Dr Subhanullah Haqyar

Dr Subhanullah Haqyar █▓▒𝐅░𝐎░𝐋░𝐋░𝐎░𝗪▒▓█
┊┊ █▓▒░𝐌░𝐄░▒▓█ ┊┊

19/01/2026

تڪبر هیڅڪله مه ڪــوﺉ
ځڪــه سخت لنډ
او تنګ ځای ته تلوونڪي یوو .! 😢
💔

نرښځیان (Intersex) څوک دي؟نرښځیان هغه کسان دي چې د زېږون پر وخت يې جسماني، هورموني يا جنيټيکي ځانګړنې د عادي نارينه يا ښ...
19/01/2026

نرښځیان (Intersex) څوک دي؟
نرښځیان هغه کسان دي چې د زېږون پر وخت يې جسماني، هورموني يا جنيټيکي ځانګړنې د عادي نارينه يا ښځې سره پوره سمون نه خوري.
دا يو طبي حالت دی، نه ګناه او نه د انسان خوښه.
لاملونه:
▪️ جنيټيکي بدلون
▪️ د حمل پر مهال هورموني ګډوډي
▪️ د تناسلي غړو نيمګړې وده
مهم ټکي:
✅ جنسي عادت نه دی
✅ ذهني ناروغي نه ده
✅ د درناوي او طبي پاملرنې حق لري
اسلام کې ورته خنثی ويل کېږي او د احترام حکم شته.
پوهه خپره کړو، نفرت ختم کړو 🤍

Bulky Uterus (د رحم غټوالی)۱) کلینیکي نښې نښې د علت پورې اړه لري، خو عامې نښې دا دي:۱. د حیض زیاتوالی یا اوږده وینه بهېد...
15/01/2026

Bulky Uterus (د رحم غټوالی)
۱) کلینیکي نښې
نښې د علت پورې اړه لري، خو عامې نښې دا دي:
۱. د حیض زیاتوالی یا اوږده وینه بهېدنه (Menorrhagia)
۲. د حیض تر منځ وینه (Intermenstrual bleeding)
۳. د ګیډې لاندې درد یا دروندوالی
د ملا درد
۴. د ج**ع پر وخت درد
۲) تشخیص
الف: کلینیکي معاینه
Bimanual pelvic examination: رحم غټ، کله ناکله نرم (adenomyosis) یا کلک/غیر منظم (fibroid)
ب: الټراساونډ (USG)
رحم له نورمال اندازې غټ
غیر منظم یا ناهموار Myometrium
د اندومتر حد ممکن ناواضح وي
عام علتونه په الټراساونډ کې:
Adenomyosis
Uterine fibroids
Chronic pelvic inflammatory disease
Pregnancy (لومړني مراحل)
ج: نور معاینات (که اړتیا وي)
CBC (د وینې کمی معلومولو لپاره)
MRI (که adenomyosis شک وي)
Endometrial biopsy (په مشکوکو وینه‌بهېدنو کې)
۳) عام علتونه
Adenomyosis (تر ټولو عام)
Uterine fibroids (Leiomyoma)
مزمن التهابي ناروغۍ (Chronic PID)
هورموني ګډوډي
حمل
۴) تداوي (د
تداوي د عمر، نښو شدت، او د اولاد غوښتنې پورې اړه لري:
الف: درملنه (Medical)
NSAIDs (د درد لپاره)
Tranexamic acid (د حیض د زیاتې وینې لپاره)
Hormonal therapy:
Combined oral contraceptive pills
Progesterone
LNG-IUS (Mirena)
GnRH analogues (په خاصو حالاتو کې)
ب: جراحي تداوي (Surgical)
Myomectomy که fibroid وي او د اولاد غوښتنه موجوده وي
Hysterectomy د شدیدو نښو او د اولاد نه غوښتنې په صورت کې

(Varicocele د خصيو د رګونو پرسيډل)۱) تعریف: هغه حالت ته وایي چې د خصیو (Te**es) شاوخوا رګونه (Veins) غیرطبیعي ډول پراخ ا...
15/01/2026

(Varicocele د خصيو د رګونو پرسيډل)

۱) تعریف:
هغه حالت ته وایي چې د خصیو (Te**es) شاوخوا رګونه (Veins) غیرطبیعي ډول پراخ او پړسیدلي شي، لکه څنګه چې د پښو Varicose veins وي.
دا زیاتره د چپې خصیې په طرف کې لیدل کېږي.
۲) پتوفزيالوژي:
۱. د خصیو رګونو کې Valve خرابېږي
وینه بېرته ښکته نه ځي.
۲. وینه په رګونو کې جمع کېږي.
۳. د خصیو تودوخه لوړېږي.
۴. د سپرم جوړښت خرابېږي.
۵. د سپرم کیفیت او شمېر کمېږي.
۳) اسباب:
۱. د رګونو د والو خرابوالی.
2. اوږده ولاړه پاتې کېدل.
۳. دروند کار یا وزن پورته کول.
۴. د بطني فشار زیاتوالی.
۴) کلينک نښې او علایم
۱. د خصیې درد (Dull aching pain)
۲. درد د ولاړېدو او کار سره زیاتېږي
۳. د خصیو دروندوالی
۴. د خصیو کوچنی کېدل (Testicular atrophy)
۵. شنډوالی (Infertility)
۵) درجې (Grades):

۱. Grade I – یوازې د زور وهلو سره محسوسېږي
۲. Grade II – په لمس سره محسوسېږي
۳. Grade III – په سترګو ښکاري
۶) شنډوالی:
۱. د خصیو تودوخه لوړېږي.
۲. د سپرم شمېر کمیږي.
۳. د سپرم حرکت کمزوری کېږي.
۴. غیرنورمال سپرم زیاتېږي.
۵. شاوخوا 40٪ نارینه شنډوالي کې Varicocele رول لري.
۷) تشخیص:
فزیکي معاینه (Standing position)
Scrotal Ultrasound with Doppler
Semen analysis (که شنډوالی وي)

۸) تداوي:

۱. محافظوي تداوي:
که نښې لږې وي:
درد کمولو درمل (NSAIDs)
Scrotal support
دروند کار پرېښودل
۲. جراحي تداوي:
Varicocelectomy (Operation)
خلاص جراحي
Laparoscopic
Microsurgical (تر ټولو ښه)
Radiological embolization
د رګ بندول د کتیتر له لارې
جراحي هغه وخت کوو که:
۱. شنډوالی وي.
۲. شدید درد وي
۳. د خصیې وده کمه شوې وي
۹) مخنيوی:
۱. د اوږدې ولاړېدو مخنیوی
۲. دروند وزن نه پورته کول
۳. قبضیت کنټرول
۱۰) اختلاطات:
۱. د خصیې کوچنی کېدل
۲. مزمن درد
۳. د سپرم خرابوالی
۴. شنډوالي

28/12/2025

# لنډ # چکر او # دژوند # خوند

ډېر کسان په غوښه ياعضلي کي پیچکاري لګوي چي د  ناسم تطبيق له امله وروسته له جدي ستونزو سره مخ کېږي، حتّی کله ناکله جراحي ...
28/12/2025

ډېر کسان په غوښه ياعضلي کي پیچکاري لګوي چي د ناسم تطبيق له امله وروسته له جدي ستونزو سره مخ کېږي، حتّی کله ناکله جراحي (Operation) ته هم اړ کېږي
ولې په غوښه کي انجکشن وروسته خرابي پيدا کېږي؟
۱) ناسم ځای کې انجکشن
په ناسمه برخه کې لګول (لکه د شا منځ، يا غلطه خوا)
د Sciatic nerve ته زيان رسېدل → فلج، سخت درد
۲) ناپاک وسايل
د يوې ستنې څو ځله استعمال
ناپاک لاسونه يا الکول نه کارول
Abscess (پړسوب + چرک) جوړېږي
۳) درمل ژر او زور سره داخلول
غوښه زخمي کېږي
درمل سم نه جذبېږي سخت کلکوالی
۴) ناسم درمل د IM لپاره
ځينې درمل IM ته مناسب نه وي
ځينې غوښه سوځوي → Necrosis (غوښه مړه کېدل)

