چنار هومیوپهتیک طبي مرکز Chinar Homeopathic Medical Center

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • چنار هومیوپهتیک طبي مرکز Chinar Homeopathic Medical Center

چنار هومیوپهتیک طبي مرکز  Chinar Homeopathic Medical Center Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from چنار هومیوپهتیک طبي مرکز Chinar Homeopathic Medical Center, Medical and health, Kabul.

په یاد طبي مرکز کې په جرمن او فرانس طریقو د داخله ناروغیو تداوي له پاکستان څخه راغلي ډاکټران په اطمینان ترسره کوي.
لکه ګرده،مثانه،تور زیړی،محرقه،شکر،فشار،بې اولادي،بواسیر، د زنانه او مرادنه پټ امراض.

03/07/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : نعیم الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر یاسین افریدي او دوکتورس مسکاء یوسفزی
تخنیکي همکار: رحمت خان فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

د بنګلدیش پر وړاندې د افغان اتلانو  تاریخي بریا ټولو هیوادوالو ته مبارک وی!
25/06/2024

د بنګلدیش پر وړاندې د افغان اتلانو تاریخي بریا ټولو هیوادوالو ته مبارک وی!

24/06/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : کریم الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر ياسین افریدی او دوکتورس مسکاء یوسفزئ
تخنیکي همکار: رحمت خان فقیري
د اړیکو شمیرې : 0707323334/0782335335/0793675049/0764779300

12/06/2024
09/06/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : نعیم الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر عبدالقادر خان مومند او دوکتورس شبانه یوسفزی
تخنیکي همکار: رحمت فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

08/06/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : کریم الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر جاوید الله مومند او دوکتورس مسکاء یوسفزی
تخنیکي همکار: رحمت خان فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

وچکى تبه چې محرقه يې بولي ، د سلمونيلا ټايفي ، گرام منفي باسيل (باکټريا) په وسيله منځته راځي. ددې تبې يا ناروغۍ ځانگړتيا...
06/06/2024

وچکى تبه چې محرقه يې بولي ، د سلمونيلا ټايفي ، گرام منفي باسيل (باکټريا) په وسيله منځته راځي. ددې تبې يا ناروغۍ ځانگړتياوې په دا ډول دي: ناروغ اوږده تبه لري ، نس يا گېډه يې درد کوي او دانې ورباندې را خېژي.

د ناروغۍ عامل چې سلمونيلا ټايفي دى هغه د ناروغ په غايطه موادو او تشو متيازو کې بهر ته را وځي. که يو څوک د غايطه موادو د کېدو او يا تشو متيازو د کولو څخه وروسته په سمه توگه خپل لاسونه پرېنمينځي نو باکټريا خوړو او اوبو ته انتقالېږي. که کنارابونه (ټټۍ) هم په سمه توگه جوړې نه وي او مواد يې په ښه توگه لرې نشي نو زيات امکان شته چې د څکاک اوبه ددې ناروغۍ په عامل (سلمونيلا ټايفي) باندې ککړې شي. مچان هم د ناروغۍ عامل نيغ په نېغه له غايطه موادو څخه خوړو ته انتقالوي. په ډېره کمه کچه د روغتون په هغو کسانو کې هم دغه ناروغۍ (وچکۍ) پيدا کېږي څوک چې د ناروغانو له بسترو او بنداژونو سره په تماس کې وي او د خپل ځان د حفظ الصحې پام ونه ساتي.

کابو ٣% هغه خلک چې ددې ناروغۍ په عامل باندې اخته وي او کومه مناسبه درملنه يې هم نه وي شوي نو دوي په دوامداره توگه ، له يو کال څخه په زياته موده کې ، په خپلو غايطه موادو کې د ناروغۍ عامل چاپيريال ته اطراح کوي. هغه کسان چې د ناروغۍ اعراض او علايم ورکې نه ليدل کېږي او په غايطه موادو کې يې د ناروغۍ عامل شته وي نو دوي ته د ناروغۍ ناقل ويل کېږي. په امريکا کې کابو ٢٠٠٠ ناقل کسان شته چې هغوي زړې ښځې دي کومې چې د تريخي (Gallbladder) له ناروغۍ څخه سرټکوي. په تېر وخت کې يوه ښځه چې ميري مالون نومېده او په پخلنځي کې يې کار کاوه ، هغه گڼو کسانو ته د ناروغۍ د عامل په انتقال باندې مسؤله وگڼل شوه او له همدې امله يې بيا د ميري ټايفوئيد په نوم ونومول شوه.

د وچکۍ تبې باکټريا د انسان هضمي سيسټم ته ننوځي او بيا د کولمو له ديوال څخه تېرېږي او د وينې جريان ته ځان رسوي. په دې ترڅ کې وړې او غټې کولمې گزکي (التهابي ) کېږي. په ډېرو شديدو حالتونو کې ، چې ژوند ته گواښ هم گڼل کېږي ، د وړو کولمو په ديوالونو کې ټپونه (زخمونه) رامنځته کوي. کله چې زخم رامنځته شي نو بيا له دغو زخمونو څخه وينه ځي او کله داسې هم کېږي چې د زخم ځاى بېخي سورى شي.

نښې نښانې ، اعراض او تشخيص
معمولاً د ناروغۍ نښې نښانې او اعراض سوکه سوکه پيل کېږي ، هغه هم په ناروغۍ د اخته کېدو څخه ٨ يا ١٤ ورځې وروسته. لومړى عرض يې داده چې ناروغ اشتها له لاسه ورکوي، تبه يې وي ، سر يې خوږېږي ، بندونه يې درد کوي ، ستونى يې کښيني يا خوږېږي ، قبضيت ورته پيدا شي ( او يا په ډېرو لږو پېښو کې داسې وي چې ناروغ ته نس ناستى پيدا شي) ، د ناروغ نس يا گېډه خوږېږي او حساسه شي چې لاس نشي ورباندې کښيښودلى. ناروغ ډېر توند ټوخېږي خو بلغم يا نور څخه ورسره نه وي. او کېدلى شي چې د ناروغ پوزه هم وينې شي.

څومره چې ناروغي مخ په وړاندې ځي د ناروغ تبه لوړه پاتې کېږي او ممکن ناروغ ډېر تود شي. سره ددې چې د ناروغ تبه لوړه وي خو د زړه ټکانونه يې لږ وي او ورسره زيات ستړى ستومانه وي. ممکن نس ناستى همداسې جريان پيدا کړي ، خو ځينې خلک همداسې قبض پاتې کېږي. کابو په ١٠% ناروغانو کې چې ناروغي يې دويمې اوني ته وردننه شي د هغې اونۍ په ٢ يا ٥ ورځ غونچه ، وړې ، سرې دانې يا داغونه د هغوي په سينه او گېډه باندې راپيدا کېږي. له دوو اونيو ناروغۍ څخه وروسته په ٣ يا ٥ % ناروغانو کې د کولمو وينې کېدل او يا هم سوري کېدل منځته راځي.

د ناروغۍ په دويمه يا درېيمه اونۍ کې ممکن نمونيا (سينه و بغل) ناروغ ته پيدا شي چې هغه هم د نموکوکل انتان څخه سره ددې چې د ټايفوئيد باکټريا هم نمونيا منځته راوړلى شي. په دې موده کې د تريخي او ځيگر انتانات هم ممکن ناروغ ته پېښ شي. که په دې وخت کې د ناروغ په وينه کې باکټريا د آزموينې په پايله کې وليدل شوه ( دې ته باکټريميا ويل کېږي) نو بايد په دې پوه شو چې د ناروغ هډوکي التهابي (گزکي) شوي ، يا يې د زړه والونه گزکي شوي ( اينډوکارډايټيس) ، پښتورگو يې گزکي کړې ، د بولي تناسلي سيسټم غړي په گزکي اوښتي او يا هم هغه پردې گزکي شوي چې د انسان ماغزه او د ملا د تير مغز يې پوښلي دي. که د ناروغ عضلې د انتان په وسيله التهابي شي نو بيا په دانو باندې اوړي ( غټې دانې چې په زياته اندازه ورکې چرک او نو راټولېږي).

که د ناروغۍ پورته يادې شوې نښې نښانې او اعراض وليدل شي د وچکۍ تبې گومان ورباندې کېږي خو د قطعي تشخيص لپاره په کار ده چې د ناروغ وينه ، غايطه مواد ، تشې متيازې او د بدن نور مايعات يې د سلمونيلا ټايفي د پيدا کولو لپاره کلچر ياني وکرل شي که په کښت کې باکټريا وليدل شوه نو بيا همدا وچکۍ ده کنه نو بيا د نورو ناروغيو لپاره بايد فکر وشي.

وقايه يا ځان ساتنه
هغه خلک چې داسې سيمو ته سفر کوي چېرته چې وچکۍ عامه وي نو دوي دې د اومه (خامه) ترکارۍ او نورو داسې خوړو له خوړلو څخه ځان وژغوري کوم چې د کوټې په تودوخه کې ساتل شوي وي. تاوده خواړه ، ساړه څکاک چې گازلرونکي وي ، او هم اومه خواړه چې له پوسته کېږي ددې ټولو خوړل په عمومي توگه خوندي دي کوم زيان نه پېښوي. آن تر دې چې د څکاک اوبه بايد وکتل شي چې د څکاک وړ دي کنه ، مخکې له دې چې څښي يې او يا هم خپل غاښونه پرې مينځي نو بايد هغه وخوټول شي او يا کلورين پکې واچول شي. له دې پرته بايد نورې اوبه خپلې خولې ته ور نه وړي.

د وچکۍ په وړاندې دوه ډوله واکسين شته ، يو يې د خولې له لارې اخيستل کېږي او بل ډول يې بيا د پيچکارۍ په وسيله تطبيق کېږي خو دغه دواړه ډوله واکسينونه په بشپړه توگه معافيت (ياني خلک له ناروغۍ څخه نشي ساتلى) نشي رامنځته کولى. نو همدا وجه ده چې نوموړي واکسينونه يواځې هغو خلکو ته ورکول کېږي څوک چې په زياته کچه له ناروغۍ سره لاس او گريوان وي ، دغه ډله خلک د لابراټوار کار کونکي او هغه څوک دي چې د دې ناروغۍ په عاملې باکټريا باندې څېړنې کوي او يا هم هغه څوک دي چې ددې ناروغۍ سيمې ته سفر کوي او له ډېر خطر (گواښ) سره مخامخ وي.

درملنه
که وچکۍ په خپل وخت سره له درملنې لاندې ونيول شي نو ٩٩% څخه زيات ناروغان ورسره ښه کېږي خو د نقاحت ( د ناروغۍ د مخ اړونې) دوره يې ممکن تر څو مياشتو پورې وخت ونيسي. هغه انټي بيوټيک چې په دې ناروغۍ کې ناروغ ته ورکول کېږي هغه کلورامفينيکول Chloramphenicol دي چې تجارتي نوم يې کلورومايسيټين Chloromycetin دى. نوموړي درمل ددې ناروغۍ لپاره ترټولو وړ درمل دي او د نړۍ په هر گوټ کې پيدا کېږي خو دا چې ناروغۍ ددې درملو په وړاندې په اوس وخت کې مقاومت پيدا کړى نو ددې لپاره له ځينو نورو درملو څخه هم کار اخيستل کېږي. هغه درمل دادي: (ټراميتوپريم + سلفامتوکسازول) چې تجارتي نوم يې باکټريم Bactrim سيپټران Septran دي او بل درمل يې سفروفلوکزاسين Ciprofloxacin چې ددې درملو تجارتي نوم Ciloxan او Cipro او يا هم Ciprox دي. که ناروغ ډېر زياته تبه ولري ، کوما ته تللى وي او يا هم شاک ته نو په کار ده چې ناروغ ته د کورټيکو سټيروئيد Corticosteroid درمل ورکړل شي ترڅو ددې درملو په وسيلې سره يې د دماغ گزکي يا التهاب کښيني. ددې ناروغۍ له امله په ځانگړي ډول سوى تغذى (خوارځواکي) ، ډېر کوچني او يا ډېر زاړه خلک مري. که ناروغ ته گنگسيت ، کوما او شاک پيدا شي نو دا په دې مانا چې د ناروغ انتان ډېر شديد دى او انذار يې ښه نه دي.

ناروغان د ٣ يا ٤ اونيو په دننه کې له ناروغۍ څخه ښه کېږي. هغه خلک چې د وچکۍ درملنه يې نه وي شوي هغوي د ١٠% او ٣٠% په منځ کې د همدې ناروغۍ له امله مري. کابو ١٠% هغه خلک چې درملنه يې نه وي شوي په هغوي کې د لومړي انتان نښې نښانې او اعراض وروسته له دوه اونيو څخه په خپله ورکېږي. د ناروغۍ په لومړۍ مرحله يا پړاو کې په خپل سر د انټي بيوټيک درملو خوړل د ناروغۍ د بيا پيدا کېدو (بابېړي) چانس ١٥% نه تر ٢٠% پورې زياتوي. کله چې ناروغۍ بابېړى وکړي او ناروغ ته انټي بيوټيک درمل ورکړل شي نو په ډېره چټکۍ سره ناروغۍ مخ اړوي خو په پاى کې د بل ځل لپاره بيرته بابېړى کوي.

د ناروغۍ د بابيړي بڼه هم د لکه د لومړۍ ناروغۍ په څېر له درملنې لاندې نيول کېږي ياني درملنه يې سره توپير نه لري خو دومره بايد په ياد ولرو چې انټي بيوټيک يواځې ورته د ٥ ورځو لپاره ضرور دي. د ناروغۍ ناقلين ( هغه کسان چې په خپله د ناروغۍ نښې نښانې او اعراض نه لري خو په خپلو غايطه موادو کې د ناروغۍ باکټريا – سلمونيلاټايفى له ځانه اطراح کوي) بايد ځايي د روغتيا مرکز ته خبر ورکړي او دغه کسان د خوړو له ترتيب کولو او تيارولو څخه منع کړل شي. که ناقلين د انټي بيوټيکو له درملنې لاندې ونيول شي نو هغوي له ٤ تر ٦ اونيو وخت کې له باکټريا څخه بېخي پاکېږي.
نوټ: چنار هومیوپهتیک طبي مرکز د محرقه درملنه لپاره له پاکستان څخه راغلې پروفیسور ډاکټر جاوید الله تازه په دنده ګمارلې دي ترڅو ستاسو تداوي په ښه توګه ترسره شې

06/06/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : نعیم الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر جاوید الله مومند او دوکتورس مسکاء یوسفزئ
تخنیکي همکار: رحمت فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

 #بواسير يا هيموروئید ناروغيد لويي کولمي يا مقعد په اخرنۍ برخه کې د شته وريدونو لويوالي، پړسېدلو او يا هم کله کله د دې و...
05/06/2024

#بواسير يا هيموروئید ناروغي

د لويي کولمي يا مقعد په اخرنۍ برخه کې د شته وريدونو لويوالي، پړسېدلو او يا هم کله کله د دې وريدنو سورې کېدو ته چې د ويني دبهېدو لامل گرځي هيموريئد يا په عامه ژبه بواسير و په نوم ياديږي.
د ا وريدونه د يوشمير لاملونو او فشار په واسطه د وينې د غونډېدو له امله پړسېږي چې د تغوط د فعل په وخت ناروغ ته درد پيدا کوي؛ د غايطه موادو او زور وهلو په واسطه ترې وينه را وزي.

یعنې؛ د مقعد په وروستۍ برخه کې چې کوم د وینې وریدونه دي د یو شمېر عواملو او فشار له امله په کې وینه غوڼډيږي او کڅوړه کیږي چې د تغوت یا تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته ستونځې پيښوي حتې زخمي کیږي او د وینې د بهیدو لامل گرځي.

بواسير به د مقعد په خارجې او داخلي برخه کې شتون لري چې لومړی هغه يې خارجې او دوهم يې داخلي بواسير بلل کېږي؛ هم په ښځو او هم په نرانو کې منځ ته راځې د عمر له نظره له پنځه څلویښت کلنۍ تر پنځوس کلنۍ عمر لرونکو کسانو کې منځ ته راځې.

بواسیر کېدای شي د مقعد په وروستۍ برخه یا هم دننه وي چې لومړۍ ته يې خارجي او دوهم ته ېې هم داخلي بواسیر ویل کېږي ..

د تغوت د فعل په وخت يا ورڅخه وروسته د مقعد په برخه کې درد او سوی، د تغوت د فعل په وخت کې د وينې بهېدل، د مقعد په داخل يا خارج کې د دانې يا کتلې شته والی، د مقعد پړسوب او التهاب د دې ناروغۍ ستري نښې دي.

