Niaz khan Niazman

Niaz khan Niazman د هیواد والو صحت د هیلینګ زاوا ریښتینی هدف دی!

د اسیاجام داسیاپه زړه کې د افغانانوپه کاله کې داتلانو په نامه کې
31/10/2024

د اسیاجام داسیاپه زړه کې د افغانانوپه کاله کې داتلانو په نامه کې

25/05/2024

پـه تا به ښه لګي او ګران بـه وي دوکـه به درکړي
د پـریښتـې غـونـدې انسان بـه وي دوکـه به درکړي

د پلار په‌ وروڼو خو د هيچا باور پاتې نشو
د مورکۍ وروڼه ماماګان به وي دوکه به درکړي

اوږدې تـسپـې ذکـر اذکـار د خـدای ثنـا به وایـي
د شېخ بزرګ او پـیر په شان به وي دوکه به درکړي

د ننګ غیـرت تــورې مـیـړانـې افسانې بـه وایـي
شډل بـډل پـښتون افـغـان بـه وي دوکه به درکړي

تۀ به ګومان کړې چې بې وسه دي خواران خلک دي
د غلو راهزنو سرداران به وي دوکه به درکړي

خوند د هوجرې جومـات خو ځکه اوس اوبـو وړی دی
د کلي مشر بـه وي خـان بـه وي دوکـه بـه درکـړي

چې ګډې وډې کلیـمـې پـه زوره زوره وایـي
په دا ویـرېږم چې شیطان بـه وي دوکه به درکړي

ما ته یې خوی لکه د تـورو ورېځو ښۀ مـعلـوم دی
اخلاقه شین به شي اسمان به وي دوکه به درکړي

پـه چـا کې ننګ غیـرت پښتـو اخـلاقـه نـه دي پـاتـې
د کـور سړی بـه وي خپـلوان به وي دوکه به درکړي

اخلاق فطرت

بریا هغه وخت ډیر خوند کوي کله چې ډیری خلک ستا د ماتي په تمه وي ځیني دا فکر هم کوي چې شاید زما له کومک همکاري او همدردي ب...
02/05/2024

بریا هغه وخت ډیر خوند کوي کله چې ډیری خلک ستا د ماتي په تمه وي ځیني دا فکر هم کوي چې شاید زما له کومک همکاري او همدردي بغیر ستا کامیابي او پرمختګ ناشونی دی
لوړي هیلي لوړي نتیجي لري صرف لږ تعقیب ،صبر اخلاص او حوصلي ته ضرورت لري

که په لومړي ځل سړی د لاندي لمونځ کوونکو په اړه فکر وکړي، ډیر به خپه ، غوصه او په قهرشي چې ، په لمانځه ملنډي وهي له ګوټو ...
09/03/2023

که په لومړي ځل سړی د لاندي لمونځ کوونکو په اړه فکر وکړي، ډیر به خپه ، غوصه او په قهرشي چې ، په لمانځه ملنډي وهي له ګوټو او چپلکو سره په سپین میدان ولاړدې.
خوکه سړی داسې وه انګیري چې په یوه ټولنه کې په لمانځه اداکولو سړی وهل کیږي ، بې عزت کیږي ، رټل کیږي حتا بندي کیږي مسجدونه او د لمانځه ځایونه نه وي ګرمې دومره زیاته وي چې پښې سوځوي د وخت پېغورونه دردونه ور سره مل وي وروسته به فکر وکړې چې ولاړ خلک د قوي ایمان ، ټینګي ارادې او ریښتیني عبادت خاوندان دي . زموږ فرضیه او نظریه د دوی په وړاندي مطلق بې اساسه او نیمګړي وه په دوی پسي څه ویل مو جرم ، ګناه او تیروتنه وه.
لِهَذا د هرچا په وړاندي بې له خپلي څیړني ، تحقیق او معلوماتو غلط فکر کول راتلونکي پښېماني او مایوسي لري.

26/02/2023

په پکتیکا کې چې هر ځل کلداره بنده شوي ؛ ولس یې غټ قیمت پرې کړی او له څه وخت ترویج وروسته یې هټۍ والو بیرته د کلدارو راکړي ورکړي ته ادامه ورکړي ؛ هغه ځکه چې دوکانداران هرځل د کلداري په اندازه د جِنس قیمت افغانۍ اخلي یعني ( که د یوه شي قیمت 10 کلداري وي دوی 10 افغانۍ اخلي چې دې کار د ګټي په ځای زیان در لودلی)
لِهَذا که چیرته مسول چارواکي ؛ لومړی د اجناسو ؛ د کلدارو نرخونه راټول کړي او وروسته یې په افغانۍ تبدیل کړي او سرغړوونکوته ، عاجِله ، لازیمه سزا ورکړل شي ؛ دابه د عامو خلکو لپاره ګټوره او زما په نظر ښه اقدام وي .

02/02/2023
27/01/2023

کاش! ټولو خلکو د مور او اولادونو په شان ؛ مینه او محبت سره درلودلای ؛
څومره به د یو بل په درد ؛ دردمن وای
څومره به د یو بل په ښه ؛ سره ور تللای
څومره به یې یو له بل سره ؛ خواخوږي او همکاري در لودلای
څومره به ژوند خوږ او له میني څخه ډک وای
څومره به مو یو دبل په عزت پرده غوړولای
څومره به مو د یوبل په غم او ښادي کې ؛ په اخلاص ګډون سره کولای
څومره به مو د هرچا د وړتیا او استعدادونو قدر او احترام در لودلای
څومره به د هر ګونګ ژبه ؛ د هر کوڼ اواز او د هر معیوب امسا وای
راځئ مینه وویشو پخپلو منځونو کې د مور ، پلار ، ورور ، خور او نورو رول ادا کړو ؛ راتلونکی ژوند له خوښۍ او نیکمر غۍ بر خمن کړو.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Niaz khan Niazman posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Niaz khan Niazman:

Share