Cancer Care & Gynecology Obstetrics

Cancer Care & Gynecology Obstetrics CCGO is specialized premium center for the treatment of Cancer and Gynecological, Obstetrics diseases

اعلان د روغتیایي کمپاین لپارهټولو درنو غړو، په ځانګړي ډول محترمو ډاکترانو ته!که تاسې یو مسلکي ډاکټر یاست او غواړئ د دې ګ...
05/05/2025

اعلان د روغتیایي کمپاین لپاره

ټولو درنو غړو، په ځانګړي ډول محترمو ډاکترانو ته!

که تاسې یو مسلکي ډاکټر یاست او غواړئ د دې ګروپ له لارې د وینې د اهدا کوونکو په موندلو کې زموږ سره مرسته وکړئ، نو کولای شئ شخصي پیغام راته واستوئ. تاسې به د ګروپ اډمین وټاکل شئ.

مهم یادښت:
اډمین ته به یواځې دا اجازه وي چې د وینې د غوښتنې (درخواست) اړوند پیغامونه په ګروپ کې شریک کړي. د بل ډول پیغامونو خپرول به اجازه نه وي.

راځئ یوځای د ژوندونو ژغورلو لپاره کار وکړو!

په درنښت،

اعلان برای کمپاین صحی

به همه اعضای محترم، به ویژه داکتران گرامی!

اگر شما یک داکتر مسلکی هستید و می‌خواهید از طریق این گروه در پیدا کردن اهداکنندگان خون همکاری نمایید، می‌توانید به صورت شخصی به من پیام بدهید. شما به حیث مدیر (ادمین) گروه تعیین خواهید شد.

یادداشت مهم:
ادمین‌ها تنها اجازه دارند پیام‌های مربوط به درخواست خون را در گروه شریک سازند. نشر هرگونه پیام دیگر مجاز نمی‌باشد.

بیایید یک‌جا برای نجات جان‌ها تلاش کنیم!

با احترام،

Announcement for Health Campaign

To all respected members, especially esteemed doctors:

If you are a professional doctor and would like to assist in finding blood donors through this group, you are welcome to send me a private message. You will be assigned as a group admin.

Important Note:
Admins are only allowed to share blood request messages in the group. Sharing any other content is not permitted.

Let’s work together to help save lives!

With respect,

WhatsApp Group Invite

01/05/2025

لیکنه اوږده ده ولی له مفهم ډکه هتمن یی مطالعه کړی.

یوه هیله، یو رسالت: د افغان نجونو د زده کړو لپاره یو نوی پړاو
يو مهمه مشوره چی غواړم د ټولو هیوادوالو سره یی شریک کړم!

دا چی تاسی ته بهتره معلومه ده چی وس لپاره په داخل د هیواد کی د نجونو پرمخ د زده کړو دروازی په مطلق ډول بندی دی په همدی موخه ما هم تصمیم ونیو چی دافغانستان په داخل کی د نجونو لپاره یو ډېر ارزښتناک تصمیم چی هغه د انلاین پوهنتون او موسسی رامینځته کول دی، زه او زما هم فکره ملګری مونږه ټول دیته چمتو یو چې د خپلو هیوادوالو د اینده لپاره لاس په کار شو تر څو د اینده نسل لپاره دخدمت مصدر وګرزو. ددی لپاره مونږه یو ابتدایي پلان جوړ کړو چې لاندې مهم ټکي پکې شامل وي.

البته هیره دی نوی چی دا یو ډېر مهم او ارزښتناک هدف دی، او د افغان نجونو لپاره د انلاین زده کړو بهیر رامنځته کول یو شمېر عملي ګامونه، تخنیکي حل لارې، او ټولنیزې پاملرنې ته اړتیا لري. لاندې یو وړوکی بیلګه د خپل تفصیلي پلان درته وړاندې کوم.

۱. زده کړو لپاره د تخنیکي زیرساختونو برابرول لکه
• انټرنټ ته لاسرسی: کار کوونکي کولی شي د ټیټ سرعت لرونکی انترنیت سره هم انلاین پلیټفارمونه وکاروي، لکه زوم، ګوګل میټ، یا ساده LMS (لکه Moodle).
• د اندرواید ټیلفوني اپلیکیشن رامینځته کول: د موبایل لپاره خاص جوړ شوي اپلیکیشن چې انټرنټ لږ مصرف کړی.
• آفلاین مواد: زده کوونکو ته درسي ویډیوګانې، PDF کتابونه، او صوتي لکچرونه د آفلاین پروګرام له لاری برابر شي.

۲. د یو داسی پلیټفارمونو کارول
چی ډیر ساده باید وی، د موبایل له لارې قابل استفاده شی، او د امنیت له پلوه خوندي وي.

۳. درسي مواد او استادان
• د ښځینه ښوونکو، استادانو او رضاکارانو شبکه رامنځته کول.
• مواد باید د ځایي شرایطو او کلتور مطابق جوړ شي.
• د مضامینو تمرکز: ژبې (پښتو، دری، انګلیسي)، ریاضي، ساینس، طبی ، حقوقی ، دیني زده کړې، کمپیوټر ساینس، او ټول هغه مسلکي مهارتونه چی په اوسنی شرایطو کی ورته لای رسی پیدا کیږی.

۴. د محرمیت او امنیت تضمین
• د زده کوونکو شخصي معلومات پټ وساتل شي.
• د انلاین ټولګیو نومونه، د استادانو نومونه، او ارتباطات باید د خطر څخه خوندي وي.
• د محرمیت پالیسۍ عملي شي.

۵. د کورنیو رضایت ترلاسه کول
• د زده کړو پروګرام باید د کورنیو لپاره واضح شي چې دا شرعي، اخلاقي او د کلتور موادو سره موافق دی.
• د پلار یا سرپرستانو لپاره هم ځانګړې لارښوونې او برنامی جوړ شي.

۶. ملاتړي بنسټونه پیدا کول
• د خیریه سازمانونو، نړیوالو مؤسسو یا افغان ډیاسبورا څخه مالي او تخنیکي ملاتړ ترلاسه کول.
• د همفکره استادانو، انجینرانو او مترجمانو ډله جوړول.

۷. ارزونه او اصلاح
• د زده کوونکو لپاره ازموینې، کورنۍ دندې، او پرمختیایي راپورونه برابر شي.
• منظم فیدبک اخیستل او د پروګرام اصلاح.

زه دا هم غواړم چی یی درسره شریک کړم چی دغه ډول زده کړی د واقعیت او اړتیا ترمنځ اړیکه روښانه کوي. د افغانستان اوسني شرایطو ته په کتو، چیرې چې نجونې له رسمي زده کړو محرومې دي، انلاین زده کړې یو ژغورونکی، انعطاف‌پذیر، او نسبتا خوندي بدیل ګڼل کېږي. دلته یې څو مهمې ګټې درته بیانوم:

۱. تعلیمي وقفه یا خلا ډکوي
• نجونې چې له مکتب یا پوهنتون پاتې شوې دي، کولی شي له انلاین زده کړو سره خپل تعلیمي مسیر ته دوام ورکړي، او هغه ذهني فشارونه او ناروغی چی دوی ورسره مخ دی یو اندازه کمی شی.
• دا زده کړې به د هغوی د راتلونکي لپاره ټولی هغه دروازې خلاصې وساتي لکه (کار، بورسونه، بهرني فرصتونه).

۲. د کور له چاپېریاله خوندي زده کړې
• په اوسني حالت کې نجونې اکثراً اجازه نه لري له کوره ووځي؛ انلاین زده کړې د کور دننه یو مشروع بدیل برابرولای شي.
• که کورنۍ قانع شي چې دا زده کړې دیني او اخلاقي چوکاټ لري او د افغانی کلتور خیلاف ندی، هغوی به هم مرسته وکړي.

۳. د رواني او فکري روغتیا لپاره مرسته
• محرومیت، بې‌برخېتوب او انزوا کولی شي د نجونو روحي حالت خراب کړي. په همدی اساس دغه ډول زده کړې د امید، هدف، او هویت احساس بېرته راژوندي کوي.
• له ښوونکو او نورو زده کوونکو سره اړیکه یو نوعه ټولنیز ملاتړ هم برابروي.

۴. د راتلونکي لپاره چمتووالی
• حتی که اوسنی حالت دوام ومومي، دا زده کړې کولی شي نجونې داسې مهارتونو ته چمتو کړي چې آنلاین یا له وطنه کار وکړای شي (لکه ترجمه، کمپیوټر، انلاین ښوونه).
• که وضعیت بدل شي، دا نجونې به له نورو وړاندې وي.

۵. د کلتوري او اسلامي چوکاټ سره همغږي
• که کورسونه په اسلامي، اخلاقي او دودیز چوکاټ کې وړاندې شي، نو د مخالفت امکان کمېږي.
• دیني کورسونه هم ورسره یو ځای شي (مثلاً: تجوید، حدیث، اسلامي اخلاق)، ترڅو مشروعیت زیات شي.

نوټ:
په داسې حال کې چې زموږ د هیواد د زرګونو معصومو نجونو د تعلیم دروازې تړل شوې دي، موږ نه شو کولای چوپ پاتې شو. که موږ لاس تر زنې کښېنو، دا معنا لري چې د راتلونکي نسل د پوهې څراغونه یو یو مړه کېدونکي دي.

خو که دا دروازې تړل شوې دي، نو موږ به کړکۍ پرانیزو؛ که ښوونځي وربند دي، موږ به د علم رڼا تر هر کور، هر کوټې، او هر زړه پورې ورسوو.

موږ پرېکړه کړې ده!
موږ، یو شمېر هېوادپال افغانان، تصمیم نیولی دی چې د افغان نجونو لپاره د انلاین زده کړو یوه بنسټیزه موسسه جوړه کړو – داسې یوه علمي فضا چې خوندي وي، د کلتور او دین سره همغږې وي، او هرې نجلۍ ته دا فرصت ورکړي چې له خپلو خوبونو نه تېر نه شي.

زموږ هدف دا دی:
چې له محدودیتونو نه یو فرصت جوړ کړو، له محرومیت نه یو حرکت، او له تیارو نه یو څراغ.

زموږ بنسټ پر دې اصولو ولاړ دی:
• زده کړه د هر چا حق دی، نه امتیاز.
• پوهه د عزت، کار، او شخصیت سرچینه ده.
• نجونې هم د دې وطن بنسټ دي؛ که هغوی زده‌کړې ونه کړي، وطن به نیمګړی پاتې وي.

موږ به داسې پلیټفارم جوړ کړو چې:
• په ټیټه انټرنټ هم کار وکړي،
• د موبایل له لارې اسانه وي،
• د استادانو، ښځینه ښوونکو، او رضاکارانو په مټ درسونه وړاندې کړي،
• د محرمیت، کلتور، او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي،
• د کورنیو اعتماد لاسته راوړي،
• او نجونو ته دا احساس ورکړي چې دوی یوازې نه دي – دا ټولنه د دوی تر څنګ ولاړه ده.

موږ یواځې د زده کړې یوه پروژه نه، بلکې د امید یوه فضا رامنځته کوو.

هر څوک کولای شي برخه واخلي: که یو استاد یې، که یو انجنیر، که یو افغان مور یا پلار، که یو افغان د مهاجرت له لرې کوره. دا یو ملي او انساني رسالت دی – او که یو نسل وژغورل شي، یوه ټولنه راژوندۍ کېږي.

راځئ دا پیغام خپور کړو، راځئ یو شو، راځئ د راتلونکي لپاره د علم بنسټ کیږدو.
انلاین زده کړې د افغان نجونو لپاره د “نه شته” پر ځای “یو څه” دي، خو دا “یوه خبره” نه، بلکې یوه حیاتي اړتیا ده. که دا زده کړې منظمه او خوندي برابرې شي، نو هم د اوس او هم د راتلونکي لپاره ګټور ثابتېږي.

که موضوع مو د خوښی سبب ګرزیدلی وی هم ملاتړ وکړی او هم دا موضوع د خپلو هیوادوالو سره د سوشل میډیا د لاری شریک کړی ترڅو یو درست فیډ بیک لاسته راوړ چی تر کومه حده امکان پزیر او د کامیابیدو سبب کیدای شی.

په درناوی
ستاسی کشر او خدمتګار
پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزی
د افغان نجونو د انلاین زده کړو ابتکار بنسټ‌ګر

A Hope, A Mission: A New Chapter for Afghan Girls’ Education

A sincere message I wish to share with all my fellow countrymen and women:

As you are well aware, the doors of education for girls within Afghanistan are currently completely closed. With this in mind, I made a significant decision — to establish an online university and educational institution for Afghan girls inside the country. My like-minded colleagues and I are fully committed to taking action for the future of our nation and becoming a source of service for the coming generation. For this purpose, we have developed an initial plan that includes the following key components:

Of course, it is important to note that this is a vital and significant goal. Creating an online educational pathway for Afghan girls requires a number of practical steps, technical solutions, and social considerations. Below is a brief example of our detailed plan:

1. Provision of Technical Infrastructure for Education
• Internet Access: Students should be able to use online platforms like Zoom, Google Meet, or simple LMS systems (like Moodle) even with low-speed internet.
• Development of a Mobile App: A specially designed app for Android that consumes minimal internet.
• Offline Materials: Educational videos, PDF books, and audio lectures provided through offline programs.

2. Use of Simple, Secure Platforms

These platforms must be mobile-friendly, easy to use, and secure in terms of privacy and safety.

3. Educational Materials and Instructors
• Build a network of female teachers, lecturers, and volunteers.
• Curriculum must align with local conditions and culture.
• Focus areas: Languages (Pashto, Dari, English), Mathematics, Science, Medicine, Law, Religious Studies, Computer Science, and any other professional skills that are realistically accessible under current conditions.

4. Privacy and Security Assurance
• Keep all student information confidential.
• Keep class names, instructor identities, and communication channels secure.
• Enforce privacy policies effectively.

5. Gaining Family Consent
• Make the program clear to families, emphasizing that it aligns with religious, ethical, and cultural values.
• Provide specific guidance and educational content for fathers and guardians.

6. Seeking Supporting Institutions
• Secure financial and technical support from charitable organizations, international institutions, or the Afghan diaspora.
• Build a team of like-minded professors, engineers, and translators.

7. Evaluation and Improvement
• Provide students with exams, homework, and progress reports.
• Collect regular feedback and adjust the program accordingly.

Let me also share that this type of education bridges the gap between reality and necessity. Considering the current conditions in Afghanistan, where girls are deprived of formal education, online learning is seen as a lifesaving, flexible, and relatively safe alternative. Here are some of its key benefits:

1. Filling the Educational Gap
• Girls who have been unable to attend school or university can continue their academic journey and reduce some of the mental pressure and emotional challenges they face.
• These studies will keep future opportunities open, such as employment, scholarships, and international programs.

2. Safe Learning from Home
• In the current context, most girls are not allowed to leave home; online learning can offer a legitimate alternative within the household.
• If families are convinced that this education is religiously and ethically sound and culturally appropriate, they will also cooperate.

3. Mental and Emotional Well-being
• Deprivation, exclusion, and isolation can severely affect girls’ mental health. These online programs can revive their sense of hope, purpose, and identity.
• Communication with teachers and fellow students creates a sense of community and social support.

4. Preparation for the Future
• Even if the current situation continues, these programs can equip girls with skills they can use online or from abroad (e.g., translation, computer skills, online teaching).
• If the situation improves, these girls will be ahead.

5. Alignment with Cultural and Islamic Values
• If the courses are designed in line with Islamic, moral, and traditional values, opposition is less likely.
• Religious courses can also be included (e.g., Tajweed, Hadith, Islamic ethics) to enhance legitimacy.

A Final Note:

At a time when the doors of education are closed to thousands of innocent girls in our country, we cannot remain silent. If we sit idly by, it means the lamps of knowledge for the next generation will be extinguished one by one.

But if doors are closed, we will open windows; if schools are locked, we will bring the light of knowledge to every home, every room, and every heart.

We have made our decision!

We, a group of patriotic Afghans, have decided to establish a fundamental institution for online education for Afghan girls — a safe academic space that aligns with our cultural and religious values, giving every girl a chance to pursue her dreams.

Our goal is:

To turn limitations into opportunities, deprivation into a movement, and darkness into light.

Our foundation stands on these principles:
• Education is a right, not a privilege.
• Knowledge is the source of dignity, employment, and identity.
• Girls are the backbone of our country; without their education, our nation will remain incomplete.

We will build a platform that:
• Works on low internet bandwidth,
• Is easy to use via mobile phones,
• Offers lessons through female teachers and volunteers,
• Protects privacy, culture, and Islamic values,
• Gains the trust of families,
• And gives girls the feeling that they are not alone — their society stands with them.

We are not just creating an education program, but a space of hope.

Everyone can participate: whether you are a teacher, an engineer, an Afghan mother or father, or a diaspora member abroad — this is a national and human mission. If we save one generation, we revive an entire society.

Let us spread this message. Let us unite. Let us lay the foundation of knowledge for the future.

Online education for Afghan girls is not a luxury — it is a necessity. If it is designed in a structured and secure way, it will serve both the present and the future.

If this message resonates with you, please support us and share it across social media so we can receive meaningful feedback and assess how feasible and successful this effort can be.

With respect,
Your obedient
Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai
Founder of the Afghan Girls Online Education Initiative.

Founder of the Afghan Girls Online Education Initiative

29/04/2025

د سیګرټ څکولو تاثیرات پر هضمي (د معدې) سیستم

۱. د خولې او غاښونو ستونزې:
سیګرټ د خولې میوکوزا ته ضرر رسوي، د غاښونو خرابوالی، د خولې بوی، د غاښونو توروالی، او د خولې سرطان خطر زیاتوي.

۲. د معدې تېزاب (Acid Reflux) زیاتوالی:
سیګرټ د معدې د نرم عضلو (Lower Esophageal Sphincter) کمزوري سبب کیږي، چې دا د معدې تېزاب بیرته خورېدل (GERD) یا د تېزابیت ناروغي رامنځته کوي.

۳. د معدې او کولمو سرطان خطر:
سیګرټ څکول د معدې (Stomach)، پانقراس (لوزالمعده)، او د کولمو سرطان د خطر چانس څو برابره لوړوي.

۴. د معدې زخمونه (Ulcers):
سیګرټ د معدې د داخلی پوښ (mucosal lining) دفاعي سیستم کمزوری کوي. دا باعث کېږي چې Helicobacter pylori باکتریا اسانه زخمونه پیدا کړي او زخمونه ژر ښه نه شي.

۵. د کولمو اختلالات:
سیګرټ څکونکي کسان د کولمو د التهابي ناروغیو (لکه Crohn’s disease) چانس لري، کوم چې د کولمو دوامداره سوخت او درد سبب ګرځي.

۶. د غذا جذب خرابېدل:
د سیګرټ کیمیاوي مواد د غذا جذب ضعیفوي، بدن ته لازم ویټامینونه (لکه ویټامین C او فولیک اسید) کم جذبېږي.

لنډه نتیجه:

سیګرټ څکول د خولې نه تر کولمو پورې د هضمي سیستم هره برخه ته زیان رسوي.
د تېزابیت، د معدې زخم، د کولمو التهاب، او د سرطان چانسونه ډېر زیاتوي

Effects of Smoking on the Digestive System

1. Mouth and Teeth Problems:
Smoking damages the soft tissues in the mouth, leading to:
• Bad breath
• Yellow or stained teeth
• Gum disease (periodontitis)
• Increased risk of mouth and throat cancers

2. Increased Acid Reflux (GERD):
Smoking weakens the lower esophageal sphincter (the valve between the esophagus and stomach), causing stomach acid to flow back into the esophagus, leading to heartburn and acid reflux.

3. Higher Risk of Stomach and Intestinal Cancers:
Smoking significantly increases the risk of cancers in the:
• Stomach
• Pancreas
• Colon and re**um

4. Stomach Ulcers:
Smoking reduces the stomach’s protective lining and impairs healing, making it easier for ulcers (open sores) to form, especially from Helicobacter pylori infection.

5. Inflammatory Bowel Diseases:
Smokers have a higher risk of diseases like Crohn’s disease, a painful chronic inflammation of the intestines.

6. Poor Nutrient Absorption:
Smoking impairs the body’s ability to absorb essential nutrients like:
• Vitamin C
• Calcium
• Folic acid
This can weaken the immune system and slow overall healing.

Summary:

Smoking harms the digestive system from the mouth to the intestines.
It increases the risks of gum disease, acid reflux, ulcers, poor digestion, and multiple types of cancer.

Thanks
Kind regards

PROF. DR MUSTAF KAMAL SALARZAI
MD. MS. MPH.DMAS. FMAS. PHD
Dr.NB (Surgical Oncology & Liver Transplant) PHD
Specialist and Senior Consultant
Liver Transplant & Surgical Oncology

29/04/2025

د سیګرټ څکولو تاثیرات پر ذهني ناروغیو

۱. د اضطراب (Anxiety) زیاتوالی:
که څه هم ډېر خلک فکر کوي چې سیګرټ څکول آرامي ورکوي، خو علمي څېړنې ښيي چې سیګرټ درحقيقت اضطراب زیاتوي. نیکوتین (د سیګرټ اصلي ماده) لنډمهاله تسکین ورکوي، خو وروسته د ذهني فشار د زیاتوالي سبب ګرځي.

۲. د خپګان (Depression) چانس لوړول:
د هغو کسانو ترمنځ چې سیګرټ څکوي، د خپګان سطحه لوړه ده. سیګرټ د مغز کیمیاوي توازن ګډوډوي، چې دا د خفګان احساس زیاتوي.

۳. د تمرکز او حافظې خرابېدل:
سیګرټ د دماغ د وینې جریان ته ضرر رسوي. که وینه مغز ته کمه ورسیږي، د تمرکز کمښت، حافظې خرابېدل، او د فکري توان ټیټوالی رامنځته کیږي.

۴. د رواني اختلالاتو (Mental Disorders) چانس:
د اوږدمهاله سیګرټ څکونکو ترمنځ د رواني اختلالاتو (لکه شیزوفرینیا، بایپولر اختلال) پیښې ډېرې لیدل کیږي.
ځینې څېړنې وایي چې سیګرټ څکول د دماغ په عصبي سیستم منفي تاثیر کوي.

۵. د اعتیاد (Addiction) خطر:
سیګرټ یو قوي اعتیاد جوړوي. دا اعتیاد د مغز په انعام ورکونکي سیستم تاثیر کوي، چې نور ډول ډول رواني ستونزې هم رامنځته کوي.

لنډه نتیجه:

سیګرټ څکول نه یواځې فزیکي ناروغۍ پیدا کوي، بلکې ذهن او روغتیا ته هم جدي ضرر رسوي، اضطراب، خپګان، حافظې کمزوري، او رواني اختلالات زیاتوي.

The Effects of Smoking on Mental Illness

1. Increased Anxiety:
Although many people believe smoking calms nerves, research shows smoking actually increases anxiety over time. Ni****ne gives temporary relief but later heightens stress and anxious feelings.

2. Higher Risk of Depression:
Smokers are more likely to experience depression. Ni****ne affects the brain’s chemical balance (like dopamine and serotonin), leading to mood instability and feelings of sadness.

3. Impaired Memory and Concentration:
Smoking reduces blood flow to the brain, harming cognitive functions. This results in weaker memory, reduced attention span, and slower thinking processes.

4. Increased Risk of Mental Disorders:
Long-term smoking is associated with a higher chance of developing serious mental health disorders, such as:

• Schizophrenia
• Bipolar disorder
• Other psychotic illnesses

5. Strong Addiction Impact:
Ni****ne is highly addictive. Addiction itself changes brain structure and chemistry, increasing vulnerability to emotional instability, cravings, and mood swings.

Summary:

Smoking damages both physical and mental health.
It increases the risks of anxiety, depression, memory problems, serious psychiatric disorders, and strengthens unhealthy addictive patterns.

په درناوی
پروفیسور داکترمصطفی کمال سالارزی
متخصص او ماستر جراحی عمومی او جراحی هضمی
فوق تخصص او دوکتورا جراحی انکولوژی (سرطان) او پیوند د جیګر

28/04/2025

د سیګرټ څکولو (سګریټ استعمال) او د کینسر ترمنځ ډېر قوي او مستقیم ارتباط

سیګرټ د زرګونو کیمیاوي موادو مجموعه ده، چې له هغوی څخه ډېر یې زهري او سرطان پیدا کوونکي دي (لکه تار، نیکوتین، بنزین، فورمالدهایډ، او نور). کله چې یو څوک سیګرټ څکوي، دا زهري مواد د بدن حجرو ته زیان رسوي، چې دا کولی شي د DNA بدلونونه رامنځته کړي او د سرطان سبب شي.

د کینسر ډولونه چې زیاتره د سیګرټ څکولو سره تړاو لري:
• د سږو کینسر (Lung Cancer)
• د ستوني، خولې، ژامې او ستوني کینسر
• د مری (غړمې) کینسر
• د پښتورګو، مثانې او پانقراس کینسر
• د رحم (ښځو کې) کینسر

احصایې:
• تقریباً ۸۵٪ د سږو کینسر پېښې د سیګرټ څکولو له امله وي.
• حتی که څوک کم سیګرټ هم څکوي، د سرطان خطر یې د نه څکوونکو په پرتله ډېر زیات وي.

د سیګرټ څکولو له امله د مختلفو کینسرونو د خطر فیصدۍ.

دلته د سیګرټ څکولو له امله د مختلفو کینسرونو د خطر تقریبي فیصدۍ درته وړاندې کوم.

۱. د سږو کینسر
85% تر 90% د ټولو پېښو سبب کیږي

۲. د ستوني (حلق) کینسر
70% تر 80% پورې ارتباط لري

۳. د خولې او ژامې کینسر
60% تر 75% پورې

۴. د مری (غړمې) کینسر
50% تر 65% پورې

۵. د مثانې کینسر
50% تر 60% پورې

۶. د پښتورګو کینسر
30% تر 40% پورې

۷. د پانقراس (لوز المعده) کینسر
30% تر 40% پورې

۸. د رحم (ښځو کې) کینسر
20% تر 30% پورې

یادونه:
• دا فیصدۍ د مختلفو څېړنو پر اساس شوی، البته لږ فرق پکې شته.
• نور عوامل لکه جینیتیک (موروثي خاصیتونه)، تغذیه، او چاپېریال هم رول لري، خو سیګرټ څکول تر ټولو مهم او خطرناک عامل دی.

