د عامې روغتیا وزارت / وزارت صحت عامه

د عامې روغتیا وزارت / وزارت صحت عامه دا د عامې روغتیا وزارت رسمي د فېسبوک پاڼه ده، له دې ادرس څخه د عامې روغتیا وزارت نشراتي مواد خپرېږي.

د خصوصي روغتونونو د روغتیايي خدمتونو د بیو او لایحې د نهايي کېدو په موخه ناسته ترسره شوهپه دې ناسته کې د عامې روغتیا وزي...
22/02/2024

د خصوصي روغتونونو د روغتیايي خدمتونو د بیو او لایحې د نهايي کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال الحاج حبیب الله اخندزاده حامد او د یو شمېر ریاستونو رئیسانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د بیو او لایحې نهایي کېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د اړوندې کمېټې له لوري ترتیب شوی جدول تائید کړ، چې د منظورۍ او نهایي کېدو په موخه به د عال/یقدر ریاست الو/زراء عالي مقام ته واستول شي.

ښاغلي وزیر همداراز وویل، موږ هڅه کوو؛ تر څو د دولتي سکټور ترڅنګ د خصوصي سکټور له لارې هم په ټولو روغتیايي برخو کې هېوادوالو ته په ټیټو بیو غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

د یادونې وړ ده، چې د یادې لایحې له مخې ټول خصوصي روغتونونه اړ او مکلف دي؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو په مقابل کې د یادې لایحې او جدول له مخې فیسونه واخلي.

د عامې روغتیا و/زارت تېره اونۍ!دویم مخ
22/02/2024

د عامې روغتیا و/زارت تېره اونۍ!
دویم مخ

د عامې روغتیا و/زارت تېره اونۍ!
22/02/2024

د عامې روغتیا و/زارت تېره اونۍ!

22/02/2024

د عامې روغتیا و/زارت تېره اونۍ!
درېیمه برخه

22/02/2024

د عامې روغتیا و/زارت تېره اونۍ!
دویمه برخه

د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست له روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د یو شمېر کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظا...
22/02/2024

د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست له روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د یو شمېر کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په پایله کې یو کتنځای له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو او ترڅنګ يې روغتیايي کارکوونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.

ریاست صحت عامه ولایت سمنگان، به سلسله برنامه نظارت اش از معاینه خانه های شهر ایبک این ولایت نظارت نموده که در نتیجه یک ب...
22/02/2024

ریاست صحت عامه ولایت سمنگان، به سلسله برنامه نظارت اش از معاینه خانه های شهر ایبک این ولایت نظارت نموده که در نتیجه یک باب معاینه خانه به دلیل تخلف کاری مسدود گریده است.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پوهنې و/زارت د سرچینو او ادارې معین، مولوي صبغت الله وصیل سره لیدنه ترسره ک...
21/02/2024

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پوهنې و/زارت د سرچینو او ادارې معین، مولوي صبغت الله وصیل سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا و/زارت او د پوهنې و/زارت ترمنځ د همغږۍ، کاري تړاو، د مشورو د شریکولو، په ښوونځیو کې د وقایوي پروګرامونو پلي کولو، د ښوونکو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان سفیر، ښاغلي خواجه غوضوف سره لیدنه ترسره کړهپه...
21/02/2024

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان سفیر، ښاغلي خواجه غوضوف سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا، سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ او د نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر له افغانستان سره د ترکمنستان هېواد د همکاریو قدردانی وکړ او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د درملو او طبې تجهیزاتو د سوداګرۍ، ناروغانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو روغتیايي برخو کې د دې هېواد د لا ډېرو مرستو غوښتونکی شو.

له بلې خوا د ترکمنستان سفیر له افغانستان سره د دې هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یو نوي روغتیايي مرکز له جوړلو خبر وکړ.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پکتیا ولایت مخورو سره لیدنه ترسره کړه  په دې لیدنه کې د یاد ولایت د روغتیاي...
21/02/2024

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پکتیا ولایت مخورو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د یاد ولایت د روغتیايي خدمتونو، د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې، له روغتیايي خدمتونو د ولس د رضایت او خوښۍ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د پکتیا ولایت مشرانو د خپلو سیمو روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا و/زارت له مشرتابه سره شریکې کړې او خوښي یې څرګنده کړه چې د تېر په پرتله ولسونه اوسمهال په پوره ډاډ سره کولای شي چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مشرانو سره شریکې کړي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا و/زارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد ټولو اوسېدونکو ته په نږدې او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

Health message:It is the collective responsibility of all citizens of the nation to engage in the prevention of tubercul...
21/02/2024

Health message:
It is the collective responsibility of all citizens of the nation to engage in the prevention of tuberculosis. Please contribute to efforts aimed at mitigating its spread.

Address

Sehat-e-Ama Square, Wazir Akbar Khan Road
Kabul

Telephone

+93202301374

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د عامې روغتیا وزارت / وزارت صحت عامه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to د عامې روغتیا وزارت / وزارت صحت عامه:

Share