام سره په دې کار کې د کور د نرانو د زمینې برابرول او مرسته ډيره اړینه ده .
په خپله د غواوو شیدې مستې کورت ، پينر ، کوچ او داسې نور ،ټول په غذايي رژیم کې تر ټولو اصلي مواد ګڼل کیږي خو له بده مرغه چې خلک ېې لکه څنګه چې مناسبه ده داسې نه شي استعمالولئ .
د مثال په ډول په ډيرو کلیوالو سیمو کې د کور مشرانې ښځې هڅه کوي چې شیدې د تازه خوړلو په ځای په غړکو او ځګونو کې په کوچو او بیا په ژیړو غوړیو بدلې کړي چې د شیدو ډير مهم عناصر په کې له منځه ځي .
شیدې یوه مکمله غذا نومول شوې او یوه مکمله غذا هم ده که تاسې فکر وکړئ یو نوئ زږیدلئ ماشوم د مور له شیدو خپل هرڅه تأمینوي ، خو ژيړ خوړي کوم ځانکړي ویټامینونه او پروتین نه لری او یواځې د شحمیاتو اطلاق پرې کیږي چې نه یواځې بدن ته کوه خاصه ګټه نه لري بلکې د وینې د فشار د لوړوالي او د زړه د ناروغیو لامل هم ګرځي .
همداراز موږ کولای شو په ډير کم مصرف خپل کور ته څيرمه یا په خپل لنډ پټي یا باغ کې مولۍ ، مولي سرخکې ، ګشنیز ګندنه پياز او نور ډول ډول سابه وکرو .
تازه شفتلې هم په تیره د پسرلي په موسم کې ډير ګټور سابه ډي چې د وچولو وړتیا هم لري او د ژمي لپاره ګټور خواړه ترې جوړیږي .
بیا به هم راشو خپل اصلي بحث ته چې د همورهوئید یا بواسیرو په اړه دئ .
په مناسبه اندازه د پښو تګ د قبض له کمښت او د بواسیرو له کمیدو سره مرسته کوي خو ډير تګ په خپله د بواسیرو د ډيروالي لامل ګرځي .
د ورځې نیم ساعت په پښو ګرځيدل ګټور د ي.
غذايي رژیم بیا هم وایو چې د بواسیرو په کمیدو کې رول لري او جوار ، غنم اوربشې وریجې او نورې غلې هم د فیبرو مناسبه اندازه لر ي.
فیبر چې په میوو سبو او غلو کې موجود دي د کلمو د حرکت د زیاتوالي او بلآخره د معدې د نرمښت لامل ګرځي چې د بواسیرو په څير د نورو ډيرو نارغیو د مخنیوي لامل کیږي موږ له دې وړاندې د سر درد په کمولو کې هم دې برخې ته اشاره کړې وه .
د غنمو سبوس یا پوست په خپله د قبض له کمولو سره مرسته کوي نو باید دا ډول ناروغان د غنمو سبوس لرونکې ډوډۍ وخوري .
باید ووایو چې تر بازاري سپينو اوړو د غذايي رژیم له پلوه په ځلونو کلیواله ډوډۍ چې ډيره سپينه نه وي ګټوره او خوندوره ده .
همداراز نخود او لوبیا نسک او سویا هم په کافي اندازه فیبر لري .

د ورځې باید لږ تر لږه دوه یا دوه نیم لیتره اوبه وڅښو چې له آتو نه تر لسو د اوبو ګیلاسونو په اندازه ده .
په منظم ډول سپورت .
د ورځې دوې قاشوغې د زیتون غوړي مصرفول د کلمو له نرمولو سره مرسته کوي .

د سګرټو له څکولو د یو شمیر غذايي موادو له خوړلو پرهیز چې هغه قبض راوړونکي غذايی مواد دي او موږ په تیر پروګرام کې ورته یو څه اشاره کړې وه .
البته باید ووایو چې خواږه مواد ، تصفیه شوي غلې لکه له سبوس پرته د سپينې اوړو او غنمو ډوډۍ او بازاري ډول ډول غذايی موادو او سوس .
همداراز مالګین خواړه د بواسیرو لپاره ښه نه دي .

د بواسیرو درملنه .

بواسیر کیدای شي په وقاېې سره ښه شي خو دا هم کیدای شي چې د شرایطو له برابریدو وروسته یو ځل بیا هم پيدا شي .
نو له همدې امله ډاکتران د بواسیرو د نوعیت له مالومولو وروسته اکثره د جراحي عملیاتو پریکړه کوي .
ډول ډول جراحي عملیات د بواسیرو لپاره وړاندې شوې چې موږ به ېې یواځې نومونه واخلو.
لومړۍ ېې د بواسیرو په ناحیه کې د وړو پلاستیکي لولو یا پیپونوتیرول دي تر څو له احتمالي فشار سره مقاومت وکړئ شي .
سکلرو تراپي ده یعنې دپړسیدلیو وریدونو د حجم کمولو لپاره ناحېې ته کیمیاوي مواد ترزیق کیږي .
په مایع نایتروجن سره د وینې درګونو حجم کموي .
همداراز په لایزر او دنوري وړانګو (مادون یا ماتحت قرمز )په وسیله د بواسیرو وچول دي .
کله کله جراحي عملیات هم د لند وخت لپاره مؤثر وي اوکیدای شي د عوامل د موجودیت پر مهال یو ځل بیا هم بواسیر پيدا شي .
همداراز د درد کملو لپاره استراحت ،د درد او انتي بیوتیکو او انتي سپتیکو استعمال همدا ډول د وینې د رګونو منقبضوونکي کریمونه او د لیډو کائین کریم .
په ګرمو اوبو کې د ۱۰ نه تر شلو دقیقو کیناستل .
او تر ټولو ډير مهم د نظافت مراعاتول دي .
په دې معنې چې له تشناب نه د تلو وروسته په پاکو اوبو د مقعد وینځل خو په نرمښت سره .
د یو شمیر ناروغانو تشناب ته له تلو وروسته کلمه هم راوزي چې هغوی باید یوه ورځ استراحت وکړي او په دې ناحیه د یخو کڅوړه یا د یخو اوبو مشکوله کیږدي .
او که ېې بیا هم درملنه ونه شي نو د جراحي عملیاتو توصیه کیږي .

H.PYLORYد معدی زخمد ایچ پایلوري نښې،زیانونه او درملنه:A-د ایچ پایلوري نښې__________________1-د وزن له لاسه ورکول2-د اشته...
06/05/2018

H.PYLORY
د معدی زخم
د ایچ پایلوري نښې،زیانونه او درملنه:

A-د ایچ پایلوري نښې
__________________
1-د وزن له لاسه ورکول
2-د اشتها کموالی
3-د ملا د عضلاتو درد
4-د معدې سوځنده حالت
5-د لاسونه د بندونو درد
6- د خیټې د بادونو ‌‌‌‌‌‌ډیروالی
7-د وینې کموالی
9- قبضیت
10- په خیټه کې د ګُړ ګُړ اوازونه

B-د ایچ پایرورې زیانونه:
____________________
1-peptide ulcer د معدې د دیوال شړیدل
2- chronic gastritis د معدې اوږمحاله التهاب
3-Maldigestion د هضمیت فقدان
4-Gastric Adenocarcinoma د معدې خبیث سرطان
5-gastric maltoma د معدې په دیوالونو کې د شحمیاتو ځای پر ځای کیدل
6-esophageal cancer د مرۍ سرطان
7-diopathic thrombocytopenic purpura د صفحات دمویه کمبود.
8- GERD له معدې مرۍ ته په خپل سر د خوړو پورته کیدل

درملنه
_______
د ایچ پایلوري درملنه آسانه ده نن سبا له لسو نه تر پنځه لس ورځو موده په بر کې نیسي پدې دوران کې د PPI د کورنۍ له درملو او د انتی بیوتیکو درمل خوړل کیږي د یادې مودې په اندازه مخصوص پرهیز هم آړین ده.

11/01/2018

نن ورځ ۲۰'۱۰'۱۳۹۶
یوریک اسید(Uric acid)څه
شې دی؟
یوریک اسید په بدن کې دنېوکلیک اسید(DNA-RNA) دمیتابولیزم په پایله کې منځته راځی اویا هم دpurine دتخریب څخه منځته راځی یوریک اسید په بدن کې اضافی او فاضله مواد دی باید چې دبدن څخه خارج شی هره ورځ تقریبا 400mg یوریک اسید په بدن کې تولیدیږی چې 300mg دخوراکی موادو څخه په بدن کې لاسته راځی چې باید دبدن څخه خارج یا اطراح شی په وینه کې دیوریک اسید زیاتوالی ته hyper uricemia وایی
©دیوریک اسید زیاتوالی دوه لاملونه لرې
۱-دهغه خوراکی موادو استعمال چې یوریک اسید لری لکه غټه غوښه
۲-کله چې پښتورګی یوریک اسید په سمه توګه اطراح نشی کړای
© یوریک اسید په لاندې ناروغیو کې زیات وی
۱-کواټ ناروغی لکه دبندونو او مفصلونو دردونه
۲-پښتورګو ناروغی
۳-دوینې سرطان
۴-دحمل زهرجن کیدل
۵-په وینه کې دکلسیم لوړوالی
۶-ثالکولو یا شرابو استعمال

Uric acid test procedure
R-1= 800 micron
R-2= 200 micron
P. serum 20 micron
time 10mint 37c°
Normal Ringe 1.2-6.5mg'dl
نوټ: هېره دې نه وی چې هغه کسان چې دوینې ټېنګوالی په خاطر اسپرین تابلیت استعمالوی دهغوی یوریک اسید کم وی
classification of Biochemistry test
____________________________________
LFT -- Lipid profile -- KFT
-----------------------------------------------------
SGPT -- Tryg -- urea
SGOT -- cholestrol -- creat
ALP -- HDL -- BUN
Tootal-B -- LDL
Direct-B
indirect-B

2-یوریک اسید یا Uric Acidپه اسیدی ادرارو کی په نارمل ډول ډیر کم لیدل کیږی مګر په نقرص او لیوکیمیا کی یی اندازه زیاتیږی نارمل اندازه یی 3-7پوری ده چی یوریک اسید هم په څلورو شکلونو په ادرارو کی لیدل کیږی.
Barrel shape
Rosette shape
Six-sided shape
Diamond shap

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when City Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram