Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار Follow us for medical information.

ايوبي طبي لابراتوار بلاک څلورم بلاک پنځمه کوڅه اوله څلور لاري کابل افغانستان 0766454508
04/11/2024

ايوبي طبي لابراتوار بلاک څلورم بلاک پنځمه کوڅه اوله څلور لاري کابل افغانستان
0766454508

*`هغه کسان چی د وینی غوړو تشویش لری ودی لولی:`*  *1 دوینی غوړو علایم* *2 دوینی غوړو ډیریدو بدی پایلی* *3 دوینو غوړو ډیری...
06/08/2024

*`هغه کسان چی د وینی غوړو تشویش لری ودی لولی:`*

*1 دوینی غوړو علایم*
*2 دوینی غوړو ډیریدو بدی پایلی*
*3 دوینو غوړو ډیریدو تشحیص*

▪ ☜ *`علاېم`*
ایا د شپې لخوا مو د پښې سوزیږی؟
د پښو تلې او بدن مختلحف ځایونه مو ګزګز کوي؟
ایا سر ګنګسۍلرئ؟
په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟

په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.

🍀 *ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.*
1-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس
2-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه
3-د سر دائيمي ګنګسوالی
4-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس
5-د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.

6-د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی
7-د زړه د ضریانو اوریدل
8-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي
9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي
10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي
11-د سترګو د شاخوا پړسوب..!!
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

 :—( )د زړه سوځېدنه چي د معدې د تېزابو د راګرځېدو له امله رامنځته کیږي؛ یوه عامه ستونزه ده، نوموړي ستونزه هغه مهال را من...
06/02/2024

:—( )
د زړه سوځېدنه چي د معدې د تېزابو د راګرځېدو له امله رامنځته کیږي؛ یوه عامه ستونزه ده، نوموړي ستونزه هغه مهال را منځته کیږي کله چي د معدې ځیني محتویات ستوني ته ټیله شي، د سوځیدني په ډول د درد سبب ګرځي.
دغه حالت که کله نا کله وي؛ عامه ستونزه ده او د تشویش وړ نه ده؛ خو تکرارً حملات یې د gastroesophageal reflux disease نښه ده او ډاکټر ته بایــد مراجعه وشي.
لاندي لارښوني عملي کول دا ستونزه تر ډیره حل کولای شي.
۱ د غوړو کم خوړل!
۲ د خوراک پر مهال سیده کښیناستل!
۳ د درانه شیانو نه پورته کول!
۴ د تیزونکو عواملو څخه لکه الکهول، ګازي،مشروبات، کافین، ترخه خواړه، لیمو، نارنج او سره رومیانو څخه پرهېز کول
۵ د وزن کمول!
۶ د سګريټو نه څکول!
۷ سپورټ کول!
۸ څو څو واره او کمه غذا خوړل!
۹ د #امیدواري پر وخت د هورمونونو د تغیراتو له امله اکثره مېندي د زړه سوځېدنه لري.

د ورځني ژوند د کړنو تغیر او پرهېز در سره زیاته #مرسته کوي.

۱: –په ورځ کي5⃣ یا 6⃣ ځلي خوړل(کمه اندازه خواړه)!
۲: –د ډوډۍ خوړلو وروسته تر یوه ګړي نه ویده کیدل.!
۳: –د غوړو او ترخو خوراکونو څخه مخنیوی.!
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

21/01/2024

مالته د ۱۰ ناروغیو درملنه کوي.

۱- وینه صفا کوي او د وینې غوړ کموي.
۲- روماتیزم او د بدن دردونه ختموي.
۳- د بدن څخه زهریات خارجوي.
۴- د معدې ګاز ختموي او معده قوي کوي.
۵- د بدن د فاعي سیستم قوي کوي.
۶- بلغم او ټوخی ورکوي.
۷- د هډوکي کلسیم تشبوي.
۸- سترګو دید قوي کوي.
۹- د بې اشتهایۍ درملنه کوي.
۱۰- قبضیت له منځه وړي
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار
Ihsanullah Ayoubi

Everyone
Ashraf Ghani

د ویني ورکولو او نه ورکولو په اړه یو څو پوښتني ! پوښتنه : د ویني ورکولو تر ټولو لوی تاوان څه دی؟ ځواب : وينه ورکول هيڅ ت...
31/07/2023

د ویني ورکولو او نه ورکولو په اړه یو څو
پوښتني !