۵) په يوه ځای کې تکراري انجکشن
هماغه نقطه بيا بيا کارول
کلکوالی، درد، التهاب
خطرناکې نښې
(چې جراحي ته اړتيا پيدا کوي)
ډېر شديد درد چې ورځ تر بلې زياتېږي
سوروالی، ګرمښت، پړسوب
چرک يا بد بوی لرونکی مواد
تبه
د پښې يا لاس حرکت کمېدل
دا حالتونه Abscess / Cellulitis / Necrosis ته رسېږي
د IM انجکشن د خرابېدو مخنيوی
صحيح ځایونه
Ventrogluteal (تر ټولو خوندي)
Deltoid (يوازې لږ مقدار درمل)
Vastus lateralis (ماشومان)
Dorsogluteal
ډېر خطرناک دی
د خوندي IM اصول
همېشه پاکه نوې ستنه
الکول لازمي دي

 :زمونږ په ټولنه کې ذهني فشارونه او ژور خفګانونه بیخي زیات دي او له امله یې خلک د شپې له خوا د خوب نه ورتلو په تکلیف اخت...
22/12/2025

:

زمونږ په ټولنه کې ذهني فشارونه او ژور خفګانونه بیخي زیات دي او له امله یې خلک د شپې له خوا د خوب نه ورتلو په تکلیف اخته دي همدا وجهه ده چې د بې خوبۍ په تکلیف اخته کسان (ځوانان او سپین ږیري) په خپل سر یا د ډاکټر په توصیه د خوب ورتلو لپاره او یا د ذهني فشار او خفګان کمولو لپاره مختلفې ګولۍ استعمالوي، چې د هغې له جملې څخه یې د بینزوډایزیپین کورنۍ څو مشهورې دواګانې لکه ویلیم لس (ډاییزیپام)، زینېکس (الپرازولام) ، لیګزاټونیل (بروموزیپام)، ریووټریل (کلونزیپام) په عام ډول استعمالیږي.

د دې کورنۍ ټول درمل او په ټوله کې ټول د خوب درمل د معتاد کیدلو سبب ګرځیدلی شي.

د خوب ګولیو اوږدمهاله استعمال ډېر ضرورنه لري چې دلته به یې یواځې د دریو مهمو او عمده ضرورونو یادونه وکړو.

۱- د بینزوډایزیپین کورنۍ ټول ډولونه د معتاد کیدلو سبب ګرځي، پدې مانا چې که دا درمل د څه وخت لپاره استعمال شي نو بیا بیغېر له دې درملو د استعمال څخه ناروغ ته خوب نه ورځي.

۲- د وخت په تیریدلو سره ټاکلی مقدار بې اثره کیږي او باید د دې درملو مقدار لوړ شي، مطلب دا چې که مخکې د شپې په نیمه ګولۍ ویده کیدلو، نو د وخت په تیریدو سره دا مقدار له نیمې ګولۍ تر یوې، یوې نیمې، دوو، دریو یا لا پورته ځي چې دا په خپله د صحت لپاره د خطر زنګ دی.

۳- تر ټولو خطرناکه خبره یې دا ده چې دا درمل د حافظې (یاداښت) د کمزوري کیدلو سبب ګرځي چې ورځینی ژوند مو د مشکلاتو سره مخامخ کوي.

 #اګزیټ مهم سوالونهلاندې کوم حالت کې د امپلانټ )Dental implant) نصبول په قطعی یعنې مکمل ډول منع دي؟الف) د حمل لومړی درې ...
22/12/2025

#اګزیټ مهم سوالونه

لاندې کوم حالت کې د امپلانټ )Dental implant) نصبول په قطعی یعنې مکمل ډول منع دي؟
الف) د حمل لومړی درې میاشتنی پړاو (اول ترایمستر)
ب) له ۱۵ کلنۍ څخه کم عمر لرونکي ناروغان ✅
ج) د غاښ د ساکټ ناکافي ترمیم
د) د خولې د حفظ‌الصحې نه مراعات

تشریح:

له ۱۵ کلنۍ څخه کم عمر لرونکي ناروغان د غاښونو د امپلانت لپاره یو له مهمو قطعي عدم تجویزونو څخه دي. په دې عمر کې د ژامې هډوکي لا هم د ودې په حال کې وي. که امپلانت په دې پړاو کې ولګول شي، نو امپلانت د طبیعي ودې سره نه خوځېږي، خو شاوخوا غاښونه او هډوکی وده کوي. دا کار د امپلانت د غلط موقعیت، د بایت ګډوډۍ او ښکلايي ستونزو سبب ګرځي. له همدې امله باید امپلانت هغه وخت ولګول شي چې د ژامې وده بشپړه شوې وي.
د حمل لومړی ترایمستر د امپلانت لپاره قطعي منع نه ده، خو نسبي منع ګڼل کېږي، ځکه په دې پړاو کې جراحي او درمل لږ تر لږه ترسره کېږي او عموماً تر دوهم ترایمستر پورې ځنډول کېږي.

د غاښ د ساکټ ناکافي ترمیم هم دایمي منع نه ده، ځکه چې د هډوکي د پیوند (Bone graft) یا د درملنې له لارې اصلاح کېدای شي او وروسته امپلانت لګول کېدای شي.

د خولې د حفظ‌الصحې نه مراعات هم یو جدي مشکل دی، خو که ناروغ ته ښوونه وشي او حفظ‌الصحې ته پاملرنه وکړي، دا ستونزه حل کېدای شي؛ نو دا هم نسبي عدم تجویز ګڼل کېږي.

 #اګزیټ امتحان مهم سوالونهد لاندې کوم موادو څخه د کلاس ۳(Class III) کویټی د ترمیم لپاره استفاده کېږي، پرته له؟الف) سیلیک...
22/12/2025

#اګزیټ امتحان مهم سوالونه

د لاندې کوم موادو څخه د کلاس ۳(Class III) کویټی د ترمیم لپاره استفاده کېږي، پرته له؟

الف) سیلیکیت (Silicate)
ب) کامپوزېټ (Composite)
ج) املګام (Amalgam) ✅
د) ګلاس ایونومر (Glass Ionomer

تشریح: کلاس ۳ کویټه (Class III cavity) هغه کويټی ته ویل کېږي چې د مخکینیو غاښونو (سنټرال، لیټرال او کیناین) په پروکسیمال سطحه کې موقعیت ولري، خو د انسیزل ایج (Incisal edge) ته نه وي رسېدلې.
او دا غاښونه د خبرو او موسکا پر مهال ښکاره وي. له همدې امله په دې ځای کې ښکلا (Esthetics) ډېر اهمیت لري.

هغه مواد چې د کلاس ۳ کویټی لپاره کارول کېږي باید:
• د غاښ له طبیعي رنګ سره ورته وي
• ښه ښکلا ورکړي
• د مخکینیو غاښونو له جوړښت سره برابر وي

سیلیکیت، کامپوزېټ او ګلاس ایونومر ټول د غاښ رنګ ته نږدې مواد دي، نو د مخکینیو غاښونو د ترمیم لپاره مناسب ګڼل کېږي.

خو املګام فلزي او تور رنګ لري، د غاښ ښکلا خرابوي او زیاتره د خلفی غاښونو لپاره کارول کېږي چې د ژولو فشار ډېر وي. له همدې امله املګام د کلاس ۳ کویټي لپاره نه استعمالېږي.

 #اګزیټ امتحان مهم سوالونهپوښتنه:د شیدو غاښونو لوېدل (Shedding of deciduous teeth) څه ډول پروسه ده؟الف) پتالوژیک (Pathol...
22/12/2025

#اګزیټ امتحان مهم سوالونه

پوښتنه:
د شیدو غاښونو لوېدل (Shedding of deciduous teeth) څه ډول پروسه ده؟

الف) پتالوژیک (Pathologic)
ب) فزیولوژیک (Physiologic) ✅
ج) ادیوپاتیک (Idiopathic)
د) ایټروجینک (Iatrogenic)

تشریح: د شیدو غاښونو لوېدل چې Shedding بلل کېږي، د ماشوم د غاښونو د ودې یو طبیعي او منظم بهیر دی. دا پروسه هغه وخت پیلېږي کله چې د شیدو غاښونو لاندې دایمي غاښونه وده پیل کړي. دایمي غاښونه پرله‌پسې د شیدو غاښونو پر ریښو فشار راولي، چې له امله یې د شیدو غاښونو ریښې ورو ورو جذب (resorption) کېږي.

کله چې د شیدو غاښ ریښه جذب شي، غاښ خپل ملاتړ له لاسه ورکوي، خوځنده کېږي او په پای کې په خپله لوېږي. دا ټول بهیر د بدن د نورمال ودې برخه ده، له همدې امله د شیدو غاښونو لوېدل فزیولوژیکه پروسه بلل کېږي.

دا پروسه پتالوژیکه نه ده (یعنې د ناروغۍ له امله نه وي).
ایټروجینک هم نه ده (یعنې د درملنې له امله نه وي)
او اډیوپیتیک هم نه ده (یعنې بې‌علته نه وي)، بلکې یو منظم، طبیعي او ضروري پړاو دی چې دایمي غاښونو ته د راټوکېدو لپاره لاره هواروي.

 #اګزیټ امتحان مهم سوالونهموکوسیل (Mucocele) د لاندې کومو لعاب جوړوونکو غدو د قنات د بندښت په نتیجه کې رامنځته کېږي؟الف)...
22/12/2025

#اګزیټ امتحان مهم سوالونه

موکوسیل (Mucocele) د لاندې کومو لعاب جوړوونکو غدو د قنات د بندښت په نتیجه کې رامنځته کېږي؟

الف) Parotid gland
ب) Submandibular gland
ج) Minor salivary glands ✅
د) Sublingual gland

تشریح: موکوسیل (Mucocele) د خولې دننه یو نرم، بې‌درده او اکثره شفاف یا نیلي رنګ لرونکی پړسوب دی چې د لعاب د راټولېدو له امله رامنځته کېږي. دا حالت هغه وخت پیدا کېږي کله چې د کوچنیو لعابي غدو نری قنات د ټپ، شونډې چیچلو، فشار یا بندښت له امله زیانمن شي او لعاب نور خولې ته ونه وځي، نو لعاب د نسجونو ترمنځ راټولېږي او ورو ورو یو کیسه ته ورته پړسوب جوړوي.
موکوسیل زیاتره د لاندې شونډې په داخل کې لیدل کېږي، خو د ژبې یا د خولې د فرش په برخه کې هم منځته راتلای شي. دا پړسوب عموماً نرم وي، درد نه لري، خو کله ناکله د خوړو یا خبرو پر مهال ناارامي پیدا کوي.
موکوسیل زیاتره د ماشومانو او ځوانانو کې لیدل کېږي، ځکه چې هغوی ډېر کله شونډه چیچي یا خولې ته ټپ رسېږي. دا حالت سرطاني نه وي او اکثره وخت خپله له منځه ځي، خو که دوام وکړي یا لوی شي، نو د جراحي په وسیله لرې کېږي.

Address

Kunar Kabul
Kabul
2801

Telephone

+93767473358

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Subhanullah Haqyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Subhanullah Haqyar:

Share

Category