ټول هغه عوامل چې د مقعد په برخه کې په رگونو کې د فشار راوستو لامل کېږي د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو امکانات زیاتوي لکه د ډېر وخت لپاره په ولاړې باندي کار کول، يا د دوو پښو په سر باندي دوامداره او د ډېر وخت لپاره کښیناستل، دوامداره قبضيت، همدارنگه چاقوالی هم کېدای شې د مقعد په برخه کې په شته رگونو باندي ځيني وخت د فشار د اچولو لامل شې چې دا فشار په چاقو وگړو کې د اناتومي سیستم د گډوډي له امله وي، دا گډوډي هم په یادو رگونو باندي زور راوړي او په پایله کې د هيموروئید ناروغۍ ته لاره هواروي.

همدارنگه د فزیکي فعالیت کموالی، په خوړو کې د اوبلنو يا نرمو څيزونو کم اخستل او د ډېر وخت لپاره قبضيت لرل او په خپله د وزن ډيریدل ، په ښځو کې امیدواري، د وینو د غوړو زیاتوالی سیروز ، او وریکوزیس په زړو خلکو کې د عضلاتو شل والی او د رگونو د مقاومت کمزوري هم د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو لپاره لاره هواروي يا په بله مانا پورته ټول لاملونه چې د مقعد په رگونو باندي فشار واردوي د دې ناروغۍ لاملونه دي.

ځينې طبي کتابونه خو د وینې لوړ فشار د کلمو سرطانونه او د ځيگر او صفرا د کڅوړي ناروغۍ هم د هيموروئید لپاره لاملونه گڼي ځکه چې صفر او ځيگر د خوراکې موادو به هضم کې رول لري.

همداراز قبضیت په تېره بیا دوامداره قبضیت هم په همدې رگونو فشار واردوي چې د قبضیت لاملونه بیا بیل دي د مثال په ډول د وچو او قبض راوړونکو خوراکونو خوړل د میوو او سبو یا هغو غذايي موادو کم خوړل چې ف خوړل .

څنگه کوای شو له دې ناروغۍ څخه وقايه وکړو يا ځان ترې وساتو:؟

۱ـ د د غذايې رژيم په ټاکلو او منظم تمرین سره کولای شئ تاسو خپل وزن را کم کړئ التبه که چېرته مو وزن زیات وي او دا ستونزه لرئ
۲ـ د تغوت به وخت کې په کمونټ باندې هڅه وکړئ چې په هر لحاظ ارام کينئ زر له تشنابه مه وزئ او هڅه مه کوئ چې په دې وخت کې زور ووهئ
۳ـ د تغوت پر مهال د ډېر وخت لپاره مه کينئ کوښښ وکړئ چې له تشنابه ژر ووزئ او په ورځ کې لږ تر لږه څلور ځله د تغوت فعل اجرا کړئ
۴ـ په ورځنيو خوړو کې له فایبر لرونکو غذا گانو څخه استفاده وکړئ مثلا میوه او سابه وخورئ ځکه چې فایبرلرونکې خواړه چې په میوو سبو او غلو کې موجود دي د کلمو د حرکت د زیاتوالي، او د معدې نرمښت را منځ ته کوي
۵ ـ د غواوو شیدې مستې کورت ، پينر ، کوچ او داسې نور ،ټول په غذايي رژیم کې له تاسو سره مرسته کوي چې په دې ناروغۍ باندې له اخته کېدو څخه مو وژغورئ
۶ ـ د ورځې باید لږ تر لږه دوه یا دوه نیم لیتره اوبه وڅښو چې له آتو نه تر لسو د اوبو گیلاسونو په اندازه ده .
۷ ـ لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلې يا پياده گرځېدل په مناسب اندازه سره باید وشې خو فکر مو وي چې ځینې کتابونه ډېر زیات پلي تگ کول پخپله د دې ناروغۍ پو لامل هم بولي نو په کار ده چې مناسب پلې گرځېدا وکړئ

۸ ـ سگريټ مه څگوئ او هغه خواړه باید ونه خوړل شې چې معمولا د قبضیت لامل گرځي .
د دې ناروغۍ درملنه څنگه کېدای شې

که چېرته تاسو پورته کړنلاري په لاره واچوئ چې په وقايه کې ورته اشاره وشوه نو په دې ناروغۍ به نه اخته کېږي، که چېرته پرې اخته یاست نو پورته کړن لاري عملې کول کېدای شې ستاسو د هيموروئيد ناروغۍ له منځه يوسې خو د لاملونو لپاره يې زمینه مساعدېدل د دې ناروغۍ د بیرته راتلو چانس هم پیدا کوي نو په کار ده چې له دې ناروغۍ د ساتنې لارې چارې په دقیق ډول په روزمره شکل سره عملي کړای شي.