پوښتنه : د ویني ورکولو تر ټولو لوی تاوان څه دی؟

ځواب : وينه ورکول هيڅ تاوان نه لري .
بلکه، دا یوه لویه ګټه ده چې منظم ویني ورکوونکي

د زړه د حملې او سرطان چانس

د نورو نفوس په پرتله 95٪ کم دی

څیړنه د امریکا د طبي ټولني څخه .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه: د یو چا د ویني ورکولو څخه څو ورځي وروسته وینه جوړیږي ؟

ځواب: د ویني ورکولو څخه په دریو ورځو کي کمښت پوره کیږي پداسې حال کي چي په 56 ورځو کي ټوله وینه بدن ته رسیږي .
تازه وینه په رګونو کې د بشپړي ویني حجرو په جوړولو پیل کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه : پخوانۍ وينه ډېره قوي ده که نوې وينه؟
ځواب : د زړې په پرتله نوې جوړه سوې وينه
ډیر تازه او پیاوړې وي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوښتنه: د ویني ورکولو ګټې څه دي؟
ځواب: د ویني ورکولو اصلي ګټه
یو دا دی چي په دوامداره خیر کي مرسته وکړي کوم چي

نسل در نسل ستا لپاره د قیامت تر ورځي پوري د ثواب سرچینه ده.
د دې دوهمه لویه ګټه په وینه کي د اوسپني مقدار توازن کول دي او تر ټولو لویه ګټه یې د سالم او تازه ژوند تېرول دي.
د منظم ویني ورکوونکي پوست د نورو په پرتله د اوږدې مودې لپاره ځوان او صحتمند پاته کیږي.
د هغې یوه ګټه د وینې وړیا معاینه ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوښتنه: په کال کي څو ځله وینه ورکول کېدای سي؟

ځواب: سالم انسان چې عمر یې د 17 څخه تر 50 کلونو پوري وي او وزن یې 50 کیلو ګرامه وي

هغه انسان کولای سي په اسانۍ سره دوه ځله وینه ورکړي، پداسې حال کي چي هغه کولای سي د ویني ورکولو څخه درې میاشتي وروسته یو ځل وینه ورکړي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه: د وینې عمر څومره دی؟
ځواب: د ویني د ژوند موده ۱۲۰ ورځي ده.
په بل عبارت، په یو سلو شلو ورځو کې به زموږ د ویني حجرې مړې سي او د ادرار له لاري خارجیږي .
او نوي حجرې وجود ته راځي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوښتنه: نو بیا ولي د ویني ورکولو څخه وېره لرو ؟

ځواب: موږ په یوه داسي ټولنه کي ساه اخلو چې دا وېره رواج ده .
نو زموږ ناروغان د ویني د کمښت له امله په بستر کي مړه کیږي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه: د ویني ورکولو نړیواله ورځ کله لمانځل کیږي ؟

ځواب: د جون په څوارلسمه نېټه .

که مو مالومات خوښ سول درسره شېر یې کئ او زموږ لاندي پاڼي د روغتیایي مالوماتو د پاره فالو کوای سئ 😍
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار 🖕

د حاملګۍ په دوران کي هغه دواګاني چې ممانعت نلري او بي خطره دي . Some Drugs safe in pregnancy . بعضې دواګانې چې د حمل په ...
25/07/2023

د حاملګۍ په دوران کي هغه دواګاني چې ممانعت نلري او بي خطره دي .
Some Drugs safe in pregnancy .

بعضې دواګانې چې د حمل په دوران کې جائز او د تطبیق وړ دی .

① Anti Biotics drugs / د زخم ضد دواګانې :

1⃣ Cephalaxin 500mg & 250 .
2⃣ Cefixim 200mg & 400mg .
3⃣ Cepotaxim 500mg &1000mg .
4⃣ Azithromycin 250mg & 500mg .
5⃣ Ceftraixon 500mg & 1000mg .
6⃣ Amoxilin 250mg & 500mg .

② Anti Ulcer drugs /معدی زخم تیزابیت لپاره:

1⃣ Ranitidin 150mg .
2⃣ Lansoprazol 15mg & 30mg .
3⃣ Gaviscon .
4⃣ Scrulafate .

③ Anti Allergic Drugs حساسیت ضد دواګانې:

1⃣ Diphinhydromin .
2⃣ Livecitrazin .
3⃣ Loratidin .

④ Analgesic Drugs /درد ضد دواګانې :

1⃣ Paracitamol only oral use .

⑤ Anti Emiticis
( کانګې سر تاویدنه زړه بدوالی ضد دواګانې )

1⃣ Doxylamine .
2⃣ Diminhydrinate .
3⃣ Andensetrone .

⑥ Anti spasmodic drugs
( داخلی عضلاتو شخوالي او درد له منځه وړلو دواګانې )

1⃣ Dratavorin .
2⃣ Phloroglacinol .

⑦ Anti Constipation Drugs
( د قبضيت ضد دواګان )

1⃣ Ispaghol .
2⃣ Lactoluses .
3⃣ Glycerine .
4⃣ Suppository .

⑧ Anti Fungal Drugs
( د پنګسي ناروغی له خولې خوړیدنه Vigana )

1⃣ Clotrimazol .
2⃣ Metrandazole .

⑨ Anti hypertinsive Drugs
( د لوړ فشار د کنټرول په خاطر دواګانې )

1⃣ Methyl dopa .
2⃣ Nipedipine .
3⃣ Our Emergency ( Labetolol) can use .
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

ولې غوماشي (Mosquitoes) ځيني کسان چيچي او ځيني کسان نه چيچي؟ شپږ لاملونه يې دلته ولولئغوماشي يا ماشي چې په انګلېسي کې ور...
19/07/2023

ولې غوماشي (Mosquitoes) ځيني کسان چيچي او ځيني کسان نه چيچي؟ شپږ لاملونه يې دلته ولولئ
غوماشي يا ماشي چې په انګلېسي کې ورته mosquitoes وايي يو ډول ژوندي موجودات دي، چې هغه ځايونو کې چې انسان وسيږي دوی هم پيدا کيږي. غوماشي انسان چيچي او د ګرمې په وخت کې ډېر وي. ښايي تاسې اورېدلي او يا هم لېدلي وي چې غوماشي ځيني کسان چيچي او ځيني نور کسانو سره بيا کار نه لري. دا چې ولې او آيا دا رېښتيا ده، لاندې يې ولولئ.

۱- کاربن ډای اکسايډ Carbon dioxide:
غوماشي دا وړتيا لري چې خپل اړوند چاپيريال کې د کاربن ډای اکسايد شتون حس کړي. هغه کسان چې ګرمۍ کې ناست وي او يا تمرين کوي نو ډېر کاربن ډای اکسايډ بهروي. د کاربن ډای اکسايډ بهر کېدل غوماشي ته دا په ګوته کوي، چې نېږدې ځايونو کې انسان شتون لري. نو هغه کسان چې د تمرين يا بل فزيکي کار په وجه کاربن ډای اکسايډ خارجوي، غوماشي هم ورته راځي او چيچي يې.

۲- د وجود بوی Body odor:
غوماشي د انسانانو د بدن له ځينو ضايعاتو سره مينه لري. د ګرمۍ په وخت کې د انسان وجود خولې کيږي او د خولو بوی د غوماشو د خوښې بوی دی. د خولې د بوی په وسيله غوماشي د هغه کس چې وجود يې خولې دی، نېږدې ورځي او و
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

له پزې څخه د وينې راتلل(epistaxis) عموما په وچ اقليم کې زيات پېښېږي چې په زياتو واقعاتو کې د پزې له مخکينۍ برخې وينه راځ...
15/07/2023

له پزې څخه د وينې راتلل(epistaxis) عموما په وچ اقليم کې زيات پېښېږي چې په زياتو واقعاتو کې د پزې له مخکينۍ برخې وينه راځې.
د دې برخې وينه بهیدنه کې لاندې کارونه په نظر کې ولرئ:
۱- کښېنئ او سر مو مخې خواته کوږ کړئ
۲- شااوخوا د پنځو دقيقو لپاره پزه کلکه ونيسئ
۳- د خولې له لارې تنفس وکړئ
۴- د يخو اوبو اچول په پزه کې د وينې بهېدنې د بندېدو سبب ګرځي؛ نو پزې ته اوبه واچوئ
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

دافغانستان غیور او مجاهد ملته!دنېکمرغه لوی اختر درارسېدو پۀ مناسبت تاسو او ستاسو درنؤ کورانیو ته مبارکي وایم.قربانۍ صدقې...
28/06/2023

دافغانستان غیور او مجاهد ملته!

دنېکمرغه لوی اختر درارسېدو پۀ مناسبت تاسو او ستاسو درنؤ کورانیو ته مبارکي وایم.
قربانۍ صدقې او نور عباداتونه مؤ دلوی خدای ج پۀ عظیم دربار کې قبول او منظور شۀ.

ګرانو وطنوالو!لکه څۀ ډول چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې هېوادوال مؤ لۀ سختو حلاتو څخه تېریږي او دهر نظام او خکومت قرباني یواځې همدا ولسونه ورکوي،نؤ هیله کؤم چې پۀ راتلونکي لوی اختر کې دخپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړئ.

راځئ دا اختر دغریبو او بې وزلو اختر ونموئ او دوی ته دا هیلې ورکړئ،چې موږ ټول یو وجود یو او پۀ هر ډول حلاتو کې دخپلو بې وزلو وطنوالو ترڅنګ یؤ.

ګرانو هېوادوالو هیله کؤم ددې لوی اختر د را رسېدؤ ترمخه هغه دوستانو ته بښنه وکړئ چې تاسې ورسره خوابدي شوي یئ او یا بښنه وغواړئ چې تاسې څوک خفه کړي دي ترڅو مو اختر دخوشالیو او برکتونو ډک وي.

دیو سوکاله،ځان باسیه او سرلوړي افغانستان پۀ هیله تل دې وي هېواد!😘

درنـښت (ایوبی طبی لابراتوار)

د ادرک یا ځیرې طبي ګټې  ! که معلومات مو خوښ شول خامخا یې نشر کړﺉ. 1⃣ حافظه قوي کوي  ، د معدې ګرمي له منځه وړي ، لوږه راو...
16/06/2023

د ادرک یا ځیرې طبي ګټې !

که معلومات مو خوښ شول خامخا یې نشر کړﺉ.

1⃣ حافظه قوي کوي ، د معدې ګرمي له منځه وړي ، لوږه راولي ، بلغم جاري کوي ، معده صفا کوي ، ټوخي له منځه وړي .

2⃣ معدي ته قوت ورکوي ، تش ادرار / متیازي خه جاري کوي ، د آواز خرابي له منځه وړي ، قي / استفراق بندوي .

3⃣ کله چې وایشول شي د تبې لپاره بهترین علاج دي ، سوزاک مرض له منځه وړي ، د نس / خیټې پړسوب له منځه وړي ، چې شات / عسل ورسره ګډ شي د سر درد له منځه وړي .

4⃣ د نیم سیري له منځه وړي ، چې د شودو سره ګډ شي د سر درد له منځه وړي ، په شهواني قوه کې زیاتوالی راولي .

5⃣ د کوم چا هاضمه خرابه وي جوړوي ، څوک چې پرنجي ډیر کوي استعمال یي پرنجي ختموي ، په بدن کي حرارت پیدا کوي ، نزله او زکام له منځه وړي ، د بدن هر رقم سوزش له منځه وړي .

6⃣ د ساه بندوالي له منځه وړي ، ملاریا مریضانو لپاره چې شات / عسل ورسره ګډ شي ډیره ګټه لري ، د ګردو لپاره د ادرک مربا / مربع ډیره ګټه لري .

7⃣ د مثاني کمزوري له منځه وړي ، د ستوني درد او سوزش لپاره چې اوبو کي ویشول شي شات / عسل ورسره ګډ شي ډیره ګټه لري .

👈 دا معلومات خامخا نشر / شئیر Share کړئ.

که لیکنه مو پوره لوستلي وي کمنټ کي ولیکئ چې پوره ولوستل شو او خپل نظر مو هم راسره شریک کړئ.
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

هغه عادتونه چې ستاسې دیماغو ته زیان رسوي؛ ۱ـ د بورې یا ډیرو خوږو موادو زیات استعمال۲ـ یوازې اوسیدل۳ـ د خوب کموالی۴ـ د من...
04/06/2023

هغه عادتونه چې ستاسې دیماغو ته زیان رسوي؛
۱ـ د بورې یا ډیرو خوږو موادو زیات استعمال
۲ـ یوازې اوسیدل
۳ـ د خوب کموالی
۴ـ د منفی خبرو بیا ځلې کتل
۵ـ په تیاره کې ډیر وخت تیرول
۶ـ د موبایل زیات کارول
۷ـ ټوله ورځ شدید کار
۸ـ په لوړ اواز د ګوشکیو استعمال
Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار

06/05/2023

Address

احمد شاه بابا مينه/کابل
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ayoubi Medical Laboratory/ ايوبي طبي لابراتوار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram