امينه 24 ساعته معالجوي کلينيک

امينه 24 ساعته معالجوي کلينيک we want to share medical information for the people and we give good advice ,and try to inform people

27/06/2023

تکبيرونه نن دعرفات په ورځ د سهار څخه شروع شوي دي !
الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘
دا تکبیرونه واجب دي، چې په درویشت فرض لمونځونو کې ویل کېږی. پورتني تکبيرونه د عرفات د ورځي د سهار څخه شروع کېږي، او د اختر د څلورمي ورځي د مازدېګر له لمانځه څخه وروسته پاي ته رسېږي.
#دوستانو د ثواب په نیت شير کړې چې اجر کې شريک شې

‏لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ، وَالنِّعْمَةَ، لَكَ وَالْمُلْكَ، لاَ شَرِيكَ لَكَ

دوهم تعقیب :له کانګو ناروغۍ څخه په لوی اختر  کې څه ډول مخنیوی وکړو؟ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ...
27/06/2023

دوهم تعقیب :
له کانګو ناروغۍ څخه په لوی اختر کې څه ډول مخنیوی وکړو؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ د حیواناتو د ذبحې کولو پر مهال باید له محافظتي وسایلو لکه عینکو دستکشو او اوږد چپن ماننده لباس څخه استفاده وسي.
ــ د حیواناتو په وینه له منتنو لوازمو لکه چاقو لوښي او نورو سره له تماسه باید مخنیوی وسي.
ــ د حیواناتو له ذبحې کولو وروسته ژر تر ژره باید جامې بدلې او لاسونه په پاکو،صحي اوبو او صابون پریمینځل سي.
ــ هغه ناروغان چې په کانګو ناروغۍ اخته وي ډاکتران یې باید په وړاندې له ځانګړو ماسکونو او دستکشو استفاده وکړي
او د وینې اخیستلو پر مهال باید له جدي پاملرنې کار واخلي.
ــ د حیواناتو د نیمې خامې او پخې غوښې له خوړلو باید ډډه وسي.
ــ هغه خلک چې د سارویو ساتنه کوي باید هڅه وکړي
د څارویو د ساتنې ځای تل پاک وساتي او دوا پاشي هیره نه کړي.
ــ د ناروغۍ د اعراضو او علایمو له ښکاره کیدو سره سم
باید ډاکتر ته مراجعه وسې.
تر څو په ښه شکل د ناروغۍ تداوي صورت ونیسي.
ځکه د ګانکو وژونکې ناروغۍ پخپل وخت له تداوۍ او درملنې سره د رغیدو وړ ده.

ايا تاسې د کانګو(CCHF) ناروغي په اړه معلومات  لري  کوم چې د  لوي يا قرباني په اختر کې د دې ناروغۍ احتمال ډير ويـــــــــ...
27/06/2023

ايا تاسې د کانګو(CCHF) ناروغي په اړه معلومات لري کوم چې د لوي يا قرباني په اختر کې د دې ناروغۍ احتمال ډير وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
د(Crimean - Congo hemorrhagic fever)
کریمیا ـ کانګو وینه بهوونکې تبې ناروغۍ یوه ساري،ویروسي او وژونکې ناروغي ده،چې د سپږې ماننده حشرې کنې پواسطه له حیواناتو انسانانو او له انسانانو څخه نورو سالمو اشخاصو ته انتقالیږي.
کانګو په پسونو، غواګانو،اوزو او نورو حیواناتو کې د خفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز شکل اعراض او اعلایم ورکوي.
په عمومي ډول د کانګو د ویروسي ناروغۍ خفیفه تبه اعراض او اعلایم له 3 یا 4 ورځو نیولې تر 12 یا 13 ورځو پورې دوام کوي.

کانګو څه ډول انتقالیږي:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ د کانګو ناروغي د خپلې عاملې حشرې،کنې پواسطه د حیواناتو یا انسانانو د چیچلو له لارې.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ذبحه کړای سوي حیواناتو له وینې سره د انسان د وجود د یوې حسې په تماس کې راتللو سره.
ــ په ناپامۍ سره د لاس پواسطه د کنې وژل.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ناروغ له وینې یا بدن سره د روغ شخص د تماس له لارې.

د کانګو په ویروسي ناروغۍ اکثرأ
قصابان
ډاکتران
روغتیایي کارمندان
څارونکي او د ناروغانو د کورنیو د غړو د اخته کیدو چانس زیات وي.
ځکه یاد اشخاص په مسقیم ډول د ناروغ د وینې،مایعاتو او، بدن سره د ناپامۍ پر مهال په ارتباط کې راځي.

د کانګو اعراض:
ــــــــــــــــــــــــــ
ــ شدیده تبه
ــ سر دردي
ــ زړه بدوالی
ــ د عضلاتو درد
ــ د خیټې درد
ــ اسهالات
ــ د سترګو د سپینې طبقې سوروالی
ــ د رڼا سره حساسیت
ــ د ورمیږ درد او شخوالی
ــ ستړیا او عصبانیت
ــ بې خوبي او نارآمي
د کانګو د ناروغۍ په پرمختللې حالت کې د ناروغ
پوستکې کې لومړی د وینې د انتاني کیدو له امله سره رشونه پیدا کیږي چې وروسته د پوستکي د شین کیدو لامل کیږي. په عاجله واقیاتو کې له خولې او پزې څخه وینه بهیدنه جریان پیدا کوي. د پورته علایمو سره يو ځای
په استفراغ او غایطه موادو کې د وینې موجودیت د کانګو ناروغي تصدیقوي.

نيکمرغه لوي اختر مو مبارک شهد نيکمرغه لوي اختر د  رارسیدو په مناسبت د امينه معالجوي کلينيک مشرتابه او ټول صحي پرسونل د ا...
27/06/2023

نيکمرغه لوي اختر مو مبارک شه
د نيکمرغه لوي اختر د رارسیدو په مناسبت د امينه معالجوي کلينيک مشرتابه او ټول صحي پرسونل د افغانستان مسلمان متدين ولس ته د لوی اختر مبارکی او نيکې هيلې وړاندې کوي ، قربانۍ او عبادتونه مو د لوي رب په دربار کې قبولې او منطورې شه ، هيله ده چې دې خپلو کورنيو ترڅنګ خوشحاله اختر ولرئ

Address

Qalacha Kabul
Kabul
25000

Telephone

+93764853518

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when امينه 24 ساعته معالجوي کلينيک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram