31/01/2026
د نشهيي توکو د استعمال د مخنیوي پروګرام د ۴۵۰ بستریز جنگلک مرکز د نشهيي توکو د استعمال د مخنیوي ټیم له لوري د مسلم تعلیمي مرکز د زدهکوونکو لپاره تطبیق شو.
یاد پروګرام د محترم مصطفی سلطاني، د نشهيي توکو د استعمال د مخنیوي ټیم د اړیکو، همغږۍ او عامه اړیکو مسؤل، په همغږۍ د ۱۴۴۷/۸/۱۲ نېټې د شنبې په ورځ تنظیم او تطبیق شو.
دا پروګرام د نشهيي توکو د استعمال له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د مسلم علمي مرکز د زدهکوونکو لپاره ترسره شو. یاد پروګرام د محترم رفیعالله شاداب، محترم مسیحالله حساس او محترم شعیب صاحبزاده له لوري په منظم ډول په جلا جلا ټولګیو کې تطبیق شو.
د پروګرام په جریان کې د نشهيي توکو د منفي پایلو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې، لکه پر جسمي او رواني صحت ناوړه اغېزې، د زدهکړې د توان کمېدل، تعلیمي شاتګ، او پر راتلونکي ځوان نسل او ټولنې یې ناوړه اغېزې. همدارنګه له زدهکوونکو وغوښتل شول چې د سمې لارې په انتخابولو سره له دې خطرناک پدیدې څخه ځانونه وساتي.
همدارنګه محترم مولوي رحمنالله حماسي د دین مبین اسلام له نظره د نشهيي توکو د زیانونو په اړه وینا وکړه. نوموړي په ساده او د زدهکوونکو د پوهې وړ ژبه تشریح کړه چې اسلام تل د انسان د عقل، صحت او شخصیت پر ساتنې ټینګار کوي او هر هغه څه چې دغو نعمتونو ته زیان رسوي، ناپسند او حرام ګڼل کېږي.
د پروګرام په پای کې د سالم راتلونکي په جوړولو کې د زدهکوونکو پر مهم رول، له بدو ملګرو څخه پر ځان ساتنې او پر ديني او اخلاقي ارزښتونو پر پابندۍ ټینګار وشو.
وروسته د پروګرام راپور د محترم احمد میلاد همت، د نشهيي توکو د استعمال د مخنیوي ټیم راپور ورکوونکي، له لوري ترتیب شو او پروګرام د دعای خیر په ویلو سره پای ته ورسېد.