11/05/2021
د ما په اڼد لاندنی معلومات تولو وگړو ته او په خاصه توگه محترمو والدینو ته اړین ده.
اوله برخه:
د ماشومانو حفاظت ( safegaurding )
د ماشومانو محافظت له ځوروني, ناوړه چلند او هغه زیانونو چی د ماشوم روغتیا او پرمخ تگ خطر سره مواجه کوی ته safeguarding وایی.
ماشومان باید په یوه محفوظه او موثره فضا کی مراقبت او رشد وکړی.
د ملل متحد د ماشامونو د حقونو په کنوانسیون کی ( UNCRC 1989 ) تینگار شوی چی ماشومان باید له هر ډول فزیکی او روانی زیانونو څخه خوندی شی.
او همدی کنوانسیون د دنیا په ټولو دولتونو غږ کړی چی ماشومان د له هر ډول ځوروني, خشونت او غفلت نه خوندی او له هغو د په وقار او درنښت مراقبت وشی.
د ماشومانو ځورونه ( abuse ) په 4 ډول ده:
1. فیزیکی ځورونه
2. غفلت
3. عاطفی ځورونه
4. جنسی ځورونه
1. فیزیکی ځورونه:
عبارت ده په قصدی ډول د ماشومانو له وهلو او ټپی کولو څخه لکه په چاپیله, سوک , لغته یا کوم بل شی ( ډبره, لرگی, تیره شی ) وهل یا د ماشوم کوم ځای سوځول.
هیس نوع توجیه د ماشومانو د وهلو لپاره سه د والدینو, معلم, مربی, ملا او سه د کوم بل شخص له جانبه وجود نلری.
د ماشومانو فیزیکی ځورونه د جدی او طویل مدتو فزیکی او روانی زیانونو باعث گرځیدلی شی. په شدیدو حالاتو کی حتی د ماشوم د مرگ سبب گرځی.
متاسفانه د ماشوم فیزیکی ځورونه د موږ په جامعه کی ډیر عام ده.
فیزیکی ځورونه کومی اغیزي په ماشوم لری?
الف: ماشوم بلافاصله د درد او رنځ احساس کوی
ب. کیدای شی روغتیایی ستونځی رامنځ ته کړی
ج. عاطفی او احساسی اغیزي به تر ډیري مودی ماشوم سره پاتی کیږي
د. دوامداره فزیکی ځورونه جدی پایلي درلودلی شی, دوامداره یا شدید فیزیکی ځورني د دایمی معیوبیتونو سبب گرځیدلی شی لکه دماغی خونریزی, د سترگو ټپی کیدل, د غوږ پرده پرکیدل یا لکه څرنگه چی وویل شول د مرگ سبب هم گرځیدلی شی.
د فزیکی ځوروني علایم معمولا د ماشوم په بدن کی لکه د پوستکی شین والی یا پریکیدلی, پړسوب, د هدوکو کسر یا ماتیدل, د چیچلو نشی (په لاس یا په غاشو) دی. که نوزاد ماشوم ډیر په شدت شورول شوی وی کیدای شی شدیده دماغی صدمه رامنځ ته کړی.
په بعضی ماشومانو کی د فیزیکی ځوروني نشی د ویري یا دار په شکل څرگندیږی, مثلا ماشوم له داره کورته نه ځی.
کاپي