Hikmat Pharmacy and medical Labortry حکمت درملتون او طبي لابراتوار

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Hikmat Pharmacy and medical Labortry حکمت درملتون او طبي لابراتوار

Hikmat Pharmacy and medical Labortry  حکمت درملتون او طبي لابراتوار Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hikmat Pharmacy and medical Labortry حکمت درملتون او طبي لابراتوار, Medical and health, احمد شاه بابا مېنه ، دوهم بلاک ، مستقبل پوهنتون ته مخامخ ، امنیت شهرک ته غزیدلی سړک, Kabul.

له سهار تر ماښام د ښځینه ډاکټرې شتون

له سهار تر ماښام د کوچنیانو او لویانو داخله ډاکټر شتون

له سهار تر ماښام لابراتوار خدمات

له سهار تر ماښام په اړینو درملو سمبال درملتون

له سهار تر ماښام د غاښونو ډاکټر شتون

د حکمت درملتون او طبي لابراتوار له لوري ټولو هیوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي وایو.په دې هیله چې نیکمرغه او د خوښیو ډک ا...
18/03/2026

د حکمت درملتون او طبي لابراتوار له لوري ټولو هیوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي وایو.

په دې هیله چې نیکمرغه او د خوښیو ډک اختر ولرئ .

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هېله.

د روژه ماتي او پېشلمي ترمنځ ډېر مایعات واخلئ!🔵 له ۸ تر ۱۰ ګیلاسو اوبه وڅښئ🔵 د روژې لپاره د شکر لرونکو خوږو پر ځای، اوبه ...
10/03/2026

د روژه ماتي او پېشلمي ترمنځ ډېر مایعات واخلئ!

🔵 له ۸ تر ۱۰ ګیلاسو اوبه وڅښئ
🔵 د روژې لپاره د شکر لرونکو خوږو پر ځای، اوبه لرونکې میوې او سابه وخورئ

له دغو خوړو ډډه وکړئ:

🔴کافین لرونکي مشروبات، ځکه دوی په بدن کې د اوبو کمښت زیاتوي.

WHO

د روژې په دې مبارکه میاشت کې له ډېر خوراکه ځان وساتئ!🔵 ورو ورو خوراک وکړئ. په دې سره به له خوړو ډېر خوند واخلئ او بدن به...
05/03/2026

د روژې په دې مبارکه میاشت کې له ډېر خوراکه ځان وساتئ!
🔵 ورو ورو خوراک وکړئ. په دې سره به له خوړو ډېر خوند واخلئ او بدن به مو روغ پاتې شي.
🔵 له روژه ماتې وروسته تر پیشلمي پورې له ۸ څخه تر ۱۰ ګیلاسه اوبه وڅښئ.
🔵 له غوړو او پروسس شویو خوړو ډډه وکړئ.

04/03/2026

د روژې مبارکې میاشتې په برکت په ټولو لابراتواري معایناتو کې %50 تخفیف.

د روژې په مبارکه میاشت کې، په ځانګړي ډول له روژه ماتې وروسته، فعال پاتې شئ.هره ورځ یوازې ۳۰ دقیقې سپک یا منځنی تمرین لکه...
03/03/2026

د روژې په مبارکه میاشت کې، په ځانګړي ډول له روژه ماتې وروسته، فعال پاتې شئ.
هره ورځ یوازې ۳۰ دقیقې سپک یا منځنی تمرین لکه قدم وهل، بایسکل چلول کولای شي ستاسو په روغتیا کې مثبت بدلون راولي.

WHO

د ویښتانو زر سپینېدو علتونه 👇۱️⃣ ارثي علتکه د پلار، مور یا نیکه ویښتان ژر سپین شوي وي، نو اولاد کې هم ژر سپینېږي. دا تر ...
03/03/2026

د ویښتانو زر سپینېدو علتونه 👇
۱️⃣ ارثي علت
که د پلار، مور یا نیکه ویښتان ژر سپین شوي وي، نو اولاد کې هم ژر سپینېږي. دا تر ټولو عام سبب دی.
۲️⃣ د رنګ جوړېدو کموالی
د ویښتانو رنګ د یوې مادې له امله وي چې هغې ته میلانین (Melanin) ویل کېږي.
کله چې بدن دا ماده کمه جوړه کړي، ویښتان سپینېږي.
۳️⃣ د ویټامینونو کمښت
په ځانګړي ډول دا کمښتونه مهم دي:
د ویټامین B12 کمښت
د اوسپنې (Iron) کمښت
د فولیک اسید کمښت
د مسو (Copper) کمښت
کمزوری تغذیه
په ځوانانو کې اکثر د B12 کمښت مهم لامل وي.
۴️⃣ ذهني فشار (Stress)
ډېر فکر، اندېښنه او اوږدمهاله ذهني فشار ویښتان ژر سپینوي.
۵️⃣ د تایرایډ ستونزې
که د تایرایډ غده سم کار ونه کړي، ویښتان ژر سپینېدلای شي.
۶️⃣ ځینې ناروغۍ
لکه:
ویټیلیګو
الوپیسیا
کمخوني (انیمیا)
۷️⃣ سګرټ څکول
سګرټ د ویښتانو د زر سپینېدو چانس زیاتوي.
ایا علاج لري؟
که د ویټامین یا اوسپنې کمښت وي، د درملو په وسیله ښه کېدلای شي.
که ارثي وي، نو بشپړ علاج نه لري.
ښه غذا، کم فشار او سالم ژوند کول د نور سپینېدو مخه
نیولی شي

Dr Bakhtullah Bakhtyar

د روژې ماتي لپاره د خرما ګټې:د تغذيې کارپوهان باور لري چې غوره ده روژه‌داران د افطار د پيل لپاره له خرما يا مميزو څخه اس...
23/02/2026

د روژې ماتي لپاره د خرما ګټې:

د تغذيې کارپوهان باور لري چې غوره ده روژه‌داران د افطار د پيل لپاره له خرما يا مميزو څخه استفاده وکړي؛ ځکه دا دواړه د اشتها په کنټرول کې مرسته کوي او د افطار پر وخت د زيات خوراک مخه نيسي.

سربېره پر دې، د روژې په مبارکه مياشت کې د خرما خوړل د وينې د شکرو په تنظيم کې ډېر ګټور دي. نو سپارښتنه کېږي چې د افطار په وخت کې تر امکان پورې ۳ تر ۵ دانې خرما وخوړل شي؛ خو د نورو خوږو شيانو په څېر د خرما له زيات استعمال څخه هم بايد ډډه وشي.

خرما؛ د دماغي او عضلاتي ځواک بېرته ترلاسه کول:

د يوې علمي څېړنې پايلې ښيي چې خرما د روژې په مبارکه مياشت کې د روژه‌دارانو لپاره تر ټولو غوره خواړه دي. د څېړنې له مخې، د روژې په وروستيو ساعتونو کې د وينې د شکرو کچه راټيټېږي چې پر دماغ اغېز کوي او انسان د ستړيا او کمزورۍ احساس کوي، او د تمرکز ځواک يې کمېږي.

دا مېوه د صنعتي بورې پر ځای ښه انتخاب کېدای شي، ځکه خپله شکره په ورو ـ ورو ډول په بدن کې ازادوي او د بدن اړين مغذي مواد او فايبر برابروي. له همدې امله کولای شي د سحري او افطار په خوړو کې، په ځانګړي ډول د شيدو ورکوونکو مېرمنو او د روژې لومړي کال نجونو او هلکانو لپاره، وکارول شي.
..........

فواید خرما برای افطار:

کارشناسان تغذیه معتقدند که بهتر است روزه داران از خرما یا کشمش برای آغاز افطار استفاده کنند؛ زیرا این دو سبب کنترل اشتها می شوند و از پُر خوری به هنگام افطار ممانعت می کنند.
علاوه بر آن مصرف خرما در ماه مبارک رمضان در تنظیم قند خون بسیار مفید است، لذا توصیه می شود که در وعده افطار حتی المقدور 5-3 عدد خرما مصرف شود؛ اما از مصرف بیش از حد خرما نیز مانند سایر شیرینی ها پرهیز شود.

خرما؛ بازیابی توان مغزی و عضلانی:
نتایج یک تحقیق علمی نشان می دهد: خرما بهترین غذا برای روزه داران در ماه مبارک رمضان است. بر اساس نتایج تحقیقی، در ساعات پایانی روزه، قند خون کاهش پیدا می کند و بر مغز تأثیر می گذارد و سبب می شود فرد احساس کسالت و ضعف کند و از قدرت تمرکز شخص روزه دار کاسته می شود.
این میوه می تواند انتخاب خوبی به جای قندهای صنعتی باشد و به دلیل اینکه قند خود را آهسته و به مرور در بدن آزاد و مواد مغذی و فیبر لازم برای بدن را تأمین می کند، می تواند در وعده های سحر و افطار ویژه بانوان شیرده و دختران و پسران روزه اولی در ماه رمضان مصرف شود
همه این ها با مصرف خرما امکان پذیر است و ظرف بیست
دقیقه قدرت و


چند راهکار ساده برای جلوگیری از سوزش معده در ماه رمضانسوزش معده یکی از مواردی است که برخی از روزه‌داران در طول ماه رمضان...
22/02/2026

چند راهکار ساده برای جلوگیری از سوزش معده در ماه رمضان

سوزش معده یکی از مواردی است که برخی از روزه‌داران در طول ماه رمضان آن را تجربه می‌کنند که با چند راهکار ساده درمان شود.

یکی از مهم‌ترین مشکلاتی که افراد در ماه مبارک رمضان با آن مواجه هستند، احساس سوزش و یا رفلاکس سر دل است که این مشکل در واقع برگشت اسید از معده به مری است.

افزایش اسید در معده خالی باعث زخم معده، سوزش سردل، ورم معده می‌شود.
سوزش سردل ابتدا در قسمت فوقانی معده در بالای دنده‌ها شروع شده و تا ناحیه گلو گسترش می‌یابد. غذاهای ادویه‌دار، نوشابه‌های گازدار و قهوه این حالت‌ها را بدتر می‌کند.

ازآنجا که بروز این درد و سوزش در ایام روزه داری بسیار آزاردهنده است، رعایت برخی اصول تغذیه‌ای صحیح برای پیشگیری و بهبود ضروری به نظر می‌رسد که در ادامه این مطلب به ۵ مورد از آنها اشاره کرده‌ایم:
برای پیشگیری از بروز این مشکل روزه داران بعد از وعده سحر یا افطار بلافاصله دراز نکشید و حداقل نیم تا یک ساعت در حال نشسته باشید.

به حداقل رساندن مصرف کافئین می‌تواند راه حل مؤثری برای کاهش درد معده باشد، و بنابر این، چای پررنگ، قهوه و نوشابه‌های مشکی منابع اصلی کافئین‌ها هستند که باید کمتر مصرف شود.
پرهیز از پرخوری خصوصاً در ماه مبارک رمضان راه حل مؤثری برای جلوگیری از سوزش معده به شمار می‌رود؛ به طور کلی، توصیه می‌شود در وعده‌های غذایی، از خوردن مقدار زیادی غذا در یک زمان خودداری شود. در واقع، بهتر است به جای ۲ وعده غذای سنگین در ماه رمضان، دریافت غذا در ۳ وعده سبک تر باشد.

چهارمین توصیه، پرهیز از مصرف خوراکی‌های خیلی چرب مانند دنبه، لبنیات پرچرب و فست فودهاست. در واقع، چربی‌ها عامل شل شدن دریچه و افزایش ترشح اسید معده می‌شود. علاوه براین، تجزیه چربی‌ها فشار مضاعفی به عضلات معده وارد می‌کند که در نتیجه مانع از هضم کامل غذا خواهد بود.

علاوه بر کاهش گوشت و لبنیات پرچرب، استفاده از روغن در تهیه غذا را نیز باید به حداقل برسانید. همچنین از افزودن زیاد ادویه نیز اجتناب کنید زیرا به مخاط گوارشی آسیب زده و عامل درد خواهد بود.

عدم دریافت غذاهای پرکالری در یک وعده می‌تواند به کاهش درد معده کمک کند.

افراد روزه دار با مشکل سوزش معده زیاد رو به رو می‌شوند و بنابر این، افرادی که دچار زخم معده یا ناراحتی‌های گوارشی هستنند باید جهت روزه داری با داکتر معالج خود مشورت کنند.

مننژیوما د دماغ او ملا تیر شاوخوا د پردو (چې ورته مننجیز یا دماغي پردې ویل کېږي) څخه راټوکېدونکی تومور دی. دا اکثره وختو...
20/02/2026

مننژیوما د دماغ او ملا تیر شاوخوا د پردو (چې ورته مننجیز یا دماغي پردې ویل کېږي) څخه راټوکېدونکی تومور دی. دا اکثره وختونه غیرسرطاني (بې ضرره) وي، خو کله ناکله سرطاني هم کېدای شي.

نښې نښانې:
• د سر درد
• د نظر ستونزې
• د یادښت کمزوري
• تشنج (مرګي حملې)
• د لاس او پښو کمزوري

درملنه:
• جراحي عملیات
• وړانګو درملنه (Radiotherapy)
• کله ناکله یوازې څارنه (که تومور کوچنی وي او نښې ونه لري)

د خرما خوړل د روژه ماتي ښه پیل دی.خرما یک شروع عالی برای افطار است.Dates are great start to iftar.
19/02/2026

د خرما خوړل د روژه ماتي ښه پیل دی.

خرما یک شروع عالی برای افطار است.

Dates are great start to iftar.

19/02/2026

روژه او روغتیا

دا چې د روژې مبارکه میاشت یوه مقدسه میاشت ده چې د عبادت تر څنګ ګڼې روغتیایي ګټې هم لري.
په Ramadan کې د سمې تغذیې او منظم ژوند کولو له لارې کولای شو خپل صحت خوندي وساتو.

روغتیایي سپارښتنې:
1. 🥗 په پېشلمي کې متوازنه غذا وخورئ – پروټین (هګۍ، مستې)، سالم کاربوهایډریټ (ډوډۍ، وریجې) او مېوې شاملې کړئ.
2. 💧 د ماښام نه تر پېشلمي پورې کافي اوبه وڅښئ (۸–۱۰ ګیلاسه).
3. 🍽 د روژه ماتي پر وخت لومړی خرما او اوبه وکاروئ، بیا سپکه او مناسبه غذا وخورئ.
4. 🚶 لږ فزیکي فعالیت لکه قدم وهل د هضم او انرژۍ لپاره ګټور دي.
5. 😴 کافي خوب وکړئ تر څو ستړیا او کمزوري احساس نه کړ

د غاښونو تداوۍ او ساتنې سپارښتنې۱. منظم برش وهل • هره ورځ لږ تر لږه ۲ ځله (سهار او ماښام) غاښونه برش کړئ. • نرم برش او ف...
22/01/2026

د غاښونو تداوۍ او ساتنې سپارښتنې

۱. منظم برش وهل

• هره ورځ لږ تر لږه ۲ ځله (سهار او ماښام) غاښونه برش کړئ.
• نرم برش او فلوراید لرونکی کریم وکاروئ.
• برش په نرمو حرکتونو وکاروئ، زور مه ورکوئ.

۲. د غاښونو ترمنځ پاکوالی

• د غاښونو ترمنځ د خوراک پاتې شوني د فلاس (نخ) په وسیله وباسئ.
• دا کار د کیریس (سوري کېدو) مخه نیسي.

۳. خوږ شیان کم کړئ

• ډېر خوږ، چاکلیټ او ګاز لرونکي مشروبات د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي.
• که خوږ وخورئ، وروسته خوله ومینځئ.

۴. صحي خواړه وخورئ

• شیدې، مستې، سبزي، مېوې او مغز لرونکي توکي د غاښونو لپاره ګټور دي.
• ډېر سړه او ډېر ګرمه غذا پرله‌پسې مه کاروئ.

۵. منظم د غاښونو ډاکټر ته تګ

• هر ۶ میاشتې وروسته د معاینې لپاره ډاکټر ته ولاړ شئ.
• که درد، وینه، بد بوی یا پړسوب وي، ژر مراجعه وکړئ.

۶. له بدو عادتونو ځان وساتئ

• د غاښونو په وسیله د بوتل خلاصول، یخ یا کلک شیان ماتول مه کوئ.
• د شپې له خوږ خوړلو وروسته پرته له برش کولو مه ویده کېږئ.

۷. د ماشومانو غاښونو ته ځانګړې پاملرنه

• د ماشومانو غاښونه له کوچنیوالي پاک وساتئ.
• د شپې له شیدو وروسته د ماشوم خوله پاک

Address

احمد شاه بابا مېنه ، دوهم بلاک ، مستقبل پوهنتون ته مخامخ ، امنیت شهرک ته غزیدلی سړک
Kabul
1001

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hikmat Pharmacy and medical Labortry حکمت درملتون او طبي لابراتوار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share