
05/09/2025
۵ میلیونه افغانیو مرسته د سن سکای شرکتونو او د حنظله غورځنګ روغتون له خوا د کونړ زلزلهځپلو سره
د سن سکای شرکتونو او د حنظله غورځنګ روغتون مشرتابه د کونړ ولایت د زلزله ځپلو او د غم ځپلو خلکو سره د مرستې په توګه ۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه.
په همدې تړاو، د حنظله غورځنګ روغتون یو لوی طبي ټیم د پېښې سیمې ته استول شوی دی، څو اړمنو او زیانمنو ته اړین طبي او روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
مسوولینو وویل چې دا اقدام د ملي یووالي، همبستګۍ او د انساني همدردۍ څرګندونه ده او هیله یې څرګنده کړه چې یادې مرستې او خدمتونه د زلزله ځپلو د ستونزو په کمولو او د هغوی د ژوند د بېرته رغولو په برخه کې اغېزمن واقع شي.
په پای کې د سن سکای د شرکتونو ډله او د حنظله غورځنګ روغتون د ټولو ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا او د پاتې شویو کورنیو لپاره د صبر جمیل دعا وکړه.