Noori Dental Clinic نوري د غاښونو کلینیک

  • Home
  • Noori Dental Clinic نوري د غاښونو کلینیک

Noori Dental Clinic نوري د غاښونو کلینیک Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Noori Dental Clinic نوري د غاښونو کلینیک, Medical and health, .

*🟥 په غير ارادي ډول د شپې متيازو تلل* *( Nocturnal Enuresis ) :**🩺 په دې ناروغۍ کې کوچنیان په بستره کې متیازې کوي . که چ...
07/04/2023

*🟥 په غير ارادي ډول د شپې متيازو تلل*

*( Nocturnal Enuresis ) :*

*🩺 په دې ناروغۍ کې کوچنیان په بستره کې متیازې کوي . که چېرې د شپږو کلونو وروسته هم ماشوم په بستره کې متیازې کوي ، نو د دې لپاره د هغوی درملنه په کار ده .*

*🩺 لاملونه ( Causes ) : زيات لاملونه لري خو ...*

1 - اکثره يې د استرس او انتانات دي همدا شان .
2 - په خېټه کې چنجیان .
3 - ناهضمي .
4 - د مثاني التهاب .
5 - ذهني پریشانۍ او خپګان .
6 - په متيازو کې د تېزابیت ډېروالی .
7 - د متيازو په نل کې التهاب .
8 - د بي ارزښتی احساس .
9 - فالج .
10 - وېره او نور ...

*💊 ددې ناروغۍ ډیر لاملونه ذهني او رواني وي . که ناروغ ته کوم بل لامل متوجې وي نو دهغه درملنه وکړي .*

*💊 Tab: Imipramine .*

*First 5 nights 10mg , then 25 mg in the 6th night before bedtime .*

*اول 5 شپي 10 ملی ګرام ، بیا په 6 شپه او تر آخبره 25 ملی ګرامه شپی خوب نه 1 ساعت مخکي .*

*🩺 نوټ :* دا درملو تاثير حد اقل 15 ورځې وروسته څرګنديږي ، او نوموړي درمل بايد د 60 څخه 90 ورځو پورې استفاده شي ، او د 30 څخه 45 ورځو په جريان کې يي ډوز په تدريج سره راکم کړى شي .

د ستوني ‌‌‌‌‌‌ډیری دردونه د ټانسلونو د د التهاب یا میکروبی کیدو له وجه منځ ته راځي.‎تانسلونه د انسان د ستوني په دواړو خو...
27/06/2022

د ستوني ‌‌‌‌‌‌ډیری دردونه د ټانسلونو د د التهاب یا میکروبی کیدو له وجه منځ ته راځي.
‎تانسلونه د انسان د ستوني په دواړو خواوو کې هغه دوه غدې دي چې ستوني له ناروغيو په امن کې ساتي، خوکله ناکله په بدن کې د زهري موادو د شتون له کبله تانسلونه میکروبي کېږي او پړسوب پيدا کوي.
‎له دې ناروغۍ څخه ماشومان ډېر ځورېږي. که چېرې څوک په يوه کال کې اته ځلې يا له دې زيات د ستوني په درد اخته شي، د تانسلونو د پړسوب او ميکروبي کېدو نښه ګڼل کېږي.
‎دوه لاملونه په ماشومانو کې د تانسلونو د پړسوب سبب کېږي، لومړی هغه عوامل چې دې ناروغۍ ته لار هواروي، لکه ککړه او سړه هوا او غير صحي خواړه.
‎دويم راز، راز ميکروبونه او وراثت هم د تانسلونو د پړسوب سبب کيدای شي. د دې ترڅنګ په يوه خونه کې دډېرو کسانو ويده کېدل او د بندې هوا ډېر تنفس کول هم د دې ناروغۍ د پيدا کېدو لاملونه دي.
‎نښې نښانې:
‎د ستوني پرله پسې دردونه، سخته تبه، د ځان دردپه ځانګړې توګه د پښودردونه، دل بدي، د غوږونو درد، د مفصلونو دوامدار درد، د وزن کموالی اوستړيا ددې ناروغۍ له نښو شمېرل کېږي. هغه کسان، چې تانسلونه يې پړسېدلي او ميکروبي شوي دي، هر دوه ساعته وروسته دې دڅو ورځو له پاره دتازه مېوې اوبه اود ترکارۍ سوپ وخوري.
‎دې کسانو ته ښايي چې له مرچو، زياتې مالګې ، غوړيو، غوښې، بورې، ماهيانو، اچار او چای څخه پرهېز وکړي. که چېرې ددې ناروغۍ درملنه ونه شي، د ګردو دسخت درد، روماتيزم او د زړه په ناروغۍ داخته کېدو او ماشوم دمړينې له ګواښ سره مخ کيدا شي. که چېرې کورنۍ دخپلو ماشومانو نظافت ته پاملرنه وکړي؛ په ککړه هواکې يې لوبوته پرې نږدي؛ ويټامين او کلسيم لرونکي خواړه ورته برابر کړي تر ډېره بريده به يې د تانسلونو له ناروغۍ خپل ماشوم ساتلی وي.

دغاښ درد دحمل په وخت کې ولې زیات وي؟لیکنه:ډاکټر عنایت الله حکیم زویدحمل یا ماشوم درلودلو پر وخت یو هم دغاښ درد مشکلات دي...
19/06/2022

دغاښ درد دحمل په وخت کې ولې زیات وي؟
لیکنه:ډاکټر عنایت الله حکیم زوی
دحمل یا ماشوم درلودلو پر وخت یو هم دغاښ درد مشکلات دي.
ددې دردونو علتونه
1_هورمونی تغیرات:هورمونی تغیرات دغاښونو د درد یو تر ټولو لوی علت ده.
چې دخاملګۍ په دوران کې هورمونونه تغیر کوي چې دنورو مشکلاتو ترڅنګ په وریو او غاښونو هم لوی اغیزه کوي.
چې دغاښونو او وریو امراضوته زمینه مساعدوي او التهابات رامنځته کوي.
2_دزړه بدوالی او کانګې کول: دزړه بدوالی او قی کول
چې دحمل په دوران کې معمول دي دمعدی تیزاب راپورته کوي چې دمعدې ترڅنګ پر غاښو او وریو هم ناوړه اغیزه کوي دهغې دخرابیدو سبب کیږي.
دحمل په حالات کې ورۍ او غاښونه ډیر حساس وي.
کله چې بورس او مسواک استعمالوو نو دهمدې تیزابیت له وجې سالم غاښونه چینجن یا هم التهابی کیږي او ماتیږي.

3_کلسیم کمښت.دکلسیم شتون دغاښونو لپاره زیات ضرور ده
نو دخاملې میرمن بدن هم دحمل پر محال ډیرو کلسیمو ته ضرورت لري.چې دکمښت له وجې دغاښونو خرابیدل او ماتیدل رامنځته کیږي.
دکنترول او مخنیوي لپاره یې څه باید وکړو؟
بل پوسټ

د انسان بدن: ۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶ 2: د عضلاتو شمیر: 639 ۳: د پښتورګو شمېر: ۲ 4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20 5: د پوښتیو شمی...
11/06/2022

د انسان بدن:

۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶
2: د عضلاتو شمیر: 639
۳: د پښتورګو شمېر: ۲
4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20
5: د پوښتیو شمیر: 24 (12 جوړه)
۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴
۷: لویه شریان: Aorta
8: د وینې نورمال فشار: 120/80 Mmhg
9: د وینې في ایچ: 7.4
10: د نخاع په ستون کې د vertebrae شمیر: 33
11: په غاړه کې د رګونو شمیر: 7
12: په منځني غوږ کې د هډوکو شمیر: 6
13: په مخ کې د هډوکو شمیر: 14
14: په سر کې د هډوکو شمیر: 22
15: په سينه کې د هډوکو شمېر: 25
۱۶: په لاسونو کې د هډوکو شمېر: ۶
17: د انسان په لاس کې د عضلاتو شمیر: 72
18: په زړه کې د پمپونو شمیر: 2
۱۹: لوی ارګان: پوستکی
20: لوی غدود: ځيګر
۲۱: لویه حجره: ښځینه تخمدان
22: کوچنۍ حجره: سپرم
23: تر ټولو کوچنی هډوکی: د منځنی غوږ سټیپس
24: لومړی انتقال شوی عضوی: پښتورګی
25: د کوچني کولمو اوسط اوږدوالی: 7m
26: د لوی کولمو اوسط اوږدوالی: 1.5 متر
27: د نوي زیږیدلي ماشوم اوسط وزن: 3 کیلوګرامه
28: په یوه دقیقه کې د نبض اندازه: 72 ځله
29: د بدن نورمال حرارت: 37 سانتي ګراد (98.4 f °)
30: د وینې اوسط حجم: له 4 څخه تر 5 لیټرو پورې
31: LIFETIME د وینې سره حجرې: 120 ورځې
32: LIFETIME د سپینې وینې حجرې: له 10 څخه تر 15 ورځو پورې
33: د امیندوارۍ موده: 280 ورځې (40 اونۍ)
۳۴: د انسان په پښه کې د هډوکو شمېر: ۳۳
35: په هر لاس کې د هډوکو شمیر: 8
36: په لاس کې د هډوکو شمیر: 27
۳۷: تر ټولو لوی انډروکرین غده: تایرایډ
38: تر ټولو لوی لمفاټیک ارګان: Spleen
۴۰: تر ټولو لوی او قوي هډوکی: Femur
41: تر ټولو کوچنی عضله: Stapedius (منځنی غوږ)
41: د کروموزوم شمیره: 46 (23 جوړه)
۴۲: د نوي زیږیدلي ماشوم د هډوکو شمیر: ۳۰۶
43: د وينې واسکاسټي: له 4.5 څخه تر 5.5 پورې
44: د نړیوال ډونر د وینې ګروپ: O
45: د یونیورسل اخیستونکي د وینې ګروپ: AB
۴۶: د وینی تر ټولو لوی سپین حجری: مونوسایټ
۴۷: د وینې تر ټولو کوچنی حجره: لیمفوسایټ
۴۸: د وینې د سرو حجرو زیاتوالي ته پولی سیتیمیا ویل کیږي
۴۹: په بدن کې د وینې بانک دی: Spleen
۵۰: د ژوند سیند نومیږي: وینه
۵۱: د وینې د کولیسټرول کچه: ۱۰۰ mg/dl
۵۲: د وينې د مايعاتو برخه ده: پلازما

د خدای لخوا په بشپړ ډول ډیزاین شوی ماشین انسان دی

 سیالوریا عبارت از حالتی است که در ان لعاب دهن بشتر از اندازه طبیعی افراز می ګردد . عوامل سببی ان تخریش موضعی ،قرحه افتو...
06/06/2022


سیالوریا عبارت از حالتی است که در ان لعاب دهن بشتر از اندازه طبیعی افراز می ګردد . عوامل سببی ان تخریش موضعی ،قرحه افتوز،دنچرهای نادرست،مرض ربیس،تسمم فلزات وبعضی ادویه جات (انتی سایکوتیک ،ادویه کولینرجیک)میباشد .حالت سیستمیک چون تاخر دماغی ، cerebaral palsy مرض پارکینسون، و امراض معدوی نیز سبب بمیان امدن سیالوریا میشود.

از سبب مرطوب شدن دوامدار لب ها ،زنخ و ګردن التهاب ثانوی بمیان امده میتواند ،از نظر اجتماعی نیز مریض احساس ناراحتی می کند .
#تداوی
تداوی ان شامل تداوی ګفتاری ،توصیه ادویه انتی کولنیرجیک می باشد .بعضا عملیه جراحی و بستن قنات غده لعابیه انجام میشود

د غوږ درد؛ نښې او لاملونه یې څه دي؟موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د غوږ درد لاملونه او علایم در په ګوته کړو. د د...
05/06/2022

د غوږ درد؛ نښې او لاملونه یې څه دي؟

موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د غوږ درد لاملونه او علایم در په ګوته کړو. د دې لیکنې تر پایه به ددې ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

د غوږ درد

که څه هم د غوږ درد معمولا په ماشومانو کې ډېر وي، خو ځينې وخت مشران هم له دې ستونزې کړېږي. دغه درد کېدای شي په یوه او یا هم دواړو غوږونو کې پيدا شي، خو باید یادونه وکړم، چې دغه درد اکثراً په یوه غوږ کې محسوسېږي. د غوږ درد کېدای شي دوامدرا وي او یا هم ځينې وخت پيدا او ځينې وختونه ورک شي. غوږ کېدای شي بد بویه او ګرم هم شي. همدارنګه د دې ستونزې پرمهال ځينې خلک د اورېدو په برخه کې هم له ستونزې سره مخ کېږي.

که ماشومان مو خپل غوږونه مروړي او یا هم غوږ ته یې د لاس ور وړلو پر مهال ژاړي پوه شئ، چې د غوږ درد لري، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د غوږ درد علایم

د غوږ درد علایم په مشرانو او کشرانو کې لږ څه توپير لري.

لومړی ـ په لویانو کې د غوږ درد علایم

ـ په غوږ/غوږونه کې د درد احساس

ـ په اورېدلو کې ستونزه

ـ د له غوږونو د مایعاتو ترشح

دویم ـ په ماشومانو کې د غوږ درد علایم

کېدای شي ماشومان پر پورته علایمو سربېره ځينې نور هم تجربه کړي.

ـ د غوږ درد

ـ کمزورې اورېدنه

ـ غږونو ته د عکس العمل په ښودلو کې ستونزه

ـ تبه

ـ د غوږونو د ډک والي احساس

ـ په خوب کې ګډوډي

ـ د غوږ کش کول او مروړل

ـ ژړا

ـ سر درد

ـ د اشتها کمښت

ـ د تعادل له لاسه ورکول

د غوږ درد لاملونه

ـ په فشار کې تغیر، لکه په الوتکه کې سفر کول

ـ په غوږ کې د مادو ټولېدنه

ـ په غوږ کې د کوم بل څيز پرېوتل

ـ د ستونې درد، چې میکروب یې ډېر وي

ـ په غوږ کې د صابون او یا د شامپو اوبه ایسارېدل

ـ په غوږ کې د ډکو وهل او ځينې نور لاملونه ددې سبب کېږي، چې ستاسو غوږ دردمن کړي.

که تاسو هم د غوږ درد لرئ، هڅه وکړئ ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شئ، ځکه چې د غوږ درد په عادي ګڼلو سره ستاسو ستونزه ډېره ستره کېدای شي.

شاک:Shock د طب او نرسینګ زده کړیالان او د عاجل وارډ کارکوونکی باید د شاک(Shock) اړوند نښی وپیژنی او د دی بیړنی حالت درمل...
29/05/2022

شاک:Shock
د طب او نرسینګ زده کړیالان او د عاجل وارډ کارکوونکی باید د شاک(Shock) اړوند نښی وپیژنی او د دی بیړنی حالت درملنه په وخت تر سره کړی.

تعریف:Diffination
شاک قوی ژوند ګواښونکی حالت دی. شاک هغه وخت رامنځته کیږی چی کله بدن ته د دورانی وینی بهیر کم یا له ستونزی سره مخ شی.

شاک پنځه⑤ اصلی ډولونه لری چی په لاندی توګه یی یادونه کیږی.

① — اناپیلاکتیک شاک:Anaphylactic Shock
دا ډول شاک د حساسیت په وړاندی دبدن د عکس العمل په پایله کی منځته راځی. عوامل یی.

درمل لکه پنسیلین،سیفالوسپورین او وریدی آیرن.
د خزندو نیش یا چیچلو له لاری.
دځینو نباتاتو شیره...

نښی: Sign/Symptoms
← د فشار ټیټ والی یا سقوط.
←د تنفس یا ساه اخیستلو ستونزی
← د ژبی او شونډانو پړسیدل.
← د پوستکی رنګ الوتل.

درملنه: Treatment
ایپنفرین (epinephrine)وریدی لګول ورپسی هایدروکورتیزون(hydrocortisone) او انتی هستامینیک د تنفس د اخستلو لپاره اکسجن او یا هم برانکودایلوټورز لکه البوتیرول(albuterol) تطبیقول.

②— کاردیو جینیک شاک:Cardiogenic shock
دغه شاک معمولا د زړه عضلی ته د وینی له نه رسیدلو یا (MI) او د زړه د حملی (heart attack) په پایله کی واقع کیږی.

نښی:S/S
←د زړه د حرکاتو ډیریدل(increased heart rate)
←سخت او زر زر تنفس.
← د رنګ بدلیدل یا الوتل.
← د تشو متیازو نشتون یا کمیدل.
Treatment : درملنه:
د ترومبولایتیک درمل تر څو وینه نرۍ کړی او د جراحۍ عملیات انجیوپلاستی تر سره کول.

③— هیمورجیک شاک hemorrhagic Shock
دا شاک هغه مهال رامنځته کیږی چی بدن ۲۰% سلنه یا تر دی زیاته وینه له لاسه ورکړی. چی ډیری وخت د ټپی کیدلو او ترافیکی پیښو وروسته منځته راځی.
نښی:S/S
← د وینی بهیدل.
←خولی کیدل.
←ګنګسیت.
←ګچ او ګول کیدل(Confusion)
←په بیړه تنفس کول.
←د ننۍ وینی بهیدنی په صورت کی د ګیډی درد ،ګانکی او د تور رنګه غایطه موادو خارجول.

درملنه: Treatment
داسی مرسته وشی چی د وینی بهیدل و دروی او دلاسه تللو مایعاتو د بیا پوره کولو لپاره وریدی کرستلویید او د وینی ور کونه پیل شی.
داسی درمل لکه ډوپامین (dopamine) او ایپنیفرین(epinpherine) د زړه د حرکاتو د زیاتید او دوینی د پمپ کولو د قدرت په خاطر تطبیق شی.

④— نیوروجینیک شاک:Nueroginic Shock
دا رقم شاک هغه وخت راځی چی د عصبی مرکزی سیستم خرابتیا رامنځته شی او یا (spinal cord) ته صدمه ورسیږی.

نښی:S/S
←دفشار یو ناڅاپه ټیټدل.
← ګرم او رنګ الوتی پوستکی.
← د زړه د حرکاتو کموالی.

درملنه: Treatment
د لاندی درملو کارونه
لکه ، atropine، Dopamine ،vasoprosin تطبیقول تر څو د زړه حرکات او د زړه ضربان نارمل حالت ته راوګرځی.

⑤— سیپټیک شاک:Septic Shock
دا ډول شاک د باکتریاوو، ویروسونو او فنګل د حملی په پایله کی چی سيپسیس(Sepsis) رامنځته کوی او بیا سيپټیک شاک را منځته کیږی.

نښی:S/S
د تشو متیازو کموالی.(low urine out)
تبه.
ګنګسیت.
سرګرځیدل.
د زړه ضربان زیاتوالی.
زر زر تنفس کول.

درملنه: Treatment
د موجود انتان لپاره د هغه اړوند وریدی انتی بیوتیک ورکول د حیاتی اورګانونو له خرابیدلو مخنیوی د انسولین او کورتیکواستروییدونو تطبیقول.

مونږ او تاسی په ورځنی ژوند له دی ډول پیښو سره مخ کیږو نو لازمی بریښی ترڅو د خپلی پوهی په اساس د هیوادوالو او خپلو کورنیو د مرګ کچه را کمه کړو.
مننه

دنوکانو فنګسی امراض :فنګس کولای سی چی پر مړو انساجو باندی ژوند وکړی لکه: وریښتان ، نوکان او دپوستکی خارجی طبقه. فنګسی ام...
29/05/2022

دنوکانو فنګسی امراض :
فنګس کولای سی چی پر مړو انساجو باندی ژوند وکړی لکه: وریښتان ، نوکان او دپوستکی خارجی طبقه.
فنګسی امراض عموما په درو برخو ویشل سوی دی.
۱:— دورزشکارانو اومنډه وهونکو دپښو فنګسی امراض.
۲:— د جنسی تناسلی اعضاوو او دورنونو دداخلی برخو فنګسی امراض.
۳:—رینګ وارم یو حلقوی شکله سوروالی او پاړسوب دی چی منځ یی صاف او اهسته اهسته اطرافو ته انتشار کوی دسر او بدن پر پوستکی پیدا کیږی.

دنوکانوفنګسی امراض اکثره د پښو دفنګسی امرا ضو په تعقیب منځ ته راځی.
دامرض اکثره دپښو د غټی ګوتی نوکان ماوفه کوی او وروسته نورو ګوتو ته سرایت یا انتقال کوی، دا امراض اکثره په زړو اشخاصو کی منځ ته راځی.
هغه اشخاص چی پدی ناروغی باندی زیات اخته کیږی عبارت دی له:
۱:— هغه څوک چی د پوستکی یا نوکانو زخم ولری.
۲:— دنوکانو سوء شکل یا دنوکانو غیر نارمل شګل یا جوړښت اود نوکانو نور امراض.
۳:— په دوامداره ډول دپوستکی لوندوالی یا رطوبت دفنګسی امراضو لپاره زمینه برابروی.
۴:— دوجود ددفاعی یا معافیتی سیستم تشوشات لکه په مزمنو ناروغیو کی مثلا دشوګر یا ایدز مریضان.
۵— دبندو او تنګو بوټونو په پښو کول چی پښو ته ازاده هوا نه رسیږی.
دنوکانو دفنګسی امراضو نښی پلاندی ډول دی:
۱:—ددی ډول نوکانو جوړښت او شکل تغیر کوی .
۲:— دنوک شفافیت یا ځلا له منځه ځی.
۳:— دنوک شکل تغیر کوی.
۴:— دنوک اطراف ماتیږی او رژیږی.
۵:— تر نوک لاندی دمړو انساجو زخیره کیدل.
۶:— دنوک پورته کیدل دخپل بستر څخه او دنوک سستیدل.
۷:— دنوکانو پنډیدل یا زخیم کیدل.
۸:— دنوکانو پر څنډو یا اطرافو باندی دسپینو یا ژړو لیکو پیدا کیدل.
دنوکانو دفنګسی امراضو تداوی : اکثره دفنګس ضد کریمونه او ملهمونه مفید نه تمامیږی، نو باید په سبستمیک ډول دخولی له لاری دفنګس ضد درملو نه استفاده وشی.
مثلا Terbinafine او itraconazole دفنګس ضد درملونه په عام ډول سره زیات استعمال لری او موثر واقع کیږی نسبت نورو درملو ته.
ددی درملو دګولی شکل باید دورځی یو یا دوه ځله څومیاشتو(۲-۳ میاشتو پوری)دخولی له لاری ا ستعمال شی،
که تداوی دلنډ وخت نه وروسته قطع شی کیدای شی چی دا مرض دوباره شکاره سی.
البته معالج داکتر موظف دی تر څو ددی تداوی په جریان کی څو ځله دمریض دینی یا جیګر وظیفوی لابراتواری معاینات تکرار کړی، تر څو دینی یا جیګر دزیان نه جلوګیری وشی.
په بعضی وخیمو حالاتو کی دنوک دایسته کیدلو ضرورت پیښیږی، همدارنګه دلیزر Laser په ذریعه هم کولای شو ددی ناروغی عامل یا فنګس له منځه یوسو.

د هډوکو کمزوري د څه شي څخه پیداکېږي؟ په هډوکو کې د کلسیم د تراکم کمښت او د هډوکو د طبیعي ځواک کموالی دی چې د هډوکو د کمز...
28/05/2022

د هډوکو کمزوري د څه شي څخه پیداکېږي؟

په هډوکو کې د کلسیم د تراکم کمښت او د هډوکو د طبیعي ځواک کموالی دی چې د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو سبب ګرځي.
لاملونه:
۱- د اوږدې مودې لپاره په خوړو کې د کلسیم او پروټین کموالی.
۲-په ښځو کې د عقامت(شنډتوب) نه وروسته د استروجن کموالی.
۳- په ورځني چارو کې د فعالیت، ورزش او حرکاتو کموالی.
۴- په خوړو کې د وېټامین سي او ډي کموالی.
۵- د سګرېټو او الکولو استعمال.
۶- کورټیکوسټېرویډ دواګانو دوامداره استعمال.
۷- د تایروید غدې(جاغور) زیات فعالیت.
۸- سرطاني ناروغۍ.
۹- ارثیت یانې د کورنۍ په نورو غړو کې د ورته ستونزې شتون.

تشدیدوونکي لاملونه:
۱- د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان ویستل.
۲- د سرطان د درملنې له پاره راډیوتراپي.
۳- خوړو کې د کلسیم، پروټین او ویټامینونو کموالی.
۴- الکول او سګرېټ استعمالول(د هډوکو کمزوري دوه چنده کوي.)

نښې:
۱- د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس.
۲- په پرمختللي حالاتو کې د ملا په تیر کې ناڅاپه درد پیداکېدل.
۳- د ملا د تیر د بڼې بدلېدل.
۴- د عادي ګوزار(ضربه) سره د هډوکو ماتېدل.
۵- د هډوکو ځواک له لاسه ورکول.

مخنیوی او درملنه:
۱- د شېدو،مستو او پنېرو ډېر خوړل.
۲- په یوه ورځ کې په وقایوي ډول د ۱۵۰۰ ملي ګرامو کلسیم اخستل.
۳- ورزش کول او پلی تګ کول.
۴- الکول او سګرېټ پرېښودل.
۵- د کار او تګ په وخت کې ډېر احتیاط کول، تر څو د غورځېدو او د هډوکو د ماتېدو مخه ونیول سي.
۶- د بدن د وزن د زیاتوالي په صورت کې د وزن کمول.
۷- د درد د کمولو لپاره غړو ته ګرم ټکور ورکړﺉ.
۸- هره دوا د ډاکټر په مشوره استعمال کړﺉ.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Noori Dental Clinic نوري د غاښونو کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Noori Dental Clinic نوري د غاښونو کلینیک:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram