Dr Hikmatullah Seyar

Dr Hikmatullah Seyar DMD & Pharm.D

17/08/2025
خوشبخت ترین آدمها کسانی هستند که به خوشبختی دیگران حسادت نمی‌ کنند. و زنده گی خودشان را با هیچ کس مقایسه نمی‌ کنند.
17/08/2025

خوشبخت ترین آدمها
کسانی هستند که به خوشبختی
دیگران حسادت نمی‌ کنند.
و زنده گی خودشان را با هیچ کس مقایسه نمی‌ کنند.

05/08/2025

زیباترین حس دنیا
وقتی مریض را تداوی میکنی و دوباره میاید بخاطری‌ تشکر کردن ❣️

واکسین‌ها – معافیت قوی!طفل کاملاً واکسین شده، یک طفل سالم است. اطمینان حاصل کنید که طفل شما از تولد تا پنج سالگی، همه وا...
29/07/2025

واکسین‌ها – معافیت قوی!
طفل کاملاً واکسین شده، یک طفل سالم است. اطمینان حاصل کنید که طفل شما از تولد تا پنج سالگی، همه واکسین‌های ضروری را به موقع دریافت می‌کند.

16/07/2025

د وقایوي واکسینونو تطبیق – شرعي مسؤولیت او د راتلونکي نسل ساتنه!
اسلام موږ ته د روغتیا او له ناروغیو څخه د مخنیوي توصیه کوي.
وَخُذُوا حِذْرَكُمْ. سورة النساء، آیت ۱۰۲
ژباړه: او له ځان سره احتیاط وکړئ.
د پولیو په ګډون ټول وقایوي واکسینونه حلال او اغېزناک دي، او له ناروغیو څخه زموږ د ماشومانو د ساتلو غوره وسیله ده.

10/07/2025

اگر امروز غذایی برای خوردن داشتید !
بنویسید خدایا !
میلیون ها بار شکرت!

دیر یو عالی اقدام❤️
07/07/2025

دیر یو عالی اقدام❤️

د سږو التهاب (Pneumonia)!د سږو التهاب څه ته وایی؟د سږو التهاب ته په طبي اصطلاح کې نیمونیا (Pneumonia) وایی. دا یوه سخته ...
01/07/2025

د سږو التهاب (Pneumonia)!
د سږو التهاب څه ته وایی؟
د سږو التهاب ته په طبي اصطلاح کې نیمونیا (Pneumonia) وایی. دا یوه سخته ناروغي ده چې د سږو هوايي کڅوړې (alveoli) پړسوي، او دا کڅوړې د مایعاتو یا پړسوب له امله نه شي کولی اکسیجن واخلي. ناروغ ته سخته ساه اخیستل، ټوخی او تبه پیدا کېږي.

ولی پیدا کېږي؟
د سږو التهاب ممکن د لاندې شیانو له امله پیدا شي!
بکتریا – لکه Streptococcus pneumoniae (تر ټولو عام لامل)
وایروسونه لکه د فلو (انفلوینزا) یا کرونا ویروس
فنجي (fungi) خصوصاً په هغو کسانو کې چې معافیت یې کم وي
دوړو، زهرو یا کیمیاوي موادو تنفس کول
د غاړې یا خولې جراثیم چې سږو ته لاړ شي (په خوب کې، زوړ عمر کې، یا بې‌هوښه حالت کې)

څه وکړو چې ځان د دې ناروغۍ څخه وساتو؟
د فلو او نمونیا ضد واکسین اخیستل
لاس مینځل د هر خوراک یا تماس وروسته
ماسک اغوستل که هوا ککړه وي یا سړې هوا وي
سګرت نه څکول
په یخ موسم کې ځان ګرمه ساتل
د معافیت قوي ساتلو لپاره ښه تغذیه او خوب
کوم کارونه دې ناروغۍ ته زیان رسوي؟
سګرټ یا چرس څکول
د یخې او دوړنې هوا تنفس
پر وخت درمل نه خوړل
د بدن کمزوري، سته معافیت
ډېر یخ یا خړوب شيان څښل
د فلو یا زکام د نښو له پامه غورځول

کوم کارونه ورته ګټه رسوي؟
د ساه‌ اخیستنې تمرینونه
استراحت کول
ګرمه هوا یا بخار تنفسول
ګرمه شیدې، شربت یا اوبه څښل
وخت په وخت طبي معاينه
د بدن ګرم ساتل

کوم خواړه ورته بهتر دي؟
شیدې او شربتونه (ګرموالی او انرژي ورکوي)
ویټامین C لرونکي میوې لیمو، نارنج، کیوي، انار
زنجبیل، شات، توره مرچ د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي
مرغې یا چرګ شوروا
سبزیجات پالک، ګشنیز، شلغم
زیاته اوبه څښل

کوم خواړه ورته بهتر نه‌دي؟
یخ څښاک: سافټ ډرنک، یخ شیدې یا یخ‌چای
سخته غوښه یا خوړل سخت خواړه
غوړدار یا فاسټ فوډ (کباب، برګر، پیزا)
ډېر خوږ شیان شکلات، کیک
ډېر یخ مېوې – تربوز، یخ انګور

که علاج و نه‌شي، څه پېښېدای شي؟
د سږو جدي تخریب (Lung damage)
تنفسي ستونزې
د وینې عفونت (Sepsis)
د زړه یا مغزو ته کمو اکسیجن رسېدل
حتی مرګ (په زاړه عمر، ماشومانو یا ضعیفو کسانو کې)

ګرانو دوستانو !
که د یو چا د بدن تبه، ساه تنګي، ټوخی، د سینې درد او کمزوري نښې پیدا شوې وي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شي.
D…HS

Address

Kabul

Telephone

+93791289495

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Hikmatullah Seyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Hikmatullah Seyar:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category