ښه خبر:
که څوک سیګرټ پرېږدي، د وخت په تېرېدو سره د بدن د رغېدو چانس زیاتېږي او د سرطان خطر هم کمېږي.
مطلب کله چې یو څوک سیګرټ پرېږدي، د وخت په تېرېدو سره د کینسر او نورو ناروغیو خطر په تدریجي ډول کمیږي.
دلته یې خلاصه درته لیکم.

د سیګرټ پرېښودو سره د خطر کموالی په لاندی ډول دی

۲۰ دقیقې وروسته
د وینې فشار او ضربان عادي حالت ته راځي.

۱۲ ساعته وروسته
د وینې د کاربن مونو اکساید کچه نورمالیږي.

۲-۱۲ اونۍ وروسته
ساه اخیستل اسانه کیږي، وینه ښه دوران کوي.

۱ کال وروسته
د زړه د ناروغۍ خطر ۵۰٪ کمېږي.

۵ کاله وروسته
د ستوني، خولې، مری، او مثانې د کینسر خطر په واضح ډول کمېږي.

۱۰ کاله وروسته
د سږو کینسر خطر د سیګرټ نه څکوونکو خلکو په نسبت تقریباً نیم ته راټیټیږي.

۱۵ کاله وروسته
د زړه د حملې خطر د یوه عادي انسان په کچه راښکته کیږي، د سږو کینسر خطر هم لا نور کمیږي.

په ساده ډول:
څومره ژر چې سیګرټ پرېږدې، هومره ژر بدن د ځان رغونې پروسه شروع کوي. که څه هم د پوره صحت ته رسېدل وخت نیسي، خو هره ورځ چې پرته له سیګرټه تېره شي، د ناروغیو خطر کمېږ
ی

د سیګرټ څکولو تاثیر په جنسي اړیکو (جنسي روغتیا) ترمنځ
1. د وینې دوران خرابېدل:
سیګرټ څکول د رګونو نریوالي (narrowing) سبب کیږي، چې دا د وینې جریان کموي. د نارینه‌وو لپاره دا مطلب لري چې وینه کافي اندازه آلت ته نه رسي، چې دا د ارواحي ستونزې (erectile dysfunction - ED) لامل ګرځي.

2. د جنسي طاقت کمښت:
هغه کسان چې سیګرټ څکوي، د بدن انرژي او عمومي فزیکي توان یې کمزورېږي. دا د جنسي فعالیت کمزوري او د ستړیا زیاتوالی سبب کیږي.

3. د سپرم کیفیت خرابېدل:
د سیګرټ زهري مواد د سپرم تولید او کیفیت خرابوي، چې دا د نارینه‌وو د شنډوالي (نازا کېدو) چانس زیاتوي.

4. د ښځو لپاره ستونزې:
ښځې چې سیګرټ څکوي، هغوی کې د حمل د اخیستو چانس کمېږي. همداراز د حمل د وخت اختلالات (لکه سقط، ژر زېږون) ډېر احتمال لري.

5. هورموني اختلالات:
سیګرټ کولای شي چې د هورمونونو تعادل ګډوډ کړي، کوم چې د نارینه‌وو او ښځو دواړو د جنسي غوښتنې (libido) کمښت لامل کیږي.

په لنډ ډول:
سیګرټ څکول د جنسي روغتیا لپاره خطرناک دی، او کولی شي هم د جنسي فعالیت کیفیت خراب کړي او هم د اولاد لرلو چانس کم کړي

په درناوی

پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزی
ماستر و متخصص جراحی عمومی او جراحی هضمی
فوق متخصص او دوکتورا جراحی انکولوژی او پیوند جیګر

Address

Kabul
POSTALCODE1001-KABUL,KABULPROVINCE

Telephone

+93700062208

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Cancer Care & Gynecology Obstetrics posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category