
24/08/2022
حکومتي چارواکي وايي، په کابل کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ د اړوندو بنسټونو لخوا روانه ده، چې تر اوسه يې سلګونه کسان راټول کړي دي. چارواکي وايي، په تېرو اووه ورځو کې ۷۹۸ سوالګر راټول شوي، چې ۱۰۸ يې مستحق او ۴۱۰ مسلکي سوالګر بلل شوي او د بايومټريک تر اخيستلو وروسته يې د بيا سوال نه کولو ضمانت ورکړی دی.