03/09/2025
زړه مې ټکان وکړ 😭
دا خندانه څهره شاهد نومېږي.
نن سهار یې روغتون کې د کنړ د پېښې زخمیانو ته د وینې ورکولو په حال کې ساه ورکړې.
که څه هم د وینې ورکولو لپاره هره ورځ ځوانان روغتونونو ته ځي او وینه ورکوي
بدبختانه د شاهد فشار د وینې ورکولو پر مهال ټيټ شوی او روح یې پاک رب ج ته سپارلی دی .
زما اتله وروره تا میړانه کوله نوم او یاد دې تلپاتې الله ج دې ټولې کورنۍ او دوستانو ته صبر ور په برخه کړه .
( روح یې ښاد په ګور یې نور)
انا لله و انا اله راجعون