که د پورته کړن لارو په پلې کولو او د ډاکټر له لوري د در کړل شوېو درملو په واسطه ستاسو ستونزه حل نه شوه نو په دې وخت کې ستاسو ډاکټر د جراحې عملې د سرته رسولو تابیا نيسې.

هغه جراحې عملې چې د بواسېرو يا هيموروئید د ناروغۍ لپاره په لاره اچول کېږي په لاندې ډول دي

۱ـ د بواسیرو په ناحیه کې د وړو پلاستیکي پیپونوتیرول دي تر څو له احتمالي فشار سره مقاومت وکړئ شي .
۲ـ سکلرو تراپي ده یعنې دپړسیدلیو وریدونو د حجم کمولو لپاره ناحېې ته کیمیاوي مواد ترزیق کیږي . ۳ ـ په مایع نایتروجن سره د وینې درگونو حجم کموي . ۴ـ په لایزر په مرسته د بواسیرو وچول . کله کله جراحي عملیات هم د لند وخت لپاره مؤثر وي اوکیدای شي د عوامل د موجودیت پر مهال یو ځل بیا هم بواسیر پيدا شي . همدار راز استراحت ، د دردضد درملو، انتي بیوتیکو او انتي سپتیکو استعمال همدا ډول د وینې د رگونو منقبضوونکي کریمونه او د لیډو کائین کریم . په گرمو اوبو کې د ۱۰ نه تر شلو دقیقو کیناستل . او تر ټولو ډير مهم د نظافت مراعاتول دي . کله چې د تغوت له فعل وروسته له تشانابه وزئ نو د مقعد په نرمه توگه سره ومنیځئ . د یو شمیر ناروغانو تشناب ته له تلو وروسته کولمه هم راوزي چې هغوی باید یوه ورځ استراحت وکړي او په دې ناحیه د یخو کڅوړه یا د یخو اوبو مشکوله کیږدي
نوټ: چنار هومیوپهتیک طبي مرکز د بواسیر درملنه لپاره له پاکستان څخه راغلې پروفیسور ډاکټر جاوید الله تازه په دنده ګمارلې دي ترڅو ستاسو تداوي په ښه توګه ترسره شې

05/06/2024

پالنه طبي خپرونه
په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : کریم الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر جاوید الله مومند او دوکتورس مسکاء یوسفزی
تخنیکي همکار: رحمت فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

05/06/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : کریم الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر جاوید الله مومند او دوکتورس مسکاء یوسفزی
تخنیکي همکار: رحمت فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

04/06/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : کریم الله الله چنار
میلمانه : پروفیسور ډاکټر جاوید الله او دوکتورس مسکاء یوسفزئ
تخنیکي همکار: رحمت فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

مرکز طبی چنار هومیوپهتیک  با روش های آلمانی و فرانسوی تداوی امراض مختلف مانند گرده، مثانه، زردی سیاه، چاقی، محرقه، شکر، ...
03/06/2024

مرکز طبی چنار هومیوپهتیک با روش های آلمانی و فرانسوی تداوی امراض مختلف مانند گرده، مثانه، زردی سیاه، چاقی، محرقه، شکر، استرس، بی اولادی، هموروئید و بیماری های زنانه/مردانه توسط داکتران مجرب از کشور پاکستان صورت میگیرد
تداوی با هومیوپهتیک، تداوی بنظیر
آدرس: کابل ارزان قیمت، چهاراهی بتخاک، سرک گمرگ، بلاک دوازدهم،

03/06/2024

په یاده خپرونه کې د وجود اړوند په بیلا بیلو ناروغیو خبرې کیږي نو که تاسې ناروغ او ناروغ لرونکي ياست کولای شئ د خپلو امراضو اړوند مو پوښتې راته پریږدئ.
کوربه : کریم الله چنار
میلمه : پروفیسور ډاکټر جاوید الله او دوکتورس موسکا یوسفزی
تخنیکي همکار: رحمت فقیري
د اړیکو شمیرې : 0765957079 / 0730949300

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when چنار هومیوپهتیک طبي مرکز Chinar Homeopathic Medical Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to چنار هومیوپهتیک طبي مرکز Chinar Homeopathic Medical Center:

Videos

Share